وروسته له هغه چې په افغانستان كې دولس مشرۍ دټاكنو غږ پورته شو نو ښاغلي كرزي هم په ځينوداسي هڅو لاس پوري كړ چې څه ناڅه دولس دغوښتونو سره برابري وې.
په وزيرانو شورا كې ادلون بدلون، دځينوواليانو لري كول او همداراز دځينومجرمانوداعدام حكمونه تاييده ول يې ښكاره بېلكي وې. داهغه وخت وو چې دنړۍ زوره ور ولس مشر بارك اوباما له ښاغلي كرزي سره خبري نه كولې. اوښاغلي كرزي هم په خپلو خبرو كې ورو ورو نوري نړۍ ته ځان نېژدې كاوه او آن تر دې چې دافغانستان پخواني مات شوي دښمن (روس)ته يې هم لاس وراوږد كړاو له روسيې څخه يې دمرستي غوښتنه وكړه. نوموړي په عين وخت كې يوه بله هوښياري دا كوله چې دپښتنودخوشاله ولوهڅي يې هم پيل كړي وې . په دې كې هيڅ شك نشته چې پښتانه تل دخپلومشرانو ترشا درېدلي خو البته په هغو پښتنومشرانوكې هم پښتو شته وي. زه دا نه وايم چې زموږ داپښتون مشرخداى مكړه بې پښتو دى خو دا ضرور وايم چې ډېروخت يې پريكړي او ځيني كړنې دپښتنو په خلاف وي او زه فكر كوم چې زما له دې دعوې سره به تاسو محترم لوستونكي هم همغږي ياست.
حامدكرزي دخپلې واكمنۍ پر محال پښتنو ته ډېرتاوانونه واړول خو بيا هم پښتنو تل ننګه ورباندي كړې ده. دلته په لندن كې مېشت ډېرى پښتانه په غونډو ناستواو مجلسونو كې پر دې ټولو تېروتنو سربېره دكرزي ملاتړي دي خو دتېمورشا خان دراني (داحمدشابابازوى) په څېرپه ځينوپرېكړوكې دكرزي كلك مخالفت كوي.
بايد ووايم چې داوسني افغانستان دبنسټ ايښودوونكي لوى احمدشابابا ترمړيني وروسته په كال ۱۳۷۳م كي دستراحمدشابابا زوى تيمورشا درانى دخپل ستر باباپرټغر كښينوست او دپاچاهي تاج ورپرسرشوخو له بده مرغه تيمورشاخان دپښتو پرځاى فارسي ژبي ته ډېره پاملرنه وكړه او آن تر دې چې په رسمي چارو كې هم له دغي ژبي كارواخيست او ټولي دفتري چاري يې په فارسي ژبه كړلې او بيا به نو دوخت ايراني چارواكو هم ستايه. تاريخ پوهان وايي چې له همدغه ځايه پرپښتو باندي دفارسي ښكيلاك لړۍ پيل شوه چې تراوسه پوري دوام لري او دې لړۍ ته ښاغلي كرزي ښه مرسته وركړه او په دې ناولو اوبو كې پښتون قام لانورغرق كړ.
په هرحال دتېمورشاخان په څېر يې بيا دا يوبل پښتون چې دخپلي ژبي پرځاى پردۍ هغې ته كار كوي خوچې له ده څخه كله وه پوښتل شي نو دى بيا ودې كار ته ((ملي وحدت)) وايي چې دده په نظرپښتون ځپل ملي وحدت دى خوښاغلى كرزى په دې نه پوهېږي چې دځان اوپښتانه قام برخليك بل ته په لاس وركول ملي وحدت نه دى بلكه ملي خيانت دى .
كرزي صاحب چې څنګه داوباما پرشونډو دځان لپاره خندا وليده نوسمدستي يې پرېكړه وكړه چې دافغانستان دبهرنيو چارووزيرډاكتررنګين دادفر سپنتا په مشري به يوپلاى ځي او دهيواد دراتلونكې په اړه به پر موهمغومسلودامريكا له نوي حكومت سره خبري كوي. اوسپنتابه دهيواد دنوې ستراتيژي په اړه چې دامريكا نوى حكومت يې جوړه وي غږېږي.
فكركوم افغان ولس مشر لا هم نه دى پوهه چې دهيواد په جنوب بلكه په ټولوپښتني سيمو كې دجګړې اور همدغو ستميانوبل كړى او لا يې نور دزياتېدو هڅي كوي . په پوځ كې ډېره ونډه ددوى ده او تل يې هڅه داوي چې داسي كړني وكړي چې دهغو په وجه ولس دكرزي دحكومت په خلاف راوپارېږي. ددې ډېرى بيلګي هم په رسنيوكې خپرې شوي دي . ملي امنيت په ټوله كي دسيتميانو په لاس كي دى او ترډېره يې داسي كسان ځوره ولي چې اوسنۍ اداره پرې ښه بدنامه شوې ده. دهمدغوټوپكسالارودغلتوجاسوسيو له كبله دنړۍ والي ټلوالي اودكرزي ترمينځ واټن زيات شوى دى. دستميانوروزل شوي كسان نړۍ والوځواكونو ته غلط راپورونه وركوي اوهغوى ړندې بمبارۍ كوي او همدغو كړنوولس هم له كرزي نه ليري كړى دى.
په نا امنيو كې دم ګړى دشمال ټلوالې ګټه داده چې بيارغنيزي پروژې دپښتني سيمو څخه ددوى سيموته ځي چې نسبتاً ارامي دي.دپښتني سيمو په نااقراري كې دايران پلوه ستميانوبله ګټه داده چې له يوې خوا دوى پښتانه نړۍ ته دجګړه ييز قام په نوم ورپېژني او له بله لوري غواړي امريكا او دناټوغړي هيوادونه دلته په جګړه بوخت وساتي ترڅو ايران دهغوى له شره خوندي پاني شي . ځكه دغه اوسني ستميان په اصل هغه شعيه ګان او قزلباشان دي چې نادر افشار له ايرانه دځان سره راوستي وو. كله چې نادر افشاروتوانېده چې كندهار ونيسي نو هغه مهال يې دخپل پوځ څخه يوشمير قزلباشان اوايراني شعيه ګان په كندهار كي پرېښودل او هغوى ته يې دنادراباد په نوم يوه كلا هم ورجوړه كړه چې اوس دكندهار په اوله ناحيه كې ده او توپخانه ورته وايي. دغو شعيه ګانو دتيمورشاخان په مرسته وحكومتي اداروته لار وموندله اوپه ۱۱۸۶كال چې تيمورشاخان دهيواد پلازمېنه له كندهاره كابل ته ولېږدوله نوهغه مهال يې ددغوايرانيانو څخه يوه برخه له ځانه سره كابل ته بوتله او هلته يې دكابل دپخواني ښار جنوب ته دشير دروازي دغره په لمن كي ځاى وركړ او پردغه سيمه قزلباشانو دچينداول نوم كېښود. . ښاغلى غوس خيبري په خپل (پښتانه) نومي تاريخ كي ليكي:
(داميرعبدالرحمان خان دواكمني پر مهال بيا دكابل ښار ختيځ اړخ ته هم يوه سيمه دمرادخانې په نوم دايراني شعيه ګانو او قزلباشانوټاټوبى شو. دوى دلوى احمدشابابادواكمني پرمهال افغاني هويت ترلاسه كړى) او بيا نو ورو ورو دولس مشركرزي په څېرپښتنومشرانوامتيازات وركړي دي او دا دى نن دافغان وطن دتقديرپرېكړي كوي اوپښتانه پټه خوله ورته ناست دي.
ښاغلې كرزى ؛ داسي موقع هره ورځ نه راځي اولږ له پښتني همته كار واخله او دغه ايران پلوه سپنتا دې غونډي ته مه لېږه . زه پوهېږم چې ستازړه هم غواړي چې ورشې او اوباماووينې خو ښايي اوباما دغه كارته تيار نه وي . نو بيا فكر وكړه او ددغې موهيمي پريكړي لپاره يوبل غوره كس وټاكه كه نه په دغه پرېكړه به دي هيڅ كله افغان ولس ونه بخښي.
قادرخان ابراهيمي وروره تر سلامونو وروسته وايم چي پر قلم دي برکت سه ، زه چي دې بېچاره کرزي ته ګورم نو د خپلي بېځايه مهربانۍ پر بنسټ يې ځان کرار کرار د ملي خاينانو کتار ته نژدې کړی دی ، کرزي ته زما مشوره داده چي تا چي احمد شا مسعود ته د ولس د خوا ملي خاين لقب د پاکولو په نيت ملي اتل لقب ورکړ او نژدې و چي قبر او عکس ته يې سجده وکړې اخير پای يې د ورور خبري اورې چي اوس ستا دوره پای ته رسيږي ده په لاس کي درته نيولی دی او تا چي دده پر سر خپل قام او ولس په هوايي او ځمکنيو قواو برباد کړ خو دوی دي خوشاله کړي و ، اوس يې هر څه هېر کړه ، همداسي دا سپنتا هم درواخله ، سپنتا به هم تر وروستۍ ورځي ستا له واکه ګټه واخلي خو تاته به هم د ولس لخوا دملي خاين لقب ډالۍ سي ، په داسي حال کي چي زما د کورنۍ ټولو غړو تاته رايه درکړې ده ، د افسوس ځای دی چي اوس ( ملي خاين لقب ) د ډالۍ له امله مخکي له مخکي مبارکي درته وايم . ته درواغجن وختې ، ته خودکوشه بېګانه پرسته سوې !!!
د افغانانو غمېزه
د كرزي صاحب د والي نه ېو ژورناليست و پښتل چې د راتونكې ولسمشرې
په ټولټاكنوكې چاته رائ وركوې هغه په جواب كې ورته داسې ووېل( د اوسني ريس جمهور په
واكمنې كې والي يم او راتونكې ولسمشرې ته دواړه كانديدان مې نژدې ملګري او درې واړه
دامريكا خلك دي اومېد دې چې له دې نه به ښه وظيفه راكړي )ورځ نيمه وروسته مې د
انترنېت په پاڼو كې ولسمشرې ته ددغه كاند يدانو په هكله ليكنې ترنظره شوې، چې ګوېا
پاخه سياستوال، اكاډميكې څېرې ،پوه،ښه مسلمانان،متعهد د فهم او زكاوت خاوندان دي
كولاې شي د افغانستان خلك په دې حساسه مرحله كې رهبري كړي، دې اوداسې نوروليكونوهم
را هيښ اوهم ټكنې كړم او دا سوال مې په مغزو كې تاو راتاوشول چې ولې موپه هيواد كې
دېرشت كاله جنګ دې او د نړې د كمزورو او غريبو هيواد په لست كې اخر ځاې لرو په داسې
حال كې چې غني طبعي زېرمې او دنړېوالو د راكړې وركړې مهم پل دى او هم داسې سېاسي
اكاډ ميكې څېرې ، پوه مسلكي مشران لرو، د جواب را سپړلوپه هكله مې د ډېرو
ليكوالو،سېاستوالو،پاڼې اړولي راړولي او يوي نتيجې ته رسېدلې ېم چې ددې
ټولوبدبختېواو ناخوالوعاميلين هغه په پېسوخرڅشوي سياستوال او قلموال دي چې تل په
رسينو كې كله د وزيرانو كله د واليانو اوكله دريسانو او شخصي ملګروپه هكله درواغجنې
صفتونه او ليكنې كوي او افغانان غولوي حقيقت نه ليكي پوهيږي چې په سلو كې ۹۵فيصده
افغانان بېسواده اوهم دولګې سره لاس وګرېوان دي يواځې دا غم ورسره دې چې صبا لپاره
يوه ګولې ډوډۍاولاد ته څنګه پېداكړي هغوې دومره صادق او خوش باوره دي چې ډېرزرپه
خبروتېروزي .
پرون په استلاح همدې روڼ اندو چې د نني ولسمشرصفتونه ېې كول چې ېو
دروند پوښتون او په درنده كورنې كې زېګېدلې، پلار او نيكه ېې د قوم سپين ږيري تېر
شوي ټول پښتون قوم ېې په درواغودې ته اړ يست چې نر ښځو په ټولټاكنو كې ورته خپله
رائې وركړه او واكمن شوواو نن د همغه دروند پښتون له لاسه دا هيواد د بوسكشي خوسه
كې ګرزېدلې هر چپن انداز ېې هرې خواته راكاږي، ګاونډي هيوادونه، امريكااوناټو خو په
ځاې پرېږده، چې دم ګړي ېې د دولت واګي په لاس كې دي او دوژلواوپرځولوواك لري
،دسياست له صحنې نه وتلي روسان ېې بيا راژوندي كړه كه پرون ېې د افغانستان په هكله
بټه خوله ول نن په ښكاره مېدان ته راوتلي او په افغانستان كې د خپلوګټو نه د دفاع
په خاطر شمالي ټلواله ېې مېداني كړې ده، روسي دولت اوس واي :
(دامريكا اوناټووسلوالوځواكونه چې په افغاستان كې پراته دي ېا خو
ددې توان او قدرت نه لري ا وياداچې نه غواړي جنګ ختم او سوله راشي دا دوامداره او
تلپاتې جګړه د روسي اومنځني ختيځ هيوادونوامنيت ته ګواښ دې ځكه په نژدې ګاونډي كې
ترسره كېږي) په همدې خاطراوس مسكو په دې تپوتالاش كې دي چې دافغانستان په هكله ېې
يوه نوې كړنلاره (نقشه) وړاندې كړې .
كرزي صاحب اوس دخپلوبادارانومخ اړولې او دشمالې ټلوالې په څنګ كې
پټ اوښكاره د روسانو مشر( مېدوېدېف دميتري اناتولې وېچ ) ته خطونه ليږي اوكومكونوته
ېې سترګې په لاردې اود دې په څنګ كې ايرانيانوته ځان نژدې كړې اود طالبانو سره د
روغې جوړې دخبرو وړانديز كوي چې دا د يوې نوې لوبې پېل اود ېوې ډېرې خطرناكې غمېزې
شروع ده ،ددې لوبې لوبغاړي او بنسټ ايښودنكي دكرزي اوسنې اداره ده چې پرون ېې دا
وطن اندام اندام اوپه خپلوكې تقسيم او نوش جان كړه ا وداسې څوك پېدا نه شوو چې ترې
ېې تپوس كړاې واې نن بيا دهيوادوالو د تېرايستو په خاطرپه خپلو كې ېو د بل پسې سپكې
سپورې واي يوبل بې كفاېته او بې كاره بولي دوې ټول هغه څوك دي چې نه كوم سياسي ګوند
اونه داسې برنامه لري چې د افغا نانو په درد دوا شي اوداهيواد ددې مشكلاتو راوباسي
ېو خو ېې دلاېل كمزورې اوبل غېرې عملي دي ددې په ځاې چې په خپل افغانيت تكيه وكړي
او د خپلو افغانانو د اعتماد رائ تر لاسه كړي په هره خبره كې ځانونه دامريكا
(اس،اې،اې ) دفترته رسوي او پرمان ته ېې سترګې په لار وي كله چې بوش په واك كې ول
دكرزي ګروپ ورته لاس په سينه سجيده كوله اوس چې بوش خپل ناستي اوباما ته ځاې پريښې
نو ورته بل ګروپ چې د ولسمشرې خوبونه ويني د سپينې ماڼې مخې ته كچكول په غاړه خېرات
ته پراته دي په دې باور وكړې چې چاسره افغاني اوانساني احساس نه وي په دا هسې خيرات
خورودا وطن نه اباديږي او نه ددوې نه د خدمت توقوع كول په كار ده ځكه ددوې سره دملت
ستونزې د ملت هيلي د ملت ستړياوې،دملت غم و درد مطرح نه دي دوې د قدرت او پېسولېوني
دي چې د خپل ځانه ېې په بل چا نه پېرزوكېږي، ګورې ټول ملت سوري نارې وهي چې كرزې
ېوناكام واكمن دې چې نه ېې سوله راوستلې شول اونه ېې امنيت تامين كړاي شوو او هغه
چاچې واك ته رسولې هغه ترې هم اوس مخ اړولې او واي چې ( د كرزي حكومت كارنه دې كړې
،فاسد او بې كفاېته دې،لړزانه اوبېواكه دې،امنيت ېې خراب دې حكومت تل د بل لاس ته
ګوري اوپرخپلوپښويې ددرېدو هيڅ خيال نه شته )
خودې بيا دانه مني اوواي كه مې خلك وژلي نومې په بدل كې مې غربي
ډموكراسي اود بېان ازادې ور په نصيب كړې ،كه مې د هېروينواو تارياكو قاچاق عام كړې
په بدل كې مې سركونه پاخه كړي كه مې مېلي شتمنې چور او په خپلو كې تقسيم كړي په بدل
كې مې د ولسمشرې او پارلماني ازادې تولټاكنې كړي او د وطن ټول قاطلان جنګي
جناېتكاران او دنړېوالې مافيا كاروباريان مې په كې ځاې په ځاې كړي دي ، لنډه دا چې
دوې نړېوال تجاران دي اونړېوال تجاران خپلې ګټې چې په هرځاې اوهرچا كې ويني هغه به
لاس ته راوړي كه له دوې نه هر ېو واكمن كېږي دافغانانو په درد نه دوا كيږي او نه پې
د افغانانواوږې سپكېږي .
It is a fact based and without exageration writing .I am sure president Karzai or his associates will read this and take the vital message,should he wish to be called an afghan
ډېره ډېره مننه ابراهيمي صاحب چې ډېري موهيمي مسلې ته دي اشاره كړې چې دا سپنتا دي ايرانى قزلباش ثابت كړى دى . خو خداى دي وكړي چې ښاغلى كزى يې درسره وه مني . او زه خوداوايم كه كرزي پرخپله دغه پرېكړه له سره غوروه نه كړاو يوسوچه پښتون يې دامريكا دنوي حكومت ته دافغانستان دبرخليك دټاكلو لپاره وه نه لېږه نوبيا دا خبره هم ثابتيږي چې كرزى هم دكندهار دتوپخانې دى.
قلم دي تل روان اوسه .
په مينه
سلطان محمد كندهارى
ګرانووطنوالو!
کرزي پخپله لکه دتیمورشاه غوندی دوه رګه هویت لري و څوک خوپه « زي » نه پښتون کیږي کرزې نوڅه معنا ؟
دده کوم ځای وکوم کړه وکوم لباس دپښتون دې ؟
کرزي خوټول دپښتنوقاتلان راټول کړي اوکابینه یې تری جوړه کړې له ده نه چې اوس هم څوک توقع لري هغه نوددنیا نه هم خبرنه دئ .
اوس به دسیتمیانوپه هکله ووایوچې له ړوندمولا عمرڅخه نیولي بیاترکرزي پوری ټول دپښتنواصلي دوښمنان دي دغودواړوتالیڅټودپښتنولپاره هیڅ څه چې پښتانه اودهغوی نسلونه یې تباه کړل . تاسودطالبانویوداسې کارراوښياست چې هغه پښتنوته څه ګټه رسولي وي ؟
خوپښتانه نوربایدبیدارشي اودکرزي مرداراومولاعمرغوندیی جا هل باندی نوراعتمادواوننګ ونه کي . دوی دپښتنواصلي قاتیلین دي . دواړودیګانو یرغلګرراوستل اوپښتانه یې پری قتل کړل . د دسپنتا غوندی مداری اوچاپلوس ته دیګان کرزي موقع ورکړي . اودمولاعمرخارجه وزیرهم پښتون نه بلکه ازبک اصله پښتوویونکی وچې اوس هم دکرزي ترڅنګ ناست دې . سپنتا په تېروکلونوکی کومه ورځ دپښتنوپه وژنه افسوس یااحتجاج کړې ؟ نه ولې یې وکړي . مونږپوهیږوچې ددوی نیتونه اوزړونه مرداردي خومداریتوب ته یې وګورۍ چې دبوش سره یې هم کوناټي سولول ، بیاچی اوباراغی نودستي یې ورته چاپلوسي پيل کړه اوورسره داقلیتونوخبره یې هم میدان ته راوویستله نودارنګه منافق به دافغانستان نمایندګی څنګه وکړي ؟ اوچې واشنګټن ته ولاړشي هلته به دپښتنوپه ګټه کوم څه ووایي ؟ والله که یې پری ووایې . نودداسې سیتمي حرموني نمایندګی اوفیصلې پښتنوته هیڅکله دمنلووړنه وې اونه دي .
وايي چې چرسي سړی ؛ نه سړي . تاسو له چرسي نه هم ګيله کوﺉ. موږ او تاسو هلته لويه تېروتنه وکړه چې ده ته مو رايې ورکړې. تر ده والا چې هغه دوستم هم ښه وو. ګېله خو ورڅخه نه کېده او ښايي چې د هغه واکنۍ پښتانه راويښ کړي وای. په دې کور ګډې خو د پښتو نوم شته خو اعمال يې د دوستم او قانوني څخه هم ډېر د پښتو او پښتنو پر ضد دي
حامد کرزی داوس دپاره ښه افشن دجلالزی دلیکنی
غبرګون
جلالزی یوه لیکنه نشرکړیده چی په هغه کی حامد کرزی داوس دپاره ښه
افشن بللی دی ده ډیره اوږده تبصره کړیده اوخبره له بنه ترننه یوځه ځیړلی ده زه
دحلالزی ددی لکنی سره یوازی دتبصری ترحده یوځه موافق یم خودعنوان اوکوم صفتونه چی
ده دکرزی کړیدی موافق نه یم اوحتی په کلکه یی ردوم مثلا
هغه لیکی چی اوباماهځه کوی چی دټول ټاکنومخکی داسی یوه ځیره
ومومی چی ورته دقناعت وړوی اوپه سمه کی دخپل ګډ هدف دپلی کولو دپاره په خپله خوښه
وکاروی
که ځه هم زه دامریکا دپالیسی سره دهغی ورځی موافق نه
یم چی دوی دکرزی په بن کی ټولودیموکراتیکواصولوبرخلاف وټاکی تاسی دبن فیصله
پریکړه لیک اوهغه کاندیدان وګوری چی اصلا کرزی دبن دګډون والونه ځورایی وړی دی ولی
دی انتخاب سو پښتانه وایی چی سپره وی لاکږه وی ورپسی په امریکایان په هغه ورځ
لاغولیدلی وه بیا چی کله ده اوخلیل زاد داضطراری لوی جرګی په بهیر کی لاس وهنه شروع
کړه دادخرابی ادامه وه اودملت اوکرزی ترمنځ دفاصلی لیکه وه خکه ملت
نوردکرزی اوامریکانه لیری والی شروع کړی بیا تراوسه خوزه دجلالزی داتحیلیل
ځکه سم نه بولم چی که دامریکاپرځای بل هرځوک وی چی په هغه یو چاته یوکارپه لاس
ورکړی اوټول مادی وسایل هم ورسره ورکړی اوپه هغه پوره نه وی مجبوره دی
چی هغه لیری کړی حتی که جلالزی هم وی داسی کس به هسته کوی امریکا
خپل ټول وس دکرزی په لاس کی ورکی هغه ونه توانیدی چی دهغووسایلونه چی نړیوالی ټولنی
دده په لاس کی ورکړی وه سمه ګټه پورته کړی نه پیسی پرځای مصرف کړای سوی نه یی
یوفعاله اداره جوړه کړای سوه اونه عام ولس پرڅان راټول کړای سو . نه امنیت راوستلای
سو نه یی اداری فساد کنترول کړای سو نه دقاچاقومخه ونیوله نوامریکایان به
ترځودکرزی دفساده ډکی اداری ته ناست وی خپل زامن به هم وژنی پیسی به هم مصروفوی
اوخلګوبدبینی به هم په غاړه اخلی نوکرزی صاحب خوتردی وروسته نه اهنګرته بیولای سی
چی سم سیده یی کړی اونه یی نجارته ببولای سی چی وی تراشی چی په اوه کاله کی یی
دومره ځه نه کړه زده چی خپل دوست اودښمن وپیژنی نودملت دوستان اودښمنان ځنګه
پیژندلای سی دخلګودپاره به ځه وکړی ،
دوهم جلالزی حاحب وایی چی داومابابی اعتمادی زیاتیدل به پرکرزی
دواشنګتن اداره نوره هم دستونزو سره مخامخ کړی
ولی برعکس زه به داپوښتنه بیرته جلالزی ته راجع کړم ایا دغه
کړیدلی ملت ددغه لوږو بدمرغیو، فساد ، ظلم اوددغه قتل وقتال چی اوس په هیواد
کی روان دی اوکرزی یی نه سی کنترولای دپنځوکالودپاره یی نوردزغملوتوان لری ؟
اوامریکایان اوناتوبه دومره مالی اوځانی تاوان ته دیوه کس دقدرت دپاره غاړه
کښیږدی ؟ زما په اند دامریکا حمایه به دکرزی نه واشتنګتن دداسی ستونځوسره مخ کړی چی
بیا به سوړی نه سی تړلای ځکه کرزی اوس نه امریکاته بلکه خپلی ټولنی ته بی
باوره سویدی دهغه سره دیوه تن ملاتړی نه پخبل ملت کی سته نه په دولت کی
یوه ولسمشرچی خپل لومړی مرستیال غندی اوپه ټګیواوفسادیی تورنوی نورځوک به په
هغه ځنګه باورکوی امریکااوافغانان دواړه حیران دی چی اوس ددی فاسدی اداری نه ځنګه
ځان خلاص کړی تاسی دکرزی صاحب نه پوښتنه وکړی شایدپه هغه ملیمستیاکی چی ستاسی په
افتخاریی کړیوه تری پوښتلی مو وی چی په خوست کی خلګوځه درته ویل ؟ په پښتوکی
یومتل وایی (چی اوږدرنځ دمرګ کښت دی ) داداره اوس هم په ملی کجه اوهم به
نړیواله کچه د(اوبا)په مرض بدل سویده اوباماباید د(اوبا)دمرض نه ځان خلاص کړی
اودابه یی ددی ملت سره سترمرسته وی که نه دی به هم زموږسره یوځای ددی مرض په تبه
تباکیږی .
دجلالزی دخودلیلوپه جواب کی
هغه لومړ ی دلیل داښی چی حامد کرزی دهغوکسانونه شمیرل کیدای سی چی
په ډیره لږموده کی یی مختلفی سیاسی ډلی ټپلی دمختلفوسیاسی لاروپلویان
اودبیلابیلوايدیولوژیوخاوندان دښمنان سره راټول کړه اودیومیزپردوریی کښینول
جناب جلالزی صاحب داسی مالومیږی چی تا ترساړه جنګ ورسته سیاست ته
رادانګلی دی ؟اودی مکتب ته داخل سوی یی په افغانستان کی اصلا نه سیاسی
ډلووجودنه دی درلودلی په هندوستان کی چی سیاسی ډلی سته ولی یی دومره ترقی
کړیده نه دلته علمی اوسیاسی ایډیولوزی سته دلته داساړه جنګ
ددوران استخباراتی کړی وی چی ورورودګاونډیانوپه ملیشوبدلی سوی کومه ډله چی
سیاسی ایدیولوژی ولری ایا هغه خپل ولس وژنی ؟ هغه خپل ښارونه نړوی ؟ هغه
دپیسوپه مقابل کی هرورځ خبله تګ لاره اوایدیولوژی بدلوی ؟ هغه
خپلوخلګوته دوکه ورکوی ؟ته داسی شاوخواسترګی ولغړوه چی پرون پرپاکوکالواولویه ږیره
خلګ وژل کیده اوویل یی چی داقیوډال دی دامپریالیزم نوکردی نن هغوی
دامپریالیزم ځیره خواره دی دهغوی په غیږکی براته دی پرون چی دروسی
ښکیلاک سره یوه ورځ کارکړی ودملحد پنامه وژل کیدی دمسلمان لاره بندیده
ایدلوژی خپل سرحدونه لری نن استادربانی دګلاب زوی سره جوړیږی خودملاعمرسره یا
دحکمتیاره سره چی ټول ځانونه تکړه مسلمانان بولی نه جوړیږی دی ته ایدیالوژی
وایی داداايدیولوژیوپیروان تاونه لیدل یواز ی په دادیریش کاله کی ځوډوته
ورخسیدل اول دشمال ټلواله دای ای اسی ای دکمپنی ساخت وپه یوه وخت کی یی
دروس دایران دفرانسی دچین ، لندن عربوسره اړیکی درلودل ، اوبلاخره دامریکاسره
یوځای نه سول داځنګه ایدیولوزی وی یووارخوبش په جګړه کی کتا ب درواخله داکومی
ملیشی چی دساړه جنګ اوګاونډیانودلته پاته وی هیوادیی په خرابه بدل کړی دی داکرزی نه
دی سره راټولی کړی داپه بن کی ملګروملتویا امریکا دخپلی ویری دایران . روس ،
اوپاکستان په واسطه مجبوره کړی سره یوځای یی کړی دملګروملتواودامنیت شورا مطلب
داوچی په دی ملیشوطالیبان وځیپی ولی دبده مرغه کرزی هغه مهارنکړای سوی خپل بی
چاره ملت یی په وځآپه کرزی سره له دی چی ټولی چوکی دولتی ځمکی پیسی هرځه یی دوی ته
ورکړه ایادوی اوس پریوه میزسره ناست دی تاسی به دضیا مسعودداورستنی بیانیه اوریدلی
وی کرزی خپل هغه ګروپ متحد ونه سوساتلای چی دده او دده پلاره سره شل کاله یوځای
مبارزه کړیوه اودیو ی لاری اویوی نظری خلګ وه نن رسول امین چیری دی ؟نن اشرف
غنی چیری دی ؟ نن ااحدی چیری دی نن جلالی چیری دی ؟نن دپخوانی پاچا ملګری
اوکورنی چییری ده یوځوک چی خپل متعهد ګروپ نه سی ساتلای هغه مخالفی ایدیولوژی
څنګه ساتلای سی کیدای سی چی دامخالفی نظری په یوه پارلمان کی ګزاره سره وکړی خوپه
یوه کابینه کی په هیځ صورت نه سی کولای چی دوی پرمخ ولاړسی دکرزی دناکامیویواساس
دادی چی ده دالړمان اوماران په کابینه په قضا اوامنتی ارګانوکی سره راټول
کړیدی همداعلت دی چی نه امنیت راوستلای سی اونه پرمختګ کولای سی
ځکه دادملیشوپاته شونی وکرزی ته دومره وفاداره نه لکه هغه بهرنی استخباراتی کړیوته
چی دوی یی دیریش کاله روزلی دی او س کرزی په یوه بوجی کی اچولی دی هغه لکه
دګورچنچان پخپله سره خوری بیخی دباندی مبارزی ته اویا پرمخ تګ ته وخت نه لری تاسی
هرات ته راسی هلته وګوری چی استپنتااواسماعیل خان ملګری اوبانډونه یوپربل ځنګه
فتوای باسی داسی نن دکرزی دولت کمونستان یو ی خواته اخوانیان بلی خواته
افغان ملتیان بلی خواته حضرت اوپیریی بلی خواته استادربانی بلی خواته
اواستادسیاف بلی خواته کشوی اوددولت زور په دننه کی خنثی سوید ی دپرمخ
تلودحرکت توان نه لری کرزی یوکارکړیدی چی دساړه جنګ ددوران
اوکاونډیانوداستخباراتی ملیشوکومی بقایاوی پاته وی دهغوی غله اوجنایتکاران یی سره
متحدکړه اوولس یی په وځاپی اوبیایی دوطن دښمنانوته تړلی دروازی ورخلاصی کړی
بل دلیل یی داښودلی دی : چی دملی یووالی په برخه په
راوستلواودهیوادټولواکثریت اواقلیتیتونوته دهغه خاصه پاملرنه هغه ځه دی چی دکرزی په
وجودکی لیدل کیږی
ښاغلی جلالزی صاحب مهربانی وکړه هغه احصاییه درواخله چی
دملګروملتودافغانستان په اداری واحدونوکی دددوهم رتبی نه تربست لوړوربتوپوری کړیده
چی ځوفیصده پښتانه دی ځوفیصده تاجک دی ځوفیصده هزاره دی ځوفیصده ازبک دی ځوفیصده
دانورقومونه دی بیا نودشیخ محسنی مدرسی ته ولاړسه بیا دپل خشتی جامع ته
ولاړسه بیا دتخاردمهاجروزندان ته سرورایسته کړه بیا ولاړسه دکابل چهاردهی ته دخلیلی
ورور دچا پرهدیروښارونه جوړکړیدی که دی ته ملی وحدت وایی چی دهزاره
ګانواوپښتنوشمیرپه کابینه کی یوډول وی نوملی جلالوالی ته کوم نوم استعمالوی اوداسی
نور؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
بل دلیل یی دادی چی په نړیواله دیپلوماتیکه ژبه خبری کول
اونړیوالونه په بیلابیلوپلمومرستی راټولول بل هغه ځه دی چی
دولسمشریزوراتلونکوټولټاکنوکی دحامدکرزی په وړاندی دنورووالاړوکاندیدانوپه وجودکی
نه لیدل کیږی
داسی خبره ده چی نه نړیوال لیونیان دی نه دومره ساده ګان دی
خصوصا دغرب قانون اوکلتورداسی دی چی دهغوی شناخت ترخپله مطلبه دی نه دکرزی پرمخ مین
دی نه زما نه کرزی کومه داسی کارنامه غربیانولیدلی ده چی هغه کاردی بل
ځوک نه سی کولای زه پردی ویریږم چی داکومی پیسی چی کرزی له نړی نه په
مختلفوبهانوراوړی نه امنیت په سمیږی نه دخلګوزوند په سمیږی نه نه ولس ته ګټّه
رسیږی اوپرورکه خواځی په دوبی ، واشنګتن اولندن کی یا چورپورکی قصرونه په جو
ړیږی ډیرژربه نړیوالوته خپل خلګ اوخپل پارلمانونه ووایی چی موږ دغلوټیکه نه ده وهلی
چی موږپسی غلوته ورکووپه پښتوکی یومتل دی وایی چی ( دغله مورکله دلم سپینی خوری کله
دزړه وینی ) یوه ورځ به دځوغلودلاسه دفغانستان سپیځلی خلګ دغلوپه نوم ونومول
سی اوداپاکه خاوره به دغلودمورپه نوم یادیږی اوبیابه هغه متل وی چی وایی (
خواره بازاری هغه ته هغه دی خواری )سره پاته سو بیا به دګاونډیانوملیشی دخلګوپه
سرکی میخونه ټکوهی اویابه مودښخوسینی پری کوی
بل دلیل یی دادی : چی دسیاست والوسره دسیاست په ژبه اوله بزګروسره
بزګرکیدل دکرزی یوه خاصه ځانګړیتا ده
جلالزی صاحب ته دکرزی ورځی خبری دبلی سره دماښام خبری دسهارسره
مقایسه کړه چی ځوفیصده سر سره خوری دی ته ځنګه سیاسی ژبه وایی اوداچی یو ځوک
یایوحیوان دهرچاپه بڼه کیږی اودهرچا شکل غوره کولای سی دغله سره غل وی
دصادق سره صادق وی هغه ته په اسلام یونوم ایښودل سویدی چی یادول یی لازم نه
دی اوپه عامیانه کلتورکی بل نوم دی چی نوم اخیستل دقلم عفت ته زیان رسوی دیوه
مدبرشخیصیت یوه خبره وی یوه پریکړه وی هغه هم ډیرسنجیده اوپخه په دغه ژبه چی
دی خبری کوی که چا دسیاست یوکتاب هم ویلی وی په شرمیږی
بل دلیل یی دهغه زغم ښودلی دی چی په حیقیقت زغم یوه ښکلی اسلامی
کلیمه ده خوهغه دیوه انسان دشخصی اموروسره ډیراړیکه پیداکوی دیوه حکمران
دکړوړوسره ډیری اړیکی نه لری کله چی یومسلمان یوحکمران په سترګووینی چی پرحق ځوک دی
اوپړځوک دی اوسپینه خبره نه سی کولای اویا حق پټوی اویا دناکی په مقابل کی زغم
کوی یا دغلواونارواوخلګوملاتړدانه اسلامی کلتوردی نه افغانی اخلاق دی حق حق
دی ناکی ناکی ده کرزی کوم ناحق ته په کلکه ویلی دی دی موږ هرزغم ته زغم نه
سوویلای دقبرودمړوپرسرهم ترسهاره خیژه لويزه ورته وایه دادزغم ښه کلتورلری
وروره داوطن رښتینی صادق اومدبر باجراته مشرته ضرورت لری محافظه کاری دحق په
مقابل کی داسلام سره دبشریت سره دحقیقت سره جفاده ظلم دی نارواده په تخارکی
کی وګوره دی ته زغم وایی که بی ایمانی که بزدلی ؟ خدای ته وګوری داسی لیکنی
چی دیوچاپه وجودکی کوم صفات نه وی دځانه مه کوی داملت خوداسی کسان نه سی اداره
کولای داکه یی ته خوښوی اویایی بش خوښوی یا یی ابامه خوښوی دابیا ستاسی کاردی
بل جلالزی صاحب په اداره دځپونکی فساد شتون دټولومسولیت
ګڼلی دی په دی کی هیځ شک نسته ولی کفراګرازکعبه خیزد کجا ماند مسلمانی کله چی
ولسمشردومره کمزوری وی چی داداری فساد داداری چی هم ده ټاکلی دی اودده
ترریاست لاندی کارکوی مشرته مخ اړوی چی ته راسه اول دازما اداره اودفترااصلاح کړه
ددی خبری ماناداده چی داسی کسان خپل یووړوکی دفترنه سی اداره کولای اوپه بوبل
بوډاچی په خوله یی اوس خلګ پیازنه میدوی هغه ته زاری کوی چی ته زما دفترااصلاح کړه
نوداسی کسان یوداسی پاشلی ملت ځنګه رهبری کولای سی
بل دلیل یی داسی ښودلی دی چی کرزی خوندی بل هیځ داسی کس نسته چی
دهرااړخه پوره وی اودولس دردونه په یوه اویادوکلونوکی حل کړی
قدرمن جلالزی صاحب موږیوخدای پاک لروچی هراړخیزه پوره
دی نورپه بنده ګانوکی داقدرت نسته چی هغه دی هراړخیزه پوره وی
ماخودخدای په بندګانوکی نه دی لیدلی داچی تاکرزی لیدلی دی ډیردتعجب ځای دی ته
افغانستان دومره مه توهین کوه چی په ټول افغانستان کی دده په سویه کس نسته
دادبازانوځالی ده پښتانه وایی( دبازځاله بی بازه نه وی )هوداسی بی اداری کسان ډیر
لږدی چی خپل ورور نه سی اداره کولای ته هغه دلندن نه دکرزی په نامه سرخلاصی
لیک وګوره اوبیا دکندهار دپخوانی والی په هکله دسرحدونووزارت ته یی معرفی
کړیدی دخلګوفریاد ووایه قضاوت وکړه چی داڅومره پوره دی هودده په شان داسی خلګ نه
سته غله دولس پراوږو په داسی بنسټیزډول سپاره کړی داته خولاقل کولای سی چی
داخپله رسنی ښه اداره کړی اوترده ډیروخلګوسره سروکارهم لری ولی دی داتوان هم نه لری
چی خپل یوځوسکرتران اداره کړی اوعثمانی ته زاری کوی وسلام
کابل —- افغانستان حاجی مهاجر
salamona abrahimi sahib
allah di rugh lara,taso Q,abrahimi khpal nom likali de chi fikar kawam daktar sib qasim abrahimi ba iast pa harsorat ka DR saib iast no dwa kala wrandi mi pa london ki da shir azam pa mashri da pashton khwa parti pa iwa jalsa ki walidalast kho dumra ba wawaiam chi har sok iast sha qalam mo chlawali de aw dasi haqiaqtuna mo likali chi rush tia ham KARZIta da fikar kawalo sabab garzi. ka KARZAI laz ham ehsas walari baiad da irani chi pa shkara tukam pala de baiad dy ghwandi ta wa nastwi.zaka dada melat lpara iwa loia stonza pisha walai shi
manana
ka mi staso panom ki tyrwatna kary wi bakhshna ghwaram
salamona abrahimi sahib
allah di rugh lara,taso Q,abrahimi khpal nom likali de chi fikar kawam daktar sib qasim abrahimi ba iast pa harsorat ka DR saib iast no dwa kala wrandi mi pa london ki da shir azam pa mashri da pashton khwa parti pa iwa jalsa ki walidalast kho dumra ba wawaiam chi har sok iast sha qalam mo chlawali de aw dasi haqiaqtuna mo likali chi rush tia ham KARZIta da fikar kawalo sabab garzi. ka KARZAI laz ham ehsas walari baiad da irani chi pa shkara tukam pala de baiad dy ghwandi ta wa nastwi.zaka dada melat lpara iwa loia stonza pisha walai shi
manana
ka mi staso panom ki tyrwatna kary wi bakhshna ghwaram
د کرزی صیب په کابینه کي رنگین سپنتا لکه د اعلیحضرت شاه امان غازی په دربار کي د محمود سامی او ولی خان دروازی بدخشانی او د امیر عبدالرحمن خان په دربار کي دخاک ماد نفیس خان پنجشیری او مرحوم داکتر نجیب ورستیوکي د عبدالحمید محتاط پنچشیری ، فرید مزدک پنجشیری ، دستگیر پنجشیر ی ، نجم الدین کاویانی او دنبی عظیمی ته ورته رول لوبوي . د تاریخ عجایبو ته گوری چي کرزی صیب هم داوود پنجشیری ( د مشهور دستگیر پنجشیری ورور) پخوا په تاجکستان کي د سفیر په توگه او اوس په بهرنیو چارو وزارت کي لکه د قزلباش سید طیب جواد په واشنگتن او ظاهر طنین په ملگروملتونو مقر نیویارک کي په خورا مهمو دندو گمارلي دي. د امریکی ته د سپنتا په مشری د پلاوی استول و په برخه کي دابراهیمی ورور تحلیل دیر په خای دی د پارسی دغه شعر دلته صدق کوی چي وايی: هر کی نیاموخت از گذشت روزگار هیچ نیاموزد زهیچ امورگار
کرزی دي الله پاک د ټولو شمالي لنډهغرو سره په هغه تورو خاورو ژوندی ننباسي لکه قارون چي يې ننويست، ټوله د ايران زامنان دي په کابينه کي را ټول کړي دي، تر دوی خو هندوان او سيکان لا يو احساس لري .سم دم سړی وې خو نور به دي دا مشارين د دريم شا شجاع مقام ته ورسوي – پاچا ! تا د خوار ولس سره څه ښه وکړل؟؟؟ کوم شمالي جنايتکار مو محاکمه کړ؟؟؟بمبار مو کله هم و نه دراوه؟؟ لا شرمېږې هم نه ((ميخواهيم …خود تکميل کنيم)) او غواړې چي دريم ځل هم ځان د امريکانانو په زور پر خوار ملت په زورکانديد کړې،ولس دي په سرو سرکوزو دړي-وړي کړ، که خدای مه کړه دريم ځل ولسمشر سولې، نو بيا خو درله ښايي چي خپل بيالوژيکي جنسيت ته حتما تغير وکړې ، بيا به دي نو د آغلې ولسمشري په حېث ومنو !
It is such a powerful and brain wakening writing that I was tempted to read it again and again This guy's pen has a huge impact and we want him to point these unforgetable atrocities to our people so they can make an informed decision about their future in up coming presidential election.
.
salamona,wrora khudai ta wagora da d tasub khabari bandi krai yaw poh insan sara da jahalat khabari zaib na kawi,tol afghanan yo spanta ham afghan de aw rahim wardak ham sa zai pa pakhton aw pa farsi na pejanam zi da afghan pa nom pejanam,aw za yaqhen laram che taso ba ham dase lekani nashar pa ratlonki ke na sparai.nawi nasal ma tabah kawi.manana
وایی نقل خلاص شو، ته وایی چی شیرنی نر وه که شحه، دیره د حقیقت نه دکه لیکنه ده وروره خدای دی نور هم توفیق درکری د تولو پشتنو ورنو سره چی داسی مسایلو ته نور باید جدی پام وشی، وایی د سحرا موژک راغلو د کور یی وشاره، موژ دا جتان او قزلباشان تراوسه ندی پیژندلی، هغوی خو جانون حتی افغان نه بولی او د افغان په نامه شرمیژی، په دیرو جایو کی ما دو ی لیدلی دی چی جان د نور ملکونو خلکو ته ایرانی او یا د تاجکسان معرفی کوی، خو خیر دا هرسه تیریژی، کله وار د ادی وی او کله د ابا.
په اخر کی می د هر پشتون نه دا غوشتنه ده چی باید نور ویش شو د قلم، ژبی، او لاس په زور باید خپل حقوق وگتو او هیچ جای کی و نه دار شو او په جریت عمل وکو.
په پشتنی مینه
*
*
تولو دلراوبر خوژو مینه والوته سلام.
پدی آواخرو کی می واوریدل چی جناب کرزی او دهغه معاون احمدضیا مسعود دوزیرانو په شوراکی یوبل ته سپکی سپوری ویلی دی، چی رشتیا ووایم دیر زیات خوشحاله شوم پدی خاطر چی کرزی دالله هیله پری یشی وه اودشمالی بدنامی تلوالی هیله یی نیولی وه. نه تنها دا چی ده دشمالی تلوالی هیله نیولی وه بلکه خپل قوم یی هم دهغوی غلام جوریدل غوشتل. ده ددی په عوض چی پشتانه ورسره بوزی دخپل امنیت دساتنی لپاره ده پنجشیریان دخپل حان بادی گاردان مقررکرل. په لند دول دومره وایم چی هرچا چی خپل قوم ته په سپکه سترگه کتلی الله تعالی شرمولی دی. کرزی دتولوپشتون قوم ستر دشمن دی اوده هغه ددی تولو بدبختیومسول دی چی نن یی پشتانه ورونه گالی.
له ټولو درنو ليکوالو او قلموالو هيله کوو چې د خپل زوريدلي او غم ځپلي ولس پرزخمونو مالګي ونه دوړوي ، او هميشه د ملي او افغاني ارزښتونو درناوى وکړي .
ټولو لوستونکو ته د زړه له تله سلامونه وايم ، تاسو خو د کرزي په منفي اړخو پسې ياست خو څه فکر کوى چې په راتلونکي کې به د افغانستان نوى رئيس جمهور څوک او د چا بړيڅې وي ، ايا ستاسې په نظر داسې څوک شته چې د ميرويس خان او احمد خان ځاي ونيسي .
granoo afghananoo salammooona aw neeky heely wamanay wroono pa oosani haalat ke aw pa oosani dawlat ke yaw ham sam saray nishta dai ka karzai da ka shirzai ka zia masood ka khalili aw ka da noor …..da dooy tooloo pa mazhab aw immaan yawazi aw yawazi gulbuddin hikmatyaar poohizhi aw ham waqeean yawa hasti da daa dede wartya aw istidaad lari che ham hokoomat wakri ham islam nafiz kri aw ham daa yaaghi aw fanatic qawmoona islaah aw control kri manan.kho taliban biyaa da a wartia nalari albata da hokoomat kawaloo.hoo khoo da jangidoonki force pa hais kaar tree akhistal kiday shi pa hamdi heela ………basharmal anoosh……nooristan paroon
salamoona ou neeke hely lar aw bar ta wranday kawam aya karzai pakhtoon ta koom hidmat karye day 7years ter shawal ter osa kom paktoon ta yee paida rasawaly da waly daye day paktoon pu mato luby kaway special parsi ta hidmat kaway aw khpala pashto yee hera karee day da dasee laka day khpaly moor sara chy japa kaway aw kuma idara kay chy gury halta rayees ya wazir yee parsiban way aw pakhtoon yee shoe warta palash kaway walay lag kho zmong star ahmad sha baba karnamo ta wagora chy pakhtoon yee kum zay ta rasawaly woo aw now pakhtoon wagora aw ous bya karzai toltakano kay barkha akhly ka ka hamdagha de action way we never raia dar nakro waslam moslem mangal