کور / تازه خبرونه / جالب خبر: د ناټو او آيساف ۲۰۰۰ زره ميله وسله ورکه شوې ده

جالب خبر: د ناټو او آيساف ۲۰۰۰ زره ميله وسله ورکه شوې ده

د امریکا او ناټو دوه سوه زره میله اتومات توپک او راکیټونه په افغانستان کې ورک شوې دې .
د سویډن د معتبرې ورځپاڼی  سید سوینسکه په حواله دا اسلحه د افغانستان د ملې اردو په نامه افغانستان ته لیږ دیدلې ده خو په رښتیا اسلحه اوس د طالبانو په لاس کی ده او د ناټو او امریکا ﺉ قوتونه پر ضد ورنه کار اخیستل کیږې .


ددی رپوټ خپره ونکی سر چینه د امریکا د  جی ، ای ، ؤ  تفتیش ډله ده چی دا مطلب ﺉ د امریکا د ولسی جرګې غړو ته په رسمی توګه پروند د پنج شنبی په ورځ وړاندې کړۍ .
ددی کار اصلې علت د امریکاﺉ چار واکو خراب کنترول ښودل شوۍ دۍ .
د ډلی په رپوټ کی راغلی چی ددی سلاح اته اویا زره میله د امریکا او یو سل او پنځه دیرش زره میله د ناټو په قواو پوری اړه لرله .
هغه اسناد چی ددی سلاح په اړوند موجود دې دومره خراب دی چی د نور اداری او قضاﺉ تعقیب وړ ندی ګڼل شوې .
د ې ډلی افغانستان ته تر سفر وروسته لیکلې چی په دغه اسنادو کی نه د سلاح نمری او نه هم د استونکی او اخیستونکې ادرس لیکل شوۍ دۍ .
د ډلی په فکر دا سلا یا غلا شوې او یا ورکه شوې ده .

تبصره نسته

  1. Grano katonko da kho har cha ta pata da che ghwa tora aw shede ye spene aw nor de ke da cha plar ham sa na se wayaly

  2. Salamoona wamanai!!!!!
    hagha da zwaab saib sheer chee wayee

    thasoo da joor raa wranawai aw ka na wraaan joorawai
    thasoo aw khudai che daa ba tasoo saraa sok wamanee
    chee da dee wraan afghanistan na ba japan jorawai

    allah dee zmung pa dagha karedalee walas aww dardlee melaat aw hamdarngaa zmung pa dagha mazlooma aww swazedlee khawraa wa rahmegee!!!

  3. حق حقدار ته رسیدلی د هغوی( طالبانو) تعداد له ملی اوردو څخه زيات دی او له ملی اوردو څخه هغوی امريکاته ښه خدمت کوی ملی اوردو افغانان کم وژنی مګر طالبان ئی اتومات په صحرائی محکمه کشی وژنی او امريکا خپل هدف ته نژدی کوی.

  4. سلامونه!
    سلاح يې طالبانوته په خپله وركړې ده او اوس يې زړه دى چې ډرامه ترې نه جوړه كړي.
    كه دا طالبان نه وي دا شپېته زره امريكايي عسكر به ولې راځي.
    كه دا سپي مرګي بريدونه نه وي كه دا د افغانانو وژل نه وي كه د ښوونځيو سړكونو او پلونو ورانول نه وي نوامريكايان به ولې راځي؟
    څو اوونۍ مخكې داسې آوازې خپرې شوې وي چې ګاكي افغانان د نويو امريكايي سرتېرو له راتګ سره مخالفت څرګندوي.
    بس څه وشول امريكا آى اس آى ته وويل او آى اس آى اسامه ته وويل او اسامه خپل سپي ته وويل او بس څلور پينځه سپي مرګي يې راولېږل او وضعه يې دومره خرابه كړه چې ټولو خلكو بيا ويل چې نه دا امريكايي سرتېري نه وي والله وضعيت نور هم خرابېږي.
    لعنت الله على المنافقين