په داسي حال کښي چي قرغيزستان په خپل هيواد کي د واشنګټن د پوځي اډې د تړلو خبر ورکړی دی، د يونايټډ پرس انټرنېشنل خبري آژانس په حواله د امريکا د بهرنيو چارو نوې وزيري هيلړي کلنټن د دغه کار د زياتي اندېښنې وړ ګڼلی دی . هغې د قرغيزستان د دولت سره د خبرو اترو يادونه کوي ، څو په دې پرېکړه کي د سره غور وکړي .
خو قرغيزستان د امريکا ددې سټراټيژيکي پوځي اډې د تړلو تصميم نهايي ګڼي او ددې اقدام وجه يې د افغانستان په هکله د واشنګټن ناسم او اشتباهي سياستونه بللي دي .
په قرغيزستان کي د امريکا دغه پوځي اډه يو د هغو مهمو اډو څخه وه چي په افغانستان کي يې د امريکا په ملاتړ د طالبانو سره جګړه پر مخ بېوله .
د ماناس دغه پوځي اډه چي امريکايي۱۲۰۰ پوځي قوتونه پکښې پراته دي د بيشکک د هوايي ميدان ته نيژدې واقع ده . جالبه خويې لا دا چي د دې اډې په څو کيلو متري کي د روسانو هم يوه پوځي اډه پرته ده !
امريکا د دې اډې په درلودلو سره د کاله يونيم سل ميليونه ډالره د قرغيزستان ددولت په واک کي ايښودله .
د امريکا دغه پوځي اډه د کال ۲۰۰۱ په ډسمبر کي د ملګرو ملتو په اجازه د افغانستان د ټروریسټي عملياتو ضد کارنامو په خاطر پرانيستل سوې وه .
*