د نيوز ويک مجلې ويب پاڼي د افغانستان د وضعي په اړه د جان بېري او ايوان تامس په قلم مقاله خپره کړې ده چي د فبروري پر نهمه به چاپ او خپره سي. مقاله ډېره اوږده ده، خو هڅه سوې ده چي د امکان تر حده پوري را لنډه سي. ترجمه د کلماتواو عباراتو له پلوه ازاده خو مطالب او مفکورې ساتل سوى دى. د مقالې اساسي ټکى د افغانستان او ويتنام د جنگ پرتله ده.
قریب یوکال پخوا، یوه امریکايي پوځي مشر چي د افغانستان او عراق په اړه یې سپیني ماڼۍ ته مشورې ورکولې وویل: “موږ په افغانستان کي جنگ بايللى ندى خو گټلى مو هم ندى. د هغه داڅرګندونه د ویتنام د جنګ خاطرې را ژوندۍ کوي. د ویتنام له جګړې څخه څو کاله را وروسته د یوه امریکایی او یوه ویتنامی افسر تر مينځ هغه مناظره را په یادوی چی امریکایی افسر ورته وویل: تاسو هیڅکله موږ د جنګ په ډګر کی مات نه کړو. ویتنامی افسر په جواب کی وویل: ستا خبره به ښایی رشتیا وی، خو د نهایی بری سره هيڅ تړاو نلري.
که څه هم د ویتنام یادول به زړه خبره وی، خو وخت نا وخت زړې تجربې بیا تکرارېږی. امریکایی مترقي او چپی ډلی د امریکا هر مداخله د ویتنام د باتلاق سره مقایسه کوی. دم ګړی داسی برېښي چی په افغانستان کي یو ځل بیا په امريکا باندي د ویتنام کانه کېږي. ځکه همدا اوس ځینی پېښی موازی حرکت سره کوی او سړی اندېښمنوي. جمهورریس اوباما کلکه ژمنه کوی چی حتما به دا جنگ ګټي. مګر د افغان ولس لپاره چی موږ جنګېږو، واقعا یو ملت ندی، بلکی د څو مختلفو او متخاصمو قومونو مجموعه ده. بده لا دا چي یو داسی ناکامه، بې کفایته، او شډله ډله حکومت باندي کوي چي د افغان ولس مطلق اکثریت یې نامشروع ګڼی. بلخوا، زموږ دښمن د غرونو، راغونو، او سوځنده بيدياوو سره پوره اشنایی لری. د مختلفو اشغالګرو قواوو سره د مقاومت پخوانۍ تجربې او کارنامې لری، او چي زور ور باندی راسی، سمدستی پاکستان ته اوړی او هلته کرار ټنډه خوبونه کوی. بل پلو، ګاونډی ملکونه په یوګران او نه ختمېدونکي جنګ کی د متحده ایالاتو د راګېرېدو چانس وینی. لنډه داچی لدې جنګه په اسانه خلاصېدل نلرو.
واقعیت دا دی چی افغانستان او ویتنام ډېر توپیرونه سره لری. طالبان د ویټ کانګ په شانی غښتلی او یو موټی ندی. ویتنامیانو د متحده ایالاتو ملی امنیت ته نېغ په نېغه تهدید نه وو مخامخ کړی. که څه هم د سپټمبر حملې طالبانو و نه کړې، خو ټروریسټان هم هلته ورزل کېدل. په امريکا او غرب کي، افغانستان تل د ښه جنګ په نامه یادېږی.
که څه هم جنرال پیټرییس د ویتنام او افغانستان تر مېنځ مقایسه ردوی، خو د دواړو ملکونو تر مېنځ ډېر زیات ورته والی هم سته. لکه ویتنام، په افغانستان کی موږ د طالبانو پر خلاف هره نښته جلا جلا ګټو، خو ښایی جنګ په دونه کم وخت کی ونه ګټو لکه څنگه چی امریکایان یې غواړی. لکه ویتنام، افغانستان ته هم په زیاتېدونکې توګه نوي او اضافه عسکر ور استوو. ويتنام قريب نېمه کره ها خوا پروت وو، او زياترو امريکايانو او غربيانو ته يو ليري او نا اشنا ځاى وو. عامه امريکايانو افغانستان هم د مريخ غوندي ښکاري. حد اقل، ويتنام د فرانسويانو يوه نا کراره مستعمره وه ، مگر افغانانو تل د استعماگرو سره ډغري وهلي دي، او په ١٩ پيړۍ کي يې انگريزيانو ته او په شمله پېړۍ کي يې روسانو ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړې. په ويتنام کي، د ښاغلي ډيم حکومت ځکه نامشروع گڼل کېده چي د يوې خوا خپله دى کاتوليک وو، او بلخوا، خلک اکثريت بوديسټ وه. بل دليل يې دا وو چي متحده ايالاتو نصب او ساتلى وو. په افغانستان کي، د ښاغلي کرزي حکومت هم امريکا خلق او ساتلى دى.
د ويتنام د مشر ښاغلي ډيم په شان، د کرزي په حکومت کي هم اداري فساد او بډي پرېمانه دي. حتى خپله کزرى هم اعتراف کوي. د ماليې پخوانى وزير، ښاغلى اشرف غني، د افغانستان حکومت د نړۍ تر ټولو فاسدو حکومتونو په جمله کي حسابوي، او خبردارى ورکوي چي افغانستان يوځل بيا د ناکامو او نارکو مافيا د دولتونو په شان کېږي. د افغانانو له هرو لسو کسانو څخه اوه تنه د ورځي په يوه ډالر ژوند کوي. هره افغانه کورنۍ د کاله ١٠٠ ډالره رشوت ورکوي. په ويتنام کي يې رشوت او بډي د” کافي او چايو د د پيسو” په نامه يادول. افغانستان په خارجي مرستو او د مخدره موادو په عايدو چلېږي. د بهرنيو مرستو په رسولو کي زيات رشوت او غلا موجوده ده. کليوالي سيمو ته هيڅ نه رسېږي، حال دا چي ٧٠ فيصده افغانان په کليو کي اوسېږي.
ننني افغانانو او پروني ويتناميانو ته حکومت يوه ظالمه قوه ده چي يوازي بېره ايجادوي. عادي ويتناميان عموما پدې ډاره کي ژوند کاوه چي د يوې شخصي بدۍ له کبله امريکايانو ته د دښمن جنگيالي او يا د هغوى د سمپتاېزر په نامه په لاس ورنه کړه سي. ننني افغانان همدا ډار لري. کله چي د متحده ايالاتو قواوو د طالبانو رژيم فقط په څو ورځو کي ختم کړ، افغانان هيلمن وه چي شتمن امريکايان به يې سړکان، کوڅې، ښارونه، مکتوبه او اقتصاد ور جوړ کړي. مگر اوس په افغانانو کي قهر او غوسه پيدا سوېده. په کابل کي د روسيې سيفر، ښاغلي کابلوف، پوښته مطرح کوي او وايي: ” افغانانو ته ايتلافي قواووڅه ورکړه؟ هغوى پخوا هم ډېر نېستمن وه، او اوس هم ډېر فقير او غريب دي. مگر اوس وخت نا وخت_ البته په خطا کي_ بمونه هم باندي اوري.”
په افغانستان کي د ملت او دولت جوړول يو گران او جنجالي کار دى. د افغانستان په تاريخ کي د سولي او ثبات وختونه او پېرونه ډېر کم دي.
خو اکثره دپلوماټان، ژورناليسټان، او مصبرین باور لري چي وضع ورځ په ورځ خرابېږی. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرټ ګېټس عقيده لري چی په افغانستان کی د امریکایی عسکرو زیاتېدل به ضرور ځيني افغانان لا په غوسه کړی. هغه د کانګرس یوې غونډی ته وویل: “زما اندېښنه دا ده چی افغانان په زیاتېدونکې توګه موږ ددغه روان مشکل یو جز ګڼی،نه حل.”
د ښورښ او بغاوت د ضد تیوري يو اساسی اصل د یوې سيمي د پاکولو، ساتلو، او ابادولو امر کوي. مانا دا چي لمړی بايد یوه سیمه ونیول سی؛ بيا وساتل سی او پرې نه ښودل سی چی یاغیان هلته د ټېک ځاى پیدا کي؛ او وروسته د حکومت او اقتصاد بیاودانول پیل سی. په افغانستان کي، بهرنی عسکر هر سيمه نیولای سی، خو دايمي يې ساتلای نه سي. بده دا چی طالبان د پاکولو، ساتلو، او ابادولو په کارونو کی ډېر ماهره سوی دی. د طالبانو سخت عدالت د زیاترو افغانانو خوښېږی، ځکه افغانان د امنیت تږی دی. په ځینو ځایونو کی طالبانو خپل پخوانی سخت دریځ څه نرم کړی دی، او نجونی مکتب ته پرېږدی. هغوی د افغانستان ۷۲ فیصده خاوره کنټرولوی. کابل ته له څلور و لويو لارو څخه درې لاري د طالبانو تر څارنی لاندی دی.
بلخوا، طالبان داسی اقتصادی زیرمی لری چی وتیکانګ هیڅکله هم نه درلودې. طالبان د مخدره موادو په ناروا تجارت ګوزاره کوی. افغانستان د نړۍ ۹۳ فیصده تریاک تولیدوی. بزګران مجبوره دی چی کوکنار وکری. د افغانستان لاری او سړکان خراب او ویجاړ پراته دی. بزګران خپل تولیدات پر وخت مارکېټ نه سی رسولای.
دغه راز، په افغانستان کی د امریکایی خاصو قواوو څخه هم ښه استفاده نه کېږي. هغوی یا په القاعده پسې ګرځی او یا د افغانستان او پاکستان بې سر و پایه پولی څاری. بلخوا، د افغانستان د امنیتی قواوو روزنه او انکشاف نهایت بې نظمه دی. متحده ایالات او ناټو دواړه د افغانستان د پوځ په روزنه کی تر شا راغلی دی. همدا وجه ده چی اردو او پولیس سخت کمزوری دي، او د طالبانو او القاعدې سره د مقابلې توان او زړه نلری.
په ویتنام کی د سرحدونو د ساتلو او څارلو چاری ناکامی وې. طالبان هم د ویتکانګ غوندی د پولو پر ها غاړه د سېب او ارام ځایونه لری. طالبان د پاکستان په قبایلی سیمو کی تمویل او روزل کېږی. طالبان پوهېږي چی د ټپی کېدو وروسته به سمدستی پاکستان ته و رسول سی. ځینو طالبانو ته د ټیلفون نمرې ور کړه سوی دی چی د ټپی کېدو وروسته زنګ ور ووهی او د درملنی لپاره پاکستان ور سول سی.
امریکایان بایدد طالبانو د تعقیب په ارتباط ډېر احتیاط وکی. په ویتنام کی امریکایی ستراتیژیستان د روسانو او چینایانو له بابته اندېښمن وه. هغوی نه غوښتل چی روس او چین په جنګ کی راښکېل سی. د پاکستان په اړه د امریکایانو اندېښنه دا ده چی یو ملګری هېواد نور پسی بې ثبات نه کړی. که څه هم پاکستان د القاعدې ځینی غړی امریکایانو ته په لاس ورکړی دی او هم یې د ځایی طالبانو پر خلاف وخت نا وخت عملیات کړی دی، خو اې ایس اې له طالبانو سره پټی مرستی کوی. پاکستان غواړی چی افغانستان کمزوری او تر لاس لاندی وساتی. پاکستان پوهېږی چی نن یا سبا به امریکایان لدې سیمی څخه وځی، نو بنا پاکستانیان غواړی په راتلونکې کی یو ځل بیا خپل تور او لغوړن طالب ګوډاګیان په افغانستان کی د قدرت پر ګدۍ ناست وويني.
په ویتنام کی، امریکا د روسانو او چینایانو د دوه مخی پالیسۍ په ارتباط ډېره اندېښنه درلوده. اوس، یوازی پاکستان دوه مخې پالیسی نلری، بلکی ایران هم منافقت کوی. ایران د شمال له ایتلاف سره نژدې او پخوانۍ اړیکی لری. ایران د امریکا پزه په افغانستان کی په وینو لړلې غواړی. داسی ښکاری چی په افغانستان کی امریکا خپلی پلې پخپله پرې کوی. په افغانستان کی د امریکایی عسکرو شمېر ډېر کم دی، نو بنا امریکا همدا کمزوری په بمباریو جبرانوی. په کال ۲۰۰۴ کی، د امریکا هوایی قوې ۸۷ بمبارۍ کړی وې، خو ۲۰۰۷ کی د بمباریو شمېر ۲۹۲۶ ته ورسېد. همدې انکشاف د ملکی خلکو مرګ ژوبله ډېره کړې ده. طالبان د ویتکانګ غوندی ملکی خلک د ډال غوندي کاروی. د ملګرو ملتونو احصاییه وایی چی په کال ۲۰۰۶ کی ۹۲۹ ملکی کسان وژل سوی وه، خو ۲۰۰۸ کی څه د پاسه ۲۰۰۰ وژل سوی دی. امریکایی نظامی مبصر، ټامس جانسن، وایی: “کله چی موږ بې ګناه خلک ووژنو، په تېره بیا ماشومان او ښځی، هغه کلی د ابد لپاره زموږ دښمن سی. په پښتنی سیمو کی، غچ یو پور او وظیفه گڼل کېږي. یو امریکایی عسکر وایی: د یوه پښتون وژل درې نور دایمی دښمنان زېږوی.”
جنرال پیترییس له همدې بدو شرایطو سره لاس او ګریوان دی. هغه غواړی چی د افغانستان د ستونزو په اړه جمهورریس ته ورو ورو معلومات ورکی. جنرال پیترییس غواړی چی په افغانستان کی د قومندې واحد مرکز تشکیل کړی، ځکه په ویتنام کی هم د قومندې تشتت او بې نظمي تباهي پېښه کړه. په افغانستان کی ځینی عسکر د ناټو تر قومندې لاندی دی او ځینی د امریکا. جنرال پیترییس به د ښاغلی ریچارډ هولبروک سره په ګډه کار کوی. د ښاغلی هولبروک مسولیت د بهرنیو مرستو منظمول، د سیاستوالو او جنرالانو تر مینځ توافق او همږغی ایجاول، او د عمومي همکارۍ لپاره فشار اچول دي. که څه هم ښاغلی هولبروک یو غښتلی او عالی شخصیت لری، خو ښایی د ویتنام په جنګ کی د خپل سیال غوندی هوښیار او لايق خو څه ناوخته وی.
جنرال پیترییس ویلی دی چی متحده ایالات نسی کولای چی د وژلو په زور کامیابی تر لاسه کړی. بهرنی عسکر یو بومي بغاوت او ښورښ نسی ماتولای، یوازی ځایی عسکر چی د خلکو ملاتړ ور سره وی دا کار کولای سی. جنرال پیترییس غواړی چی د محلی خلکو په مرسته طالبان سټ کړی. همدا پالیسی په افغانستان کی شورویانو هم عملی کړه، خو مختوری او ناکامه سول. په افغانستان کی، محلی جنګسالاران سمدستی د یو بل پرخلاف ډزی پیلوی. افغانان وایی: جنګسالاران کرایه کېدای سی، خو بلکل رانیول کېدای نه سی. بلخوا، څوک غواړی چی یو طالب ووژنی، او بیا په نتیجه کی بدی ورته پاتی سی؟
عامه امریکایان هم په افغانستان کی د بري په اړه شکمن دي. د نیوز ویک د عامه افکارو یوه وروستۍ سروې ښیی چی ۷۱ فیصده امریکایان باور لری چی ښاغلی اوباما به اقتصاد بېرته پر پښو ودروی، خو ۴۸ فیصده فکر کوی چی په افغانستان کی په مثبت بدلون راولی. د ۶۰۰۰۰ عسکرو کلنی لګښت به ۷۰ بیلونه ډالر ه وی. د افغانستان د اردو ساتل او روزل به په یوه لسیزه کی ۲۰ بیلونه ډالره وغواړی. پیترییس بیابیا ویلی دی چی په افغانستان کی د مذهبی افراطیانو پر خلاف جګړه به ډېره اوږده وی. مګر دا څرګنده نده چی امریکایان به دونه حوصله وکړي او کنه. یوازی ۱۰ فیصده امریکایان افغانستان مهم ګڼی. که چیری په افغانستان کی پرمختګ ونه سی، د کال ۲۰۱۰ په انتخاباتو کی به کاندیدان د اوباما د جنګ سره څرګند مخالفت اعلان کړی.
اوس پوښتنه دا ده چي ولی باید له افغانستان څخه را و نه ځو؟ ددې خبری عملی کول ډېر ګران دی. ځکه که چیری له افغانستان څخه امریکایی عسکر را ووځی، سمدستی د افغان پوځ ویلی کېږي. یو ځل بیا به کورنی جنګونو پيل سی. فعلا، پښتانه د حامد کرزي حکومت ته چی تاجیکان پکې څرګند حاکمیت لری، د دښمن په سترګه ور ته ګوری. پدې ناروین کی به هغه ډله کامیابه سی چی د پاکستان ملاتړ ولری، او طالبان له پخوا څخه د پاکستانی جنرالانو پاخه ګوډاګیان دی.
ځینی باور لری چی د طالبانو بیا راتګ دونه بده خبره نده. یوازی باید طالبان دېته تشویق سی چی القاعدې ته د سېب ځای ور نه کړی. یو پخوانی عالي رتبه طالب چارواکی چی نه غواړی نوم یې ذکر سی، وایی: پاکستاني جنرالان طالبان د همدې کار کولو ته تشويقوي، څو د امریکایانو سره ژر تر ژره خبری پیل سی. مګر ښایی اسلام اباد د اور سره لوبی کوی. ځکه د یو مذهبی دولت تقویه کول به د پاکستان لپاره هم خطرناکه وی.
ځینی ستونزی یا خو هډو هيڅ حل نلری ، او یا ښه او مناسب حل نلری. په امریکا کی د افغانستان په متعلق دوې وروستۍ څېړنی وایی: امریکا نسی کولای چی یو ځل بیا افغانستان له لاسه ورکړی . څوک غواړی چی د امریکاهغه جمهورریس و اوسی چی افغانستان يې جهادیسټانو ته پرې اېښى وي، او د مذهبي افراطيانو لپاره يې د لاپو شاپو ښه فرصت برابر کړی وي؟ د ویتنام د جنګ په دوران کی ویل کېدل: د ویتنام څخه د راوتلو لپاره هر کال بد او نامناسب کال وو. همدا خبره په نننی افغانستان کی هم صدق کوی.
ګران هاري صیب!
ډیر په زړه پورې تحقیق او ترجمه ده ، حقیقت همدا دې چې امریکایان او به ځانګرې توګه د اوباما رژیم چې به خپلو ټولوکارونو کې یې د بدلون نیت کړې زمونږ د هیواد او ولس په هکله هم د بدلون د نیت څخه په ګټې اخستلو سره زمونږ د هیواد څخه پښې سپکې کړې ، افغانان پریږدې چې د خپلو ځانو له پاره د بې لورې، مسلکي او په کار پوهو افغانانو یو انتقالي حکومت جوړ کړی ، او د اوباما رژیم د همداسې یوه حکومت سره مالي بسپنې وکړي تر څو د ازاد و ټاکنو له لارې نظام سیاسي ډلو ټپلو ته چې د و لس باور یې تر لاس کړې وې وسپارل شي . د شمالي ټلوالي عیاش ، مفرط ، مافیایې مفسد عناصر د نظام د کړیو څخه وویستل شي او دیوې با صلاحیته محکمي په واسطه ترې د دغه عیاشیو حساب کتاب واخستل شي .
که وضع همداسې وي او امریکایان هم به همدې وضع ترکیز وکړي نو دا باید په یاد ولري چې ویتنام به ورته جنت شي ؟ څکه هلته یې لارې چارې درلودې دلته خو یې د لوژیستکو لارو چارو درک هم نشته . روسان هم غواړې(دګازرو او کوتک دپالیسیو څخه ګټه پورته کړي ) له یوه اړخه یې لوژیستکي لارې چارې و تړي او له بله اړخه ورته وایي چې بسپنه او کومک در سره کوو.
دا دې همدا اوس قرغزستان د امریکایانو یوه ډیره مهمه اډه و تړله ، ددې تر مخه ازبکستان هم همداسې قدم پورته کړې ، تر څنګ یې د خیبر د پښتنو دره هیڅکله هم د امریکایانو د لوژیستیکي کاروانونو له پاره مثمره نه شي ثابتیداې ، که انګلیسانو د خپلو امپراطورې په وخت کې دا دره خپله نه شوه کړاې او بیا روسانو د خپل ټول توان او کمونستو ملګرو په انډیوالې دا دره خپله نه شوا کړای نو دوې خو یې هیڅکله هم نشې خپلولې .
په هرصورت امریکایان باید د تاریخ څخه درس واخلي او دخپلو فوځونو د جسدونو دخلطلو د لیږلو په ځاې خپل ژوندې عسکر بیرته وکاږې دا به ورته غوره او مناسبه وي او که نه اوبه چې یو ځل له ورخه تیرې شي بیا بیرته نه را ګرځې.
یو ځل بیا مننه .
+