کور / تازه خبرونه / دکابل امنيه قوماندان اوجنرال پکتياوال له دندو ليري کړل شول

دکابل امنيه قوماندان اوجنرال پکتياوال له دندو ليري کړل شول

دکابل دامنيه قوماندان دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې ريس اودامنيه قوماندانۍ امنيتي مرستيال له دندو ګوښه اوپرځاي يې نوي جنرالان اوډګروالان وګمارل شول .

دکورنيو چارو وزارت کې يوې  معتبرې سرچيني دنوم دنه ښودلو په شرط لراوبر ته ددلوې په ١٥مه له غرمې وروسته وويل چې دکابل امنيه قوماندان لوي پاسوال محمدايوب سالنګي له دندې ګوښه شوي اوپرځاي يې دسرحدي پوليسو مشر جنرال عبدالرحمن ګمارل شو ي دي

ددغه منبع په وينا دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيقاتودچارو مشر مل پاسوال عليشاه پکتياوال له دندې ګوښه شوي اوپرځاي يې دننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالغغور خان ټاکل شوي دي .

دغه راز دامنيه قوماندانۍ امنيتي مرستيال جنرال عليشاه احمدزى له دندې ګوښه اوپرځاي يې دشمالي ټلوالې يوپخوانى جګړه مار ډګروال دستيار مقرر شوي دي

دغه کسان به په نيږدې راتلوونکي کې دامنيه قوماندانۍ چارواکيو ته ور وپيژندل شي .

تردې وړاندې دکورنيو چارو وزير حنيف اتمر دکابل ښار دحوزو مشران اودزونونومرستيالان هم بدل رابدل کړي وو .

تبصره نسته

  1. دا خو ډېر ښه کار وشو، خدای د دولتي شراب خورو او ساقيانو ناره واورېدله، ځکه چي جنرال پکتياوال د هر ډول جرمونو او مخدره توکو مخه نيول ، تر داسي حده پوري چي د جنرال پکتياوال د کنټرول سمت آن د کابينې او وزيرانو د شراب خانو دروازې هم و درنګولې، نو ددې تر مخه چي ښاغلی جنرال پکتياوال د لوړو پوړو دولتي چارواکو و شرابو خانو ته کوم زيان ورسوي، دادئ دولت پخپله لاس په کار شو !!! مرده آباد شراب و ميخانه های وزرای کرزای غيره و غيره !!!!!!!!

  2. ترڅو چه سرونه بدل نسی دخولیو په بدلولو څه نه جوړیږی یعنی چه نظام او قانون بدل نسی که هرڅو والیان ،اولسوالان ،امنیه قوماندانان او نور بدل سی څه کوچ نه تر وزی. فضل احمد

  3. it is important to bring peace and to secure kabul but ali shah paktiawal shouldnt been removed because he was so keen to tackle the criminals to some extend it is disappointing

  4. it is important to bring peace and to secure kabul but ali shah paktiawal shouldnt been removed because he was so keen to tackle the criminals to some extend it is disappointing

  5. As long as this transition is concerned there were so many asserts and critics on General Ali Shah Paktiawal as he has premises in Dubai blah blah blah, so i don't ponder that Hanif Atmar may have thought to the molest of the nation , he has always been in felicity and favor of Afghanistan as he proved by leading the old task..

  6. جنرال پکتیاوال د خپلې دندي په موده کی وخوده چی یو سرتیر او د خلکو په منځ کې نوم او شهرت لرونکې جنرال دی
    زما په فکر دده ټول کارونه او خدمتونه د ستایلو وړ دی

  7. امریکائی نوزادیه صیحت دي غواړم ، ستاسی اواسلام لارې اوس دوي دي ، نورمو خدای خبر که دا جادو په افغانانو وچلیږي هغه وخت تیر سوو چې کفربه مو اسلام کاوه اومسلمان به مو کمونست او ملحد جوړاوه اوس ستاسو پښه پخپله پایڅه کې بنده د ه اوس ستاسوپه نامه ډیموکراسۍ کې شراب چښل او دې ته ورته نورې کبیره ګناوي داسي معنا لري لکه دقاتلو په منځ کې ږره خریلۍ ولي متکي او پرهیزګاره حاجې چې په جګه غاړه ګرځي دا د جنرال پکتیاول غلطي وه چي دمامد سیاپ ،ابدول ربانی اومجد کرزې په کوروکې اجرشوی جنایت ئې په شاړو کوڅو کې لټاوه

  8. Its great news that Alish Pakiawal and Salangy are gone.
    Most people would know Pakiawal from the TV screen, I worked very closely with him in Kabul, he was friend of Sabit and they were confiscated the alcohol from the Restaurants in Kabul for their own consumption. (break a few bottles and keep the rest for yourself policy)
    – People who think Alisha was a honest and hard working Police, they are wrong, I have documents he confiscated legally registered weapons from a company and replaced it with broken, out of order weapons and give to UN agency for disarmament.
    Anyway just like one of the readers said correctly in this page that Head should be changed not the hats. Karzai’s days are limited and now he is pushing all the buttons in his reach to keep his position and I don’t think anything will work.
    Russia was our enemy and he is going back to them for help and he is so naïve and forgetful that there are thousands of NATO forces in Afghanistan, Russia has no chance for saving him.
    Say Goodbye to Mr.Karzai and his corrupted Parliament.

  9. is soo sad for Mr karzai kharzai he an dnd his advoiser and his is the biggest curruft people because they can see now thier past face in the mirror this esspesially karzai he now what he done for paktia ,paktika,khost,helmand,kandahar,laghman,jalalabad, i mean for all pashtoon they Mr karzai and the other advoiser they know they be in the same position if they win or not. i hat the parliament is all currupt faces esspecially pakhtoon,,,,,,,,,,,,

  10. is soo sad for Mr karzai kharzai he and his advoiser his is the biggest curruft people because they can see now thier past face in the mirror esspesially karzai he now what he done for paktia ,paktika,khost,helmand,kandahar,laghman,jalalabad, i mean for all pashtoon they Mr karzai and the other advoiser they know they be in the same position if they win or not. i hat the parliament is all currupt faces esspecially pakhtoon,,,,,,,,,,,,

  11. جنرال پکتیاوال ټول افغان ولس ته د یوه محبوب، منلی، تکړه او زړور افسر په توګه کار کړی او څوک به یې له یاده ونه باسي، خو دا چې اوس ولې نوموړی له خپلې دندې لري شو، علت یې د کورنیو چارو وزارت نوی وزیر، حنیف اتمر دی، ځکه چې نوموړی د افغانستان په دې ناکامه او بدنامه حکومت کې د برتانیې استازیتوب کوي او له بلې خوا د برتانیې فینانشیل ټایمز ورځپاڼې څو ځله د خپلو ګټو په موخه په ده پسې بې ثبوته تورونه خپاره کړي وو، چې دا ده اوس یې همدا خنډ هم له منځه یووړ.

  12. د پكتياوال صاحب هڅې او خدمتونه هغو كسانو ته ښه معلوم دي چې په كابل كې اوسي او پراخ فكر لري . موږ بايد د نوموړې د خدمتونو او كړو وړو له مخې قضاوت وكړو نه دا چې ووايو چې نوموړى شراب خوري نو له خدمتونو يې تير او له دندې دې ليرې شي. په هر حال كه دا خبر رښتيا وي نو اتمر صاحب به ډير زيات پښيمان شي.

  13. ټولو محترمو افغانو او خاصه توگه ښاغلي وزير صاحب اتمر او دافغانستان فاضل او دانشمند جمهور ريس صاحبه د ښاغلي پكتيا وال صاحب ليري كول د وظيفه څخه د افغانستا ن په دي فعلي شرايطو كښي پر ځاي كار ندي او كه داسي وشي چي نوموړي د امنيي د وزير په توگه وټاكل شي نو كو م منفي اثر به ونلري . اما دا چي ښاغلي پكتيا وال صاحب د وظيفي لير ي نو فكر نكو م او حتي مطمين يم چي داسي بل سړي به پيدا نشي چي د پكتياوال په نيماي دي هم وتوانيزي كار وكړي. نو زما خواهش دا دي چي لطفا د وطن پوهه او كاركنه خلگ تشويق كړي نه دا چي په داسي يو چا باندي عوض شي چي د هغوي لاسونه د خلګو او وطن په وينو سره وي.

    په درناوي

  14. Everyone knows that Alishah paktiawal has accomplished the most challenging job. It is not appropriate just to blame him whether he confiscated the alcohol from the Restaurants in Kabul for their own consumption.I think he was the only pashtun in Karzai government; who worked hard. And with a great success he achieved his goals. He caught lot’s of criminal and warlords and brought them to justice; it isn’t easy task. If there were couple like Alisha paktiawal; today the world wouldn’t called Afghanistan as the most corrupted country with poor Karzai’s Administration.

  15. د پکتیاوال لرې کول که کره شي نو یواځینی سبب به یې د بریطانیې د حکومت او امنیتي شرکتونو خوښول وي. دا هم سمه ده چې ښاغلی اتمر د بريطانیا سیاسي او استخباراتي کړیو ته نږدې سړی دی. او ډېر امکان لري چې دا کار د هغوی د خوښولو په موخه کړی وي.

  16. خواشينوونكى خبر ده. يوازى دومره وايم چې كه د پكتياوال د خدمتونو په اړه ټولپوښتنه وشي نو ۹۸ فيصده د كابل ښاريان له ده څخه خوښ دي. د داخلې وزارت بايد دې مسلې ته پاملرنه وكړي.

  17. Everyone knows that Alishah paktiawal has accomplished the most challenging job. It is not appropriate just to blame him whether he confiscated the alcohol from the Restaurants in Kabul for their own consumption.I think he was the only pashtun in Karzai government; who worked hard. And with a great success he achieved his goals. He caught lot’s of criminal and warlords and brought them to justice; it isn’t easy task. If there were couple like Alisha paktiawal; today the world wouldn’t called Afghanistan as the most corrupted country with poor Karzai’s Administration.

    Anyhow,MinisterATMAR should rethink in his decision aboutAli shah Paktiawal.

  18. اتمر یو خادست او په یو وخت کې د کې جې بې او انګلیس جاسوس دی. د افغانانو حال د ډیر افسوس وړ دی چې همدې ورته تر ټولو د کار سړی ښکاري او هر چیرته یې ټاکي. او دې هر چیرته پرچمي خادستان ټاکي. په پوهنې وزارت کې یې ۱۲۰۰ کسان د مشاورینو په نامه خادستان ټاکلي وو چې نیم یې بې سواده، نیم یې شراب خواره او څه یې لا لیوني هم وو. له ده نه د خیر تمه یو ډول حماقت دی.

  19. اول خو ښایی دا خبره حقیقت و نه لری. خو که حقیقت و هم لری زما په نظر پکتیاوال پر اوسنی پوسټ ډیر غټ سړی دی. ښایی ده ته یوه بله او با صلاحیته دنده ورکړل شی. پام مو وی ملګرو چی د یوه بااستعداده سړی په صفت کی باید د بل بااستعداده سړی تو هین و نه کړو. ځکه چی د پښتنو او افغانانو له پاره حنیف هومره مهم دی له ښاغلی پکتیا وال. او هسی هم د کومی ورځی چی ښاغلی اتمر د کورنیو چارو وزیر مقرر شوی دی د نظاریانو، ستمیانواو نورو ناپوه پښتنو له خوا باندی انتقادونه زیات شوی دی. نو باید د هغه خلکو دسیسو ته زیرشو او خدای مه که داسی ځای ته ورسیږو چی بیا د ستنیدو لار نه وی. په درنښت

  20. گرانو دوستانو-د جنرال صاحب په لری کولو دیر خواشینی شوم- مونگ تول پدی پوهیگو چه خبره چیرته ده- حنیف صاحب هفه کس دی چه د یو انگلیسی په مالی مرسته خپل تحصیل په لندن کی بشپر کرل- اوس خو نو باید د هفوی لپاره کار وکری-

  21. هربدلون بايد دمصلحت اوځانګړواړيكواوغريضو پربنـسټ نه وي بلكه دافغان ولس ښيګڼه او اوسني امنيتي حساس شرايطونه اونزاكتونه په پام كي ونيول سي ،هيله ده كوم خاين اوفاسد چه ليري كيږي بايد تبديل اوتغيرنه بلكه مجازات سي او كه مصلح اهيوادپال شخص وي نو بايد مكافات اوتقديرسي څو نور اشخاص اوكړۍ لازم عبرت اودرس تري واخلي . په درنښت

  22. كه چيرې پدې وروستيو كې د پكتياوال لخوا د برتانوي كمپنيوو ليرې كولو او پر پكتياوال باندې د فايننشيال ټايمز بيځايه تورونو ته ځير شىو نو پدې نو پدې به پوه چې پكتياول د چا لخوا او ولى له دندې ګوښه شو. كه دا ومنو چې پكتياوال په اداري فساد كې ښكيل دى نو په لس ګونو نور كسان هم شته چې په ډاګه دا كار كوي ولى فايننشيال ټايمز د هغو نومونه نه اخلي؟؟؟؟؟؟؟

  23. as we are looking president karzai is fail in his failed policies these changings will never work . i am one of the close relative of president karzai but i am real afghan the person who destroys the life and future of afghan even he would be my brother i am against of him. karzai is supporting the warlards and drug trafficars .his brother mr WALI KARZAI is one of the top drug narcotics bussinessman and his relationship is with the drug trafficars of helmand province he supports the drug trafficar this is clear to every body ,my dear afghan brothers dont believe on such symbolic changes alish paktial is a wine drinker person ,the Government is giving chance individual by individual to all the corrupt officers of the government to full their pockets , be sure with these changings there will be not any change in the life of afghan civilians .thanks n A j Barakzai Aurtria

  24. اتمر هم دغلو مشر دي ځكه يې پكتياوال لري كړ

  25. جنرال پکتیاوال د خپلې دندي په موده کی وخوده چی یو سرتیر او د خلکو په منځ کې نوم او شهرت لرونکې جنرال دی زما په فکر دده ټول کارونه او خدمتونه د ستایلو وړ دی

  26. اصلي خبره خو دا ده چي افغان حکومت غواړي يو نمونه حکومت جوړ کړي او په دې برخه کي يو ريکاډ ټينګ کړي .
    هغه داسي چي په ټولنه نړۍ کي خاين او مجرم سړى لري کيږي او محاکمه کيمږي خو دلته خبره برعکس ده دلته خدام او نيک مشر له ندي کوښه کيږي او مجازات کيږي په دې اوو کالو کي چي افغان دولت له امريکايانو سره ژمنه کړې ده چي په دې هيوا د کي بۀ سم مشر نه پرېږدو ندي بريالي سوي هغوى هم قلم په لاس د ريکارډونو کتاب ته ناست دي او دې ته انتظار باسي چي کله به دا هيواد له نيکو خلکو پاک کړل سي چي نوم يې په دې کتاب کي ځاى کړي تر څو دې هيواد ته يو ښه وياړ ورپه برخه سي

  27. د کرزی په سترگو کی خو هیڅ شرم نشته- که داسی بیغیرته کارونه یی نه کول- موږ ورباندی باور وکړ او ده ….. وکړل. بیا به په داسی *** باور نه کوو.

  28. *** this larawbar site what is this why you shws such of comment like the first one and they abuse karzai you are also belang to ***of musharaf
    close such of comments

  29. ***ته چې لاړي پكتيا واله ، — كاپليانوته اوس نه ورڅې خوبونه

    ددي خواشينې ونكي خبر په او ريدوټو لو هيو ا د والو
    خپل غبرګون وښو د،جنرال پكتيا و ال دخپل خدمت په مو ده كي يو سرتيري ريښتني افغان
    او په پښتني ميړانه اوافغاني غروريې خپله ندنه په پوره صداقت پرمخ بيو له دا
    چې نن دولتي اداره دقانون اودخلګودخدمت لپار ه نه ده جوړ شوي ،يوازي هدف يي
    دامريكايي او دپردو دګټوساتل دي نو موږ ته په كار نه ده چې ډيره ګيله ترينه وكړ و،
    په دي ادار ه كي دافغانانو لپاره ځاي نشته بلكي د پلورل سو يو لپاره ښه ځاي دي ،ر
    يښټني افغان به يا وزي اويا به پټه خوله كاركوي سربه نه خلاصوي هر ځه به په پټو
    سترګو سرته رسوي ،
    دولت خپل ګوډ اګيتوب يو څل بيا و ښو د، ترخلګو ورته د بآندارانو خوښې ارزښت لري ،
    دامپرياليزم دا اصول دي چې څوتنه سرمايداران په واك اودهغوي دګټو دساتلو لپاره دولت
    كاروكړي ،
    دكندهاروالي دولي كرزي له خوا چې يو تروريست قاچاق بر غل دي لري كړال سو ،او
    پكتياوال دشرابو دتجارانو دفحشا دخورونكو،دغلو دمافيا د افغاني كلتورددښمانانوله
    خوا لري كړي شو،
    ښه ده چې همداسې وشو ل غريب څه دى له غريبه څه ګټه ترلاسه كيداي شې ،نه نجونې لري
    چې چارواكوته او بهرنيانوته يې و رو لي نه شراب خوري نه يې پيژني چې چارواكوته يې
    ورسوي نه غلاكولاي شې چې واكمنوته خپله برخه وركړي څۀ شې لري هيڅ او هيځ ،ددغو ملي
    خاينانو له تورو كرغيړنو څيرو يوه بله پرده هم پورته سوه
    داهيواد نوردغلو قاچاق برانو فاحېشانو دي،اوسړي تښتونكودي ،ترڅوداكرزي وي دا اداره
    او دا نظام وي پر تاسو افغانانو ښادي قسم دى ،
    جنرال صاحب پكتيا واله
    دپكتيا او پښتنو نوم دي وساتو داستر وياړي دي په نصيب شو.
    همدا امتياز دي بس دي هسې خو هم دميړنيو او ستاسو په شان خدمت كونكو افسرانوته بايد
    مډالونه وركړل شوي واي خو ګيله مه كوه دخو ارا نو دعا و ي ستا مډ الونه او ا
    متيازات دي ،زموږ مډ الونه او ستروياړونه د با دارانو او پرد و لپاره دي ،كه تاته
    مدال دركړي نو بو ش با دارته به څه وركوي .
    ټول افغانان ستا خدمتو نو ته په دره نه سترګه ګوري په تا باندي وياړي ،ستا له دندي
    ګوښه كيدل ښه دي څكه پښتني غرور ته دي نورزيان نه رسول كيږي دا هيواد ستا دي تاته
    اړ تيا لري ستا لپاره كار شته دخلګو په زړونو كي دي ځاي پيدا كړ،هروخت چې يو ه
    سالمه له فحشا،غلا رشوت خوړو و نكو ، مافيا او وطن لورني پاكه ادار راشې اولس تاسو
    راولي او خدمت درنه غواړي ،ستا په ګوښه كيدوخلګ وپوهيدل چې دا اداره او دا ځاي دښو
    پاكو خلګو لپاره نه ده جوړه شوي دا شكر دي چې ژوندي يي پريښو دي نور دځآ ن دساتنۍ
    فكر كوه يو ي خواته ولاړشه كنه دا پلورل سوي دي نه پريږ دي ،تاته ښه ژ وند
    اودافغانيت پيا وړتيا دي له خدايه غواړم

  30. پکتیاوال هغه شخصیت دی چی د خلکو د هوساینې لپاره يې په خپل سر او تندې کې شايد تر اوسه زخمونه نه وی جوړ شوی د وطن او قام دښمنانو غوښتل چی د ډیرو نورو په قیسم لکه تڼیوال
    څمکنی،روحانی په شان یی له منځه یوسی خو دده تغالی بیدارې وی او ژوندي پاتی

  31. پکتیاوال هغه شخصیت دی چی د خلکو د هوساینې لپاره يې په خپل سر او تندې کې شايد تر اوسه زخمونه نه وی جوړ شوی د وطن او قام دښمنانو غوښتل چی د ډیرو نورو په قیسم لکه تڼیوال
    څمکنی،روحانی په شان یی له منځه یوسی خو دده تغالی بیدارې وی او ژوندي پاتی

  32. هرڅوک چی لکه بکتیاوال اوجبار ثابت د وسلوالو ځواکمنو غلو او دهغوی مربوطه حلقو پر ضدپه په میړانی مبارزه کوی قهرمان دی.
    پکتیاوال هغه اتل افغان ،د قانون مدافع او نامتو بولیس دی چی کارنامې یې د کابل دمعافیا او جنایتکاره دولتی مدافعینو زړونه چوولي اود ولس زړونوکی تلباتی ځای غوره کړی.

  33. په افغانستان کې دطالبانوادارې له ړنګېدو را وروسته او دکرزي مصلحتي ؟؟؟!!! ادارې دمضراحتیاط یوه بڼه داهم ده چې که چېرې یې په ډېروخواریواودنړیوالوفشارونوپه سبب دشمالي ټلوالې کوم لنډغر له دې ګوښه کړی نو ورسره په خوا کې یې هغه بل پښون چارواکی چې دجمعیت نیو فاشیستې ډلې د سترګواغزی اوددغولوټمارومخه یې څه ناڅه نیولې وي، دهمدې ډلې خوشالولوله پاره له دندې لرې کړی دی. دبیلګې په توګه کله چې دجمهوري ریاست په تېروټاکنوکې مولانامارشال له دندې لرې کړای شونوکرزي صیب دمالي ډېرفعال زیر ډاکتر اشرف غني احمدزی چې دشمالي ټلوالې لنډغروښه نه ایسېده په ناحقه له کابینې څخه وایست .
    دادی اوس هم چې دشمالي ټلوالې بدماش ایوب سالنګی دکابل امنیه قوماندانۍله دندې ګوښه شوی نوچاراوکو جنرال علیشاپکتیاوال هم چې دشمالي ټلوالې بدایسېږي اوددغو لوټمارومخه یې څه ماڅه نیولې وه نوځکه خوهغه هم له دې دومره منډوترړو، هلوځلواوپه دنده کې زړه ورتیااومیړانې سره سره له دندې ګوښه کړای شوترڅوشمالي ټلواله ونه وايي چې والې یې ددویی لوی غل له دندې لرې کړی دی . له تردیدپرته داهم د ناولي مصلحت پایله ده اوبس.

  34. بدلوی را بدلوی یی خو اخر به یی سه کوی. ساعت مو تیر دی. په دی تشو ککریو به شه ملک جور کری

  35. زه فکرکوم حنیف اتمرهم په هیوادکې دامنیت په تأمین کې ځکه څه نشی کولی چې سیسټم داسې جوړشوی چې هرڅوک دشمالي ټلوالي دپالیسۍ سره ځان جوړنکړي په هماغه ورځ به ورته څه ستونزه هرومروپیښیږي دلیل یې دادی چې سیسټم دپښتنوپرضداوټولولږکیواوپه ځانګړی ډول دتاجکوپه پلوي دبن دپریکړي پربنیادجوړشوی اوهرڅه چې هروخت کیږي هغه به دتاجکوپه ګټه کیږي دې کې هیڅ شک نشته