کور / نثر / د پښتنو د ازادۍ څرك

د پښتنو د ازادۍ څرك

له نن څخه پوره يوه صدۍ وړاندې هغه وخت  چې په نړۍ كې د سرو پيرنګيانو پراخه واكمني وه اود نړۍ پر مخ ټول هېوادونه يوازې او يوازې د بريتانيي تر لويې او تورې باچاهۍ او ديكتاتورۍ لاندې وو د نړۍ پر مخ د خپرو نورو قامونو په څېر زمونږ سپېڅلى قام پښتون هم د خپلې ملي ازادۍ د ګټلو د پاره ودرېده . او د خپل هېواد د ملي خپلواكۍ او د قام د ازادۍ د ګټلو د پاره يې مبارزه كوله .

وينې يې شيندلې ، سرونه يې قربانول او له هيڅ قسم  قربانې نه يې ځانونه او مالونه نه سپمول .

زمونږ ګران هېواد افغانستان به وخت په وخت له مختليفو جنګونو ، كړاوونو ، دردونو ، زحمتونو ، زخمونو ، كورنيو جګړو ، شخړو او تربګنيو سره مخامخ وو .

هغه وخت هم د ټولې نړۍ لويو ، غټو او مالداره هېوادونو چې په سر كې يې هم د سرو پيرنګيانو بريتانيه موجوده وه . د خپلو ګټو او شتمنيو د پاره دغه هېواد افغانستان په اور كې د سوځولو د پاره  ځكه هڅاوو  چې زمزنږ د هېواد ټول قدرتي وسايل د خپلو ستمنيو د پاره په كار راولي .
انګرېزانو د خپل پلان او منصوبې تر مخ په ۱۸۹۳ كال كې له افغان واكدارانو سره ځكه د ډېورنډ تور پرېكړه ليك امظا چې هغه وخت افغانستان ډېر په شورش كې ګير وو . او هر وخت به له انګرېزانو سره ښكر په ښكر وو . او غوښتل يې چې يو ازاد او خپلواك هېواد ځانته ولري . چې په هغه كې دغه سيمه چې د تور ښامار ډېورنډ د تورې ليكې دې خوا ته پاتې ده ځان له خپله كړي .


كله چې افغانستان ډېر په جنګ جګړو كې ښكېل شو . نو د هغه وخت افغان واكداران مجبور كړل شول چې د سلو كالو د پاره دغه پرېكړه ليك امظا كړي او ويې مني تر څو افغانستان ارام ومومي . او ټينګ شي . او چې د افغانستان اوسېدونكي ښه وياړلي او له افتخاره ډك ژوند ته ادامه وركړي .

سركښه او غيرت منو افغانانو كه څه هم د ډېورنډ ښامار تور او تريخ پرېكړه ليك لاسليك كړى وو خو دا يې هيڅ وخت يوو واكدار هم هېر كړي نه دي چې دغه سيمه چې له چتراله بيا تر بولانه اوږدواله لري هېره كړي .

دغه سيمه د لوى احمدشاه بابا د واكمنۍ پر مهال د لويې پښتونخوا په نوم ياده سوې ده . او دا په تاريخي لحاظ د افغانستان ده .
خو انګرېزانو دغه سيمه څه د پاسه  پېنځوس كاله په خپله ولكه كې خو وساتله لاكين د هغه وروسته يې د پاكستان په نامه وطن كې پرېښودله .


ځكه چې پاكستان د انګرېزانويو ګوډاګى هېواد وو .
له مخه تردې چې پاكستان  په وجود كې راته دلته په همدغه سيمه كې د بر صغير پاك هند د خپلواكۍ او ازادۍ مبارزې ته بډې وهلى وو خو بيا هم زمونږ دغه قربانۍ په نظر كې وونه نيول شوې او مونږ د يو غلام قام په حيث پاتې شوو . كه څه هم زمونږ قربانۍ په حساب د پاكستان تر ټولو قامونو ډېرې وې خو د پاكستان په تاريخ كې ومونږ هيڅ نه وو او نه شته .


كله چې دغه خبره سپينه شوه چې پاكستان مونږ نه كوي نو پاچا خان يو ځل بيا د هغه وخت په شان مبارزې ته اړ شو كوم وخت چې پاچا خان د انګرېزې استعمار په خلاف د افغان او بيا د خداى ختدمتګار په شكل كې كړې وه شروع كړه .

د پاچا خان چې په دغه تحريك كې ټول خدايي خدمتګاران شامل وو . حال دا چې پاچا خان د انګرېزانو په واكمنۍ كې اوولس كاله په زندان كې تېر كړي وو . او يو ويشت كاله يې بيا د پاكستان په زندان كې تېر كړل .

د پاچا خان او د هغه د خدايي خدمتګار تحريك اغراض او مقاصد دا وو چې له انګرېزانو ازادي واخلي . او يو لوى هېواد چې د هندوانو او مسلمانانو په اتفاق جوړ وي جوړ كړي .

دوى د انګرېزانو په خلاف تحريك وچلاوو او د خپلې ازادۍ خبره يې وكړه . هدف يې دا وو چې هندوستان بايدمتحد پاتې شي چې دواړه قامونه راتلونكى ژوند او مستقبل ښه حوشحاله تېر كړي .

لاكين هندوستان يو ځكه پاتې نه شو چې د انګرېزانو خوښه نه وه .
او هغه د پاكستان په جوړېدو كې د محمدعلي جناح شا ته ولاړ وو .


پاچا خان او د هغه خدايي خدمتګارانو خو غوښتل چې له انګرېزانو څخه خپله ازادي واخلي او خپل واكي وګټي .او يو لوى پراخ هندوستان جوړ كړي چې په هغه كې د مسلمانانو او هندوانو ګډه ورور ولي پاتې شي . خو انګرېزانو دا كله منلاى شواى نو ځكه يې د خدايي خدمتګار تحريك د مشرانو پر خلاف ډېر سخت كارونه وكړل .

هغوۍ يې په خپلو كلواو بانډو كې په داسې مرض اخته كړل چې په كورونه كې يې ورته اختلافونه جوړ كړل . زندانونو ته يې بوتلل او په وهلو ټكولو يې دومره وزپل چې په ايلكشن كې يي د پښتونخوا اكثره خلكو حمايت وكړو چې په دغه رنګه خدايي خدمتګار تحريك ډېر  پياوړى او زورور شو.

همدغه رنګه سلوك يې له كانګريسي مشرانو سره وكړ . كله چې د انګرېزانو تر وس تېره شوه .نو د پاكستان خوب وليدل شو . چې پاكستان  د مسلمانانو د پاره يو ډېر په زړه پورې رياست جوړېدلاى شي . او د هندوستان ټول مسلمانان بايد سره يو ځاى شي .

ځكه چې هندوان او مسلمانان دوه جلا جلا قامونه دي .د دوى مذهب بېل دى ، دودونه يې بېل دي . او رسم رواج يې هم بېل دي .

نو ځكه بايد دغه دوه قامونه سره بېل شي او ځانته ځانته رياستونه ولري . چې دا ډول ددوى قانوني او آييني لارې هم بېلې شي .

دا كار انګرېزانو ځكه غوښت چې يو خو به متحد هندوستان پاتې نه شي . او بل به هاغه تو ښامار چې انګرېزانو له افغان پلاوي سره د ډېورنډ د لاسليك په نامه كړى وو له سلو كلونو وروسته په شك كې واچوي . او يا به بله ګټه دا ځيني واخلي چې د پاكستان او افغانستان خپلمينځي اړيكې د تل د پاره ښې نه شي .

ځكه چې د ډېورنډ ليكې له دې خوا خو هغه وخت پاكستان لا جوړ نه وو . او لاسليك د برتانيي له ډېورنډ نومي سړي سره شوى وو .

او پاكستان خو دا حق نه لري چې دغه سيمه له ځان سره پاتې كړي . د افغانستان خلك خو دغه سيمه تر دې حده د ځان بولي چې د پاكستان ګوډاګى ګلبدين حكمتيار او ملا محمد عمر لا هم دې ته تيار نه شوو چې د ډېورنډ له دې خوا سيمه پاكستان ته ورووليكي . چې دا د پاكستان ده .

په تاريخي لحاظ مونږ بلكل دا ويلاى شو چې دغه سيمه د افغانستان وه او ده يې .

مونږ افغانان وو ، يو ، او افغانان به يو .

دا خبره خو دومره ښكاره ده چې د پاكستان په قامي اسمبلۍ كې لا هم په وار وار دغه خبره تكرار شوې ده .

له پاچا خان نه تر ولي خان او بيا نن اسفنديار ولي خان  په جهر ويلي دي چې :

زه افغان يم . افغان وم او افغان به اوسم .

نو دلته دا ثابته شوه چې دغه سيمه چې د ډېورنډ تورې ليكې دې غاړې ته پرته ده . دا په تاريخي لحاظ د افغانستان ده .

كه چېرې د افغانستان  نه واى نو خو پاچا خان په خپل مرګ ثابته كړه چې لر او بر افغانان يو دي .

او بل دا چې پاكستان هم په خپله ثابته كړه چې دغه سيمه كې د افغانستان ده .

يو خو ددغې سيمې د ودانولو د پاره هيڅ ډول ترقياتي كارونه نه كوي . سړكونه ، بجلي ، ګاز ، ښوونځي ، پوهنتونونه ، حتى كه د ژوند د استوګنې د پار هيڅ هم نه وركوي چې له دې نه دا مالومېږي چې پاكستان د دغې سيمې د بېرته تللو او افغانستان ته د وركولو مجبوري لري .

ځكه په پاكستان كې واړه قامونه په عمومي توګه او پښتون په خصوصي توګه په نښه كړل شوى دى .

او د پاكستان ټولې انتظامي ادارې له پښتون قام څخه كركه او نفرت لري . او غواړي چې پښتانه دې حد ته ورسوي چې دوى مجبور شي او د دوى  يانې په پاكستان كې د اوسېدو خبره وكړي . تر څو په دې توګه دغه سيمه له پاكستان سره وتړي . خو دوى په دې نه دي خبر چې له پښتنو سره مينه كول د پښتنو د رانيولو او دپښتنو د جوړولو لار ده كنې په نفرت كې خو تر اوسه په دنيا كې چا يو قام هم نه دى رانيولى .

پښتانه اوس هم په مينه محبت خوشحالېږي . خو له بده مرغه چې اوس په پاكستان كې په عام ډول او په پښتونخوا او قبايلي سيمو كې په خاصه توګه له پښتنو سره نفرت لرونكى سلوك روان دى .

سوات ، باجوړ ، كرم ، خيبر او كراچى خو دا مهال د پښتنو د وينو تويولو مركزونه دي .

دا هيخ چاته نه ده څرګنده چې دا وينه څوك ؟ د څه د پاره ؟ او پر څه تويوي ؟

پاكستاني فورسز لګيا دي خو تر اوسه يې يو هم داسې كس د خلكو مخ ته نه دى راوړى چې هغه دنيا ته ښكاره كړي چې دغه د پلاني هېواد اوسېدونكى ټروريسټ او ځان وژونكى دى .

اوس نو بلكل واضح شوه دا يوازې د پښتنو د وژلو او له مېنځه وړلو پېلامه او دسيسه ده . چې زمونږ د قام د وينو تويولو د پاره تياره شوې ده .

دنيا كه له يوې خوا د يو كلي خبره كوي خو بله خوا ټوله نړۍ نه غواړي چې په دغه يوه كلي كې دغه در په دره او خوار وزار پښتانه ځانته يو جلا وړوكى كلى په خپل نامه ولري .

ځكه چې پښتون يو سركښه او ډېر له غيرته ډك قام دى .

په نوګې دنيا كې بيا پښتون په علمي لحاظ كه يې پرمختګ نه دى كړى نو ډېر وروسته پاتې هم نه دى .

خو كه نشته نو پكې يوازې اتفاق او ورورولي نشته .

پاچا خان څه ښه ويلي دي چې :

پښتانه ټول په يوه خبره سره اتفاق دي چې اتفاق به نه سره كوو .

خو بيا هم د پاچا خان هغه خبره چې سره يو كېږو به ګنې وركېږو .

راځئ چې د پاچا خان د يو ويشتم تلين په ورځ دا لوظ وكړو چې د پاچا خان د عدم تشدد په رڼا كې مونږ د خپل لر او بر پښتون قام د پاره د ازادۍ خبره وكړو . او په علمي چوكاټ كې دنيا ته ثابته كړو چې پښتون يو سيال ، منور ، او دروند قام دى . او غواړي چې په دنيا كې د انسانانو د مرګ ټول اوزار ختم شي او د مينې ، ورورولۍ اوازر وزېږي .