افغانستان دکرکټ د نړيوالې ټولنې د غوراوي د دريم پړاو په سياليوو کې کيمن ټاپوګانو ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۱ نړيوال کپ د غوراوي آخري پړاو ته پرمختګ وکړ.
افغانستان دا لوبه په ۸۲ منډو وګټله. دوی لومړی بيټنګ وکړ او د اتو لوبغاړو په اوټ کيدو يې ۲۳۰ منډې جوړې کړي. د افغانستان کپتان نوروز منګل ۷۰ او اصغر ۶۶ منډې وکړي. په مقابل کې د کيمن ټاپوګانو لوبډله په ۱۴۸ منډو اوټ شوه. د افغانستان له خوا محمد نبي ۴ او حميد حسن ۳ لوبغاړي اوټ کړل.
د يادونې وړ ده چې دا لوبه پرون د باران له امله پاتې شوي وه. پرون د افغانستان حالت ښه نه وو او کيدای شوه چې لوبه يې بايللي وای خو د افغانستان د کرکټ د فډريشن د چارواکو په وينا د افغانانو دعاګانو ورته باران رحمت وګرځاوه او دوی يې له بايللو څخه وژغورل.
افغانستان په ۳۱ اوورونو کې ۶۸ منډې کړي او ۵ کسان يې اوټ شوي وو چې باران شروع شو. کله چې باران تر ډيره ونه دريد نو د کرکټ د ډک ورت لويس د قانون له مخې د افغانستان لوبه په همدې ځای ودرول شوه او کيمن ټاپو ګانو ته په ۲۰ اوورونو کې د ۶۳ منډو د پوره کولو هدف وټاکل شو. د کيمن ټاپوګانو لوبغاړو په ډيره چټکۍ سره لوبه وکړه او په ۷ اوورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځيدو ۳۵ منډې وکړي خو دا مهال باران راښکته شو او لوبه پاتې شوه.
د يادونې وړ ده چې د دې لوبو فاينل د بارانونو له امله منسوخ کړل شو او پريکړه وشوه چې د سر دوه لوبډلې به د ۲۰۱۱ کال د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي لوبه ته وځي او دا دوه لوبډلې افغانستان او يوګانډا دي. خو دا چې نني بري د افغانستان د منډو اوسط صفر اشاريه ٩٧ ته ورساوه چې د يوګانډا په ګډون تر ټولو لوړ دى، نو د ټورنمنټ ګټونکي لوبغاړي شوه. افغانستان له دې وړاندې د پنخم او څلورم پړوا اتل وو او دا يې پرله پسي دريم غټ بری دی.
په يوه بله سيالۍ کې يوگانډا ارجنټينا ته په ۹۰ منډو ماتي ورکړه او د صفر اشاريه ٧٦ په اوسط يې دويم مقام خپل کړ. د پاپونيوگيني پواينټونه د افغانستان او يوګانډا سره مساوي وو خو دا چې د لوبو اوسط يې له دواړه کم وو نو د پواينټونو مساوي والی يې په درد ونه خوړ.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د يوګانډا څخه په ۱۴ منډو بايللي وه خو وروسته يې ټولې (څلور) لوبې وګټلي.
افغانستان او يوګانډا به اوس د ٢٠١١ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي وروستي پړاو ته ځي چې د اپريل په مياشت کې به په جنوبي افريقا کې کيږي . په دغه لوبو کې به ١٢ هيوادونه سيالي کوي . څلور لومړني به يې د ۲۰۱۱ کال نړيوال جام ته لار پيدا کړي. پنځمه او شپږمه لوبډله به که څه هم نړيوال جام ته ونه وځي خو د نړيوالو يوې ورځنيو لوبو د کولو حق به لاس ته راوړي.
په دې سياليوو کې به لاندې لوبډلې په لاندې ګروپونه کې سره ولوبيږي.
A ګروپ : کاناډا ، آيرلينډ، نميبيا، عمان، سکاټ لينډ او يوګانډل
B ګروپ : افغانستان، برمودا، ډينمارک، کينيا، هالينډ او متحده عرب امارات
د دې لوبو د نورو جزياتو، تبصرو او انځورونو د کتلو لپاره د لر او بر په لومړۍ پاڼه د (کرکټ د دريم ډويژن د سياليوو ورستيوو جزيات) سرليک او يا هم دا ځای کليک وکړئ.
د افغانستان د ملي کرکيټ لوبډلي او کپټان نوروز منګل ته د ستر بري په وياړ!
د لوبو عکسونه لپاره دا ځای کليک کړئ
دافغانستان د کرکټ ټیم اتلولی ټولو افغانانو ته دزړه له کومی مبارکی وایم واقعا افغانان ښه هر استعداد لری پ هر ډګر کی
کريکټ :افغانستان د دريم پړاو اتلولي هم وگټله
افغانستان د ٢٠١١ کال د
نړيوالو اتلوليو د غوراوي دريمې پرله پسې سيالۍ بالاخر د ښو منډو په اوسط وگټلې
.
افغان منډه جوړونکي د ډيرو په گومان د خپل استعداد په اندازه نه ځليږي او اکثره
يې بالران ورته گټي خو دا دى د دوى منډه جوړونکي ول چې نه يوازې برى بالکې اتلولي
يې هم ور نصيب کړه .
کيمن ټاپوگانو ته په ٨٢ منډو ماتې ورکول په دې مانا شول چې په پاى کې د
افغانستان د منډو اوسط صفر اشاريه ٩٧ و چې تر ټولو لوړ دى .
افغانستان به
اوس د ٢٠١١ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي وروستي پړاو ته ځي چې د اپريل په مياشت
کې به په سويلي افريقا کې ترسره کيږي .
هلته به ١٢ هيوادونه وي څلور لومړني به يې نړيوالو اتلوليو ته لار
مومي
موبارک دی وي
دلراوبر درنو چلوونکو ۱ ستاسو له نیک خبر څخه منندوی یم الله دې تل افغانان همداسې سرلوړي لري ټول افغان ولس ته مبارکي وایم خو مهرباني وکړﺉ لیکنه مو اصلاح کړﺉ تاسو ۲۰۰۱ لیکلی دی چې نهه کال شاته مانا ورکوی خو زموږ اتلان دوه کاله مخ ته ور روان دي
مننه
الحمد لله شکر خدايه پاکه چي مظلوم افغانان دي د سترو او مختللو هيوادونو په منځ کښي د بدخشان د غلا شويو غميو په څېر ځل او بل کړل – ډېر د شکر ځای دئ – الحمد لله
ohhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhh my allah uffffffffffffffffffffff soo happy ummmmmm i am crying i am afghan i am pakhtoon i am really proud of my great nation of great player
سلا مونه
له کار نه د شپی ناوخته راغلم ، کری ورځ می خبرونه نه وو آوریدلی ، راتلو سره سم می کمپیوتر ولګاوه او د لر او بر پاڼی په خلاصولو می دا زیری ولوست څی افغان کریکټ ډلی بیا اتلولی وګټله ، پدی توګه افغان ولس ته مبارکی وایم او افغان لوبډلی نه مننه ، تل دی وی افغان ملت او ددوی اتلولی
مبارک!!!!!
دا ده د پښتنې مور زمنو نړۍ ته ور وښوده چې د امیر کروړ پهلوان جهان اولادونه په رښتیا هم په نړۍ کې اتلولې کوي او ګټي يي، خو له بده مرغه، امریکایان یې په خپل کور کې د ترهګر او طالب په نوم راته وژني، ای کاشکې رحمت ولي هم ژوندی وای او د دې اتلولې او د نورو راتلونکو اتلولیو حال یې په خپلو سترګو لیدلای وای!!!
بیګا شپه ترډېره دشمشادتلویزیون ته ناست وم ،خوب نه راته اوسترګې مې دتلویزوین په پرده خښې کړې وې ترڅو دافغانستان اوکیمن ټاپوترمنځ دکرکټ سیالیوپایله مالومه شي، سره له دې چې یووخت دایقیني وه چې نورنوکومه معجزه بایدشوې وای ترڅودکیمن لوب ډلې سیالي ګټلې وای خوبیاهم ورستي اعلان ته تم شوم اوپه پای کې دافغان کرکټ لوب ډلې د بري نغاره وډنګېده ایله مې دآرامۍساواخیسته . زه ټولوهېوادوالوته هرچېري چې دي دزړه له کومې دي ددې بري مبارکي وایم اوداهیله لرم چې راځۍورونودکرکت له اتلانوڅخه یې زده کړواودسولې، پوهنې اوبیارغاونې دډګر
اتلان هم شو.
آمین یارب العالمین
ټولو هیوادوالوته ددی درنی بریا مبارکی وایم
مننه لر او بر! د لر او بر نه په مننه نه یواځی داچی ددی خبر زیری یی راکړ بلکه همیشه نوی خبرونه مونږته د ټولو نه مخکښی رارسوی او دکار په شروع کی د لراوبر د ویب پاڼی کتل زما لپاره همیش حتمی دی
بیا هم مننه !
ګرانو وروڼو او خویندو!
اوس وخت د خوشالۍ ندی صرف ورته دعا کوی ترځوزمونږ دا اتلان د 2011 نړیوال لوبو ته لارپیدا کړی.
یاالله زمونږ بیچاره ملت باندی ورحمیږی او زمونږ دا لوبغاړی کامیاب وګرزوی ترځو د خپل بري پواسطه زمونږ ملت به زخموباندی مرهم کیږدی.
ډیره زیاته مبارکی او په عین حال کی د لازیاتو بریاوو په هیله.
Thanks to Allah i do not know what to say and i can not find the owrds to express my happiness we did it we show them that we are afghan we can do i was really waiting for the result tell mid night we i recived message from my friend that Afghan team won i will pray that Afghan may allh success them in all felds at the end i will say Tall di we Afghanistan Sar lor di we Afghanan
Thanks to Allah i do not know what to say and i can not find the owrds to express my happiness we did it we show them that we are afghan we can do i was really waiting for the result tell mid night when i recived message from my friend that Afghan team won i will pray that Afghan may allh success them in all felds at the end i will say Tall di we Afghanistan Sar lor di we Afghanan
dranoo afghananaoo…
da larawbar web paani tooloo graanoo karkawoonkoo ta.
toolaoo ta de daa baray mobarak we taase yaqeen allah wakray che za hamdaa ooss khpal ihsaasaat nasham kantrool kawalay zamaa la tarafa de yaw zal biaa toolaoo afghananoo ta mobaarak we …….ebratullah basharmal nangarhaar pohantoon.
pa lomre sar ke za da de atalwali mobrake wa khpal walas ta wayam .tera shapa da de lobe pa ledo aw da afghan team pa baryaletob sara mata da khoashe zara raghla .tal de pashtana aw tal de afghan walas .
ټولو افغانانو ته دی دغه بری نیکمرغه وی. ریس احمدزی وایی چی حکومت مونږ سره هیڅ مرسته نه ده کړی، ریس صاحبه دولت دی روح الله نیکپا ډیر ښه پیژنی پښتانه څه پیژنی دغه رشوت خور دولت.
تول افغانستان ته د زره له کومی مبارکی وایم. او بیا دعا کوم چی خدای (ج) افغانستان او افغانان تل سرلوری لری. امین
زه هم پخپل وار دافغانستان د کرکت د سیالیو گتل د اففان کرکت تیم و اتولو اففانانو ته د زره له کومی مبارکی وایم او د لوی خدای نه دوی د نور بریو هیله کوم-
او همدارنگه د لوی خدای نه غوارم چه تول افغانانوته د علم و پوهی بریالیتوبونه هم په برخه کری –
زه د افغان كركټ ملي لوبډلي دبريا له امله ټولو هيوادوالو ته دزړه له تله مباركي وايم ، او هيله لرم چې دا ځوانان به په راتلونكي وخت هم دا وياړونه موږ ته راپه برخه كړي .
لراوبر افغانستان ته دي دكركټ لوبډلي بريا مبارك وي
خدائ دي زموږ د قام او خاوري هر وګړى د ژوند په هره هغه څانګه كې چي د قام او وطن په ګټه وي سرلوړى او بريالى لري
هغه ورځ لري نه ده چې افغان لوبډله له پاكستان څخه لوبه وګټي او د لوبو په نړۍ كې زما يوازينى ارمان پوره كړي
انشاءالله هم داسي به كيږي
مننه
ستاسو افغان ورور
بوريوال كاكړ
كوټه
سهېلي پښتونخوا
awal da har se na makhki da larawbar karkonko ta da sra da komi na salamoona wrandi ko biya da afghan mili lobdali da beryali tob mubaraki dar ko
دكركټ دلوبډلي دبرياليتوب له امله دغوريښتينو اوميړنيوافغانانو، دلراوبردپاڼي ټولوكاركونكو ته چې ډيرزريۍ داخبرخپوركړاو ټولوهيوادوالوته دزړه له كومي مباره كي وايم
هرافغان كه په افغاني غروراوپښتني همت كوم كارته په صداقت اوايمانداري ملاوتړي همداسې به په ټوله نړي كي سرلوړي او بريالي وه اوسۍ ،
زموږ اتلانوچې ټولوافغانانوته يې دخښې وياړراوړ خپله ميړانه اوافغانيت نړيوالوته څرګندكړ.
بيابيامباره كي درته وايم .ټولوافغانانوته مودونه خښې وركړه چې تراوسه يې نه ده ليدلي
تاسوبياهم بريالي ياست اوبريالي كيږئ څكه دخوږمنوزړنودعاو ي درسره دي داستاسو افغاني ميړانه اوپښتيني هوډ دي چې برياليتوب مودهرډول اساتنياوپرته ترلاسه كړ،
اولس ستاسو ترشاولاړدي خداي ستاسو ملګري دي تاسوبه تل بريالي ياست ،
موږ دولته نه لرو چارواكي نه لرو ،واكمن دډالروپه راټوله ولولګيادي تاسوته يۍ نه ده پام نورموږ هم ګيله نه ترينه كوو. له ملي سوداګرواوازادوافغانانوچې دغلامى كړي يې غاړي ته نه دي لويدلي هيله كو،
چې ددي ملي اتلانوملاتړوكړي اوهرډول يې ونازه وي
ستاسو دلابرياوو په هيله چې موږ اوټول اولس ته موداسې خوښي وركړه چې تاسويې هم تصور نه شې كولاي او چارواكو په ډئروډالرو ونه شواي كولاي دا الس خوښ كړي ،
first i salam to larawbar workers and then i congratulation to afghan national crecket team . we are very happy.
http://www.tolafghan.com/home/detail/12397
ډېرو ګرانو دوستانو، سلامونه او نېکې هيلې!
تر هرڅه دمخه تاسو
ټولوته په ارجنټاين کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اتلولۍ له امله
مبارکي وايم ، خو ورسره يوه هيله هم لرم :
تاسو ښه خبر يیء چې زموږ د کرکټ د
ملي لوبډلې پر وړاندې دا څو کاله له ډېرې بېغورۍ کاراخيستل کيږي او حتی د مېرې سلوک
ورسره کيږي ، نو راځیء چې د خپلو دغواتلانو وړ لمانځنه وکړو او د خپلوليکنو او
خپرونو له لارې د افغانستان پر دولت او نورو اړونده مؤسسو فشار راوړو چې نور خپل د
مېرې او بې غورۍ سلوک بدل کړي او له مادي او مانيز پلوه د کرکټ ددغو اتلانو ملاتړ
وکړي .
ګرانو افغانانو د دي ستر ویاړ مبارکي درته وایم
درنو……! ټول په دي ښه پوهیږو چي د کرکټ د لوبډلي سره د دومره
ویاړونو په راوړلو هر وخت دمور او میری سلوک شوی دې. دا به نه څیړو چي ولي د برونزو
د مډال لپاره د ولسمشر مرستیال راتلای شي او د کرکټ دویاړمني لوبډلي سره
دومره پیسي نه وي چي په هواېي ډګر کي د خپل سامان ټکس ورکړي.
وروڼو راځي نور له دي مړژوانده دولتي چارواکو نه لاس پریمینځو او
په خپله خپله لوبډله ونازوو.
که څوک کولای شي چي په مادیزه بڼه ېي ونازوي خو ډیره ښه ده که نه
دا خو په کابل کښي د میشتوکسانو تر وسه پوره ده چي د کابل
تر هواېي ډګره پوري ورته د هر کلي لپاره راشي او په معنوي بڼه ېي
ونازوي.
په پښتنه مینه او د افغان ملت لپاره په هر ډګر کي د ویاړونو په
تمه
هاهاها ډیییییییییر خوشاله سوم. او بل دا سومره ډییییر افغانان چی په خوشاله دی.په دی بیا ماته بل خوشالی وسوه.مننننننننه ده کرکټ شوقی نه یم.
هاهاها ډیییییییییر خوشاله سوم. او بل دا سومره ډییییر افغانان چی په خوشاله دی.په دی بیا ماته بل خوشالی وسوه.مننننننننه ده کرکټ شوقی نه یم.
سلامونه او نیکې هیلې! هې خلکو زه لکه لیونی له ډیرې خوشحالی خاندم زما مشتریان چې کله دکان ته راځي رانه پوښتنه کوي چې ولې خاندې او زه دوی ته په ډير ویاړ سره وایم چې موږ (افغانانو) د کریکټ لوبه وګټله او مو اتلان شووووووووووووووووووو ماشاالله چې اوس ځانونه نظر نکړو.
ګرانو پښتنو وروڼو ! موږ اوتاسې باید ددې ا تلانو ډیر تود هر کلی وکړو هم په میډیا کې او هم د ننه په ګران هیواد کې! ترڅو موږ (پښتانه) لکه دنورو لږکیو قومونه چې څه وخت مخکې له چین څخه که څه هم په خالي لاسونو راغلال یعنې د ریښتیا کومه اتلولي یې هم له ځانه سره رانوړله خو بیا هم د هیواد په کچه دمیډیا د ډیرو تبلیغاتو په وجه اتلان وګڼل شول او هم ملي سوداګرو او هم دولت حتی تر کرزي پورې ددوی درناوی وشو او هم په پریمانه نغدي مکافاتو ونازول شول!
نو ګرانو وروڼو او خویندوراځی چې موږ اوتاسې هم چپه خوله پاتې نشو او خپل حقه حقوق ددې وطن اصلي اتلانو اواصیلو وارثانو ته تر هغه له حکومت څخه وغواړو ترڅو چې مو نه وي ترلاسه کړي! آیا دا انصاف دی چې اصلي بچیانو د وطن ته د میرې د زامنوپه سترګه کتل کیږ ي او هغه چا ته چې ځان ته افغان هم نه وایي هغه ته بیسارۍ درناوی کیږي!
کرزی خان چې ځانته پښتون وایي یوه نمره او څو لکه افغانی ورکوي او یو بل پښتون سوداګر بیا کرولا موټر ورکوي او خپل شیعه ګان او ستمیان خو لا پریږده چې په میاشتو یې تصویرونه له ټي وي او میډیا څخه نه لرې کول او همدا شان څو ځلې ډیر په نغدي مکافاتو هم ونازول شول نوشې جان یې ددوی خبره همداسې مربیان لري! راشۍ زموږ پلورل شوي مشرانو ته چې پردیو ته له ځان تیر دی خو خپلو پښتونوته چې دی یې قدرت ته رسولۍ نه یوازې دا چې څه درناوی يې وکړي هان دا چې په وحشي ځناورو یې شهیدان کوي هم لکه دې همدې اتلانو یو اتل یې چې موده وړاندې په خوست کې شهید کړ!
بښنه غواړم موضوع رانه بلې خوا ته لاړه خو څه وکړم دا هم له ډیره درده .
نو که د الله رضا وه دا سختې شپې هم نور په خلاصیدو دي او له خیر سره که کوم ریښتینۍ او اصیل بچۍ ددې وطن واکمن شو نو زموږ او تاسې دا موجوده ستونځې به هم اوارې شي.
دهمداسې ورځو د راتلو په هیله!
په کلیواله پښتنه مینه
میرویس میرخیل
دتودو سلامونو په ډالی کولو سره دګران وطن د کرکیټ لوبغاړو ته د زړه له کومی مبارکی وایم او د لوی پروردګار نه ورته نوری کامیابي غواړم
مبارکی مبارکی مبارکی
دکرکټ ملی ټیم اوټولو افغانانوته دی مبارک وی دابریالیتوب خدای (ج) دی وکړی چه نوربریالیتوب ئی هم په برخه سی آمین . اوپه ۲۰۱۱ نړی وال کپ کی ښه وځلیږی
Make way for the champions. MAshallah
د کریکټ ملي لوبډلې په خپلې بریا سره د ډیرو کړاوونو او نهیلیو په منځ کې د افغانانو ملي غرور او د خوښۍ احساس راژوندی کړ. د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو په ژوند او روغتیا برکت شه.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې د کرکټ په فدراسیون او ملي ټیم کې، چې د افغانستان د سپورت د سر تاج ګرځیدلی، بې اتفاقۍ او ګډوډۍ رامنځ ته شوي. خدای دې وکړي چې دغه راپورونه درواغ وي ځکه چې همدارنفاق او شقاق دی چې افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه یې په هر ډګر کې وروسته پاتې کړي دي.
موږ د کرکټ د ملي لوبډلې د لا بریاوو په هیله یو او لاس په دعا یو ورته.
په درنښت
احمدزبیرژمن- کابل
دا افغانستان دكركت تيم اتلوي تول افغانانو ته ديره ديره مو با ركي وايم{ الله ج} دتل تر تلا كامياب او كامران لري او زه جناب حميد كرزي صاحب نه داسوال كوم سي له ميلي لوبدلي سره مالي مراسته وكي او افغان تاجران هم بايد ورسره مرسته وكري
مبارك مبارك مبارك او بيا مبارك {خدايه} شوكور ده سي موز ته دي داسي لوبغاري راكري
فودير درناوي سره خفل سلامونه او نيكي هيلي ده لر او بر فشتون قوم ته ورانديكوم او ده افغانستان ده كركت تيم ده كاميابي مباركي در ته وايم اوبل دا هيله لرم ده افغان ريس جمهور جناب حميدكرزي نه خواست كوم سي ده كركت ده اتلانوته فيكر وكري
زه ټولو افغانانو ته ددې بري مبارکي وایم او د افغانستان د تیلویزونی شبکو څخه هیله کوم چې دا لوبه نشر کړي ترڅو یی مونږ ووینو.
په درنښت
راځۍ چې لږ تر لږه خپله اتله لوبډله سبا سهار دسی شنبې په ورځ له هوایی ډګره تر لوبغالي په شور او زوګ بدرګه کړو. خپل ټول دوستان او ملګري خبر او هرو مرو یی له ځانو سره راولۍ .
زه مومين احمدزاي له كويت نه سلا مونه فه كرديزكي ورونه سهاركل اورحيم ته وايم زما تليفون لمبر دادي0096599273500 ولايت فكتيا والسوالى احمداباد كلي خواجرخيل
پوهېږئ چي ډېر لوى غم او لويه خوښي چي کله پر يو چا راسي، نو د خپلو احساساتو په
څرګندولو کي پاته راځي، او نه سي کولاى څنګه چي ښايي په هغه ډول خپل احساسات څرګند
کړي.
نن په ما هم همداسي چم سوى دى، کله چي مي واورېدل اسکېرلي افغان کرکيټ لوبغاړو د بې
شمېره ستونزو او ناځوانيو سره سره بيا هم په پرله پسې توګه د دريم ډوېژن اتلولي
خپله کړه او هيواد ته يې د اتلولۍ جام راوړ، ډېر خوښ سوم، او د ډېري خوښۍ له امله
مي له ملګرو سره يو ځاى سخت لاسونه وکړپول.
خو!!!
افسوس دا چي له جمهور رئېس څخه نيولې بيا بيرته تر جمهور رئېس پوري ددې واقعي
اتلانو په کيسه کي هيڅک نه سول او نه به هم سي. نور هم هڅه کېږي چي دا باهمته اتلان
پر خوله وغورځول سي او په وړاندي يې خنډونه وزېږول سي. د هيواد د شتمنو او ملي
سواداګرو احساس هم غلى دى، ځيني په شعوري توګه او ځيني هم په غير شعوري توګه نه
غواړي چي له دې قهرمانانو سره مرسته وکړي.
دا ولي؟؟؟
ددې ولي جواب تاسو ټولو لوستونکو ته بلکل څرګند دى، هغه دا چي دوى خواران
((پښتانه)) دي. خو که چيري دا باتوره زلميان (…) واى، نو بيا به تاسو ليدلي واى
چي ښه راغلي ته يې تر هوايي ميدان پوري څوک څوک ورتلل.
زه پوره ډاډ لرم چي ددې اتلانو په ستونزو، خنډونو، او دوسو چي د دښمنانو له خوا
ورته جوړېږي د هيواد جمهور رئېس تر بل هر چا ښه خبر دى، خو دا چي ولي يې په وړاندي
ګام نه پورته کوي تاسو خپله ښه پوهېږئ.
خير!
زه د يو افغان او پښتون په توګه د هيواد پر ټولو شتمنو او هغو کسانو چي څه يې په وس
وي، هغه که مالي وي او که معنوي، له دغو اتلانو سره دي مرسته وکړي، تشويق دي يې کي،
او پوره ملاتړ دي يې وکي، که چيري ددې کرکيټ لوبغاړو ستاينه وسي، د ستونزو له منځه
وړلو ته يې پام وسي، په وړاندي يې د اغلزانو او دښمنانو د دسيسو مخه ونيول سي، نو
ډاډه اووسئ چي په دوه زره يوولسم کال کي به د نړيوال جام په سياليو کي ولوبېږي، او
د ټولو افغانانو سر به د خداى ج په فضل او ددې زهره ترکي ولس د دوعا په برکت لوړ
کړي.
ژوندي او بريالي دي پښتانه کرکيټ لوبغاړي (اتلان)
ډیر دخوښی احساس کوم چی افغان ځوانانو وکولای شول چی په نړی کی دفغانستان بیرغ یوځل بیا لوړ کی او تولو افغانانو ته د زړه له کومی مبارکی وایم دتولو افغانانو څخه می هیله ده چی نوموړی اتلان ډیر تشویق کړی
دنوموړی اتلانو د نورو بریاوو په هیله
له سلامونوڅخه وروسته ټولو افغانانوته په خاصه توګه دكركيټ ملي لوبدلي ته ددي ستري بريامباركي وايم.
اوله لوي خداي له عظيم درباره څخه ورته نوري كاميابي غواړم چي د2011 كال په سيالوكي هم ګران افغانستان دسپورت په ډګركي دسيالانوسره سيال كړي اوخپلوګرانوافغانانووړونوڅخه احتراماداهيله لرم چي په خپل تودهركلي سره يي نورهم ونازوي اوهفواشخاصوچي ددي لوبډلي سره يي مخكي مرستي كړي وي نورهم دخبلومرستولمن ارته كړي چي دانازولي ځوانان نورهم تشويق سي.
په سپيڅلي كليواله مينه ،
ستاسوخادم سيداحمدله غم ځپلي كندهاره
First off all Salam to Larawbar Workers then Congratulation to every Afghan s to win of our national Crecket team . wish you best of the best our every Creketers .
دافغانيستان دكركت ملي لوبدلي ته دلوي خداي ج نوري كا ميابي ورته غوارم تولوافغانانو دي مبارك وي وسلام
To be honest I am really happy to see our Cricket team progress to wards achieving goal which is playing matches in 2011 world cup
i think it was the greatest day i ever had anyway HOPE FOR MORE VICTORIES and MUBARAK TO ALL AFGHAN.
congerculation to All.
Thanks
All Afghan are very keen to watch their cricket heroes video if possible please send the address where we can find the video or CD cassettes in bazaar
د مبارکې پيغام !
د افغانستان د ملي ګوند
فعالين په ارجنټاين کې د افغان کرکټ لو بډلي اتلولي ټولو افغانانو ته
مبارکي واېی .
افغانان که د خپلي خاوری په دفاع کښې ميړني دي دوی
په نورو برخو کښي هم تر نورو کم ندي .
موږ پر هغه چا وياړو چي د خپل ګران هېواد د سرلوړی لپاره داسی سر
ښيندنی کوي .
افغان کرکټ لوبه کوونکو په لوږه او خالي ګيډه وکولای
شوه چې په ډير کم وخت کښې د نړی اتلولي تر لاسه کړي . اما په تاسف چې افغان
واکداران د افغان ځوان نسل د سالمی روزنی په برخه کښې لکه فوتبال،
واليبال ، کرکټ، اونورو سپورتي فعاليتونو کښې لازمه حتی سړی ويلاي چي هيڅ توجو نه
کوي .
موږ يو ځل بيا له افغان واکدارانو څخه غوښتنه کوو چي د
افغان ځوان نسل سره په دی او نورو برخو کښې لازمی توجو وکړي . ځکه په
تشو نسو او لوږه هيڅ کار مخته نه ځي .
سرلوړی او بيالي دوي افغانستان
هيلمند اغا د ملي ګوند مينوال
Nasib143@hotmail.com
مالمو
سويډن ۱۳۸۷ دسلواغی ۱۴
په درناوی
د افغانستان ملی گوند – مالمو سویډن
زه دی ګران افغانستان دیغو بادرو اوغیرتی لوبغاړو ته دی زړه له کومی کابل ته دی راتګ هرکلی کوم او له الله ج داسوال کوم چی تل ترتله کامیاب اوکامرانه اوسی : ژوندي دی وی افغان قوم ژوندي دی وۍ: نورزمنګل: هستی ګل عابد: حمید حسن : اصغرجان: احمدشاه جان :ریس احمدزې: سمیع الله شینواری: شفیق الله شفق: کریم صاد ق : دولت احمدزې: محمدنبی عیسی خیل : او دنورو کامیابیو په هیله
aslamu alikum grano hewad walo de pepsi icc bari mu mubrak sha
de Allah pak sakha ahmisha de gran watan afghanistan sar lowri ao kamyabi ghuram
hamisha shad ao abad wosi ameen
ښاغلی عبدالله احسان سلام زما لیکنی کوم چي د بریښنالیک له لاری در استوم په خواشینی سره د خپراوی فرصت نه مومی خکه نو اړیم چي د تبصرو د اسانتیاو په استفادی خپلی لیکني د خپرولو په موخه در واستوم هیله لرم چي زما مطالب د لر اوبر وبپانی په مناسب خای کي خپري کړی.. له بلی خوا زما په نامه خیني تبصري خپږي چي زه اکثراً پری نه خبر یږم . د وضاحت په صورت کي انشاالله چي دکومی تیروتنی لامل ونه گرخي. په درنښت
Afghan Cricket a Great Story of Determination and Pride
I have been following the journey of Afghan cricketers into ICC like hundreds thousands of my people from the beginning, and therefore, it gives me immense pleasure to see them at this stage today. Afghan cricket does the unthinkable. Afghanistan started playing in the lowest of the divisions and started beating sides like Japan, China, Singapore…moved on to beating Fiji, Malaysia, Bahrain, Nepal and then on to beating Hong Kong, PNG, Argentina and Cayman Islands. What is truly outstanding in the performance Afghan national Cricket Team is the fact that they did all this in a matter of just more than a year. They started playing ICC tournaments and started practicing in Pakistan, and then on nothing stopped them It was just a couple of years back, that they did not even had a ground to practice on due to the war. Also one of the players was killed very recently in a US air raid in Khost province..
Unfortunately there are a lot of complaints, not only about the lack of funding, facilities and care for the heroes of Afghan cricket but intentional negligence, yet, they proved that you can never overlook the ‘determination’ angle. In spite of all the negligence they have played extraordinarily very well over the past two years or so. It is unbelievable to see from the chaos and turmoil a bunch of young people keen on playing a sport that led Afghans to a place where they can support their team bearing its flag and be proud.
Nevertheless, every one is going to enjoy watching Afghanistan in South Africa in a couple of months. it is about bringing people together and hopefully this will unite a nation