افغانستان دکرکټ د دريم پړاو اتلولي وګټلــــــه ! د افغان کرکټ ملي لوبغاړو انځوريز البم افغانستان دکرکټ د دريم پړاو اتلولي وګټلــــــه ! افغان کرکټ ملي لوبډله د دريم ډويژن سياليو وروستي جزيات او وېډيو د افغانستان د ملي کرکيټ لوبډلي او کپټان نوروز منګل ته د ستر بري په وياړ!
افغانستان هانګ کانګ ته ماتي ورکړه – بشير ګواښ – امريکا
افغانستان د کرکټ د دريم ډويژن د سياليو په لړ کې په خپله دوهمه لوبه کې هانګ کانګ ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.
هانګ کانګ پچه وګټله او افغانستان ته يې د بيټنګ کولو وويل.افغانستان لوبه ډيره ښه پيل کړه خو ټول لوبغاړي يې د ۲۰۱ منډو په جوړولو سره اوټ شول . د افغانستان له خوا محمد نبي ۴۰، کريم ۳۶ او نورزو منګل ۳۵ منډې جوړې کړي.
د هانګ کانګ عرفان احمد او لمسام ۳،۳ تنه اوټ کړل.
د افغانستان د ۲۰۱ په ځواب کې هانګ کانګ خپله لوبه ډيره خرابه پېل کړه او داسې معلوميده چې افغانستان به ډير زر دا لوبه وګټي خو د هانګ کانګ اتم نمبر لوبغاړي، منير احمد لوبه راټينګه کړه او د محمد نبي به دريوو مسلسلو بالونو يې د دريو سيکسو په وهلو سره ۱۸ منډې جوړې کړي او په دې ترتيب يې د افغانستان انديښنې زياتي کړي خو نوموړی د سميع الله شينواري له خوا په ۴۹ منډو اوټ شو.
د هانګ کانګ آخري لوبغاړي، نديم احمد هم ډيره ښه لوبه وکړه او په تلسو بالونو يې ۲۷ منډې جوړي کړي چې پکې د سميع الله شينواري په دريوو مسلسلو بالونو دولس منډې هم شاملي وي. نوموړی د محمد نبي له خوا وسوځول شو او په دې توګه هانګ کانګ ۱۸۸ منډې جوړې کړي او افغانستان لوبه په ۱۳ منډو وګټله.
د افغانستان له لوري هستي ګل، ميرويس او محمد نبي دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل. محمد نبي د ۴۰ منډو کولو او دوو لوبغاړو د اوټ کولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د يوګانډا څخه په ۱۴ منډو ماتې خوړلي وه. افغانستان دا مهال دوه پواينټونه لري او درې لوبې يې پاتې دي. دوی به خپلې راتلونکې لوبې د سه شنبې په ورځ د ارجنټينا، د چار شنبې په ورځ د پاپوا نيو ګيانا او د جمعې په ورځ د کيمن آيلنډ سره کوي.
دا مهال د ټولو لوبډلو پواينټونه په لاندې ډول دي.
لوبډله کړي لوبې ګټلې بايللي پواينټونه
يوګانډا ۲ ۲ ۰ ۴
پاپوانيو ګيانا ۲ ۲ ۰ ۴
هانګ کانګ ۲ ۱ ۱ ۲
افغانستان ۲ ۱ ۱ ۲
ارجنټينا ۲ ۰ ۲ ۰
کيمن آيلنډ ۲ ۰ ۲ ۰
ټولو افغانانو ته دې نېک او مبارک وي.په هر ډګر کې دې افغانان بریالي اوسي چې سترګي مو پرې لوړې وي. او ډېره مننه د بشير ګواښ او نورو ملګرو څخه چې موږ ته يې د کرېکټ ښکلي راپورنه راکړل،
د نورو بریاو په هیله…
له هرڅه مخکې ددې ویاړمن بری له امله ټولو افغانانو ته د زړه له کومې مبارکۍ وړاندي کوم او له الله تعالی څخه هیله من یم چې افغانان تل همداسی بریالي او سرلوړی ولری، ددې ښه خبر په لیدلو زه خپل احساسات نسم قابو کولای او د خوښۍ له امله مې په سترګو کې اوښکې راغلې او د لوی الله په زرګونو ځله شکر ادا کوم چې افغانانو ته یې دا ویاړ ور په برخه کړ. له افغان چارواکو او عامو افغانانو څخه غواړم چې خپل پیاوړی لوبغاړي تشویق کړی او پراخ ملاتړ یې وکړي، افغانانو د خدای دربار ته لاس پورته او ووایاست چې خداي دې افغانستان پدې پړاو کې هم بریالی راوباسي (امین) ثم امین
درنو افغانانو ددی ستر بریالیتوب مبارکی درته وایو اوله لوی څښتن څخه مو تل سرلوړی اوبریالی غوړم . خو دیو خواخوږی ورور په حیث درته داسلامی اصولو او افغانی دودونوددرناوی اوعملی کولو غوښتونکی یم.
په درناوې
سلامونه:
گرانو افغانانو بل بری مو هم مبارک شه، د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې نه د زړه که کومې مننه چې تل موږ ته ویاړ او سر لوړ راباښی او په خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو سره د افغانستان نوم په نړۍ کې اوچتوي، خدای دې وکړي چې مونږ تل سرلوړی اووسو.
د کرکټ د ملي لوبډلې ګرانو او تنکیو ځوانانو دافغانستان د دردېدلی او کړېدلی ملت دعاګانې او نیکې هیلې له تاسو سره مل دی، تل په میدان کې په افغاني جوش او جذبې سره لوبه او مقابله وکړی او خپل هېواد او ملت ته بیا بیا ویاړونه راوبښی.
په اخره کې له خپل خوږ او پخواني ملګري ګران او قدرمن بشیر ګواښ صیب نه نړۍ، نړۍ مننه کوم چې داسې زیزې راکوي.
افغان لوبغاړوافرين سل افرينونه اوپرهمت موافرين اواستعدادموافرين .
الله تعالي له دربارته په زرګونوواري شکرونه کواوداچې بيادافغانستان بيرغ پدغوسياليوکې اوچت سوی دی .
له خپلوټولوهيوادوالوڅخه هيله کوم چې دخپلولوبغاړودبرياليتوب لپاره دالله تعالی دربارته ددوعالاسونه پورته کړي .
هوريشتياله خپلولوبغاړوڅخه هم هيله کوم چې له هرلمانځه څخه وروسته دوه دوه رکعته نفل لمونځونه کوي اودخپل ټول ملت دوعادرسره ده انشالله برياليتوب به موپه برخه وي .
ولا تیره شپه تر دووه بجو پورې دلوبو نتایجو ته ویښ ناست وم چې افغانستان له هانګ کانګ سره اړم تمبه و، خو چې کله افغانستان وګټله نو ایله خوب راغې او ویده شوم.
Salaam zama da tulo watan waluta khuda de wakre che ka bol oyu man zure kre za dar ,,,,,,,,,,,
tolo afghnano ta da aw deer da afghanistan lobgaro ta mobarakee waim aw khoday de wakree che da 2011 world kaf ke sherek she wasalam
tolo afghnano ta da aw deer da afghanistan lobgaro ta mobarakee waim aw khoday de wakree che da 2011 world kaf ke sherek she wasalam
اې د افغان اتلو بچيانو !!! آفرين سه پر تاسو ، آفرين ، صد آفرين او بيا هم آفرين . . .
تاسو چي دې سفر ته تلاست د کابل هوايي ډګر ته په لاره کي د درناوي پر ځای د ستونزو سره مخامخ سواست ، تاسو بدرګې ، ستايلو او خوشاله لېږلو پر ځای په پښو تر هوايي ډګره تلو ته اړ ايستل سواست ، خدای خبر چي تاسو به په نس ماړه ياست کنه ، خدای خبر ستاسو اولادونه به ستاسو تر بيرته راتګ پوري پوره خواړه او د اړتيا وړ توکي لري کنه ، خو تاسو دا هر څه تر شا پرېښودل او د افغانستان د نوم اوچتولو د پاره د اتلوليو ډګر ته ووتلاست ، آفرين سه پر تاسو ، صد آفرين .
د رحيم ګل غوندي په سلهاو زرو مينه وال مو تر نېمي شپې وروسته هم ستاسو د برياليتوب په تمه لاس په دعا د خدای دربار ته ناست وو ، تاسو د ولس په زړونو کي ځای لرئ ، خدای له تاسو سره دی او ولس له تاسو سره دئ ، خير که افغان دولت ستاسو سره هغه څه نه کوي کوم چي د غير پښتنو لوبغاړو سره يې کوي ، ستاسو د برياليتوب راز ستاسو په پاک نيت او ولسي ملاتړ کي نغښتی دی ، برئ مو مبارک او دا مو وروستئ برئ مه سه !!!
ohhhh my great afghan player thanks afghan cricket players this is the great nation we well be the champion soon inshaallah.allah bless you
ALLAH di noor hom taofiq darkri ai di gran afghan bachiano kameyab aosi hamesha di para wasalam…manana
*
Fantastic, keep it up, and shin the name of our great nation, God bless all of us
Afghan For Life!!!!!! we hope afghans are going to win all 3 remaning match to qualify to next nround….pray for afghan cricket team plzzzzzzzzzzz!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
*
*
*
ټولو افغانانو ته دی دغه بری نیکمرغه وی. ریس احمدزی وایی چی حکومت مونږ سره هیڅ مرسته نه ده کړی، ریس صاحبه دولت دی روح الله نیکپا ډیر ښه پیژنی پښتانه څه پیژنی دغه رشوت خور دولت .
*
*
*
*
*