کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اسرائيل سوله نه غواړي

اسرائيل سوله نه غواړي

ليکنه : پيټرک سيل
ژباړه : عبدالقدير (( صديقي مياخېل ))
سرچينه : Urdupoint.com


 


 اسرائيل لکه خنجر د منځني ختيځ په سينه کې ښخ دى ، د صهيونستي مشرتابه  پاڅون  راهېسې امريکا او ډېر نورو غربي هېوادونو د اسرائيلو پلوي کړې ده ، نو له همدې امله  اسرائيل عربي سيمې تر پښولاندې کړي .
 د منځني ختيځ ټول عربي هېوادونه په سيمه کې امن رامنځته کېدو ته تيار دي او وايي چې اسرائيل بايد د ازاد فلسطين اداره ورته تسليم کړي او ټولې قبضه کړې سيمې بېرته ورته پرېږدي او اسراييل دې خپل  ١٩٦٧ زېږديز کال موقعيت ته په شا لاړ شي ، خو تر اوسه پورې اسرائيل د دې وړانديز مثبت ځواب ندى ورکړى .
نو اوس وګورو چې د امريکا نوى ټاکل شوې حکومت به په منځني ختيځ کې د امن راوستو لپاره اسرائيل دې ته راضي کړي او که نه ؟ځکه په دې سيمه کې نا امني په ټوله نړۍ اغېز کوي .
په منځني ختيځ کې د روانو حالاتو څخه دا جوتيږي چې ټول عربي هېوادونه په سيمه کې امن غواړي خو اسرائيل دې ته تيار ندى .
په ٢٠٠٢ زېږديز کال عربي هېوادونو په سيمه کې د امن تګلاره جوړه  کړه ، ددې تګلارې  له مخې  د عربي ټولنې ٢٢ عربي غړي هېوادونه په سيمه کې د امن ټينګښت لپاره په دې شرط چمتو دي چې اسراييل دې د خپل ١٩٦٧ کال پولو پورې محدود شي چې دا تګلاره  اوس هم شته خو د اسرائيل تر شا يو شمېر زورور لاسونه اوس هم د مذهبي موخو يا قومي سلامتي  تر نامه لاندې د اسراييل په سرحدونو کې پراخوالى غواړي .
اوس د دې مسئلې پر سر په خپله اسرائيل کې هم ډېرې ستونزې را ولاړې شوي ، د اسراييل سخت دريځې  مذهبي ډلې  په ختيځ يروشلم ، لويديځې څنډې ، د کولان په غرونو او د لبنان په يوشمېر سرحدي سيمو کې د اسراييلي بريدونو کلک مخالف دي.
 اوس د امريکا او اسراييل لپاره حالات په بدلېدو دي ؛ ځکه، د حزب الله او حماس په څېر مخالفې ډلې اوس ډېرې ځواکمنې شوي ، په ٢٠٠٦  زېږديز کال د حزب الله ډلې په لبنان کې د اسراييلو پوځونو پروړاندې کلک و جنګېدل او هغوى يې بېرته په شا تللو ته  اړ کړي و او همدا راز د حماس ډلې اسرائيل يې سولې يا جنګ بندۍ ته اړ  کړي وو.
دا بېله خبر ده چې د غزې کلابندي فلسطينيانو ته ډېره ګرانه تمامېږي اوس د اسراييل په هغه ادعا کې څه ندي پاتې چې ويل يې د حماس له ډلې سره خبرې اترې به ونکړي ځکه ، حماس  صهيوني مشرتابه ته نه تسليمېږي .
څه موده وړاندې اسماعيل هانيه ( د حماس د ډلې يو مشر) اعلان کړې وو چې د هغه حکومت د ١٩٦٧ کال د وخت پولو پورې تړلې  فلسطيني حکومت په هغه شرط مني چې اسراييل فلسطيني حقوقو  ته احترام وکړي .
د حزب الله او حماس پرته اسراييل د ايران له مخالفتونو سره هم مخ دى ، د ٧ کروړه وګړو په درلودونکى ايران  فلسطين ته ترټولو لويه  هيله ده ،د سپټمبرد يوولسمې نېټې، له پېښې وروسته اسراييل او دهغه ملګري هېوادونو وار وار په امريکا زور اچولې چې هغه په عراق بريد وکړي، خو عراق باندې د بريد پايلو څخه هيلې بالکل برعکس ثابت شوي.
 له دې پرته په سيمه کې د سعودي عربستان او خليجي رياستونو را منځته کېدل هم د اسراييل په سټراټيژيک ماحول اغېزه کړې .
د دې ټولو موضوعاتو په پام کې لرلو سره اوس نړيوال په يو نظر دي او وايي چې اسراييل بايد له عربي سيمو څخه خپل پوځونه وباسي او اسراييل ته ښايي چې له ټولې عربي نړۍ سره ښې اړيکې وساتي .
له منځني ختيځ سره د امريکا هم ځينې ګټې تړلي او په اوس وخت کې يواځې امريکا اسراييل ته د دې قناعت ورکولاى شي چې اوس د سولې وخت دى او همدا امريکا ده چې د اسراييل د ساتنې ضمانت هم ورکولاى شي .
په منځني ختيځ کې د سولې ټينګښت اوس په اوباما پورې تړلى؛ ځکه ، هغه ته معلومه ده چې هغه بايد څه وکړي ؟ اوس هيله دا ده چې آيا امريکا د اسراييل د ډار لرې کولو تر څنګ د اسراييل توسعه غوښتونکيو موخو ته د پاى ټکي اېښودو کې کاميابېداى شي او که نه ؟ د دې موخې لپاره هغه بايد د اسراييل د راتلونکي کال په ټولټاکنو کې مداخله وکړي ؛ ځکه ، د امريکا په پوره ملاتړ د اسراييل سوله غوښتونکي کولاى شي چې سخت دريځو صهيونستانو ته ماتې ورکړي .
اوباما بايد ژر تر ژره د ولسمشرۍ فن ياد او داسې نړۍ ته ګام کېږدي چې په هغه کې د قدرت مرکزونه له يو څخه زيات دي ، خو په منځني ختيځ کې امن به د اوباما تر ټولو ستره بريا وي .

تبصره نسته