په دي ورستيو ورځو كې يو ځل بيا هم يوې نړيوالې ورځپاڼي په نامه د سندى تايمز په يو لړ بې اساسه ، له حقيقت څخه لرې ليكنه او پروپاګندونو لاس پورې كړى دى .غواړي چې په خپلو دغو بې بنياده ليكنو او مقالو سره د افغان ولس دښمنان او د دولت مخالفي ډلي د نړيوالو پر وړاندې ځواكمني وښيي چې ګويا طالبان په افغانستان كې يوه ځواكمنه ډله ده او عام خلك له حكومت څخه طالبانو ته ترجيح وركوي او د كابل شاوخوا ولايتونو كې مركزى حكومت پوره واك نلري او په عوض كې يې د طالبانو واكمنۍ ټينګيږي او د ځايي خلكو ملاتړ تر لاسه كوي.
هوكې قدرمنو هيوادوالو:
دا چې د سندى تايمز ورځپاڼي دغه بې اساسه وينا تر كوم حده پورې زمونږ ځوريدلي ولس ته د منلو وړ ده او كه نه. نو دا يو واضيح او روښانه حقيقت ده چې دغه د پرديو په لاس روزل شوي ډلي نور زمونږ د مظلوم ولس له ملاتړ څخه بې برخي دي ، د دوي له اصلي څيرو څخه اوس پرده لرې شوي ده او دا ټول افغان ولس ته په ډاګه شوى ده چې دوي د طالب او اسلام تر نامه لاندې د پرديو بيا په ځانګړى توګه د پاكستان د ترهګر او تروريست سازمان اى اس اى شوم او غير انساني اهداف زمونږ د هيواد او خلكو پر وړاندې پلې كوي.دا چې سندى تايمز ورځپاڼي د دغې ليكنې ليكوال نير روسين ښودلى ده چې نوموړۍ كس څو ورځي د مخه د طالبانو د يو تن قو ماندان په بلنه او دوه تنو نورو په لارښوونه د غزنى ولايت ځينو سيموته د يوه غله او ړوند په څير بوول شوى وو تر څو د دوي د كار او فعاليت په اړه معلومات تر لاسه كړي او له حقيقت څخه لرې او بې اساسه ليكنه باندې لاس پورې كړي تر څو د طالبانو كړو وړو ته يوه غښتلى بڼه وركړي.
دا چې د نيرروسين په شان يو بهرنى او نابلد كس چې تش په نامه د يوه خبريال او ليكوال په بڼه چې د يوې سيمې په اړه هيڅ معلومات و نلري چې دا كوم ځاى ده ، زه چيرته يم، نو داسي يو كس به څنګه د افغانستان د يوه ولايت او سيمي په اړه يو له واقعيتونو څخه ډګ رپوټ برابر كړي.
دا چې دغه نوموړى خبريال د دوه تنه طالبانو لخوا د غزنى ولايت يوه كلى ته بوول شوى او د غلو پشان د شپى لخوا د همغه كلى چاپيره ګرځول شوى او دا يې ورته په ډاګه كړى چې ګويا مونږ د غزنى ولايت په ټولو سيمو كې واګ لرو او دلته مركزى دولت شتون نلري. خو دغه بهرنى خبريال پرته له دي چې د غزنى ولايت له كومې ولسوالى او يا هم له كوم مشخص كلى څخه په خپله ليكنه كې يادونه كړى واي چې د نوموړى ولايت دغه ولسوالى يا كلى د طالبانو په لاس كې ده او هلته دولتى ځواګونه شتون نلري. په دغه راز يوه بې اساسه او له حقيقت څخه لرې ليكنه لاس پورې كړى ده، تر څو طالبان په افغانستان كې يوه ځواګمنه ډله د نړيوالو پر وړاندې څرګنده كړي.
سندى تايمز ورځپاڼه او هغه ته ورته نورې ورځپاڼي كه څومره هم د دغو تروريستو او ترهګرو ډلو په ملاتړ په پروپاګندونو لاس پورې كړي،يا هم د دغو تروريستو او ترهګرو كړنو باندې په دغه راز بې اساسه او بې بنياده ويناوو سره پرده وغوړوي. نو دا به د دوي لويه تيروتنه وي، يوازى او يوازى به يې خپل ځان او دغو ترهګرو ډلو ته قناعت وركړى وي ، دا ځكه چې طالبان هغه څه چې زمونږ د مظلوم او بې دفاع ولس پر وړاندې په دې ورستيو كې تر سره كړى او يا يې هم تر سره كوي د انسانيت او اسلاميت له چوكات څخه وتلى يو عمل ده. چې افغان ولس به د طالبانو دغه راز عملكردونه هيڅ كله هم له ياده ونه باسي او تل د دوي له دغه راز كړنو څخه كركه لري ، نه غواړي چې د پرديو لاس پوڅو تر بيرغ لاندې ژوند وكړي دا خو لا پريږده چې له دغو ترهګرو او دهشتګرو ډلو څخه ملاتړ وكړي.
بله دا چې طالبان څومره ځواكمن دي دا خبره هم افغان و لس او ټولې نړۍ ته د آئيني په شان روښانه ده چې طالبان تر اوسه پورې په افغانستان كې يوه څرګنده ليكه او كرښه نلري او تل زيار باسي چې د غلو په شان په غلجګيو بريدونو او په لويو لارو كې د بې ګناه خلكو په وژنه لاس پورې كړي تر څو د عامو خلكو په زړونو كې ويره او وحشت رامنځ ته كړي. همدا رنګه دوي تل د پاكستان د پوځ او استخباراتي سازمان اى اس اى په لارښوونه او ملاتړ سره افغانستان كې ترهګريز او تروريستي اعمال تر سره كوي .
پاى كې له ټولو نړيوالو ورځپاڼو په تيره بيا د سندى تايمز ورځپاڼي څخه په كلكه غواړو چې له خپلو مقدسو ډنډو څخه ناوړه ګټه پورته نكړي او د دغه راز بې اساسه او بې بنسټه ليكنو او مقالو له خپرولو څخه ډډه وكړي ، خپل مطبوعاتي رسالت په پام كې ونيسي او همدا رنګه په خپلو ليكنو كې ريښتيني اوسي او په حقايقو باندې بايد سترګي پټي نشي ځكه چې افغان ولس نور نه غواړي چې د پرديو اجنبيانو بادارى ومني او تل به د دوي پر وړاندې له خپل دولت سره اوږه په اوږه ودريږي او خپلې مبارزي ته به دوام وركړي.
په درنښټ :
عبدالحلېم حلېم توخې(قلات ښار لالېانو
کلې)
مافېاګانې
دنوې بدلون سره ېولړ نوې ناوړې پدېدو زموږ وټولنې ته
سراېت وکړ چې دې ته مافېاګانې وېل کېږې . بډې ، سپارش (دشناخت ېا قرابت واسطه) توپک
سالارې ، او چوکې سالارې ېعنې له دولتې درېځ نه ناوړه استفاده کول ، دا خبرې اوس
دومره عامې شولې چې خلکو ته تقرېبا بدې نه ښکارې بلکه ېو فېشن او مجبورې ګرځدلې دې
. مافېاېې شکل ېې ځکه دې چې پدې ناوړه عملونو کښې د کښتې پاېې له پېاده او عسکر نه
نېولې تر وزارت او صدارتې محل پورې لوېه کړې پکښې ښکېل وې او هم دا د شخصې جرم او
مافېاېې جرم توپېر دې .
نن صبا په پښتنې ولاېتونو په ځانګړې ډول په زابل کښې درې
لوېو مافېا ګانو وجود موندلې دې .
لومړې ، ټېکدار مافېا (اېن جې
اوز)
دوهم طالب مافېا (سړې تښتونه )
درېم ، سېاسې مافېا (توپک
سالارې)
په ټېکدارانو کښې هغه اشخاص تر ټولو وړاندې دې چې په تېرو وختونو کښې ېې
په سېمه اېز سېاست او قومې درېځونو کښې هېڅ حېثېت نه درلود هغه دچا خبره څوک ېې له
نوم سره هم نوو اشنا ولې ددې دولت او امرېکاېې عسکرو په راتګ سره ددوې بخت غوړېدلې
دې او نن دخپل مالې پوزېشن نه په استفادې سره پر دولتې ادارو او نورو سرګرمېو
اثراندازه دې او خپل ناولې فکر ورباندې تپې .
دوهمه ډله دهغو سېاسې اشخاصو ده چې
په تېرو وختونو کښې ېې د حکومت ټولې ادارې لوټلې دې او شخصې داراېانې ېې تشکېل کړې
دې او اوس هم ددوې دسېاسې هڅو محور خپلې شخصې ګټې دې چې ددې لپاره دوې دخپلو سېاسې
وفادارېو له پلورلو هم مخه نه اړوې . لدې سره ېو عام تاثر په ټولنه کښې دا راپېدا
شوې دې چې دولتې املاک او داراېانې مال غنېمت ګڼل کېږې او دا هېڅ عار او پېغور نه
شمېرل کېږې چې ېو سړې د دولتې ادارو څخه د اختلاس له لارې درغلې وکړې بلکې دا ېوه
کارنامه بلل کېږې . پدې کار کښې دتېرو ټوپکسالاران ترڅنګ ېو شمېر تش په نامه کلتورې
کړې او نېمه خوانده ادبپالان هم ککړ دې .
درېمه لوېه او غښتلې مافېا طالب مافېا
ده چې اوس ېې دترور او زورونې شرمناکې کړنې د اسلام او امارت په نوم پېل کړې دې او
خپل رزق د نورو په جېبونو کښې لټوې .
دوې زېاتره په هغو خلکو پسې ګرزې چې د ثروت
څېښتنان او ېا ټېکداران وې او بېا ېې د جاسوس په نامه دېوې هفتې له اذېت او اختطاف
وروسته پر مرې چاړه ورکښېږدې او په سختې ورنه دلکونو افغانېو د تاوان غوښتنه وکړې
او دنه ورکولو په صورت کښې ورته دسختو عواقبو سره دمخامخ کېدلو وارننګ ورکړې
.
ېواځې دقلات په ښار کښې ددې پېښو دومره واقعات وشول چې ېو کتاب ترې جوړېدلاې
شې .
اوس چې ټولټاکنې دراتللو په حال کښې دې عام اولس نه پوهېږې چې ددې اغېزې به
ددوې پر روزمره ژوند څه وې ، دا به دوې ته په رشتېا نوې زېرې راوړې او که به
دبلې نوې مافېا له چور او تالان سره مخامخ شې .
نن هرڅه تر قانون هاخوا ته کېږې
هغه که دامرېکانو چاپې او بمبارې دې چې هر سړې ېې هره شپه انتظار باسې او که د
دولتې ادارو بې کفاېته او غله مامورېن دې چې دخلکو پر عزت نفس او مال باندې صرفه
کول دځان بېعزتې ګڼې .
هېله ده چې اوس هغه وخت راشې چې دخارېجې قواوو په ګډون
ټول دولتې اورګان او په دوهم قدم کښې عام اولس قانون او اصولو ته غاړه کښېږدې او
حدود مراعت کړې ، کنه د ملې او ولاېتې شوراګانو جوړښت بېله څو فاسدو اشخاصوته له
شخصې ګټې رسونې پرته بله هېڅ ګټه نلرې او عام اولس لدې لارې نه دخېر اومېد نشې
کولاې او په دې سېاسې بازېو کښې خپل وخت تېرول
Mr. Naweed, you are completely wrong in your critic of Sunday Times. It is important to understand that Afghanistan is still a failed state, and it has many challenges to go through. It is true that Talibans are infiltrated by Pakistani agents, but overall Afghans are not confident in the current administration. In order to gain the trust of Afghans, the current administration must show responsibility, transparancy, and integrity. It is true that ordinary people are not with the Talibans, but unfortunately the government does not have any control over them. Imagine that a goverment official cannot even dare to travel outside of Kabul without escort. Another thing to remember is that people like Dostum, Babajan, Zia, Anwari, Khalili, and those other crooks will never bring any stability to the Afghan goverment. If you have these thugs as your cadre in the government, then imagine what kind of governance will there be. I have no idea when Mr. Karzai will turnaround his governance, and create a better team. If this is going to continue, then see even more people to join the unsatisfied groups in the near future.
The single biggest with Afghanistan is not Karzai's weakness only in the face of strong warlords and the ensuing failure for infrastructure to be repaired or introduced, but it was the compromise of a legitimate process of the UN both by government’s failure to follow through in Afghanistan in all sorts of ways and by the element of revenge that saw human rights' abuses exercised through warlords (remember Dostum, Rabani Mohaqiq, Karim Khalili, Qanoni, Sayiaf, Zia Massoud and brothers). There was a huge failing in allowing the writ of administration and security run in Kabul and the rest of the country far too many years – by the aforementioned warlords to consolidate regional power and for the Taliban to regroup who have also now lost all semblance of morality by targeting ordinary Pashton men and women. All I can think about is the promise that the women of Afghanistan would be allowed to receive education and jobs and the betrayal of that promise.
I agree with Mr. Lemar on this subjec. the single biggest poblem with Afghanistan is not Karzai's Iweakness only in the face of strong warlords and the ensuing failure for infrastructure to be repaired or introduced, but it was the compromise of a legitimate process of the UN both by government’s failure to follow through in Afghanistan in all sorts of ways and by the element of revenge that saw human rights' abuses exercised by the Big Shots such as Dostum, Rabani Mohaqiq, Karim Khalili, Qanoni, Sayiaf, Zia Massoud and brothers). There was a huge failing in allowing the writ of administration and security run in Kabul and the rest of the country far too many years – by the aforementioned warlords to consolidate regional power and for the Taliban to regroup who have also now lost all semblance of morality by targeting ordinary Pashton men and women. All I can think about is the promise that the women of Afghanistan would be allowed to receive education and jobs and the betrayal of that promise.
*
*
*
*
Sonny,
I am still thinking whether this name is a human name or you are an animal. It looks that your father and grand fathers were Muslim but it so unfortunate that you are one of the HARAMI that lost your nation and religion. It is shame that you give very bad reputation to the name of Amanullah Khan. He was not such stupid and HARAMI like you.
People like you have no space in the country like Afghanistan which has a strong and famous name in the world But people like you give dirt and dust to this clean country.
Please ask your mother if she is alive that where has she stolen you from.
Feroz
*
sonny_shamul
د سوني په نوم ددې تبصرې ليکونکي ته د لراوبر يادونه :
هغه څوک چي خپل نارينه توب او ښځيتوب نه سي څرګندولای هيڅکله نه سي کولای د نورو
خلکو سره مرسته او همکاري وکړي ، ستا نه نوم د افغان دی ، نه دي د وينا ډول او نه د
وينا محتوا د يوه افغان ، پښتون يا مسلمان غوندي ښکاري .
دا چي لراوبر ويبپاڼي دوه ورځي تاته چانس درکړ او تا له دې چانس څخه ناوړه ګټه
پورته کړه ددې معنا نه لري چي لراوبر ګواکي يوه بې بندوباره ويبپاڼه ده ، اسلام ،
افغاني ارزښتونو او پښتني دودونه د سپکاوي په جرم دا ځل لراوبر ويبپاڼه ستاسو د کور
په انټرنټ لاين او کمپيوټر کي د تل لپاره وتړل سوه ، که تاسو بيا هم پورته ياد سوي
ارزښتونه تر پښو لاندي کړئ ، ستاسو اصلي څېره او ټوله پيژندنه به ستاسو د ټولو غير
افغاني او غير اسلامي نظرياتوسره د لراوبر ويبپاڼي له لاري ټولو لوستونکو ته رسوا
او بربنډ سي .
هيله ده د ځان رسواکېدو انتخاب ونه کړئ .
په درناوي
عبدالله احسان
د لراوبر ويبپاڼي مشر
ددې پاڼې د ښيگنو په لړ کي يو فضيلت يې او خانگرنه يي داده چې په پوره زغم سره په پښتو، دری، اردو او انگريزی متعادلي ليکني خپروي او د افغان ولسی مجرمان او ورانکاري په کلکه غندي او ورسره جوخت له حکومت ، وسله والو مخالفينو او نريوالو غواړي چې د عامو افغانانو هيلو او اسرو ته پام وکري او نريوالی پيسې د افغانستان پر بيا رغاونه ولگوي.
د لر اوبر وزئينه ويپانه خخه تمه داده چې د مخالفو او موافقو نظرياتو د خپراووی په برخه کې د ناوړه ليکنو کوم چې د کلام پاکې او حرمت په پام کې نه نيسي د خپريدو مخه ونيسي او ځاى يې رغنده خبرو اترو او ديالوگ ته ورکړي. . كوم پيغامونه چې د شمل سني به نامه كوم كس ليکي د مليونونو افغانانو د عقايدو سپکاوی او پدی هيواد کې د افراط او تفريط د بيلگي دي او د خواشيني وړ دي
لر او بر ويبانه او نوري خپلواکي رسني بايد عام افغان په رغنده توگه د ملی يوالی په لور وهڅوي. افغانان لا دمخه دتولو خواوو د ناسمو کړنو له امله له لوی کړاو سره مخامخ کړى دى . هيوادوال مو بايد له خپل معمول مرگاني کين افراط اوښي تفريط پرته د يو بل عقايدو ته درناوى وکړئ او ديوبل په وراندي د زغم خخه کار واخلي اما كوم پيغامونه چې د شمل سني به نامه كوم كس ليکي د مليونونو افغانانو د عقايدو سپکاوی او د افراط او تفريط د بيلگي دي
والسلام علی من تبع الهدی