د يرغل په ۲۳مه ورځ د اوربند اعلان

وروستي جزيات او ويډيو دلته ووينئ video Live tv

" />

د يرغل په ۲۳مه ورځ د اوربند اعلان

وروستي جزيات او ويډيو دلته ووينئ video Live tv

" />

د يرغل په ۲۳مه ورځ د اوربند اعلان

وروستي جزيات او ويډيو دلته ووينئ video Live tv

" />

د يرغل په ۲۳مه ورځ د اوربند اعلان

وروستي جزيات او ويډيو دلته ووينئ video Live tv

" /> د يرغل په ۲۳مه ورځ د اوربند اعلان وروستي جزيات او ويډيو دلته ووينئ Live tv – لراوبر ویب پاڼه
کور / خبرتیا او پيغامونه /

د يرغل په ۲۳مه ورځ د اوربند اعلان

وروستي جزيات او ويډيو دلته ووينئ video Live tv

د يرغل په ۲۳مه ورځ د اوربند اعلان

وروستي جزيات او ويډيو دلته ووينئ video Live tv

 







 Danate now






 



 



  1. په ټول افغانستان کې وحشي اسرائیل وغندل شول.

  2. مسلمان هيوادونه دي د اسرائيل پر ضد د جهاد اعلان وكړي

  3. تازه خبر : د حماس لوړ پوړی مشر ووژل سو video

  4. غزه : د اسراييلو بريد ۱۴۰ فلسطينان وژلي او ۲۵۰ ټپيان کړي دي video

  5. غزه : د ظلم او وحشت څرگندي بېلګي  Fotos video 

  6. پر غزه د بمباريو له وجي ١٤٠٠ فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې video

  7. غزه : د اسراييلو بريد ۱۴۰ فلسطينان وژلي او ۲۵۰ ټپيان کړي دي video

  8. عاجل او تازه خبر  اسرائيلي الوتکو ۲۰۰ فلسطينيان ووژل  Fotos video

  9. دغزې اتمه ورځ انځورونه

  10. بوش: پر اسرائيلو د حماس بريد ترهګري ده!!!

  11. غزې ته تر ننوتلو وروسته ۵  اسرائيلي سرتيري وژل سوي دي

  12.  غزه : لس اسرائيلي يرغلگر ووژل شول

  13. حماس:دوه تنه اسرائيلي فوځيان مو ژوندي نيولي

  14. اسرائيلو د اوربند پرېکړه وکړه

  15. اسرائيلي يرغلګر د غزې څخه د پښو سپکولوپه حال کښي

  16. وروستي خبرونه >>

تبصره نسته

  1. دا شعر می په غورزنگ ویبسایت کی لوستی وو اوس می بیا هسی په ذهن کی راتیر شو

    یوسپیره لاروی او وچې شونډې
    کله تیندک خوري کله وغورځیږي
    کله حیران
    غوندې مایوسه پاتې
    کله له ځان سره سندرې وايي
    کله وګرځي او شاته لاړ شي

    کله راوګرځي او پټه خوله روان شي بېرته
    کله په زوره زوره چېغې وهي

    منګولې مروړي او ګریوان لټوي
    غواړي ګریوان ومومي ویې نیسي
    غواړي ګریوان
    ومومي  ویې شلوي

    ….

    بل خوا شیطان غوندې پلید انسانان
    له غضب څخه په ډکو سترګو
    د رحماني او
    اسماني وګړو شاته روان
    او په خپلو وحشي او شیطاني لاسونو 
    انسان وژني
    او وینې یې څښي
    منګولي مروړي او انسان لټوي
    غواړي چې ویې داړي
    ویې څیري

    …..

    جومات سوځيېږي او کور اور اخیستی
    هیلې يې اور اخیستې ، هوس يې اور ارزو يې
    اور اخیستی

    حیا سوځي شرف سوځي ، رحم اور او منطق اور اخیستی
    چېرته معصومه او ماشومه ژړا

    د توپو او د بمو په غږ د ستړو کوڅو
    په لویشته لویشت کې انګازې کوي او مور یې
    غواړي

    بس انګازې کوي افسوس کوي چې وپوهیږي
    چې ظلم څه دی او تیری څنګه وي ؟

    ژاړي افسوس کوي چې مور یې نشته
    هره خوا ګوري پلار یې نه شته ورور یې نشته

    دى نه راتلونکی لري ځای نلري کور یې نشته
    هو خو بس افسوس کوي چې لاس یې لنډ
    دي

    زور نلري وس نلري
    ډیر غواړي چې لاړ شي کسات واخلي او بېرته راشي

    څملي زانګو کې او آرامه شي لږ
    څملي چې نور په غوږو هیڅ وانه وري

    د بې کورۍ د تنهایۍ غږونه
    د نهیلۍ د مایوسۍ غږونه

    دا د مظلومو خولو مظلومې چیغې
    دا د مظلومو کونډو سوې نارې

    دا د تنکو ځوانانو لوې نارې
    د خپل ځان په څیر د پاک ماشوم معصومې کریږې

    هیڅ وانه وري هیڅ وانه وري
    بېرته ماشوم غوندې شي پریوزي او آرامه شي لږ

  2.  محمدرسول – زابل
    په غزه کي روان بشري ناورين داسلامي نړۍ
    غيرت چيلجنجوي

    په اوسني وخت کي دکفري نړۍ له لوري پراسلامي نړۍ هراړخيزبريدپيل
    شوی دی که اقتصاددی نوهم کفري نړۍ هغه په خپل واک کي نيولی دی،داسلامي ځمکې هغه
    ټولي ذخيرې،معدنيات،دتيلو زېرمې اونـــورهرڅه چي په اسلامي  خاوره کي راايستل
    کيږي همدې کفاروپه خپل واک کــــي اخيستي دي،له همدې کبله چي کله هم وغواړي
    نوداسلامي نړۍ اقتصاديواوبل لورته کولای شي .

    همدارازد مسلمانانوکلتورهم دهغوئ له شراوفسادڅخه خلاص نه
    دی،دمسلمانانوکلتوردهغوئ له کلتورڅخه په اغېزمنېدودهمغه کلتوربڼه خپله کړه . په دې
    سره نوی مسلمان نسل له خپل دود،رواج اوکلتورسره نااشناپاتي شواوپه دې سره دهغوئ
    دکفري کلتورلورته په منډوشــــول اودهغه خپلول یې دځان لپاره دافتخارسبب ګاڼه په دې
    سره کفري نړۍ دمسلمانانوکلتورله هغوئ څخه بېل کړ. همدارنګه اسلامي تعليمي نصاب هم
    ورو ورودکفري نړۍ دتعليمي نصاب شکل غوره کاوه ان چي اخيريې دهغه په شکل دخپل ځان
    ښائسته کېدلووياړترلاسه کړ. اوس نوداسلامي تعليمي نصاب په نامه په اسلامي ښوونیزو
    مراکزوکي دکفري نړۍ نصاب وده کـــړې چي پايله يې دمسلمانانوله خپلــــواسلامـــــي
    تعليماتوڅخه لرېوالی وو. په اسلامي ټولنه کي انتشاررامنځ ته کول دکفري  نړۍ
    يوبل بريدووچي پـــه دې ســـره يې د خپل پوځي بريدله لارې هرډول خنډونه لرې
    کړل  اوس يې نوخپـل هغه ناوړه اهداف اوشومې موخې چي  تراوسه يې له
    نړيوالوپټې ساتلې وې راڅرګندې اوسمدستي يې په پلي کولوپيل وکړ.

    پراسلامي نړۍ پرتېره پرعربانويې داثراچولولولپاره اسرائيل
    راغونډکړل اودفلسطين په سپېڅلې ځمکه کي يې هغوئ ته دکورونوځمکې رانيول شروع کړل .
    هلته ديهوديانوله ميشت کولوڅخه يې هدف داووچي په دې ځمکه کي ديهوديانوکوچنی رياست
    رامنځته کړي اوداداسلامي هیوادونولپاره يوسردردجوړکړي هروخت چي وغواړي دهمدې ځواک
    په مټ به داسلامي نړۍ په زړه ګوزارونه کوي اواسلامي نړۍ به داسرائيلي  ځواک په
    سبب له خپل ځواک څخه وېــــروي  اوخپـــــــل شوم اهداف به ورباندي پلی کوي .
    په همدې مقصدکي هغوئ بريالي شول يهودوهلته دلومړي ځل لپاره يو يهـــــودي دولت
    رامنځ ته کړاودمسلمانانوسپېڅلــــی اومقدس ځای بيت المقدس يې په خپلوناوړه منګولوکي
    راووست اوټوله اسلامي نړۍ يې په وړاندي بې وسه پاتي شـــوه هيچاهم دصلاح
    ايوبي  رحمه الله په څېردهغه دژغورلوهڅه ونه کړه . دفلسطين مسلمانان يې يوازي
    ديهوديانودلوبواوساعت تيري لپاره پرېښودل اوټوله اسلامي نړۍ يې دسيل اوتماشې لپاره
    کښېناسته خوبل لورته ټوله کفري نړۍ د اسرائيلونه يوازي ملاتړکاوه بلکه عملاً يې
    هلته  ورسره دفلسطيني مسلمانانوپه شهيدولوکي برخه اخيسته . په رښتياچي
    ديهودیانودارياست دمسلمانانولپاهر يوناسورثابت شو.

    په ۱۹۶۷ م کي  دعربو(سوريې،مصراواردن) اويهوديانوترمنځ جګړه
    رامنځ ته شوه چي په ترڅ کي يې عربي پوځيان په ټولوميدانونوکي ماتي وخوړه
    اواسرائيلوپربیت المقدس قبضه ښه ټينګه کړه . همدا رازيې له دې هيوادونوڅخه نوري
    سيمې هم لاندي کړې . تردې وروسته دفلسطينيانوله وژلوڅخه  يهودانوخونداخیست هره
    ورځ يې دهغوئ معصومې وينې به درېغه بهولې،دهغوئ کورونه،بڼونه، کر کیله اوزراعت يې
    په پرله پسې توګه له منځه ووړ. دالوبه همدارنګه جاري وه اواسلامي نړۍ يې
    يوازي  په خوله  غندنه کوله اوهمدايې دځان لپاره بس بلله  . کله
    چي  دفلسطين په ټول ټاکنوکي حماس بری تر لاسه کړاودحکومت چارې يې  سنبال
    کړې نوله دې کبله چــــي حمـــاس داسرائيلي اهدافــــوپه وړاندي يوخنډووورباندي يې
    اقتصادي بنديزولګاوه . په دې سره يې فلسطينيان له حماس څخــــه متنفرکول غوښتل کله
    چي دحماس اوفتح ترمنځ  شخــــړې رامنځتـــــه شوې اوحماس غزه په ولکه کي 
    راوستــــه نوهمدابندیزپاتـــــي شو. اوس چي اسرائيلويوځل بياخپله قصابه پرانيستې
    اودفلسطينيانووينې بې دريغه بهیږي،کورونه يې ورانیږي،خلک يې دسرپنـــاه ځای نه لري
    په دې سره نه يوازي  اسرائيل بلکه ټوله کفري نړۍ داسلامي نړۍ ردعمل څرګندول
    غواړي اودټولي اسلامي نړۍ غيرت چينلجوي چي د فلسطيني مسلمانانوبې رحمانه وژنه اوپه
    ناحقه دهغوئ دوينې تويولودوئ کومې پريکړي ته هڅوي .
    الله جل جلاله خودي 
    زموږدهیوادپه ګډون ټوله اسلامي نړۍ له دې کفري ښاماره وژغوري .
    په همدې هيله