کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کندهار ميرويس روغتون د انسانانو قصابخانه

د کندهار ميرويس روغتون د انسانانو قصابخانه



 


پرون مې دوه کلن کوچنى ناروغ و، لومړى مى په کندهار کي الفرهاد شخصى روغتون ته مراجعه وکړه د ډاکټر فرهنګ نسخه دوو ورځو په تيريدو سره هم زما پر ماشوم ښه ونه لګېده، ډول ډول شربتونه، ګولياني او نور دارو درمل يې ورکړل خود بده مرغه کوچنى له بده بدتر سو. ماشوم مي د نس او خولې ايله و، پر درېيمه ورځ مي ماشوم نژدى و ساه ورکړي، د پېژندلو نه و، بله ورځ مي بيا دې شخصي روغتون ته وروړ، خو بل ډاکټر ته، هغه چي مازي د ماشوم نس وکوت ويې ويل:


د بدن زياتي اوبه يې ضايع سوي ژر يې ميرويس شفاخانې ته ورسوئ، چي بستر يي کړي، زما سل افغانۍ فيس سو. پيسې مي ورکړې او کوچنى مي د کندهار دولتي روغتون (ميرويس روغتون) چي خلک يې چينايي شفاخانه بولي انتقال کړ.


ماشوم موماپښين مهال د ميرويس روغتون د ماشومانو وارډ (څانګي) ته انتقال کړ، هغه شېبه په ټول وارډ کي يو ډاکټر هم نه و، يوازي مي يو نرس تر اوږده انتظار وروسته پيدا کړ، هغه چي ماشوم وکوت يوې کوټې ته يې وروستو چي له ناروغانو ډک و، سيروم يې ورچالانه کړ، د نرس درک ورک سو، د نورو ناروغو ماشومانو ته چي مي وکتل خپل ناروغ مي هېر سو، د چا سېږمو ته سېرومان چالان وو، د بل ماشوم د سر په يوه رګ کي د بل په لاس او د بل په پښه کي. په وارډ کي ډېره ګڼه ګوڼه وه.


زياتو ميندو به چي د خپل ناروغ ماشوم حالت وليد ډاکټر ته به ورغله، نه به يې سواى پيدا کولاى، کله چي به ډاکټر راپيدا سو، په کوټه کي به يې له نرسانو سره چاى څښلې او د ښځو بوغارو او ژړاوو ته يې پام نه کاوه. کله کله به يې پر ځنيو کسانو غوسه هم وکړه او بد رد يې ورته ويل.


زه مجبوره وم هغه شپه هورې د خپل ناروغ سره پاته سمه، خو ډاکټر څو څو واري راته وويل:


ستاسو کوچنى خو رک روغ دى راروان کړى مو دى.


وروسته د شپې په نيمايي کي يو اته کلن کوچنى چي د نرس او ډاکټر د نه ستوالي له کبله يې چا پالنه ونه کړه ساه ورکړه او د کورني پاته غړو يې پر ژړل او له شفاخانې څخه يې د سهار تر رارسيدو مخکي خپل مړ ماشوم کور ته يووړ.


د يوې بلې درې کلني کوچنۍ حالت هم بېخي خراب و، د کوما په حالت کي وه، مور يې څو واره د ډاکټر تر کوټي ورغله، هغوى ټول دننه وو، ان دروازه يې هم خلاصه نه کړه، چي دا خلک څه غواړي. سهار مهال مي د ماشوم حالت نور هم خراب سو، ډاکټرانو تر پايه د هغي د ناروغۍ تشخيص هم ونه کړ، يوازي يي سيروم ورلګولى و او همدا يې ويل چي تا جوړ روغ کوچنى راوړى دى.


کله چي ما زياتي پوښتني ورڅخه وکړې چي ولي د کوچني ناروغي نه سميږي او داسي نور.. ډاکټر په قهر راته وويل:


ته څه د څارنوالي غوندي پوښتني کوې اعصاب دي راخراب کړل.


ډاکټرانو راته وويل:


کوچنى دي ژر ليري که چي نور مريضان راځي. اخر مي ناروغ ماشوم په کمپله کي وپيچى او له شفاخانې ووتم. پوه سومه چي په دې ښار ناپرسان کي هرڅه پېښېداى شي، والي صاحب، د صحت رييس او نور مقامات چي همېشه په راډيو او ټلويزيونو کي د خپلو کارنامو خبري کوي د شفاخانې له حاله نه دي خبر، دوى به څه خبر وي، دوى خو ورته اړ نه دي د خپلي کورنۍ ناروغان خو تر خارجه رسواى سي، زما پر حال افسوس دى چي په يوويشتم قرن کي مو کوچنيان د هغو ناروغيو او رنځونو له کبله مري چي په اسانۍ يې علاج کيدلاى سي.

تبصره نسته

  1. It is very sad to hear what is happening to our people.I hope that bringing these stories to everyone's attention, we will be able to find a solution for these mesiries.

  2. زما په نظر دغه چا چي د ميرويس روغتون په هكله څه ليكلي مكمل واقعيت نلري صرف د كومي شخصي مشكلاتو په اساس ليكنه شوي ده.

  3. دغه ليکنه پوره واقعيت بيانوي په دې شفاخانه کي بل مشکل دا دى چي ډاکټران دې خپلو شخصي معاينه خانو ته رابولي او دا بهانه کوي چي په دې شفاخانه کې سمه تداوي نه کېږي نو ځکه خلک خپلو معاينه خانو ته رابولي، که څه هم دولتي شفاخانه ده خو پايوازان په شفاخانه کي د استوګني ځاى نه لري او ان مجبوره کيږي په دې شنه يخ کي دباندي پرېوځي.

  4. د کندهار د ميرويس روغتون ښکلا او نظافت هغه وخت خوند او مزه کول ، کله چي به د طالبانو د اسلامي تحريک په وخت کښي د جنګ ټپيان ورته راوړل کېدل . نو طالبانو دې روغتون ته ډېره په درنه سترګه کتل او له هره پلوه يې ورته توجه کول،خو دا چي د دولت ټپيان دې روغتون ته اړتيا نلري او ډاکټران يې د خپل کم معاش په خاطر محضي د خپلو معاينات خانو کمپاين پکښي چلوي، نو داغه حال لا پر لږ دئ، چي دغه قصابان يې د ځانمرګو غوندي مخ پر ښار را و نه دانګي !