کور / علمي / پښتو اَرپوهه (Etymology)له مورګنستيرنه تر اېلفنباينه

پښتو اَرپوهه (Etymology)له مورګنستيرنه تر اېلفنباينه

 پوهاند دوکتور م.ا.زيار  اکسفورډ، 1-1-09
}دا دی، د دې لپاره چې د نوې پښتو ژبپوهنې مينه وال د دغې ارزښتمنې او ستونزمنې سکالو اوبيايې  له لومړي ( 1927 کال) چاپه تر دويم کره او غځېدلي(2003) چاپه، د شپږاوياکلن بشپړتيايي بهير يو لنډجاج هومره واخلي، د ښاغلي اېلفنباين د سريزې ژباړه په لاندې ډول وړاندې کېږي {: 

همداچې ګيورګ مورګنستيرن (Georg Morgenstierne) پر 1927ز. پښتو اَرپوهيزه وييپانګه(An Etymological Vocabulary of Pashto)خپره کړه، سم له سمونې يې ديوه داسې ارت و بيرت دويم چاپ لپاره دتوکو پر راټولونه لاس پورې کړ چې وييونه يې هم ښه ډېر وي اوهم پر اېتېمولوجيکي کنډه پوره برابر. دی له يوه اوږده او کارنده ژوند سره د وسمهالو اَرياني ژبو د څېړنو د پلار او د پښتو د يوه مخکښ واکوال(اتوريتۍ) په توګه يوازېنی بې پرتلې ارماني(ايډال) پوهاند وو چې د دغه سترکار له توغه ووتلای شي. تر دېرشو زيات کلونه يې له هر اخځ او سرچينې څخه توکي را غونډ کړل، خو مټې د 1960 کلونو په وروستيو کې چې ژوند يې نور مخ پر ځوړه وو، د خپلو توکو د اوډنې او د يوه کتاب په بڼه يې چاپ ته د تيارونې په تکل کې شو. هغه مهال ورته پته ولګېده، چې را مخته کړی کار يې په يوازې ځان تر وسې ډېر اوچت دی، نو چار ناچار د يوه همکار په لټه کې شو.

مورګنستيرن له نييل مکنزي څخه پرته بل غوراوی و نه مونداو ده هغه شپې ورځې پر پښتو پوهه پوره لاسبری موندلی وو او د څېړنو په برخه کې يې څه ناڅه له استاد سره سيالي کولای شوه. هغه وه چې د اويايمو کلونو په لومړيو کې يې ورسره د همکارۍ اوږه ورکړه، هغه هم زياتره په ليک ليکاني ډول، لومړی د اوسلو= لندن او راوروسته د اوسلو= ګويتينګن تر منځ چې مکنزي دغلته پر 1975 کال د ختيزې فېلالوجۍ د پروفېسور په توګه وټاکل شو. خو پرمختګ ډېر ورو وو، ستره بری يې د مورګنستيرن د لاسکښليو پښتو وييونو د ټوليز لړ الفبايي اوډون وو؛ بې له دې چې يې پر کاغذي څيرلو د زرګونو زرګونو يادښتونو د راټولولو لپاره کومه هڅه وشي.

په کار خو داوه چې د يوې داسې پروژې دهمکارۍ لپاره دمکنزي سر پوره خلاص کړ شوی وای، ځکه له وسمهالواَرياني ژبو سره يې لېواتيامخ پر غړندېدو وه او له منځنيو هغو، په تېره پهلوي او خوارزمي سره مخ پر ډېرېدو. په دې لړ کې يې داسې نګېرله چې کېدای شي، له پښتو سره يې دا وروستنۍ بوختيا وي او بيا يې د اېتېمولوجۍ غوندې له يوې داسې سکالو سره چې دشننې په برخه کې يې د بې کچې توندې تېزې ښکالوې(بحث) لېوال وو؛ په هماغومره کچه ، لکه  په يو ځايي توګه د ټولو خوارزمي متنونو د شننې په تړاو.

کار پر 1978کال د مورګنستيرن تر مړينې وروسته پر ټپه ودرېد. له هغې راهيسې يې مکنزي پرمخوړنه په دې پورې تړله چې يو وړنده همکار را پيدا کاندې. پر 1987کال يې تر هغه وروسته چې دماينس پوهنتون غوښتنه ومنله،نو ما ورته ټټر وټپاوه. نوی کار هم پر 1988 ټيک د المان د څېړنيزې ټولنې(Deutsche Forschungsgemeinschaft) د مرستې له ګرانت سره پيل شو. اټکل داوو چې دوه کاله به ورته بس وي، خو له بده مرغه دغه اټکل خورا لنډ وخوت، په دې ډول پر 1990کال پروژه يوځل بيا پر ټپه ودرېده، سره له دې چې بشپړېدو ته ور نژدې شوې وه. د مکنزي له خوا نژدي نيمايي شوی کار يوه(لروين ته چمتو) کاپي تياره شوې او د اَرياني ژبو په لړ کې يې لار ښوده بېلګه  له کمپيوټره راوتلې وه.

پر 2001کال د مکنزي له ناببره مرګ راوروسته وليدل شول چې په راپرې اېښي کار کې يې يو لړ ماتې ګوډې پاتې دي، داسې چې پر(اَره بڼه)

(An EtymologicalVocabulary of Pashto) يې جوتې اغېزې څرګندېدې

او ما و پتېيله چې نوې کار ورباندې وکړم  او هغه داچې د مکنزي ټول کړی کار بايد له سره د نوي کمپيوټر له وسمهاليز نرم اوزار(up-to-date software)او  ليکډول (فونت) سره  بيا کمپوز شي. همداراز  يې ځای ځای د نابشپړو برخو بشپړونه او بيا د نومليک(اېندېکس) او اخځليک برابرونه درواخله.  په دې وروستي پړاو کې نېکولاس سېمس ويليمزNicholas Sims-Williams د مکنزي له خوا ځينې کښلي سرليکنيزې چارې(editorial functions) بشپړې کړې او پردې سربېره يې د ګردې لاسکښنې بيالوستنه او د ډېرو ارزښتناکو کرونو  پرځايکړه او ورسره ورسره د پايليزې لروين(کمره) چمتو کاپۍ دچاپ او اوډ(typography and layout) پازه پرغاړه واخېسته. د هارورډ پوهنتون پروفېسور سکېرو(P.O. Skjaervo) هم په پوره لورېينه د لاسکښنې اډانه ولوستله او ښايسته ډېر مرستندويه وړانديزونه يې را و لورول.

ما ددې لپاره چې له اَر نامه(EVP) سره يې ښه ترا روښانه توپير شوی وي،د ګردو ګډو هاندوهڅو پايله مې

A New Etymological Vocabulary of Pashto( NEVP)

و نوموله؛ هرګوره په بنسټيزو برخوکې تر ډېره د مورګنستيرن کار هم د منځپانګې او هم د لېلې(سبک) او وړاندېينې له پلوه پر خپل اکر پاتې دی. په دې لړ کې ډېر سوچ وړ توکي هم راځي چې مورګنستيرن يې مخې ته له خپله انده دوې غبرګې نښې، ستورګي(*) او پوښتنښې(؟) اېښې وې. هغه توکو چې په مور ګنستيرن يې اړه نه درلوده، له) MK (Mackenzie، E   (Elfenbbein او SW (Sims-Williams) او يا له سکېرو(Skjaero)سره نښه شول. په سر او پای کې زياتونې بيا چې د قرينې له مخې باوري نه برېښېدې، په څلور ګوټيزو لينديو کې ونيول شوې. داچې مورګنستيرن د پوره پښتو شويو  هندو اَرياني پوروييونو د اَرې د ښوونې ټينګ پلوي وو، نو ماهم پر خپل وار دغه چاره  نوره هم پسې ښه ترا وغځوله.

ددې نوې اَرپوهې(NEVP)الفبايي اوډون}له a او ورسره هملړوa,e, i,o, u

پرته، هغه هم د لاتين ابېڅې پر بنسټ=زيار{ پر بېواکو(کنسوننټو) ټيکاو لري. دغه کار د پښتو غوندې د يوې داسې ژبې د وييونو موندنه رااسانولای شي چې خپلواک(واوېل) يې ښايسته ډېر ګړدودي ځېلونه(وارينټونه) لري. (د سم سهي ابېڅي اوډون(الفبايي ترتيب) په اړه چې په نوملړ(index) کې پر کار اچول شوی،د 107مخ يادښت وګورئ.)

دا به د سړي په مغزو کې هم راټوکي چې د پښتو وييونو انګرېزي ژباړې له اَر و بنسټه هسې  انګېرل شوې او په دې توګه دغه نوې اَرپوهه() په هېڅ ډول د يوه سيند(ډېکشنرۍ) بڼه نه شي درلودای. مورګنستيرن د يو لږ شمېر وييو، لکه سربلونو يوڅه کارونځايونه پر ګوته کړي، خو د لا زياتو مانيزو اړخونو د روښانونې په موخه د هغو وييونو د يوه سيند( چې ډېر يې پهpp.5-6 کې ليکلړ شوي) تل سپارښت کوي.


                              * * * 


     پښتو اَرپوهه او تاريخي غږپوهه

(Pashto etymology and historical phonology)

ښايي، وويل شي چې نومهالې پښتو اَرپوهه له اېرنېست ترومپ

(Ernst, Trumpp) سره راپيل شوې چې مخکښې پښتو پښويې

(Grammar of the Pashto or the Language of the Afghans. Tuebingen1873, reprinted Osnabrük1969)

يې لومړی ځل پښتو اَرياني زباده کړه. ورپسې لنډ پر لنډه جېمز دارمېستېتر

(James Darmesteter) په يو لړ ليکنو کې چې په ((د پښتونخوا هاروبهار)) نومې ټولګه کې يې پر90- 1888 چاپ ته سپارلې وې،پښتو شمال ختيزه اَرياني وښووله او له لويديزو اَرياني (پرسيک) ژبو سره يې د هغې يو  روښانه بريد ليکه راوکښله. په پای کې هم ويلهېلم ګايګر(Wilhelm Geiger)په خپل اثر Etymology und Lautlehre Afghanischen des Afghanischen ABAW20,1893,167-222) د پښتو غږ دو يونو (صوتي قاعدو) د څېړنې يو پوخ بنسټ کښېښووه چې د مورګنستيرن تر اَرپوهې (EVP,1927) ديوه کره اثر په توګه پاتې شو.

له 1927راهيسې مورګنستيرن کلونه کلونه ډېرې ليکنې پښتو اَرپوهې او تاريخي غږپوهې ته ځانکړې کړې. نوې اَرپوهې(NEVP) دده هغه ګرد اَرپوهيز توکي رانغښتې او يوازې هماغه يو لړ يې نه دي را اخېستي چې نور پخپله ده ته د سکتې(قناعت) وړ نه ول. خو تاريخي غږپوهه يې دلته بې له هغې اړينه نه وه. ددغې برخې لپاره لوستونکي ته هغه خورا غوره لنډيز o 1989, 4.1.7)     (Skjaer Compendium LinguarumIranicarum

پر ګوته کېږي؛ دا لنډيز، هرګوره د مورګنستيرن د ستر ارت و بيرت کار پر بنسټ ټيکاو لري.


        غږ ليک اَړه (Phonetic transcription)

په دې کتاب کې کارېدلې غږاَړه(فونيميکي ابېڅې) هماغه ده چې څه ناڅه پرنړيوال کچ نن سبا دود لري او د ولفګنګ لېنتڅ(Wolgang Lentz) له خواډېرکلونه مخکې(پر1936) د وړانديز شوې هغې پر بېلګه ټيکاو لري.

مورګنستيرن هم ورته ابېڅې په خپله اَرپوهه کې کارولې او کره کړې ده.  .(همداراز مکنزي، يوه کره پښتو، Mackenzie,A standard Pashto, BSOAS     221959, 231-5Skjaero,1989,4.2.1.3,Elfenbein, Pashto Phonology, in Phonologies of Asia and Africa,ed.by Alan S.Kaye,11, Winona Lake, 1997, 36.9.)

   پښتو بېواک Pashto consonants

(جدول)

په پاسني لښتيليک کې د کږو لينديو ترمنځ (ف،ق) غږونه چې په عربي او پارسي پوروييونو اړه لري، ځينې(په تېره ملايان او لوی چاري) د ځانښوونې له مخې سم ادا کوي، که نه، په ټوليز ډول ف پر پ اړول کېږي او ق تر ګ يا ک وروسته پر ک. دويم ډول يا ستونيز يا ګړنسيn د ټوليز n بلغږ(الوفون) دی. د تم- مښليو غاښيزو څ، ځ /c, j/ اوساييزو غبرګژبيز ښ، ږ /x, g/  په اړه څرګندونې  دلاندېنۍ سکالو په ترځ کې  لوستلای شئ.

  ګړدودونهDialects

له هغو راز راز لارو رودو څخه چې له مخې يې د پښتو ګړدودونو ډلبندي رامنځته کړ شي، يوه هم  د بشپړې سکتې(قناعت) وړ نه برېښي(په دغه تړاو دې سکېرو,4.2.1.1.5 1989هم وکتل شي)… .

بياهم که پخوانی جغرافيايي پښتو ګړدودو ېش د بېلابېلو سياسي= اداري لاملونو  پر بنسټ باوريتوب له لاسه ورکړی، ټبرنی هغه يې پرځای پاتې دی. له دغه پلوه د ګريرسن) په  Vol.X of the Linguistic Survey of India (Grierson 1921) کې وړاندې شوې نقشې هغه ټوليز ارزښت خوندي ساتلی دی. هرګوره، له دې سره سره دا هم هېرول په کار نه دي چې پښتو ګړدودي بريد ليکې يا اېزوګلاسونه(isoglosses) زياتره جغرافيايي او ټبرني پولې ړنګوي.( داسې برېښي چې اېلفنباين د شارل کيفر د 1975کال پښتو ګړدود پوهنه هېڅ کتلې نه ده!)

مورګنستيرن پر دې ټينګ وو چې تر کېدونه(امکانه) پورې يو ګړدود وېش رامنځته کاندې، خو له بده مرغه يې په دې تړاو بې له دې بل غوراوی نه لاره چې دلته او هلته له پوښتنوالو څخه پر لاس راوړو توکو ډډه ولګوي.

مکنزي او ما په چوپه خوله هغه پوره جوتې ناسمې ور سمې کړې دي، خو بياهم په ټوليز ډول موږ دواړو هم له دې پرته بل بلونج(بديل) نه درلود چې تر ډېره د مورګنستيرن  اړوندې څېړنې پر خپل ځای پرېږدو.

پښتو ګړدودونه د څلورګونو بېواکو/ څ،ځ، ښ، ږ /c,j, x, g پر بنسټ پر څلورګونو ډلو وېشل شوي دي… .  
 
  پښتو ګړدودي ډلې

}تر کوم ځايه چې راته پته لګي، ښاغلي اېلفنباين دلته  د پرو فېسور سکېرو ډلبندي هو بهو را اخېستې او هغه هم پرخپل وار ښايي، د مشراستاد مورګن ستيرن ځينې ناکره شوي يادښتونه ځانته مخبېلګه کړي وي. نو ما وړنده وبلله چې د شارل کيفر د هغې په رڼاکې يې يوڅه رالنډه او کره کړم= زيار{

منځنۍ ډله(منځنۍ پښتو) :

)له جلدکه تر درونټې پورې چې زياتره غلجي ټبرونه را اخلي(

 c=/ts/                  j= /z/   x= /x/   g= /g/     

شمال ختيزه ډله(زږه يا سخته پښتو):

(له درونټې  تر اټکه د کابل سيند دواړو غاړو ته پراته شينواري، ساپي، مومند، ترکاڼي، يوسفزي… رانغاړي)

 c=/s/      j= /z/   x= /x/   g= /g/ 

سوېل لويديزه (نرمه پښتو):

(له جلدکه مخ پر لويديځ او شمال لويديځ د ايران او تورکمنستان تر پولو او بيا له بولانه تر ګلکڅه پورې)

 C= ts   j= dz   x= /s/     g= /z/ 

سوېل ختيزه (کرلاڼۍ=نرمه پښتو):

)وزير، مسيد، بيټني، دوړ، مروت، خټک…)

 c= ts   j= dz, /z/  x= /s/       g= /z/ 
  * * *


ماته په کار ده، دهغې مرستې او لاسنيوي مننه وکړم چې په دومره بښاندۍ (سخاوتمندۍ) سره د دغه کتاب د کښنې په بهير کې راباندې پېرزو شوې دي. په ځانګړي ډول د ماينڅ پوهنتون له پروفېسور ګېورګ بودروسGeorg Buddruss څخه چې د 1988- 1990 کلونو لپاره د المان څېړنيزې ټولنې د مالي مرستې د لاسته راوړنې لپاره وسيله شو او پخپله له دغې ټولنې څخه د هوکړې له له کبله؛ داوسلو پوهنتون له پروفېسورفريدريک توردارسن FridrikThordarson څخه، له مورګنستيرنه د راپاتې(پس مرګي) پاڼو د را تيارونې له کبله؛ دهارورد پوهنتون له پروفېسور پ. و. سکېرو چې د لاسکښنې د اډانې (draft) د لوستلو زيار يې پرځان وګاله او ډېرې ګټورې شننې يې راونه سپمولې؛ د لندن پوهنتون د ختيځپوهنې او افريقايي څېړنو

له ښوونځي(SOAS)  څخه د غورو کمپيوټري اسانتياوو له کبله چې د کېمبرېج د لرغوني هند او ايران  په څانګه کې  ټيکاو لري؛ او د څانګې له غړي دوکتور رېموند الچين څخه زما د کاراسانۍ لپاره. په پای کې، خو په پوره مينه د دوکتور ګنر نېکلسن مننه اړينه بولم چې د يوه برلاسي کمپيوټر پوه په توګه مې د لاسکښنې د تيارونې په ټول بهيرکې پر يوه پښه سرته ولاړ وو؛ بې دده له مرستې نا شونې وه چې دغه اثر تر بريالۍ پايلې ورسي.

(په پای پای کې) داخپله پازه ګڼم چې د دواړو سترو اَريانپوهانو،ګېورګ مورګنستيرن او نييل مکنزي درنو ارواوو ته د درناوي سر ټيټ کړم.

تبصره نسته

  1. ګرانه پوهانده زياره !
    زه به ښايي ستاسو سره په هره برخه کي چي تاسو يې ټاکی ټانټې و چيچلای سم، خو خوادي مه بدېږه ستاسو پردغه اونورو ورته ليکنو مي لکه د ارواښاد پوهاند حبيبي صاحب چي سر نه پرې خلاصېده زما هم چي دهغه ښاغلي په شاګردانو کي هم نه راځم سد نه خلاصيږي . البته دا نه په دې خاطر ده چي ګويا تا به کومه علمي منصوبه په پښتو ژبه کي را ايستلې وي، دا په دې خاطر ده چي تا زيار صيب د پښتو د پاره ډېره لويه جفا کړېده او دا هم په دې خاطور چي ځان پرې غټ وښي او هر *** چي *** نو بس هغه علمي لاسته راوړنه تلقي کړې!! . متأسفانه تاسو د پښتو ژبي د اصالت په ساتلو کي هومره غټ نه ياست چي ځانته مو *** ايښې ده، او هيڅکله به هم و هغه مقام ته و نه رسی چي تاسوپه ناځوانمردانه توګه وهغه ته تلاښ کوی . لطفاً په خوږه ژبه پښتو ملنډي مه وهی او د خپلي ګېډي نه هر څه مه ورته راباسی .
    داسي و نسي چي کارګه د زرکي چل کاوه خپله دا يې هېره سو ه!
    زموږ پښتو اوس و عامېدو ته اړه لري بيا و کتابېدوته !
    په درناوي

  2. دا چي پښتانه په دوو هېوادونو کې سره وېشلي دي او يو هېواد، يوه ګډه واکمني او خپلې ادارې نه لري، نو دا ستونځه را پېښه ده، چي د نړۍ د پرمختللې ټيکنالوژۍ لپاره به خپل توري نه لرو، حال دا چي د نړۍ هر هېواد او د هرې ژبې خلک- چي کوم نوى جوړ شوى شى يې هېواد ته ور ننوځي- ژبپوهان يې کښېني او نوې کلمه ورته جوړوي.
    موږ که په دې څو ټوټې وېشلي هېواد او ملت کې څو تنه استادان لرو، لکه (پوهاند ډاکټرمجاور احمد زيار، ډاکټر عبدالرزاق پالوال، استاد آصف صميم او….) نو دا هم غنيمت دى، ځکه دوى چي په پښتو ژبپوهنه کې څومره پوهه لري، دا يې د ژبپوهنې په برخه کې علمي زدکړې کړې دي، دا چي يو څوک را ولاړېږي او د (موسکا) په ښځينه نامه پر پوهاند زيار غوندې استادانو بېځايه، بې دليله او پوچې نيوکې کوي، دا د يوۀ پر ملت او ژبه مين پښتانه کار نه دى.
    دا خبره سمه ده چي د پوهاند زيار ځينې جوړ کړي لغات به په خلکو کې په بشپړه توګه نه وي مشهور شوي او د دې علت هم دا دى چي موږ خپل يو هېواد نه لرو او خپلې ملي رسنۍ نه لرو، چي د هغوى له لارې دغه توري په ولس کې مشهور شي. پښتانه وايي: مېړه مړ که، مېړانه يې مه پټوه. که څوک د پوهاند زيار هغه توري را اخلي، چي څوک نه په پوهېږي، نو هغه توري يې ولې نه يادوي چي اوس يې نه يواځې ټولې پښتو رسنۍ کاروي، بلکې عادي خلک يې په خپلو خبرو کې هم وايي.
    بل دا چي پوهاند زيار ډېرى توري- چي د ژبپوهنې له مخې يې جوړ کړي دي- له خېټې را ايستل شوي توري نه دي، بلکې دا ټول توري يې د پښتو د لرغونيو لغاتو په مرسته جوړ کړي دي.

    زه وايم که يو څوک له چا سره اختلاف لري، نو بايد علمي او مدلل اختلاف دي ورسره وکړي، نه دا چي يو څوک را ولاړ شي او تش په توره ووايي: (زما د زيار صاحب پښتو نه ده خوښه يا مي د دۀ جوړ کړي توري خوښ نه دي). هو هر څوک دا حق لري چي له چا سره اختلاف وکړي، خو نه داسې چي د چا سپکاوى وکړي او پوچې ناوړه خبرې ورپسې وليکي، دا نه يواځې ژبې ته کومه ګټه نه شي لرلاى، بلکې په ژبنيو مسايلو کې ستاسې د ناپوهۍ او جهالت څرګندونه کوي.

  3. ښاغلي استاد زيار صاب سلامونه ستاسو خدمتونه پښتنوته اوپښتوژبي ته دستايلوسره سره دددره ناوي وړ هم دي .تاوكولاي سول چې دپـښتو ددودولواونوروته دورښودلوپه لاره كي نه ستړي كيدونكي خدمتونه وكو ل تاريخ ددي شاهد دي .
    دادډيره پخوا دپښتنو يوخوي يو عادت ګرځيدلي دي چي په ژوندو پسي خاندي ملنډي په وهي او په مړو پسي ارمان كوي ،همدا وجه ده چې تراوسه پښتانه په دي لويه نړي كي غلامان پاته سوي اودرپه دره ګرځي
    نه يې ژبه ژوندي كړه نه يې پښتني هويت نړيوال كړه البته داسي ډير بي ايمانه او داومه اند او دمادي نعمتونو ګدايګران پښتانه شته چې پښتو نه وايې په نورو ژبو خبري كوي داپروسه اولړي راروانه ده اودسر په سترګويي وينو
    خوځوك چې په ټول توان پښتوراژوندي كول او خورول غواړي په هغوپسي ناسمي خبري كيږي ،
    دمسكا ليكنه ډيره دافسوس وړ ده نه بايد داسي مشرانوته داسي خبري وسي ،كه نورهيځ نه وي مشر دي سپينو ويښتانوته يې دپښتنوالي په اساس احترام په كار دي داچې دي ليكلي دي خوږه پښتو وليكه فكر كوم ددي به هم پښتو هيره يا دهيريدوپه لوري روانه وي كنه ددي دنسلونوخوبه حتمي پښتوهيره اوورپسي بۀ خاندي
    داچي زيار صاب يومشراستاد دي نور وته احترام په كار دي دده دازده دي چې ليكلي يي زموږ ځه زده دي اوځه ليكلاي سو وهغه ته بآيد پاملرنه وكو نه داچې دچاسپكاوو وكو ،داستادانو مشرانو چې ټول ژوند يې پښتوته پښتنوته خدمت كړيدي ،ستاينه په كار ده نورخوپښتنو ورته ځه ورنه كړل مرسته يې ورسره ونه كوله په ستونزوكي لاس نيوي ونه كو نو دونه خوبآيدشي چې په ښه نامه يې ياداوورته احترام ولرو په دي مو پيسي نه ځي اونه موتاوان دي دتاوان له كاره خوپښتانه منډئ وهي ،يوتوكه راياد سوه:
    وايي يوه وردګ يوغران په موټ كي ټينګ نيولي وو بازارته راغلي يوي بلي خواته وګر ځيدو وږي سو نانوايي ته ودريدو چې يوه ډوډي په واخلي ده چې موټ خلاص كو غران يې دلاس په خولولوندسوي وو ده وره وويل :
    مه ژاړه مه ژاړه خوادي بده سويده ځان به وپلورم خوتابه ورنه كړم بيرته وږي له نانوايې راوروان سو .
    ډير پښتانه دژبي ته دخدمت په لاره كي يوغيران نه لګوي خوخبري بياډير ي لويي كوي هيله ده نور د مشرانو احترام وكوو او ددوي هځوته په درنه ستر ګه وګوروتر ځو په خپلو خدمتونو پيښيمانه نه س ي په دره ناوي .

  4. موسکا!
    په جان ويلو مې درته پېرزوينه نه کېږي ځکه چې د هغه الفاظو نه دې چې ګران پوهاند ته کارولي دي، داسې ښکاري چې ستا په زړه کې ځان ته، نورو ته، خپلې ژبې ته او خپل دود او دستور ته هېڅ قدر او درناوی نه شته، نو زه به ولې تا ته درناوی کوم.
    که ستا سر د زيار صاحب په خبرو او ليکنو نه خلاصيږي نو پړۀ يې په زيار صاحب ولې اچوې. هغه د پارسۍ شعر دې اورېدلی دی چې وايي:
    چو بشنوی سخت اهل دل مګو که خطاست
    سخن شناس نه يي جان من خطا اينجاست
    که ته پرې نه پوهېږې، نو په يو ځای کې غلې کښېنه او د نظر ورکولو نه ډډه وکړه.
    زيار صاحب ستا ژبې ته خدمت کوي، چې بله ورځ لکه اردو (نيمه فارسي- نيمه انګريزي- او نيمه اردو) نه شي. او ته څوک يې چې زيار صاحب ته دا وړاندوينه کوې چې کوم (مقام) ته به و نه رسېږي. همدا چې ټول افغانان هغه د يوه ستر ژبپوه په نامه پېژني همدا خپله يو مقام نه دی؟ او ته څوک يې؟ کومه توره دې کړې او کوم مقام ته رسېدلې يې چې نورو ته د هغو مقام ورښيې؟ تا څوک پېژني؟؟؟؟
    زيار صاحب دې ته اړتيا نه لري چې ځان غټ وښيي. هغه ته د پښتو ژبې ويونکو د هغه دخدمتونو لپاره هغه مقام ورکړئ چېرې چې اوس زمونړ ډېر لږ ليکوالان، شاعران او ژبپوهان درېږي.
    ع ګهيځ