کور / تازه خبرونه / په ۲۰۰۸ کال کي ۵۵۲۰ بهرنيان ۷۵۵۲ داخليان وژل سوي دي

په ۲۰۰۸ کال کي ۵۵۲۰ بهرنيان ۷۵۵۲ داخليان وژل سوي دي

 


 د ( د طالبانووياند  ذبيح الله مجاهد) لخوا په رالېږل سوې خبرپاڼه کي خبر ورکړه سوی چي د ۲۰۰۸ عيسوي کال په اوږدو کي يې تر پنځه زره دوه سوه شل ۵۲۲۰ تنه بهرني پوځيان وژلي ،  اووه زره پنځه سوه دوه پنځوس ۷۵۵۲ د ملي اردو او ملي پوليسو سرتيري وژلي ، ۲۸۱۸ دوه زره اته سوه اتلس بېلابېل پوځي او ترانسپورتي وسايط له منځه وړي او ۳۱ بېلابېلې الوتکي راغوځولي دي .


ذبيح الله مجاهد خپلو مجاهدينوته ديادو سوو لاسته راړونو مبارکي ويلې او پر مطبوعاتو يې تور لګوی دی چي د بهرنيانو لخوا سيم او زرو يې سترګي او خولې ور تړلي دي .


بله خوا د ناټو له خوا لراوبر ته په راغلې خبرپاڼه کي ويل شوي چي ايساف ځواکونو له خوا د هلمند د بابا جي په سيمه کي د حاجي ورورک په نامه يې د طالبانو د سيمه ايز قومندان وژلی دی ، حاجي ورورک د هلمند په زمينداور کي زېږېدلی او د کجکي او سنګين په سيمو کي اوسېده . ناټو د خپلي خبرپاڼي په ترڅ کي پر حاجي ورورک مرګونی بريد يوه لاسته راوړنه  او د امنيت راوستلو په برخه کي پرمختګ بللی دی . په خبر پاڼه کي د نوري مرګ ژوبلي يا ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل سوي . ناټو وایی که څه هم ۲۰۰۸ کال د دوی لپاره په افغانستان کي تر ټولو نورو کلونو خونړی و ، خو بيا هم پرمختګونه او لاسته لاړوني هم لري .


 

تبصره نسته

  1. د زبيح الله مجاهد پورتنيي ارقام لومړى خو د ملي پوليسو او ملي اردو له ټولې شمېرې څخه زيات ښكاري او د بهرنيانو په مورد كې كېداى شي همداسې وي، ځكه چې هغوى په افغانستان كې ډېر زيات دي.
    كه د مجاهد صيب جهاد او دنده يو كال نور هم ادامه پيدا كړي نو د بهرنيانو تلفات به هم د هغوى له اوسني نفوس څخه واوړي او بيا به په هغه هېوادونو كې څوك پيدا نشي چې د جګړې له پاره افغانستان ته راشي. بيا به د هندوكش لوړې سپينې څوكې وي او تور كارغان چې د افغانانو پر غوښو به خپلې تورې مښوكې سرې كوي.
    نور به افغانستان نه اردو لري، نه به ښوونځى لري او نه به پر ځمكه كوم داسې افغان پاتې وي چې پنجابيانو او د پاكستان نصراني او يهودي ملايانو ته
    په … سره ځواب ووايي. مجاهد صيب ته خو به يو كنډواله افغانستان په ميراث پاتې وي، بن لادن ته به د منځنۍ اسيا د تېلو زيرمې په لاس ورشي او د دلتا د تېلو كمپنۍ به پرې مزى شي، مولانا فضل الرحمن به بيا د پاكستان له اسخباراتو كومه درې زره جريبه ځمكه په انعام كې ورسېږي، خو هغه پښتون معصوم يتيم چې پلار يې د مجاهد صيب د مړو په لست كې دى څه به كوي او مجاهد صيب ته چې د هغه يتيم سرپرستي پرې واجب ګرځي نو څه به بيا ورسره كوي هغه هم په داسې حال كې چې ستاسې د جهاد له كبله به د يهودو او نصرانيانو سرې او تورې لښكرې په پايپ لاينونو او كاني زيرمو ولاړې وي
    او افغانان به له خپلې خاورې څخه نور بې برخه شوې وي.

    زه خو دا وايم چې شاباش تورې نورې هم د افغانانو په وينو سرې كړئ تاسې يې څه غم لرئ تاسې خو د ښوونځيو د ورانولو له پاره د ځمكې له لارې له پنجاب څخه بېلدوزرونه او د هوا له لارې له انګريزانو څخه تيارې غواړئ تر څو عام افغانان مو له ښوونځيو ورانولو څخه مخنيوى ونه كړي، نو كه دا مخنيوى بيا كېده نو هوايي دوستان به مو بيا ننګې ته مټې راونغاړي او عام وګړي به قتل عام كړي او بيا به هغوى ووايي چې دوى طالبان بمبار كړي خو يو څو ملكي وګړي په كې هم وژل شوي. تاسې ته به هم خبري سوژه پيدا شي او وبه وياست چې وژل شوي كسان ټول ملكيان وو او د دوى مجاهدينو ته په كې كوم زيان نه دى اوښتى او پنجابي بېلدوزرونه هم بېرته خپل هيواد ته په برياليتوب سره ستانه شوي دي، خو يو پښتون، مسلمان او بېوسه، ننګرهارى، هلمندى، كندهارى، كنړى، خوستى ……… به په چوپه خوله د خپلو ماشومانو او تورسرو جنازو ته په اوښكو ډكو سترګو ناست وي او د خپلو ماشومانو او تورسرو د جسدونو تماشا به كوي، دا څه پروا كويتاسو ته جېبونه ډكوي او ستاسو اسلاميت او مسلماني خو همدا تعريف لري چې خلك تلويزويونه څه كوي هغه خو نصرانيانو جوړ كړي، په هغو كې كوبايي فلمونه چلېږي هغه ټول نصراني فلمونه دي او ټول درواغ دي دا حقيقي فلمونه ولې په خپلو سترګو نه ګورئ، تاسې خو مسلما نان ياستئ ستاسې فلمونه بايد د نصرانيانو له فلمونو سره توپير ولري هغه داسې چې ستاسو په فلمونو كې بايد درواغ نه وي هغه بايد حقيقت ولري او حقيقي فلمونه بيا تلويزيون ته څه اړتيا لري،الله ج تاسې ته سترګې د څه له پاره دركړي د همدې له پاره دركړي چې د خپلو كورنيو، ماشومانو او تورسرو فلمونه پرې وګورئ تاسې بايد يو فلم په ټول احاس سره احساس كړئ چې كله د يو چا ماشومان مړه او كور يې نړېدلى وي نو ميندې او پلرونه يې څنګه وير كوي.
    په هندي او امريكايي فلمونو كې خو ژړاګانې په دروغو سره كوي تاسې بايد حقيقي فلمونه، په حقيقي وير او حقيقي سترګو سره ووينئ.

    افرين د اسلام ټيكه دارانو ستاسو له رښتينو فلمونو او رښتيونو تلويزيونونو څخه ډېره زياته مننه.
    خو الله ج دې دا د فلم شوټينګونه او د فلم لوبغاړي ستاسې تركورونو اوستاسې تر ماشومانو پېښور كوټې پنجاب او كراچۍ ته هم ورسوي. يوه ورځ دې ستاسې كورنۍ هم لكه د نورو د پښتنو د كورنيو غوندې د حقيقي فلمونو، ويرونو او تلويزيونونو تر شا هم كېنوي، امين ثم امين.

  2. په يو يې هم باور په کار ندی . کله چې چېرته کوم ځانمرګی بريد وشي . په سل متري کې يې عام خلک وژل شوي وي . خو د خارجيانو پکې موټر تخريب خو چا ته پکې زيان نه وي رسيدلی . حتی کله چې د ملي اردو او پوليسو څخه هم پوښتنه وشي ؛ هغوی هم د خارجيانو د تلفاتو زياتوالی منی خو د نشر اجازه يې نه لري . خو ميديا هم څه ناڅه ملامته او ياهم له وېرې د بهرنيانو د تلفات سم نه په ډاګه کوي .