په يوه تازه خبر کي راغلي چي يو ساعت مخکي په غزه کي د حماس اسلامي ډلي لوړی مشر نذر ريان د اسرائيلي پوځ په هوايي بريد کي د خپلو ۷ سرتيرو سره يوځای په خپل کور کي ووژل سو او شاوخوا دېرش کسان په نور د نذر ريان پر کور په بريد کي ژوبل سوي دي .
پر غزه د اسرائيلي پوځ د تيري شنبې ورځي راهيسي دپرلپسې هوايي بمباريو په ترڅ کي دا لومړی ځل دی چي د حماس اسلامي ډلي لوړپوړی چارواکی په نښه کېږي ، په اوسني نوو بريدونو کي د حماس ډلي او سرتيرو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي و .
د غزې په اړه نور سرليکونه :
2008-12-30 غزه : د ظلم او وحشت څرگندي بېلګي
2008-12-29 پر غزه د بمباريو له وجي ١٤٠٠ فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې
2008-12-27 غزه : د اسراييلو بريد ۱۴۰ فلسطينان وژلي او ۲۵۰ ټپيان کړي دي
2008-12-27 عاجل او تازه خبر اسرائيلي الوتکو ۲۰۰ فلسطينيان ووژل
وروركه ته ولې ګېله لرې هر څه د الله ج په لاس كې دي دا د الله ج پرېكړه ده چې شيطانانو ته يې ابدي او يا هم اوږد عمر وركړى دى. ايا په افغانستان كې نه ويني چې څومره مجاهدين او طالبان ووژل شول خو بن لادن، ملاعمر، ملا برادر، استاد رباني ، مارشال، قانوني، حكمتيار، خليلي، كرزى ، مجددي، او …………. لاهم ژوندي دي.
تر هغه چې لښكرې جنګېږي نو لښكرخان ته به نوبت نه رسېږي.
ايا تاسې به داسې كوم احمق په نړۍ كې ليدلى وي چې مرګ د ځان او خپلې كورنۍ له پاره خوښ كړي او يا امريكايي الوتكو ته د خپل كلي او خپل كور كوردينات وركړي. عام فلسطينيان دې الله ج له عامو افغانانو سره يو ځاى وبښي او دا شيطانان دې تل وي كه دوى نه وي نو د مرګ استازي به څنګه خپله چاړه چا تر ستوني ورسوي.