په هره ژبه کې چې دنوي ويي (لغت) اړتيا اوموندل شي نو هغه لازمي يا خپل نوې ويي (لغت) جوړوي يا يې له بلې ژبې څخه رااخلې او بيا دا يو ځلاند ه رښتيا او منونکې خبره ده چې دنړۍ په هره ژبه کې له نورو ژبو څخه ويي (لغات) اخېستل (مستعار) شوي دي او هغې ژبې ښه په ورين تندي منلي هم دي خو هغې ژبې ددې مېلمنو لغاتو دپاره هيڅ کله هم خپل ابېڅې (الفبا) نه دي ورته بدل کړي او نه يې هم زيات کړي يا کم کړي دي هغه دژبې ويي پانگه (زخيره الفاظ) وي که د ځايو او خلگو نمونه وي او که مذهبي يا سائنسي گڼنه (اصطلاح ) وي هغه يې په خپله ژبه کې تر هغو پورې په خپله اره (اصلي ) بڼه کارولي دي تر څو چې د ژبې ابېڅې اجازت ورکړی وي چې خبره دکوربنې ژبې له ابېڅې څخه تېره شي نو بيا هغې يو داسي تگلاره خپل کړې وي چې د مېلمنې ژبې ږغ کوربنې ژبې له کوم ږغ سره نږدې وي نو په هغه اړول کېږي هر څو که هغه توری بيا په خپل اره (اصلي) ژبه کې خپله مانا له لاسه ورکوي خوکوربنه ژبه يې ددې خبرې پروا نه لري او هغه دې بدل شوي توري ته هم هغه مانا ورکوي کوم په مېلمنه ژبه کې و خپل اصلي توري ته ورکول کېږي- په پارسي کې ستان وخاوره يا ټاټوبې ته وايي او د افغانستان مانا د افغانانو ټاټوبی لېکن په انگرېزي کي ورته افگانسټان وايي چې که په پارسي کي وکتل شي نو رښتياهم دغه توري خپله مانا له لاسه ورکړې ده خو د انگرېزي والا هيڅ کله هم ددوی دادليل نه مني په پارسي کې افگانسټان څه مانا لري او که نه خو دوی (انگرېزان) به ورته افگانسټان وايي اوله دې توري څخه دوی هم هغه مانا اخلي کوم چې پارسي والا له افغانستان څخه اخلي دغسي پاکسټان(پاکستان)، فلسټائن (فلسطين) ، کهوسټ (خوست)، زهوب (ژوب)، زيارټ (زيارت) ،ټورجان (طورجان)، کهايسټه کهان (ښايسته خان) او و طالبان ته ټالبان وايي
لکه حديث يو مزهبي گننه (اصطلاح ) ده وه دې ته په انگرېزي کې حاديت ويل کېږي او و دعوت ته ډاوټ ويل کېږي نو که څوک داوايي چې په دې باندې سړی گناه گاره کېږي دا يوه بې مانا خبره ده ولې چې د انگرېزانو حاديت او ډاوټ هم هغه مانا لري کم چې په عربي کې حاديث او دعوت لري دغسي به داربي( عربي) ژبې بېلگې راواخلوپه عربي کي و کراچي ته کراتشي وايي و گل محمد ته جل محمد وايي و پښتون ته بشتون وايي دغسي په اردو کې و مڼه ،کڅ اوځنگل (په جنوبي پښتونخوا کې دځايو نومونه دي ) منه ،کچ او جنگل وايي خو روڼ رښتيا دادي چې زموږ پښتانه وروڼه به ورسره خامخا يو ژبې کېږي چې نه خو انگرېزانو دحادث د “ث” ، د دعوت د “د” او “ت” ، افغانستان د “غ” او “ت” ، د فلسطين د “ط” ، د خوست د “خ” او “ت” دپاره کوم ځانگړي ابېڅې يا اې بي سي جوړې کړې دي او نه اربي (عربي) والا د کراچي د “چ”، گل محمد د “گ” د پښتون د “پ” او “ښ” دپاره په خپلو ابېڅې کې کوم زياتوب کړی دی او هم اردو ژبې ويونکيو د مڼې د “ڼ” ، کڅ د “څ” او ځنگل “ځ” دپاره کوم کړاو گاللی دی او نه هم په دې اړه کومه اندېښنه لري يوازې پښتانه دي چې دپرېدۍ ژبود پاللو ټېکه يې اخېستې ده دخپلو ژبو پالل خو ورڅخه پاتې دي دپرېديو ژبو په پالنه کې که لږ څه هم کمی راشي نو يو توپان به جوړ کړي۔ داخبره ځکه کوم چې ډېری زموږ پښتانه وروڼه دا پرېدي ږغونه (ليکونه) له پښتو څخه ځکه ايستل نه غواړي چې بيا د اردو، پارسي او اربي په ليکلو او لوستلو کې ستونزې پيداکېږي او بيا به يو پښتون داژبې په سمه توگه نشې ليکلی او لوستلی ۔ ځکه نو دا لس تورې له پښتو څخه ايستل په هيڅ ډول نه دي پکارکه په داسي کولو سره پښتو په اردوواوړي يا په پارسي بدله شي بيا هم هيڅ خبره نه ده۔ او د خوند خبره خولادا ده چې يو ملگرې راته ويل چې (( په پښتو کې دا ږغونه شته خو ډېری پښتانه بې تعليمه (ناپوهه) دي ځکه هغه لس ږغونه په سمه توگه نشي ادا کولای پکار ده چې په ښوونځيو کې ورته ددې ږغونو په خپله اره (اصلی ) بڼه ښوول وشي)) ۔ يانې موږ له ځانه اربيان جوړوو خو د اربي دا لس ږغونه ونه غورځوو۔
پښتو چې يوه ډېره اسانه ، خوږه او په اهنگ برابره ژبه ده هم دغسي پرېدۍ ژبپالنې، په ويلو کې ډېره سخته کړې او په زده کولو کې ډېره گرانه کرېده۔ په دې اړه ما دکمپيوټر په مرسته يو ه څېړنه کړېده چې د هغې د پايلې له مخې د اربي لس هغه تورې چې په پښتو کې په رښتيا هم نشته خو ورباندې په زور تپل شوي دي دهغو کارونه يوازې په سلوکې درې نيم ده چې دا رښتيا هم يو سترگې خلاسونکی او ا يرانوونکی کاردی چې موږ يوازې د درې نيم په سلو کې په کارونه د لس پرېديو اربي ټکو بار په ځان منلی دی ۔
زما دا وړانديز دی چې موږ بايد نور خپل ځانونه په بې ځايه دليلونه ونه غولوو او د اربي ،انگرېزي ، اردو او د نړۍ د هرې ژبې رنگه دپرېديو لغتونو او نومونو دپاره په خپله ژبنۍ ابېڅې کې کوم بدلون ونه منو او بايد د هرې ژبې هغه ابېڅې چې په پښتو کې شتون نه لري د دپښتوپه خپلو ارو (اصلي ) ابېڅې واړوو ۔
د اربي د لسو تورو بدل :
۱)) ث ـــــــــ په ـــــــــ س
۲)) ح ـــــــــ په ـــــــــ ه
۳)) ذ ـــــــــ په ـــــــــ ز
۴)) ص ـــــــــ په ـــــــــ س
۵)) ض ـــــــــ په ـــــــــ ز
۶)) ط ـــــــــ په ـــــــــ ت
۷)) ظ ـــــــــ په ـــــــــ ز
۸)) ع ـــــــــ په ـــــــــ ا
۹)) ف ـــــــــ په ـــــــــ پ
۱۰)) ق ـــــــــ په ـــــــــ ک
په دارنگه کولو سره به مو نه يوا زې ښايسته پښتو ته دنورونويو پرېديو تورو راتللو لار وتړل شي بلکې دا شته توري په هم پښتني بڼه واوړي چې هم به يې ليکل اسان وي او هم لوستل ۔
I request the admistration of LARAWBAR.COM to please correct the heading of my column as follows
PREDEO LASO ZHAGHOONO ( LASO MEANS TEN 10 NOT YAWOLAS 11)
THANT YOUR FOR PUBLISHING MY COLOUM.
Zarrgaya, da de Zhabpohano kar dai. Pahar toree passey (T) tarral, Pashto na shee soocha kawalai. Arabi noom aw malkyat dai, ta ye na shae badlawalai
ګران ګل محمد ورور څخه ډېره مننه چې دوې کرښې تبصره يې وليکله که چېري لږ په پراخه او څرګندو ټکو کې وليکئ نو به دليل سره ووايو
او داچې اربي دهنديانو، بنګاليانو، چينايانو،المانيانو، انګرېزانو او نورو ته ولي ملکيت او نوم نه دی چي يوازي د پښتانه نوم او ملکيت جوړ شوی دی په دې پورتنيو ژبو کي هم ترموږ او تاسي ټينګ مسلمانان شته دويمه دا چي زه يې نه شم بدلولی نو ګرانه وروره په نړی کې نږدې پنځه کروړه پښتانه دي او زه يې يوکروړمه برخه يم که زه يوازې د خپلي برخې چوپړ دپښتو دپاره ووهم نو دابه زما دپاره ډېره غټه خبر وي۔
ګرانۀ ورورۀ،
ډېر ښه ګایونه دي لیکلي دي او زه یې سل په سل کښې درسره منم. ته باید دَ شهید خان اودل سمد خان اڅګزي لیکنه په دغه اړوند وَلولې.
اباد اوسې
یاغیستان
لندن
ښاغلی احساناله کاکړ ښې چارې. تاسو د پښتو ستونځه په بنسټیزه ټوګه درک کړې، اوهغوۍ چې وایيته دبل ې ژبې ملکیت نشې بدلوای هغوۍیا له یوې ژبې پرته په بله ژبه نه پوهېږي او که پوهېږی نو په کومه ګاونډۍ ژبه . که دوۍ په یو څو اروپایي ژبو لکه انګلیسي، هسپانیوي ، فرانسوي ، روسي، او یا جرمنی نو دوی په پوهشوی وای چې ددو ټولو ژبو زیاتې کلمې لاتیني او یایونانی بنسټ لري خو په تلفظولو او یا ویلو کې سره توپیر لری او همداسبب دی چې دغه ژبې یې سره پوره بېلې کړی.
خو یوه بله ډله چې بیا وايي ژبه ژب پوهانو ته پرېږدﺉ هغوی هغه بې استعداده کسان دي چې په دې نه دي بریالی شوی چې د خپلې خوښې پوهنځی ته بریالي شي او په ډېرهو ټیټو نمرو دوخت داړتیا له مخې دپښتو ډیپارتمنت ته استول شوي دي.
تر دې زیات څه نه غواړم ولیکم خو دومره وایم چې ستاسو فکر د قدر وړ دﺉ او که کیداﺉ شي خپله دغه اوچته نظریه په کړو کې پلې کړﺉ.
ستاسو دد غې علمي نظريي دبریالیتوب په هیله.
تفسیر خان
If you want to change the alphabet of Pashtu, I am sue the current generation will not be able to read it. In place to change the alpahbet, it is better to find readl meaning os word which come from another langauge, like Maktab is Showenzay in Pashtu. Our fathers did alot for our language then every one today, they found meaningful words in Pashtu like Puhantoon for University.
If you want to change the alphabet of Pashto, I am sue the current generation will not be able to read it. In place to change the alphabets, it is better to find real meaning of words which come from another language, like Maktab is Showenzay in Pashto. Our fathers did a lot for our language then every one today, they found meaningful words in Pashto like Puhantoon for University, and many others which currently use in Afghanistan as National Terminology.
Allah Hafiz