اوس ځېنو هغو اشکالاتو ته پام اړوو چې ددېن برخه ګرځېدلې ده ېا ګرځول شوې ده چې له امله ېې په مسلمانو مفکرېنو او علماوو کښې د اجتهاد دروازه بنده کړې ده او لدې سره شرع او شرېعت دېوه ځانګړې وخت ېو ېادګار پاتې شوې دې او داوسنې عصر و تقاضاوو ته په ځېنو مواردو کښې درست ځواب نشې وېلاې .
لدې جملې څخه لومړې هغه شراېط دې چې دفتوې ورکولو لپاره دېوه مفتې لپاره ضرورې بلل کېږې .
هغه داچې لومړې دفقې ماهر به وې ، چاچې له معتبرو(معتبر ېعنې څه ) اساتذه وو څخه علم حاصل کړې وې ، په چا کښې چې دفقې فطرې ذوق هم وې ( فطرې ذوق !!!!!) چاته چې د فقه ملکه حاصله وې ( له کومه مدرکه ؟) څوک چې پر ظاهر رواېت فتوا ورکوې . (وګورې شروحات د شرح العقود رسم المفتې )
ظاهر رواېت هغه رواېت ته وېل کېږې چې د شهرت درجې ته رسېدلې وې لکه دامام محمد صاحب رواېات چې په جامع صغېر ، جامع کبېر ، سېرصغېر(کتاب المغازې) ، سېرکبېر ، اوېا مبسوط کښې وې .
اوس سوال دادې چې هغه مسله چې د اوس دور ده او په پخوا کښې ېې سارې نه درلود ( نوازل ) چې په لسګونه داسې مساېل شته او هغه مساېلو ته د نظاېرو په توګه ظاهر رواېت موجود نوې او ېواځې نوادر غېر مشهور رواېات وې اېا ېو مفتې چې له معتبرو اساتذه وو نه ېې درس نوې وېلې البته ددې نوادرو علم ورته وې او هم د شته مسلې په هکله کره معلومات لرې فتوا ورکولې شې او که نه ؟
دوهم هغه روېه او روحېه چې دوخت علما او فضلا ېې پر ځاې کښېنولې دې او ددوې اجتهادې قوت فکر ېې شل کړې دې هغه د متقدمېنو او متاخرېنو تصور دې چې اعتبار متقدمېنو ته ورکول کېږې لدې سره دېن د مخکېنې خلکو لپاره محدودېږې .
متقدمېنو علماوو ته دزېات احترام تقدېم پر خپل ځاې ولې متاخرېنو ته ددې په سبب چې دوې دې نړې په پلانې وخت کښې ولې راغلې دې اوېا ددوې زمانې ته د جهل او فسق زمانه ووېل شې زما په آند ېو زېاتې او بدګمانې ده .
ولې چې د زمان په تېرېدلو سره به موږ (زموږ اعمال ، ارا او معلومات ) هم زموږ راروان نسل ته حجت وې او حال دا چې د حضرت انسان لپاره ساېنس او ټکنالوجې په مټ د ورځې په تېرېدلو سره پخپله دانسان او کاېناتو په اړه معلومات ورځ تر بله زېاتېږې او شرېعت دهغو په اړه ګونګې پاتې دې لکه د زړه تصور ، چې ساېنس ېې هغه حېثېت نه منې کوم چې په پخوانې تصوراتو کښې ورته منل شوې دې . ېا لکه دلمر دغروب او طلوع تصور، داسمانونو شتون او دسپوږمې په لومړنې اسمان کښې تنصېب چې ننې ساېنس دا اوقېانوسې خېالات ګڼې او لمر تر ځمکې په سلګونه ځله غټ او ساکېن بولې .
همدې تصوراتو اوس په موږ کې دا نظرېات زېږولې دې چې هغه سړې ته موږ ډېره ترجېح ورکوو چې له لوېه او مشهورې مدرسې نه فارغ التحصېل وې ولو که په ټکې هم نه پوهېږې او بل څوک چې دا مقام نه لرې که تر هغه سل ځلې په مساېلو کښې ماهره وې ولې بې اهمېته بلل کېږې او فتوا ته ېې غوږ نه نېول کېږې همدا حال زموږ د مشرانو دحېثېت دې چې هره خبره ېې د کاڼې کرښه ګڼو هغه که دې له هېڅ نه هم نوې خبر . او همدا مشهورې دېنې ادارې دې چې له دغه شهرت څخه ېې دخپلو تلامذو په توسط تل ناوړې ګټې هم پورته کړې دې .
علامه ذهبې فرماېې چې تردرېمې صدې پورې د متقدمېنو زمانه وه او را وروسته زمانه د متاخرېنو ده چې په قول او ترجېح کښې تر متقدمېنو په حېثېت کښې ټېټ دې .
ځېنې له امام محمد ، زفر ، حسن ابن زېاد نه راوروسته د حافظ الدېن بخارې تر دوره پورې د متاخرېنو دور شمېرلې دې .
او هم دارنګه له امام اعظم رح نه تر امام محمد رح پورې دې دور ته سلف وېل کېږې او لدې وروسته تر شمس الاېمه حلواېې پو اشخاصو ته خلف وېل کېږې .
جرېان لرې …
دالړې زما دمخکېنې مضون (ملااوکه معلېم ؟) د لړې تسلسل دې . درانه لوستې دې ماله خپلې راېې نه خبر کړې موږ خپله خبره حرف اخر نه ګڼو ، هغه دوستان چې زموږ سره په ارا کښې متفق دې باېد چې خپل تاثرات ولېکې او هغه دوستان چې مخالفت څرګندول غواړې ددوې اعتراضات او نېوکې په سرسترګو ولې باېد خامخا که څوک دپاڼې د کتلو پر وخت د لېکلو وسېله هم لرې باېد څه ناڅه تاثر پر هره لېکنه ولېکې لدې سره دلېکوال لپاره دنورو له اراوو نه دخبرېدلو چانس هم پلاس ورځې او معلومات هم ….. مننه
ټولو ته سلامونه
محترم حلیمه وروره په دومره مغلق موضوع کښی بغیر د پوره معلوماتو نه سخته ده چه یو سړی زما په شان پوه ســـــــــــی. خیر یو څه په پوه سوم او درسره موافق یم خصوصا دا چه بد بختانه په پاکستان د دینی چاری یو کسب او پیشه ګرزیدلی ده او دا وموږ ته هم صرایت کړی ده. دوهم دا چه د وهابیزم دی هیڅ څه ندی ذکر کړی چه دوی هم په سلفینو کښی راځی. زما په نظر دا یو ډیره مهمه موضوع ده چه خلګ پوه سی چه وهابیان څوک دی ځکه چه دوی سخته په مخه روان دی او د خلکو د بی وضلی څخه ګټه اخلی. په دره ناوی. ه. توخی
ګران توخي صاحب!
په سلامونو مو ننګونه کوم!
ښاغليه!!!!!
زه به دومره او لنډ يو څه وليکم کوم چې د اوس او ټول امت لپاره د يوالي څرګندونه کوي:
١- لکه څرنګه چې امامانو صاحبانو د خپل وس سره دين ته خدمت کړى خو مګر دغه اختلافات چې رامنځ ته شوي دا د امامانو صاحبانو نه بلکه زموږ د کمو او بې ځاى معلوماتو ځوکړه ده، پدې معنى چې امامان صاحبان پخپل وخت او دور کې د علم او دين خپرولو لپاره مجاهده کړى نه په دين کې اختلاف، اوس که موږ ګورو پر هر هغه څه چې الله ج امر کړى موږ هغه پرېږدو او د امامانو پورې يو څه تړو او ترجيح ورکوو، که تاسې خپله ليکنه په اصليت و څرخو ۍ دا به ډېر زيات خدمت وي، لکه: آيا رسول الله ص ددې امر کړى چې تاسې مذاهب رامنځ ته کړۍ؟ آيا رسول الله ص پغېر له قرانکريم او احاديثو شريفو پرته پر بل څه امر کړۍ؟ يعنې زه چې څومره څېړنه کوم يواځنۍ ستونزه په مسلمانانو کې د بې رواجونو شتون دى چې موږ يې پر مذهب پورې تړو! موږ دومره اهميت پدې عصر کې قران او احاديثو ته نه ورکو لکه څومره چې يې رسم و رواج ته ورکوو، کومو ته چې موږ د مذهب نوم ايښى! موږ او تاسې د امامانو صاحبانو رح عليهم له کړنو ښه معلومات لرو او د هغوې له تقوى څخه هم ښه خبر يو، بايد امت پدې و پوهيږي چې لمړى بايد موږ قرانکريم او بيا احاديثو ته توجه وکړو، ځکه چې د احاديثو ټولونه د امامانو رح نه وروسته تر سره شوې بل دا چې په هغه وخت کې ټکنالوژې هم پر مخ نه وه تللى لکه اوس چې په څو ثانيو کې مو د نړۍ له هر ګوټ څخه ځان خبرولى شو، په اوس وخت کې ما وليدل چې په بي،بي،سي کې راغلى وو چې زموږ يو تکړه او زيارکښ عالم عزيز صاحب د قرانکريم تفسير په خپل لګښت چاپ کړ او داسې کره معلومات لري چې هيڅ سارى يې نه ليدل کيږي د عزيزالقران په نوم تفسير په ساده پښتو دى او ټول پښتانه ترې په ښه ډول کار اخستى شي. بيا هم ستاسې له ليکنو ډېره مننه کوم خو يوه غوښتنه هغه داچې خلک بايد دېته راوبلل شي چې تش په بې ځايه خبرو هيڅ نه کيږي تر علم زده نه کړو، ځکه ړوند هيڅ نه شي ليدلاى او ناپوه ښه بېلګه د ړانده لري!!!!!!!!
په اسلامي او پښتنه مينه
د خېبر پښتو ژبې او کمپيوټر څېړنيز مرکز اداره
ښاغلې H.tokhi صاحب …………
ستاسې د نظر نه ېوه نړې مننه
وروره زه په نظر کښې لرم چې د شېعه ، وهابېانو ، اخوانېانو او برېلوېانو په تارېخ او اشخاصو ېوه مفصله لېکنه وکړم انشاالله په راتلونکې اونې کښې .
او ښاغلې ورور حکمت الله خېبر صاحب ستاسې له نېکو پېرزوېنو نه هم ډېر مننه ….. ستاسې له غوښتنې سره سم ما بېله لېکنه (امام صاحب څه واېې نشر ته وسپارله هېله ده د توجه وړ مو وګرځې .
محترم حلیم صاحب سلام او درڅه مننه کوم.
که اجازه وی زه به د خیبر ورور لیکنی ته یو څه مختصر ولیکم. او هغه دا چه دده ټول مطن د وهابینو په رقم ده هغه دا چه وهابیان هم څلور منل سوی مذهبه نه منی. موږ افغانان د حنیفی په مذهب روان یو او بس. د موږ امام (ر ع) ټول شریعت موږ ته د قران او حدیث په رڼا کښی معنی کړی. دا لړی دوام لری او دا به د اوسنی د حکومت د قضایی له خوا کیږی او بس، نه دیو بل نا معلوم مذهب لخوا. بل دا چه ما دا نوی پښتو تفسیر نده لوستی خو دومره وایم چه ددغه کار د یو شخص له خوا مطلق مخالف یم. زلمی هم قران له خپله مصرفه ترجمه کړی؟ و کمپوټر و مخته ناست باید دومره ساده نسو. وسلام. ه. توخې.