کور / تازه خبرونه / کابل : هوښيارزی مرستندويه ټولني د ماشومانو د ليلام مخه ونيول

کابل : هوښيارزی مرستندويه ټولني د ماشومانو د ليلام مخه ونيول

د کابل په څلور لارو کښي د هلمند څخه د جګړو ځپلو اوبې ځايه سويو کډوالو له جملې څخه يې ځيني کورنۍ د سختو اقتصادي مشکلاتو، ساړه ژمي او بې کارۍ له امله دې ته اړ سوي دي چي د لوږي څخه د ځان او پاته کورنۍ ساتلو په موخه خپل واړه – واړه ماشومان  د سړک پر غاړه ليلام او خرڅلاو ته راوباسي  .


 پدې اړه لراوبر ته د هوښيارزي مرستندويه ټولني په رارسېدلي ليک کښي د هغو اړوندو کورنيو سره د عاجل مرستي يادونه سوې کومو چي د کابل د قمبر په څلورلاري کښي خپل ماشومان خرڅلاو ته را ايستلي وه؛د نوموړي مرستندويي ټولني د همکارانو صافي او سروري په همکاري اړوندو کورنيو ته د رواني عيسوي مياشتي پر درويشتمه نېټه ددېرش زره نغدو افغانيو مرسته رسول سوې ده .


د هوښيارزي مرستندويه ټولني بنسټ په ۱۹۹۵ کښي په جرمني کښي د الحاج محمد عمر هوښيارزي له خوا ايښودل سوئ دئ .


د شبرغان د دښتي ليلي د شهيدانوپه وياړ په کندهار کښي د يو وياړن څلي جوړول هم د نوموړي مرستندويه ټولني په نوي پلان کښي شامل دي .

تبصره نسته

  1. الله دې د هوښیارزي مرستندویه ټولني ته ددې خیر رسوني ډیر ستر اجر ورکړي او د هوښیارزي په څیر نورو هغو خیریه ټولنو چې د همدې مظلوم او محکوم ولس په نامه په هغه او دغه ځاې کي پیسې ټولوی اوبیا یې په خپلو جیبونو کې اچوی هم توفیق ورکړي تر څو د هوښیارزي د خیریه ټولنی په څیر نیک قدم واخلي .او په دغه حساس وخت کې د خپل ولس خدمت ته ورسیږي .
    ټولو هغه افغانانو ته که لږ څه هم د خپل ولس په هکله زړه سوې ولرې همداسې کړنلاره په کار ده .
    په دې سوړ ژمي کې زمونږ د مؤمن ولس نژدې اته میلیونه وګړی د فقر لاندې شپې او ورځې تیروي ، چې د ټولو خیریه ټولنو او په ځانګړي توګه د غاصبو اواشغالګرو ځواکونو له پاره چې تر اوسه یې زمونږ د هیواد د بیا جوړوني تر نامه لاندې د شل زره میلیونو ډالرو زیاتي مصرف کړي یو ستر چلینج دې .
    ټول افغانان باید د زړه د اخلاصه په دې بسپنې کې برخه واخلي . په درنښت .

  2. درنو هيوادوالو!
    دهوښيارزي دمرستندويه ټولنې څخه دمننې 
    په څرگندولوسره  بايد عرض کړم چي  :
    دايوداسي خبر دي چي په اوريدوسره
    ئي دهر با احساسه افغان وجدان تکان خوري .
    دانه يوازي داچي يوه دردونکې پېښه ده
    بلکې دشرم اوننگ خبره ده چي دهيوادپه تاريخ کښي داځل پداسي حال کي چي بهرنيان
    دميليارډونو ډالرودمرستوخبري کوی اوددوي ترحمايې لاندي دولت دملت سره دخواخوږي لافي
    وهي افغانان دلوږی اوخپل ماشوم دژوندي ساتلوپه موخه هغه په ليلام پلوري  
    .
    داشوه ددواړو واکمنودبې ځايه مرستو پايله چي اوس دارگ دتورديوال بغل ته 
    يوه مور اويا يوپلارخپل دزړه ټوټه دکابل ښار پرڅلورلارو باندي پلوري .
    زه اوس
    پر دې خبري نه کوم چي دادولتی خواخوږي چيري دي؟ او ولي ړانده اوغوږونه ئي دملت چيغې
    نه اوري ،سره مياشت اونوري مرستندويه ټولنې ولنې ولي دغو بېوزلوته پام نه اړوي
    .
    ښاغلي کرزی صاحب ولي ددغوتکان ورکونکوخبرونوله اورېدونه ځان بې خبره ښې؟

    ولي ددغوسره چي دده دحاکميت اودده دملاتړو دزورازموينې،جنگسالارو اومحلي
    چارواکودظلمونو اونارواکړونوپه پايله کي جنت غوندي هلمند پرېښودوته اړيستل شوه او
    اوس دارگ وبغل ته خپل اولادونه پلوري خواخوږي نه څرگنده وي ؟
    په هرحال زورونکی
    اوتريخ واقيعت خودادی چي اوس داملت داسي څوک نلري چي په دولتی اوملي کچه ئې غم
    وخوری اومرسته ورسره وکړي ،تر څوددغه زړه بوگنونکي ناورين څخه نجات ومومي 
    .
    دټولوافغانانو څخه  مي هر چيري چې اوسي هيله داده ډير ژر له دغو محتاجو
    افغانانو سره مالي اومادي مرسته وکړي .
    ددې لپاره اړينه ده چي يوه خيريه ټولنه
    هر يوه چي وي داستونزه پر ځان ومني اوپه ځانگړې توگه له دغو افغانا نولپاره چي
    سمدلاسه عاجلو مرستو ته اړتيالري ځانگړۍ حساب پرانيزي ،تر څوپه افغانستان اوبهرکي
    افغانان وکولاي سي خپلې مالي مرستې دټاکلي حساب له لاري  هغوي ته ورسوي 
    .
    که پدې هکله همدا دهوښيارزی مرستندويه ټولنه يوځانگړی حساب پرانيزي اوياخپل
    بانکي حساب  دډله ايزو رسنيو له لارې  تر افغانانو پوري رسوی ، پدې پوره
    باورلرم چي با احساسه اوغيرتي افغانان به  خپل دغه هيواد وال دژمی
    پدغويخنيواولوږه کي يوازي پرې نږدي اوخپلې مرستې به له دغومحتاجوکورنيو څخه ونه
    سپموي . پدې هيله چي موږ ټول هغه افغانان  چي دمرستي توان لرو،هر چيري چي
    يواوس خپله دخپلو محتاجوهيواد والومرستې ته ورودانگو.
     تردغه بل لوي خيرات
    اوصدقه نشته .

  3. can u please send me the telephone nomber of this organistaion, that we can help them from abroad. waiting to hear from you.

  4. ګرانوبا احساسه افغانانو سلامونه
    ددي زړه بوږنونكي خبر په
    ليدوسي زموږ ميړني اوتوريالي هيوادوال سې په ميړانه اوسرښندنه يې دتاريخ پاڼي ډكي
    دي نن دخپل ژوند او دكورني دژغورني لپاره خپل خواږه اولادونه دكابل په ځلورلاري كي
    ليلام ته راوړي دي سخت ټكان وخوړ او ټول هيواد وال وربآندي غمژن سويدي .وګوري دي بي
    انصافه وخت ته  په دي كابل كي ځوك حيران دي سي ځنګه پيسي مصرف كړي كومخواړه
    وخوري او ځنګه ورځ په هوس مستي او عياشي كي تيره كړي په ځنګ كي بيا تور
    دخپل   ژوند دبقا لپاره اوالادونه پلوري ،
    دادغربيانو هغه پاليسي ده
    سي  غواړي په نوي او عصري ډو ل له موږ خپل پخواني انتقامونه واخلي .موږ دوته
    دجګړو په ډګر كي ماته وركړيده خو ددوي زموږ په وژنه زړه نه سړيږئ  ،په نوي ډول
    او نوي فكر داسي انتقام رانه اخلي سې هم رابآندي عياشي وكړي هم موذليله او داسي
    خوار كړي سي هر ځۀ دوي راته وايي موږ يې ومنو،تر دي لوي ذلت او خوار ي به بله چيرته
    وي چي خپل اولادونه خلګ پلوري او ځآن وربآنيد ي ساتي ،
    دهوښيار زي دمرستندويي
    ټولني دي كور ودان اوبركت دي وي سي زموږ ددي ميړني او لويدلي خوار اولس لاس نيوي
    وكړه ،
    له ټول هيوادوالونه هيله كوي سي دداسي خيريي ټولني سي ملي احساس اوملي
    فكر ولري پر شاوخواراټول سي پوره ملاتړيي وكوي او دامرستندويه تولني دملي پلان
    اوپاليسي دلرلو سره سم داسي پر مخ يوسي چي دهر هيواد وال لاس ونيسږئ اوملاتړ يې وكو
    ي تر ځو دي پلورل سوي  غلام دولت ته اړتيا دخلګو پاته نه سي .
    دسر ي
    مياشيتي ټولنه خو ديوي عياشي او مستي غربئ ميرمني په لا س كي لويدلي او ورته په پچه
    ختلي ده سي دسري مياشتي سرمايه دي يوازي ددي دشونډو دسرخي ،دنويو غربي لباسونو
    داخستلو او دد ي دسنګار بس شي ددي يې ځۀ ښه ژوند چلرونه دغرب اوشرق ورسيږئ 
    نور يې داځۀ كوي ددي يې ځۀ ؟
    كه ځوك له يخني مري ،له لوږئ مري په بمنونومري يا
    نوري بلاوي وربآندي نازليږئ  ددي بچيان په امر يكا كي خوندي ماړه او ښه تحصل
    كوي ،
    ګرانو هيواد والو تر ځويو ملي دملت خواخوږي دولت نه وي جوړسوي دي غلام
    اوپلورل سوي دولت ته تمه مه كوي 
    راسي په افغاني غروراوهمت لاسونه سره
    وركړي او خپل ژوند په خپله ديو بل په پوره مرسته جوړ كړي له يو بل نه ځآر سي داد
    پردو دغلامي او تو پير فكرونه بيرته ورته وركړي ،
    دهلمندي خلګو له غمونو
    اودردونوسره خپله خواشيني ځرګندوو ،
    دهوښارزي مرستندويه ټولني كولاي سي په ملي
    سطحه را ميدان ته سي  سي دخلګوورته تمه پيدا او ورسره مرسته وكوي له يوه لاسه
    ټك نه خيزي .ټول به لاسونه سره وركوو تر ځو منزل ته ورسيږوي
    ته دره
    ناوي    ګيلا نوال

  5. salamona,, wa mohtaram wror ta dai allah jalajala laho,pa khpalo da sai neako karono ki nor ham baryalitob war pa barkha ki ,aow ka imkan wee khpal bank account,ya email addres, ya talifon da ham dai larawbar da lari wa tolo afghanano ta wa showae ,kiday sai nor wrona ham wa dai kar ta liwala wee, manana