نه ،بلکي له ولسه ددفاع ولسي ځواک جوړيږي
په دې وروستيو کې داسې خبرونه خپاره شول ، چې امريکايان غواړي په ميدان وردګو ولايت کې قومي ملېشې ځاى پرځاى کړي ، خو د ترلاسه شويو معلوماتو له مخي دا قومي ملېشې نه، بلکې د ولسي دفاع ولسي ځواک دى ، چې ددې ولايت د مشرانو په خوښه، ملاتړ ، مرسته د همدې ولايت له وګړيو جوړيږي .
څو ورحې وړاندې نيويارک ټايمز او يوشمېر نورو کورنيو او بهرنيو رسينو پرته له دې چې د ولس ددفاع د ولسي ځواک او قومي مليشو ترمنځ توپير وکړي په غلطۍ سره يې ليکلي وو، چې په وردگو قومي مليشه ځاى پر ځاى کيږي .
دا ولسي ځواک به تر هغه پورې په دې ولايت کې له خپل ولس څخه دفاع کوي او د بيارغونې له بهير سره به مرستندويه وي ، چې ترڅو په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو د کموالي ستونزه نه وي هواره شوې او هغه مهال چې د ملي اردو او ملي پوليسو د کموالي ستونزه حل شوه ، نو دغه ولسي ځواک ، چې پوره نظامي روزنه به يې ليدلې وي، بيا په خپله خوښه د ملي اردو او ملي پوليسو ليکو ته ځي او هلته به جذبيږي .
دغه ولسي ځواک ته د ملېشې د کلمې کارول يو ناسم پوهاوى دى ، او دا ولسي ځواک به د نامسوولو وسلوالو قوماندانانو د وسلوالو په څېر نه وي ، بلکې ددولت په خوښه به په دولتي چوکاټ کې فعاليت کوي .
دا ځواک به د ميدان وردګو ولايت د ټولو قومي مشرانو ، جهادي قوماندانانو، علماوو او مخورو په خوښه له هغوي سره په مشوره او ددوي له وروستۍ پرېکړې وروسته جوړيږي ، يواځې او يواځې به دلته د هغو ورانکارو فعاليتونو مخه نيسي ، چې ددې ولايت ولس ور سره مخ دى .
دغه ولسي ځواک به ددوستم ، مالک ،عصمت مسلم او ځينو نورو خپلسرو ملېشو په څېر نه وي او نه به له دغسې لنډغرو جوړيږي ، دغه ولسي ځواک به د وردگو ولايت د ولس خپل ځواک وي او ددې ولايت د ګټو لپاره به کار کوي .
د ميدان وردګو ولايت اوس يوې جدي پاملرنې ته اړتيا لري ، ځکه چې په دې ولايت کې تښتونو، خپلسرو وسلوالو ، غلاوو او بريدونو د عام ولس ژوند له ګواښ سره مخ کړى دى .
ددې ولايت په زرګونو لوستي ځوانان د نالوستو ترڅنگ بې کاره گرځي او د يوې مړۍ ډوډۍ د پيداکېدو لپاره هرې خواته لاس اچوي، داځکه چې په ددې ولايت کې پورته ذکر شويو ناخوالو د بيارغونې کارونه له ځنډ سره مخ کړي او بې کارۍ ته يې ښه زمينه برابره کړې ده .
هر کال د ٣٠٠٠ تنو په شاوخوا کې لوستي ځوانان د هيودا لوړو تحصلي موسسو ته امتحان ورکوي او بياد مور او ميرې د سلوک له امله له دغو ځوانانو يواځې څوتنه دغو پوهتونونو ته جذبيږي او نور يې ، بې سرنوشته پاتي کيږي ، چې له دې سره له ځوانانو څخه د ژوند کولو لور ورک دى ، په داسې حال کي چې له لوستو ځوانانو په دي ولايت کې د ژوند لورى ورک وي ، نو د نالوستو ځوانانو ، سين ږيرو ، تنکيو ځوانانو ، ماشومانو او ښحو به څه حال او څه ژوند وي .
پوښتنه دلته ده، چې که ولسي ځواک په دې ولايت کې جوړ نشي ، افغاني ځواک لږ وي ، بهرنيان شتون ونلري او پوز تړلي ناپېژانده وسلوال په يوه او بل نامه ددې ولايت په کليو او بانډو خلک وژني ، تښتوي يې ، مال يې ترې غلاکوي ،ښوونکى يې وژني ، ښوونځي يې ويجاړوي ، پول يې نړوي ، سړک يې ورانوي ، د بريښنا پايه او مزي نه پردي ، نو اخر به ددې ولس خلک څنګه او چېرې ته ژوند کوي او څومره زغم به ولري چې دا هر څه په بې وسۍ او رڼو سترګو و زغمي ، دغه ولس اخر اړه ده ، چې د خپل ژوند د بقا لپاره کار په لاس شي ، ځکه پټه خوله پاتې کېدل ددوى د تباهۍ لامل ګرځي .
په دې ولايت کې که ولسي ځواک جوړيږي او که بهرنيان مېشت کيږي، ټول مسووليت يې د هغو پوز تړليو ناپېژانده او ورانکارو وسلوالو پر غاړه ده ، چې دغه له امن او زده کړې ډک ولايت يې ناامنه کړى او د پرديو په لارښوونه يې په دې ولايت کې په يادو شويو ځورونکيو کړنو لاس پورې کړى .
دا ټولو ته جوته ده چې هيڅ بهرنى ځواک چې په هر کچه وي ، د افغانستان ستونزه نشي حل کولى ، نو ښه دا ده چې افغانان په خپله که هغه دولت او که ددولت مخالفين دي ددې هيواد موجوده ستونزه حل کړي او نور پرېنږدي چې بهرنيان د ناامنو په پلمه دغه هېواد ته خپل نورسرتېري راولېږي ، ددغو سرتېرو پر ځاى دى له مخالفينو سره خبرې وشي ، ملي اردو ، ملي پوليس او د اړتيا پر مهال دى ولسي ځواک پياوړى شي .
Kom wolas??? Afghan wolas kho la pakhwa la yarghalgaro aw malgaro yee nafrat laree!
پوپل صاحبه امریکایانو له مخکی دا پلان اعلان کری چی په افغانستان کی به هم د عراق په شان خلک په خپلو کی سره په جنگ واچوی او ته وایی چی ولسی جواک جوروی. اوس چی پوه شول نور ناکام دی نو ددی لاری غواری افغانان تباه کری.
ټولو افغانانو ته سلامونه! خوشاله يم چې په سايت كې رنګارنګ
نظرونه وينم، كه خداى كول انشالله پښتنو نور د يو بل د زغملو فرهنګ ته مخه كړې او
كيداى شي چې همدغه كار په نږدې وخت كې دوى ته برياليتوب ورپه برخه كړي.
زما په فكر چې د دغې مسئلې په اړه موافق او مخالف نظرونه بايد
موجود وي، خو دغه مخالف نظرونه د ټولو افغانانو او پښتنو حق دى، ځكه چې د دوى ټولو
برخليك سره شريك دى او هر څوك حق لري د خپل برخليك د ټاكلو په اړه خپل نظر
څرګند كړي، خو كوم اختلاف نظرونه چې په دې برخه كې رامنځته كيږي بايد د پښتنو تر
منځ د تربګنيو لامل نه شي.
دا ټولو ته معلومه ده چې افغان ولس د جګړې مزه چشلې، پوره دېرش
كاله د افغان ولس له جګړې او غميزې څخه تېر شول،كه له تاسو ټولو څخه وپوښتل شي چې د
دې جګړې زيان چاته رسېدلى او ګټه يې چاته، نو ټول به په يوه خوله ووايي چې ددې جګړې
زيان عام ولس او عامو جنګياليو ته رسېدلى او ګټه يې قوماندانانو او رهبرانو ته چې
مستقيماً په جګړه كې شامل نه دي او كورنۍ يې دجګړې له ځايه څخه لرې په بهرنيو
هېوادونو كې په مجللو قصرونو كې اوسېږي او زامن او لوڼې يې د نړۍ په لوكسو
پوهنتونونو كې په زده كړو بوخت دي.
عام ولس له همدغو كسانو څخه چې له جګړې څخه ډېرې غټې پيسې او غټې
ګټې ترلاسه كوي د جهاد او جنت ته د تللو فتواګانې ترلاسه كوي. اوس دلته پوښتنه دا
ده چې دا جنت او جهاد د دوى خپله ولې نه خوښېږي چې يوازې عام ولس ته يې خوښوي او
خپله له كورنيو سره له جګړې، جهاد او شهادته د جګړې له ساحې څخه په زرګونو او
سلګونو كيلومتره لرې تښتي.
ايا د پيغمبر ص او د هغو د اصحابانو هم همدا
حال وو چې جګړه او جهاد به يې يوازې د نورو له پاره خوښوه. ايا زموږ د مسلمانانو د
خالد بن وليد رض د ځنكدن ژړا په ياد نه ده چې كله مرګ استازى ورته په بستره كې راغى
او د ده اوښكې پر مخ راغلې او پر سر ولاړو كسانو څخه يو يې ترې وپوښتل چې اى وليده
ولى ژاړې ايا له مرګ څخه ژاړې؟
ده ورته وويل چې نه! هيڅكله نه له مرګ څخه نه
ژاړم، مرګ حق دى، له دې ژاړم چې د اسلام په هره جګړه او جهاد كې ما برخه اخيستې او
له دې جګړو له امله بدن مې له ټپونو ټوك ټوك دى، خو الله ج زما په برخه ولې د شهادت
مرګ را نه كړ. د هغو مسلمانانو، جهاد سالارانو،پيغمبر ص او د ټولو صحابه و كړنه دا
وه چې دين ، جهاد، نيك عمل او سرښندنه يې تر ټولو لومړى اول د ځانونو له پاره غوښتل
او تر ټولو لومړى به همدوى د جهاد په لومړيو ليكو كې ولاړ وو. بله دا چې د پاكستان
استخباراتو، پوځ او پوليسو د جهاد د مشرانو له پاره ښې موټرې او قصرونه په واك كې
وركړي، خو د يو عام مهاجر او مجاهد كور په كمپ كې نه پرېږدي دا په خپله څه مانا؟
ايا د مدينې خلكو له انصارو سره همدا راز چلن كاوه؟
يو كس دې دا وښيي چې د جهادي مشرانو كوم زوى، ښځه، لور او نور دې
د جګړې په محاذ كې وژل شوى او په شهادت رسېدلى وي؟
له دې ټولو څخه دا معلومېږي
چې ايمان او له دين سره مينه يوازې په عامو كليوالو او بې خبره كسانو كې پاتې ده او
مشرانو جګړه د خپلې سوداګرۍ له پاره وسيله ګرځولې، كه دغه جګړه د مفتيانو د
فتواګانو پر اساس په رښتيا چاته خوشبختي او جنت په برخه كولاى شواى نو تر ټولو به
لومړى همدې مفتيانو دې جګړې ته وردانګل لكه څنګه چې ددې مفتيانو پيسې خوښېږي او
نورو ته يې نه پرېږدي، همدا راز دوى به د دې جهاد او جګړو قربانۍ هم په خپلو لاسونو
كې اخيستې واى.
په دې كې هيڅ د شك ځاى نشته چې بهرنيان پر افغان ولس ظلم كوي او د
دوى پر ضد جهاد فرض عين دى او په دې جهاد كې بايد ټول پرخه واخلي او قرباني وركړي،
خو اوس هغه څوك چې قرباني وركوي هغه د ټولنې ډېر بېوزلي وګړي دي او د هيواد له
بودجې څخه يوه روپۍ ګټه هم نه ترلاسه كوي، خو هغه څوك چې د هيواد او واك په نوم په
ملينونه او ملياردونه ډالر جېب ته كوي هغوى له همدغو امريكايانو سره ولاړ دي او دغه
امريكايان ورته له هوا او تيارو څخه وسلې او پيسې ديسانت كوي او بيا وايي چې ترې
اشتباه شوې ده او بيا ګوډاګيان يې هم په نره سره هغه ډالرې او وسلې جېب ته كوي او
كومه خبره چې باداران يې ورته كوي هماغه خبره دوى هم غبرګوي.
حقيقت دا دى چې طالب مشران او د كابل ادارې چارواكي د خپل ولس د
وژلو په بدل كې له خپلو بادارانو څخه پيسې او وسلې ترلاسه كوي او د دوى د دغو پيسو
او سوداګرۍ يوازينۍ وسيله همدغه جګړه ده چې بيه يې افغان ولس وركوي. ايا تاسو
واورېدل چې د امريكايانو له خوا د كرزي، مارشال فهيم اميرالمومنين، د ملا
دادالله، ملا عبيدالله، ملابرادر او د نورو كورونه وپلټل شول، ايا تاسو واورېدل چې
په ځانمرګي بريد كې د كرزي، سياف، رباني، ملاعمر، مارشال فهيم او نورو ليډرانو زامن
او كورنۍ وژل شوي چې هر كله خبر اورئ په كې ويل شوي وي، مزدور چې اولاد ته د يوې
مړۍ ډوډۍ د پيدا كولو له پاره د سړك سرته راوتلى و او يا د ښاروالۍ هغه سپينږيرى
اجير چې په دوه زره معاش د يو ككړ او لړلي ښار واټونه پاكوي او د سړك جوړولو
انجينير او د شوونځيو ښوونكي د دغه جهاد اصلي قربانيان دي او ټولګټي موسسات،
ښوونځي، فابريكې او نور د دې جهاديانو د ډزو او ټوپكو نښه دي. تاسې به هغه خبر
اورېدلى وي چې په هلمند كې لاندې په ځمكه طالبانو يو ښوونځى په بيلدوزر نړاوه او پر
سر يې د بادارانو الوتكې ګرځېدې او د دوى امنيت يې نيولى و چې كه قومي مشران د دوى
د دغه يهودي او نصراني عمل مخه ونيسي نو دوى يې ننګه وكړي.
اوس ولس ته دغه په كار ده چې سياسي قاچاقبرو څخه هغه وسله چې دوى
د خپلې سوداګرۍ وسيله ګرځولې واخلي، هغه كړنه دا ده چې ټول افغان ولس په هيواد كې د
جګړې د درولو له پاره ملا وتړي او خپل امنيت په خپله ونيسي، ځكه چې په دې ديرشو
كلونو كې هيچا د دوى د امنيت ساتنه ونه كړه او د هرچا په لاس كې چې وسله وه پر دوى
يې هر ډول پېښې ترسره كړې او دوى هم حق لري چې په هيواد كې د يهودو او نصرانيانو او
د منافقو عربانو، ايرانيانو او پنجابيانو د نفوذ د ختمولو له پاره وسلې واخلي او د
دوى د تروريزم، فتنې او فساد پر وړاندې ودرېږي او خپل ولس د فساد له جګړې څخه
وساتي.
پکارده چی له تاریخ عبرت واخلو دافراط او تفریط ترمنخ لوی توپیر شته او د توپیر پيژندلو لپاره هسی خوشی د عواطفو پر مبنا د اسلام تیکه داری او جاگیر واگی پریژدو د و لر او بر متدین افغان ولس د گتو او برخلیک په برخه کي له اعتدال او عقلانی لارو چارو ته مخه کرو .
دسلام په وراندی کولو د لر او بر ویب پانی لوستونوتکو هیواوالوته پکارده چي د پوپل صیب ، شاغلی روهیله افغان اوغمزده صیب نظریاتو په پوره پلوی خپلي انگیرني پدی برخه کي ولیکي . زه هم پدی باور لرم چي د نمیگرتیاوو په اعتراف کی فضیلت شته دافغانانو معاصر تاریخ ته په کتو په اساني په داگه کیژی چي دافراط او تفریط دتلفیق په برخه کي پاتی راغلی یو. د بیلگی په توگه دغازی شاه امان الله د ریفورمونوپه سلسله کي مدرنیته او اسلام سره تلفیق نشو کرای همداسی د طالب شاهی په موده کی خوار هندو د امر بالمعروف په خرپ کی د جماعت مونخ ته مجبور کرل شو. افغانانوته دیر سوچ پکار ده .