کور / تازه خبرونه / د کندهار هرات لويه لاره د ټرافيکو پر مخ تړل سوې ده

د کندهار هرات لويه لاره د ټرافيکو پر مخ تړل سوې ده

د کندهار  ميوند ولسوالۍ په سلګونو اوسيدونکو نن سهار  د لاريون په ډول د کندهار هرات لويه لاره د ټرافيکو پر مخ بنده کړې وه ، د لاريون يوه تن ګډون کوونکي د لراوبر سيمه ايز همکار ته د ټيلفون پر ليکه وويل مظاهره کوونکي د تيري شپې د حادثې له امله ډير په قهر وو ، او له ولسمشر کرزي څخه يې په کلکه دداسي غير انساني او غير اسلامي کړنو د بندېدو غوښتنه کوله .

يوه تن چي نه يې غوښتل نوم يې ياد سي لراوبر ته وويل چي د لسګونو نورو کسانو سره يو ځای يې پرېکړه کړې ده چي د افغان دولت او بهرنيانو څخه به د تيري شپې د کړني او خپلو دوستانو غچ اخلي ، نوموړي وويل زه او زما ټوله کورنۍ د تيرو پنځه ويشتو کلونو راهيسي کوټي ته مهاجر سوي وو ، يو کال کېږي خپلو نړيدلو کورونوته راکډه سوي يو خو دلته مو نه سرونه په امن دي او نه مو ناموس او عزت په امن دی .

نوموړي وويل چي د تيري شپې په پېښه کي ايتلافي ځواکونو پر يوه کور د حملې پر مهال يوولس کسه وژلي او د يوې ځواني مېرمني په ګډون يې څلور کسان له ځانه سره بېولي دي .

ايتلافي ځواکونو اعلان کړی چي په نوموړي کور کي يې وسلې او بمونه نيولي دي او زياتوي چي وژل سوي کسانو د طالبانو په ډله پوري اړه درلوده .

د ميوند ولسوالۍ اوسيدونکي شير محمد چي اوس په کابل کي اوسيږي لراوبر ته وويل چي د جنوب لويديځ په هر کور کي يو يا څو ميله وسله پيدا کيدای سي ، دا وسلې خلکو د غلو او ناوړه پېښو څخه د ځان او کورنۍ د ساتني لپاره ساتلي دي ، شير محمد زياتوي : دولت د يوې خوا د خلکو د امنيت ساتلو ذمه واري نه اخلي او له بلي خوا نه پريږدي خلک پخپله د خپلو کورنيو امنيت وساتي او هر وسله لرونکي ته د طالب په سترګه ګوري .

تبصره نسته

  1. This kind behavior of foreigner soldiers is their fall, it is sign of it! The government is mixed of different slaves of former soviets, Iran, pakistan and Mr. Bush, they do not have any power, all those suffered people have to go in front of the embassies of those countries (specially to USA embassy) to take their slaves back. It is the only way to get attention

  2. ګرانو ورونو لاسونه پورته کړي او امين د امريکااو ټولو کفارو پر خراپيدو باندي وواياست خداي پاک دي يي داسي در پدر کړي لکه څنګه چي يي افغانان در پدر کړه سمدم اسلامي نطام وو راغله خراپ يي کړي کورونه يي د خلکو ورخراپ کړه مهاجر يي کړه په رنګارنګ ستونزو يي اخته کړه او ډير يي وزورول او ورونه د کرزي څخه څه د تل لپاره غوښتني کوي د يوه ورور پر سر يي د څونه مسلمانانو خواوي ور بدي کړي او دا کارونه خو ټوله د کرزي په خوښه دي ولي که نه واي نو بوش ته به يي مډال نه ورکولاي ځکه ستاينه خو ديوه ښه کار کيږي او مډال خو داسي چاته ورکول کيږي چي ښه کار يي ترسره کړي وي او مډال ورکوونکي ته د خوښي وړوي ………….. ګرانو ورونو هر څه د الله نه غواړي نه دکرزي څخه

  3. GRANO WRONO,DA SALIBI SPYAN,DA KHPALO NIKAGANO BADLA AKHLAI NOO ,TOLA MASOLMAN WOLAS BAYAD DA DAGHO PA MOQABIL KI JAHAD WAKI,

  4. كرانو لوستونكو سلام،
    دغسي عمل خو والا كه د زغملو وړ دي ، او افغانان بيا خصوصا كندهاريان خو هيڅ څوك نلري چي ور ته وزاړي، د يو خوا يي خارجيان پر سر سر ولي او د بلي خوا يي طالبان او افغان دولت خو د داسي يو وحشي او نامسلمانه خلكو څخه جوړ دي كه چيري په يو مشكل كښي ورته مراجعه وړكري چي پوستكي دي در څخه ونه باسي خلاص والاكه شي. زموز د لوي كندهار مخور سپين زيري هم داسي ويده دي چي ما ل او ناموس يي هم يو خارجي يوسي لا به دي راوښ نشي.