يو ترکی بوټ جوړوکی رمضان پدې ډېرخوښ دئ چي کمپنۍ ته يې د نړۍ د ګوټ- ګوټ څخه په زرګونو د هغه تور څرمن بوټونو سپارښتني او آرډرونه رار روان دي کوم چي د يو عراقي ژورنالست له لوري پر بوش د هغه د مخه ښې په غونډه کښي ګورار سول .
د استانبول د بايدان نومي بوټ جوړوني کمپنۍ مشر وويل چي دده په کمپنۍ کښي نويو سلو تنو کارګرانو ته ضرورت دئ څو د ۲۷۱ ماډل، بوش بوټ او يا بای-بای بوټ د زياتېدونکو مينه والو فرمايشتونه کابو کړي ، ده وويل چي موږ ته د ټولي نړۍ څخه د خلګوفرمايشتونه را روان دي؛ د اروپا څخه ټوله 370,000 ، د منځني ختيځ او امريکا څخه 40,000 ، د عراق څخه 120,000 فرمايښتونه لروچي دقه رقمونه نور هم د زياتېدو په حال کښي دي .
دغه بوش يا بای بای بوټونه په ترکيه کښي په ۴۰ امريکايي ډالره پلورل کيږي .
د عراقي خبريال محاکمه به د روان عيسوي کال د دسمبر پر ۳۱ مه پېل سي، که نوموړی مجرم ثابت سي نو به پرې د ۱ څخه تر ۵ کالو قيد راووزي، د نوموړي خبريال ورور د هغه ليک په اړه چي د زيدي د بخښي غوښتني په نامه خپور سوئ وو؛ رد کړ او ويې ويل چي هغه په نوموړي په زندان کښي تر شکنجې او وهلو ټکولو لاندي ليکل سوئ وو .
د استانبول ښار اوسېدونكى ماما، موږ افغانانو ته هم دغه بوټونه په كار دي. يو څو لكه خو راولېږه، توكل په خداى ج
خدای (ج ) ګران اتل ورور ته پر دادنیا او پر هغه دنیا یووزونه ورکړی چی یو لوی خنځیر کافر د مسلمان د پښو دبوټو باندی بی عزت اوزلیل شو
خدای ج دی اتل ورور باندی ټول زهمتونه او بندونه پری اسان کړی
asalamoalicom
za hagha sare ta mobarake warkawom.aw the tolo mosalmanano sakha hkowast kawom che hamesha dase karo wokre.
زيدي صاحب توره تا وكړه وياړ درباندي خلك كوي !پښتانه څه ښه واي چه ميړونه مري او نومونه يي پاتي كيږي
څومره ستر انسان او څومره ستر مسلمان چى د دنيا لعين شيطان يي بې عزته كئ
صد افرين ټول انسانيت او اسلاميت در باندي وياړي