د هیواد وتلی علمي ادبي او سیاسي شخصیت پوهاند ضمیر ساپی له مونږ څخه جلا شو .
د وطن د نورو خواشینونکو پیښو په لړ کې مو خبر تر لاسه کړ چې د هیوادپیاوړی او رښتین خدمتګار پوهاند محمد حسن ضمیر ساپی د ور پیښې شوې ناروغۍ له امله د نهه اویا کالو په عمر د یکشنبې په ورځ د۸۷ ۱۳کال د جدي د میاشتې په لمړی نیټه( د دسمبر د میاشتې په ۲۱) له دې دنیا نه سترګې پټې کړې .
اناِ لله وانا اليه راجعون
د خدای بخښلي جنازه د راتلونکې سه شنبې په ورځ له ډهلي نه کابل ته انتقال او دلغمان په علی خیلو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي .
اروا ښاد پوهاند ضمیر ساپی دعالي دارالمعلمین او د ادبیاتود پو هنځي تر تمامولو وروسته خپلې لوړې زده کړې د امریکې د هارورد او جورج تاون او د هند دعلیګړ په پو هنتونونو کې سرته رسولي او د اوږدی مودی لپاره دکابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو د پوهنځي استاد و ؛ دی د کابل مجلې ، د پښتو ټولنې دتاریخ اوادبیاتو دڅانګې ، دافغانستان د علومو د اکادمۍد تاریخ د څانګې او د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو د پوهنځۍ مشر ۍ په غاړه درلوده . هغه له خپل هیواد سره لیونۍ مینه درلوده او د ويښ ځلميانو دګوند فعال غړی ؤ .
ده په ګڼ شمیربین المللی او سیمه ایزو سیمینارونو او کنفرانسونوکې ګډون کړی او له دوه سو ونه زیاتی مقالی، لیکنې شعرونه او مصاحبې یی د هیوادپه دننه او بهر خپرونو کې په پښتو،دري او انګلیسي ژبونشر شوی او د ۷۰ په شاوخوا کې کتابونه او ثار یی تالیف،ترجمه اویا تدوین کړي دي ،دی په یونیسکو کې د منځنۍ اسیا د تمدن د تاریخ د لیکلو مشر او دیوه ټوک لیکوال وو.
د ګران استا د پوهاند ظمير ساپي روح دي ښاد وي ٠ کورنۍ او خپلوانو ته يي د زړه صبر غواړم ٠
د درانه اوستاد خدای بخښلي پوهاند ضمیرساپي مړینه د ټول افغان اولس په ځانګړي ډول دافغانستان دعلمي چاپیریال لپاره یوه نه راګرځیدونکې ضایعه ده. خدای بخښلي استاد دیو پرهیزګاراورښتني افغان په څیرتل دیوې اسوده افغاني ټولني دجوړید و لوړ ارمان درلود اوپه دې پا که لا ر کښې ئې هرڅه چي له وسه کیده هغه ئي وکړه .روح دی ښاد وي او کورنۍ ته ئي د لوی خدای له دربار څخه جمیل صبر غواړم
محمد انور ډنمارک
د لوی افغان اوستاد ضمیر بی وخته مړینه لویه ضایعه ده له رحیم اوتواناخدای نه ورته فیردوس جنت اوکورنۍ ته صبر جمیل غواړم
په ډير ه خواشنۍ سره مو خبر و موند چي پوهاند محمد حسن ضمير ساپى په حق رسيدلى دى
انا الله و انا اله را جعون
موږ د خداى بخښلي په هڅو وياړو ارواښاد د خپل رښتونولۍ په مټ د خدمت داسي وني زرغونې کړي دي
چي ميوه به يې تل افغانان او په خاصه توګه پښتانه خوري .
د علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولني مشر تابه او ټول غړي ارواښآد ته د لوى خداى له دربار څخه د جنت دعا کوي .
او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتونکي دي .
خداى دي مو له نورو غمونو و ژغوري
په درنښت
علامه محموډ طرزى علمي او کلتوري ټولنه _ هلمند افغانستان
دپو هاند ضمیر ساپی روح دی ښاد او یاد دې تل پاتې وی . د استاد درنې کورنۍ او دوستانو ته د صبر هیله کوم .
حکمت الله حکمت سویډن – مالمو
دډاډگېرنې پيغام
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې اوروزگان مهالنۍ ملي خپروني ادارې لخوادډاډگېرني پيغام !
دادی دهيواد يوبل يوپياوړۍ سياست پوه اوتکړه ليکوال موله لاسه ورکړ !
په زياته خواشینی سره موخبر تر لاسه کړ چي دهېواد دپوهنې اوسياسی ډگر ټولنيز شخصيت د جرگو او مرکوپېژندل سوې څيره محمد حسن ضمیر ساپی دورپېښي شوی ناروغۍ له امله زموږ نه د ابدی ژوند په لوروکوچېدي . اناالله و انا اليه راجعون
موږ پداسي حال کښي چي دارواښاد محمد حسن ضمیر ساپی مړينه ټولو افغانانو اودسيمې اوسيدونکو ولسونولپاره لويه ضايع گڼو، دهغه دکورنۍ ټولوغړو،دوستانواوعلاقمندانوسره ځانونه پدې لوي غم کي شريک بولو، اودلوي څښتن له دربارنه ټولوته دزړه صبر اودارواښاد ضمیر ساپی سپېڅلي روح ته پردوس جنت غواړو. روح دې ښاد اوياد دې ابدی ا وسي . حبيب الله غمخور
په خواشنی سره مو خبر تر لاسه کړ چی د هیواد وتلی شخصیت پوهاند ضمیر صافی د ور پیښی ناروغی له امله د ابد لپاره ددی فانی نړی څخه سترګی پټی کړی . اناِ لله وانا اليه راجعون
په ډنمارکی کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی د مشر تابه جګه ګی اوغړی د پوهاند ضمیر صافی چی خپل ټول ژوند یی د علمی څیړنو، فرهنګی فعالیتونو او د هیوادوالر چوپړ ته وقف کړی ؤ، مړینه یوه نه جبران کیدونکی ضایعه کڼی . او په دی غم کی د مرحوم د دوستانو او کورنی سره ځانونه شریک ګڼی .
روح دی ښاد وی او کورنی ته یی د زړه صبر غواړو .
د ټولنی د مشر تابه جرګه ګی
په ډيرې خواشيني مه خبرواوريدچي ښاغلي ساپي دادنياپرايښي اوحقيقي دنياته يي سترګي پرانيستي دي.
زه دهلمنددخلکوپه استازيتوب دده مړينه يوه ستره ضايعه بولواودکورنى سره يي غمشريکه يو.
الله (ج) دي ورته جنتونه ورکړي.
احمدنويدنظري_هلمند
په خواشینې سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد وتلې علمي او سیاسي شخصیت پوهاند حسن ضمیر ساپی د ورپېښې شوې ناروغې له کبله په حق ورسید . په اتریش کې د افغانانو د کلتوري مرستو ټولنه د خداې بښلي پوهاند ضمیر ساپي مړینه د هېواد په علمي او سیاسي ډګر کې یوه لویه ضایعه ګڼي او د خداې بښلي کورنې ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د څښتن تعالی له دربار نه ورته د فردوس جنت غواړي .
د ټولنې مشرتابه جرګه