د آي ټي ايف تكواندو په هغو لوبو كي چي د هيواد د څلورديرش ولايتونو د ټيمونو لخوا په پلازمينه كابل كې په لاره اچول شوي وي پكتيا ولايت څلورم مقام تر لاسه كړ .
د غه لوبي چي د تكواندو آي ټي ايف د ملي ټيم لپاره جوړي شوي وي ، د پكتيا دري تنه ځوانان په دي و توانيدل چي ملي ټيم ته لاره پيدا كړي .
په دغو لوبو كي له پكتيا څخه ۱۴ ځوانانو ٰبرخه اخيستي وه ، چي دوه تنو د سروزو مډالونه يو تن د سپينو زرو مډال او پنځو تنو نورو يي د برونزو مډالونه لاس ته راوړل .
د همدي ځوانانو د تشويق په موخه نن د پكتيا والي په دفتر كي ځانګړي مراسم جوړ شوي وو ،
سلاكار وزير او دپكتيا والي د نوموړو ځوانانو ستاينه وكړه ، دوي ته يي ستاينليكونه وركړل او په نقدي مرسته يي وستايل .
د يادوني وړ ده چي په دي لوبو كي كابل لمړي مقام ، بلخ دوم ، د كابل (B) ټيم دريم او د پكتيا منتخب ټيم څلورم مقام تر لاسه كړ .
پكيتا والي ښاغلي همدرد وويل چي دي د ټولو ورشكارانو ملاتړ كوي او دوي ته بۀ د لوبو لپاره ځانګړي ډګرونه جوړ كړي ، او كه لوبغاړي و توانيږي چي مډالونه راوړي تر دي به يي زيات تشويق كړي او په ټينګه يي په هر ډګر كي ملاتړ كوي .
د لر او بر ښايسته ښايسته ويب پاڼي ښايسته کتونکو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .ياره خو څه ووايم چي هر ځل ديو افغان د بر ي په هکله خبر تر لاسه کوم سمدستي مي د زړه چړيک سي چي پايلي به يي څه وي ځکه چي په نړي کي يو هيواد هم نه غواړي چي افغانان دي بر يالي او کامياب وي خو بياهم په هر حال ودوي ته ددي بريا مبارکي وايم او په راتلونکو مقابلو ک ي وټولو افغانانو ته د زړه له کومي مبارکي وايم
aslam alikum:
grano wraono:
taso tolo ta de deer deer mubarak wii allah mo noor ham stae kla.
ډیرو قدرونو لوستونکو ! زما نیکی هیلی ومنی .
زه هم کله چی دخپل هیواد ځوانان وینم چی د سپورټ په ډګر کښی بریاوی لاسته راوړی ، ډیر خوشحاله کیږم . دغه بریا ټولو هیوادوالو ته مبارکی وایم او الله پاک دی دوی ته نور بریالیتوب هم په برخه کړی .