جمهورريس بوش په يو ناڅاپي سفر د امريکا په د بغداد په لور خوڅېدلئ دئ .په پام کي ده چي بوش به د عراق له لومړي وزير نوري المالکی او ولسمشر جلال طالباني او د يو شمېر امريکايي سرتېرو سره ليده کاته وکړي .
ويل کېږي چي بوش به د عراقي مشرانو سره په عراق کي د امريکايي ځواکونو د پاته کېدو په اړه وږغېږي که دواړې غواړي موافقې ته ورسېږي نو په ۲۰۱۱ ميلادي کال کي به له عراقه د امريکايي پوځونو د وتلو تړون هم لاسليک سي .
د يادوني وړ ده چي شاوخوا يو لک پنځوس زره امريکايي پوځيان او ملاتړي يې دا وخت په عراق کي مېشت دي چي له دې جملې څخه ۴۲۰۰ امريکايي سرتيري او د بېلابېلو امريکايي موسسو کارکوونکي د بېلابېلو بريدونو په نتيجه کي پر عراق د امريکا د بريد راهيسي وژل سوي دي .
پاته دي نه وي چي د خبري کنفرانس په ترڅ کښي د يو تن له لوري پر بوش د بوټو مخامخ واري هم وسول ، چي په لاندي وېډيو کښي يې کتلائ سئ :
له ډېری خلکو سره دا بېره وي چي په نړۍ کې بدعمله کسان، په خپله سزا نه رسېږي او
د دې پرځای چي په بدنوم ياد شي تل په ښو نومونو سره يادېږي، حال دا چي د دغو کسانو
اعمال د شرم وړ دي، لاسونه يې د خلکو په وينو سره دي، د بشريت نوم يې بد کړی او حرص
او طمعه يې ټوله نړۍ نشي پوره کولی.
دا خبره که تر يوه حده رښتيا هم وي خو باالآخره دغسي جنايتکاران ټول خلک پېژني
او د هغه جنايتونه او بدي کړني يو نه يو وخت راڅرګندېږي.
د امريکا د اوسني جمهور رئيس غلطي پالېسۍ اوس ټولي نړۍ ته څرګندې شوې دي. د نړۍ
آزادي خوښوونکو خلکو کله چي جورج بوش د دوی هېوادونو ته سفر کړی، نويي په لاريونونو
لاس پوري کړی او د افغانستان، عراق او فلسطين د خلکو بدحالت يې د نړۍ د دغه زبرځواک
هېواد مشر ته ور په ياد کړی دی.
په حقيقت کې دغه لاريونونه د بوش هغه سياست منفور ګڼي چي ده د نړۍ د نيولو لپاره
تر لاس لاندي نيولی.
که څه هم دغه لاريونونه کوم عملي ګام د دغو خلکو د ژوندانه د ښه کولو لپاره نشي
کېدلی، خو د امريکا ولسمشر ته دا په ډاګه کوي چي دی د خلکو په منځ کې څومره منفور
او بد سړی دی. انسان په ډېره وړه خبره مکمله مياشت خوابدی وي، او که هغه د
نفرت خبره وي، نو کېدی شي يو کال يې هم له زړه ونه وځي.
د بوش په مقابل کې دغسي د نفرت نه ډک لاريونونه او اعمال کولی شي د بوش لپاره يو
لوی ذهني شوک وي، هغه که هرڅوک دی خو اوس پوه شوی دی چي نړۍ څونه ورنه بېزاره ده.
نن د امريکا جمهور رئيس جورج بوش د عراق په سلام ماڼۍ کې له خبريالانو سره د
خبرو پرمهال د يوه عراقي سړی لخوا په بوټونو وويشتل شو.
دغه خبر د غورځنګ په ښکلي انټرنټ سايټ کې راغلی دی، تاسو يې ليدلو ته
رابولم:
يوه عراقي سړي جورج بوش په بوټونو ووېشت
http://ghorzang.net/content/view/5009/45/
the storry of bush
دعراقي خبريال لخوا دهغه دبوټونو ويشتل دادهغو خلکو پيغام وو چې دبوش دبدرنګه پاليسۍ له مخې عراقيان يا بيګناه ووژل شول اوياهم په زرګونو کورنۍ يې دغم په ټغر کښينولې دي .
دادبوش نه بلکه ديوانسان لپاره ترټولو حالتونو بد حالت دي يوانسان چې په ټولنه کې دمره دمخالفت سره مخ شي اودده موجوديت نه منل دي په عراقي ټولنه کې .
که نړيواله توګه ټول پوښتنه وشي نو معلوم به شي چې دبوش پاليسي غير انساني پاليسي وه چې په تيرو پنځو کلونو کې ېې په عراق کې اوپه تيرو نيږدې اتو کلونوکې يې په افغانستان کې په زرګونو کورنۍ دغم په ټغر کښينولې اوډير بيګناه کسان يې وژلي دي ښه ده دا دعراقي خبريال لخوا دخپلوبوټونو راشړل دبوش څيرې لپاره دا په اصل کې اوباما ته چې دبوش ځاي ناستى دي يوښه پيغام دي که چيرې اوباما دې ته متوجه شي نو دده د حکمروايي په اخر کې به دبوټونو دويشتلو له پيغامونو سره نه مخامخ کيږي
که چيرې اوباما دبوش دسياست بدلو ن کې کار وکړي اودادجنګ سياسي دنړۍ څخه ټول کړي اوخپلې قواوې چې يوې اوبلې سيمې ته ليږلې په پرده اوخوندي توګه ټولې کړي که نه نو داوباما سياست به هم دبوش په شان پايلې ولري
سلام به تمام خوانده گان محترم
اين کار خبرنگار عراقى نشاندهنده عکس العمل مسلمانان در مقابل عملکرد وحشيانه نيروهاى امريکايى در کشور هاى اسلامى است و اين وظيفه هر مسلمان است که چنين واکنشى داشته باشد و مه به عنوان يک مسلمان از تمام ملت اسلام ميخواهم که کار اين جوان مسلمان را تحسين کنند .
سلام به تمام خوانده گان محترم
به عقيده من حمله امروزى ژورناليست عراقى بالاى بوش درجريان کنفرانس خبرى ناشى ازسياست هاى پوچ وخود خواهانه بوش بود که بدون کدام دليل برخاطر تسکين درد هاى پدرش عراق را به خاک يکسان نمود.
عملکرد امروز ژورنالست جوان يک درس و پند تازه براى تمام افراد وسياست مداران خود کامه درسطح جهان خواهد شد.
دې ته وايي د نر بچۍ – افرين شه پر دا جرئت —
افغانان بايد ددغسې حالت څخه د عبارات تدرس واخلي چې عراقيانو پر خپل هيواد او وګړو باندې څومره زړه سوزي خو متاسفانه افغانانو ته راشه چې څه كوي . داسې جنګسالاران او جنګي مجرمين چې د بهرنيو هيوادو په ملاتړ او كمك سره افغانان يې د حالت ته راوسولي چې ټول يې ويني خو متاسفانه ، متاسفانه افغان دولت يې بيخي غم هم نه خوري او تر شه يې ولاړ دى او لوړ پوستونه ، چوكۍ وركوي او د دوى د جنګسالاران نومونه پر ځيني ودانۍ او ښكلو ځايونو باندې كږدي ، آيا د ته محكمه كول وايي او كه تشويق كول وايي ؟ —- مننه — سمسور مندوزى – خوست
ها ها ها ها ها ها ها ها
اوس يي خوند وكي
ياره وايم شاباس دي دده پر هغه پلار او نيكه وي افغان ژورناليستان بايد تر ددي سخت بريد ورباندي وكي
دغه ظالم دير انسانان ووژل او دير نور مسلمانان يي وزورول او كه خداي كول پر دي دنيا به سزا ويني
ثابته سوه چي اوس هم د مسلمانانو په وينه كي غيرت او جهادي جذبه سته چي دا بدمرغه يي وويراوه او د مرگ سترگي يي ورشكاره كري.
ها ها ها ها
ورباندي وخاندي پر دي ظالم بدمرغه او افغانانو ته وريادوم چي ته تاسي بايد به غيرت او جهادي جذبه كي تر عراقيانو وروسته نسي او يو وار بيا دنيا ته د خپل غيرت ثبوت وراندي كري
ها ها ها ها ها ها
دعراقی خبریال له خوا دبوټونو برید دبوش لپاره دشرم او دا اوباما لپاره یو دعبرت ځای دی ځکه که دبوش دا غلطه او ناکامه پالیسی چه په زرګونو بی ګناه افغانان او عراقیان یی شهیدان کړل او کورنی یی دغم په ټغر کښینولی دامریکایانو په هکله یی دمسلمانانونفرت نور هم زیات کړ په افغانستان او عراق کی یی د ملتونو تر مینځ تفریق واچولی اسلامی ډلی یی د تروریستانو په نامه ونمولی اوباما هم تکرار کړی نو دی به هم ددا ډول عکس العملونو سره مخامخ کیږی افغانی چارواکی باید دا فغانی عنعناتو او اسلامی احکامو ته درناوی وکړی او دپردیو فرهنګ په خپل اولس باندی ونه تپی.
په درنښت
نصرت
رحمت دي وي پر تا ، ستا په پلار ،موراو نيکه شه چه داسي زړور بچي يي راوړي يي. ډير لوي جهاد دي وکړ. د لوي الله ج نه درته د لوي عزت او لوي اجر غوښتونکي يم
د الزيدي د مور شیدی شه.ایا کوم افغانی غیرتی خبریال به پیدا نه شی چی په کابل کی یی هم په بوټو وولی. او د افغانستان ډالی هم ورکړی.
واوا په مور او پلار دي رحمٺ شه پدي نا رينٺوب او پدي مړانه چه ٺا وګړه او ددنيا لوي فا شيسٺ په عام محضر کي په بوټا نو ويشٺلو بدرګه کړه.
د لراوبر د ویب پاڼی درنو کارکوونکو او محترمو لیدونکو او لوستونکو اسلام اعلیکم ورحمت الله وبرکاته!
دد خبر په اوریدلو اولیدلو ډیر خوښ شوم ،په داسی کسانو د صدافرین وی چی د وخت په فرعونیانو باندی ګذارونه کوی
دبوټونو ګزارونو داپه دآګه كړه سي دهر ډول ستر قدرت او دزماني دفرعونيانو په وړاندي دريدل دقوي ايمان لرل غواړي ،په نړي كي دهر ناروا په وړاندي دغږ پورته كونكي سره دلوي خداي مرسته سته ،
نو نه بآيد له فرعونيانو وډآريږو اونه بآيد ورته تمه وكو او نه بآيد ورنه دنيكواو ښو هيله ولرو په خپل افغاني او اسلامي مټ بآيد ونازيږو او هغه پياوړ ي كو ،
عراقي دغلامي كړي ماتي كړ ي او خپله دازادي ولوله يي په داګه كړه
كه خداي كول افغان اولس يو موټي سي نو دهر ير غلګر په وړاندي به ودريږي او په خوله بۀ ې غاښ ماتونكي ګزارونه وكوو،
دفرعونيانو او دهغو دغلامانو مخونه تور دي څيري رسوا دي
او دنابو دي په لوري روان دي ،
دافغان ملت ديوالي او پياوړتيا په هيله ،
بوش كه هر څنګه و خو افغانستان ته يې د پرمختګ زمينه برابره كړه ، دا چې په عراق كې يې څه وكړل دا د وى خپله سياسي كاروايي ده.
خو دي سړي هسې خپل احساسات وړاندې كړي او يو بد كار يې كړى دى بش يو ډير ښه انسان دى ،
ګرانو لوستونكو تاسو زما د خبرو په اړه څه نظر لرې ايا ما بدې خبرې وكړې؟
هو تاسو باالكل سم ياست په لومړيو كې ما ستاسو احساس كاته چې تاسو څومره په زړونو كې ماته رخه راځي د دې خبريال د خداى په مټو او لاسونو بركت كړي چې داسې كار يې كړى دى.
ګرانه او مجاهده الزيدي وروره!
هغه رب دي ، چې ټول كاينات او مخلوقات يې پيدا كړي، مسلمان او كافر يې پيدا كړي، عرب او عجم يې پيدا كړي،ظالم او مظلوم يې پيداكړى، فرعون او موسي، ته او بوش يې پيدا كړي ياست، په دنيا او اخيرت كې لكه چې څنګه سرخ رويه شوي همداسې سرخ رويه لره.
الله پاك دې په مور او پلار رحمت نازل كړه، ستر او نه هيريدونكى كار دي وكړ. ستا تر بوټۀ زه قربان او لوګى شم .
ګرانو لوستونكو ! يو طرف ته كي غربي نړي د مسلمانانو پر وړاندي خپلي ټولي حربي او وسيلي كاروي خو بل لوري ته موږ داسې غيرتي او ميړني زلميان لرو چې دعصر د فرعون په وړاندې نيغ په نيغه پورته كيږي او په خپلو هغو پيزارو يې په سر سر ولي كوم چې موږ او تاسي د خپلو پوښو د ساتلو او له ګندګۍ نه د بچ كيدلو لپاره كاروو، انشاالله هغه ورځ لرې نه ده چې ټول اسلام ضد كړنې او عناصر به الله پاك لكه د بوش په ډول ذليل او تور مخي كوي.
لمړی خو دوخت دفرعونیانو په وړاندې د ځوان عراقي ژورنالیست ددې لویي زړورتیا اومیړانتیا له کبله ټولو ریښتوني مسلمانانو ته مبارکي وایم .او اړینه خوداوه د چې دبوش دعراق دسفرنه وروسته په افغانستان کې هم دمطبوعاتي کنفرانس پرمهال د درنو څپلیود باران په بدرګه ورسره دتل لپاره مخه ښه شوي وه .
سلام کوم، زه د طالبانو د اسلامي تحريک څخه يوه ګيله لرم، هغه داچي ولي مو د بوش په خبري کنفرانس کښي برخه نه واخستله، کور ښادو خو دا ځل به مو د بوټ او ماسۍ ژوندی ځانمرګی ورلېږلئ وائ، عراقيان درنه پدې نوي تاکتيک کښي يوه نمره مخکي لاړل!!!
کرزی صاحب ته په کوم جرآت سره دزماني دلوی ظالم اوجابر ته دغازی امان الله خان مډال ورکوې ؟؟؟ په کار خو داوه چې دمډال پرځای دورته یو درجن دافغانانو په لاس جوړې شوي افغاني درنې څپلۍ ورډالۍ کړي وه. اوبس
زه هم په خپل وار ټولو ته سلامونه وړاندي كوم ډيره د افسوز خپره ده چي غازي امان الله خان دداسي لوي قاتل سره برا ره وو دا چي كرزي صاحب ولي بوش ته ددا سي لوي غازي په سترګه ګوري ما ته خو دا ډيره بي انصا في شكا ري
hi Dear Please see the iraq vdo
Thanks Esssssa