کور / تازه خبرونه / د ننګرهار پر ګمرک شخړه روانه ده

د ننګرهار پر ګمرک شخړه روانه ده

د ننګرهار زوړ ګمرک چې د جلال اباد په زړه کې پروت دى نن سبا د ننګرهار چارواکو د ولسمشر حامد کرزي د يو ځانګړي فرمان له مخې دياد ولايت پخواني والي عزيزالله واصفي ته ورکړى، چې د ننګرهار ولايتي شورا او قومي مشران يې په کلکه مخالفت کوي.

ولايتي شوراوايي د دغه ګمرک درې جريبه زمکه دولت واصفي ته ورکړې چې دوى ددې کار غندنه کوي، قومي مشرانو ګواښ وکړ که دولت خپله پرېکړه بېرته وانخلي، نو دوى به دغلته خيمې ودروي او چا ته به اجازه ورنکړي چې ابادي پکې وکړي، د ننګرهار والي وايي دمګړۍ يې پردغه ګمرک پيل شوى کآر ودرآوه او د ولمسشر پرېکړې ته انتظار باسي.                                                                                     

تبصره نسته

  1. دنني خبر په ليدو سي دننګرهار پر ګمرك شخړه روانه ده ډير وځوريدم
    سي ولي ښاغلي كرزي دولتي ځمكي وهغو اشخاصوته وركوي سي هغه ددي په كورني پوري اړه لري ،دادولتي څمكي اوځآيونه دي په ټول ملت پوري اړه لري ،
    له دي نه داسي ښكاري سي يو ځل بيا دمحمدزيو دكورنيو واكمني پيل سوه سي هر چيرته ي دولتي جايدادونه تر خپلي ولكي لاندي راوستلي وو ،داكار ټول ملت په كلكه غندي دننګر هار دميړنيو خلګو نه په كلكه ملاتړ كوو سي دداسي كارونوپه وړاند ي دريدلي دي ،عزيزالله واصفي نوره ځه قهر ماني او ملت ته خدمت كړيدي سي خلګ ورته امتيازونه وركي ،البته ده بۀ پخوا دولايت په مهال ډير ي دولتي ځمكي لاندي كړي او دهيوادوالو ويني بۀ يې ځښلي وي اوس هغه مهال نه دي سي دمحمدزيو كورني بۀ په زورځآنته ځه چي زړه يي غوښتل امتيازات وركول ، دااوسني حالات ټول ددو ي دكورني دظلمونو په وړاندي ددريدو پايله ده ،دافغانستان خلګ ديوي كوررني واكمني نه مني او په وړاند ي تاسووليدل چي ودريد ل
    ښاغليو ميړنيو ننګر هاريانو :
    هيچاته اجازه مه وركوي سي دولتي جايدادونه غصب كړي
    ننګر هار روښانه او ميړني تاريخ لري اتلان ميړني او ستر استادان تر پورته سويدي ،
    ننګر هار يوازي ستاسو نه دي دټول افغان او دپشتون پزه ده
    دلته بايدداسي خاينانه كارونه سرته ونه رسيږئ سي سبآ ستاسو دسر ټيټي وړسي ،
    دغوپخوانيو ليوانو ته په ننيوددموكراسي او دخلګو دخدمت په درو غجنه جامه كي پټو ته اجازه مه وركوي سي نو رهم دوي را بآندي مزي ا و چړ چړي وكوي ،
    داهغه خلګ دي سي كلونه كلونه يي دافغانستان دخلګو ويني وځښلي ملت يي په تورو تيارو كي ساتو پر سترګويي لاسونه ورنيولي وو،
    تر ځو ددوي په وړاند يونه دريزي او ددو خيانتونه رسوانه كړ ي
    تاسو په هره بيه سي كيږئ دد ي ناوړ فرما ن په وړاندي دغره غوند ي ودريږي ټول افغانان مو ترشاو لاړ دي .

  2. Na pohezham Karzai per kam bansat wa pakhwanayo khalqyano ta hakomati zmaki werya weshii?Wasifi da kandhar wilayat Alakozai dai aw zmaka pa Nangrahar wilayat ke werta werkwal kezhi?Zma da drano nangraharyano na ghoshtana da chi da dasi be bansata krano makha de waneesi,aw wasifi de day ta majboor kree chi berta kandahar ta raasi chi khalak ya makh wer tor kree da de da cremlin da zoi.

  3. kazi da kar damonafikat da para karedy shakhsin wasifa shahid pa khabir ham nawi.zaka haga pa amreca ke dy.kerzi da wasifi mazka pa kabul ke ter naqshi landi mojara pa jalalabad ke warkawe da mawafqa ae shahid da wasefi da aolado sara kerewe. pa her sorit da kar sahi nady. ka wakien da wasefi mazka ae pa kabul akhisetwe baed pa kabul ke mazaka ya pasee warki. na dachi pa bal welaet ke mazka werkwy da kar ae da wasefi da badnami da para kerdi zaka chi wasefi dakhpal mamoret pa doran ke kheyanit nady kery.karzi ghoary da khpal zan pa raqm nor sharif khalag ham badnama kry

  4. ننګرهار له كابل وروسته دويم ګڼ مېشته ولايت دى او اوس مهال د پښتنو لومړى ګڼ مېشته ولايت دى لكه څنګه چې پخوا د ګندارا زړه وو او روښانه تاريخ يې درلود، اوس هم خپل پخواني برم ته په ګرځېدو دى او د پښتنو د زړه حيثيت لري، له نېكه مرغه د ننګرهار په ليك او لوست او قلم مين ولس هم خپل دغه رسالت ته متوجه شوى او په همدې بنسټ يې هوډ كړى چې دغه د پښتنو زړه څرنګه چې د نظيمي جګړو پر مهال يې له ورور وژنې او وينې رنګونې څخه وساته اوس يې د كرزي له كرغېړنې واكمنۍ او فسادسالارۍ څخه ساتي.
    موږ ټول د ځاځيو پښتانه د ننګرهار له ويښ ولس څخه ملاتړ ته چمتو يو او كه اړتيا شوه نو په ګډه سره به كرزي ته داسې ګوزار وركړو چې كري او كوري يې جوړه او په يو سوك يې كږه خوله ورسمه شي.
    زموږ هيله له ننګرهاريانو څخه داده كه پوهان دي كه سياستوال د بلې هرې سيمې په پرتله په ننګرهاريانو كې زيات دي او هم تكړه پښتانه او زمرۍ پښتونواله لري، بايد د سياست ډګر ته رامخ ته شي دوى دې دهيواد مشرولۍ ته مټې راونغاړي تر څو به دوى چوپ ناست وي او د دوى د چوپتيا له امله به پر پښتنو كرزويان او كورزويان تحميليږي.
    ننګرهاريانو تكړه شئ د هيواد راتلونكې له تاسو سره غوټه ده.

  5. د هیواد ملی شتمنۍ خپلو یارانو ته بخښل د هیځ واکدار حق ندۍ .
    که څه هم ښاغلې ربانی د خپلی کابلۍ زمامت ددورې په وروستیو کی دا کار وکړ خو د نتیجه ﺉ سمه نه وه . خداې دی و نه کړی چی جناب کرزې صاحب خو به د خپل سیاسی ژوند وروستۍ شپې ورځی نوې را نژدی شوې . که نه دا کار خو دده په سیاسې راتلونکې یواځی منف تاثیر لرلۍشې او بس .
    کرزۍ صاحب ! خداۍ مه کړه چی تاسو هم د بوټو په ویشتلو بدرګه ددې هیواده خدای په امانی و کړۍ .
    په درنښت حکمت – سویډن

  6. Da milli shtamani bakhal chata da hich haq nadai balki da da aoolas haq dai,ka har chrwakee deer sakhee wee da khpal plar abaee zamka dee bakhshash kri.da da nangarhar ka aoolas haq dai.
    wassalam

  7. salmona rogh oosee
    da khudae pa khater lag pa de zawridilee milat orahmigi akher pa domera zamakoo ao pissoo sa kavee tola dubi kho taso wakhtoo akher marg mo walee laka chee her daee noor bas ki da khudaee lapra…………..manana abad oosee

  8. څرنګه چي ټول افغانان په دى پوه دى چى ننګرهار تل بهار دټولو افغانانو شريک کور د آمن کور دپناه ورکوولو او نورو ته د عزت کور دى خو دا هم په ياد ولرى جى جابرانو او اشغال ګرو ته بيا ګور )قبر( دى . مونږ ننګرهاريان به دا اجازه هيځ کووم کس ته ورنکړو چى زمونږ د ښکلي ښار يوه وړه برخه هم پغير د ننګرهاريانو د اجازى او مرزى ځخه غصب کړى او يا يي خرڅه کړى که ژوند باقى وو د حصار شاهى د لوى دښتى پوښتنه به هم په خپل وخت سره ترى کيږى دا وطن يواځى د کنداريو او کوچيانو نه دى چى د ١٢ قومه شينوارو او مهمندو هغه لوى ډاګ يي په ډالرو خرڅ کړ خداى ج به ظالمان محوه او نابود کړى دا ګمرک او دا نورى د ننګرهار ټولى ځمکى د ننګرهاريانو ملکيت دى دا صرف په يوه مټىواله لونګى سره د بل چا کيږى نه ټول دى خبر وى چى مونږ ننګرهاريان ويښ او بيدار يو چا به يو څو وږى تگى بى پته ملکان په پيسو اخستى وى خو هغوى د قوم او ولس په مقابل کى کوم ارزښت نه لرى . په ډير درنښت د آچين شينوارو له اړخه حنيف شينوارى