د پنجشنبي په ورځ د بلخ ولايت مركز د مزار شريف ښار كې يو پراخ لاريوون تر سره شو ،
په دي لاريوون كې شاو خوا سلګونو تنو كسانو ګډون كړۍ وو
په دي لاريوون كې د بلخ ، چمتال او چاربولك ولسواليو قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستي وه
لاريوون كوونكو په خپلو شعارونو كې د هغو څوارلس تنو مرموزو قتلونو چي په دي ورستيو كې د بلخ په ولايت كي شوي و غندل او د دوي دعاملينو د محاكمي غوښتونكې شول
همدا رنګه دوي وويل چي د لوي اختر په لمړي ورځ د چاربولك ولسوالۍ يو تن ديني عالم مولوي خوشحال چي يو ډير تكړه او زيار كښ عالم دي د ملي امنيت د چارواكو لخوا غوښتل يي چي بغير له كوم ثبوت نه اسير كړاي شي ، چي د دوي په وينا د ملي امنيت له چنګال نه يې خلاص كړ
دوي په يو غږ د مزار په سميه ايزو چارواكو نيوكه وكړه او ژر تر ژره يې د چاربولك ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير لري كيدل وغو ښتول.
نوموړو لاريوون كوونكي چي د مزار شريف د ملګرو ملتو دفتر مخي ته را غونډ شوي وو، يو پريكړه ليك يې هم صادر كړ چي په هغه كې داسي راغلي وو .
مونږ په سيمه كې د حزب اسلامي او طالب په نوم ټكول كيږو ، كه مونږ طالبان يوو نو ولي د طالبانو لخوا وژل كيږو او كه طالبان نه يوو نو ولي د دولتي چارواكو لخوا تهديد او وژل كيږو .
په پركړه ليك كې د اهم راغلي چي مونږ صرف ددي لپاره ټكول كيږو چي مونږ د حزب اسلامي پلويان او غړي يوو .
په پريكړه ليك كې ګواښ شوي وو چي كه دا خپل سري وژني او ترورونه بند نشي نو دوي به خپلو سوله ايزو لاريو نو ته دوام وركوي ، او كه ډير اړ شي يا به ځان وژني و كړي او يابه د سيمي پريښودو ته اړ شي.
بل خوا د بلخ دوالي وياند منير فرهاد د دغو ۱۴ تنو وژنه پر ځاي كار بولي او زياتوي چي دوي ټول غله او لوټ ماران وو .
خو حاجي نادر يو تن قومي مشر او د همدي لاريوون ګډونوال بيا د استاد عطا د وياند ټول خبري ناسمي بولي او وايي چي د هغو ۱۴ تنو مرموزو قتلونو موضوع كاملا جلا ده
دوي چي كوم غله ښېې هغه د دوي خپل غله يعني په دي معني چي هغه د جميعت اسلامي او د امنيه قوماندان غله وو .
دده په وينا دوي تل يوه ډله غله ، لوټ ماران او د ترور ډلي ساتي چي كله مقصد يې حاصل شي بيا هغه په خپله له منځه وړي
چي بهترينه بيلګه يې همدا پنځه تنه غله دي چي دوي يې يادوي ، ودوود قومندان له پنځو تنو سره چي د دوي د ډلي د لوټ مارۍ مشر وو څه موده وړاندي يې د بلخ ولسوالۍ د هيواد كلې كې د فيروز باي پر كور حمله وكړه او د هغوي له كور څخه يې يوه اندازه پيسي او زيورات په غلا يوړل ، چي بيرته د همدوي لخوا ووژل شول ، او د فيروز باي د كور زيورات او طلا اوس هم د ودوود قومندان كورنۍ استعمالوي او ورسره ده .
د حاجي نادر په وينا دوي دغه ډله ددي لپاره ووژله چي غلاوي يې پري ډير كړي ،اوس يې ددي لپاره ووژل چي راتلونكې كې افشا نشي
د ده په وينا مونږ د دي پنځو تنو موضو نه يادوو ، مونږ هغه ۱۴ تنه قومي مشران او د حزب اسلامي پخواني قومندانان يادوو چي يو په بل پسي په دي وروستيو دري مياشتو كې د موټر سايكلونو په واسطه ترور كيږي
هيره دي نه وي چي څه موده وړاندي په بلخ ولايت كې د ۹ ولايتونو په استازيتوب د سلاكار وزير او پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد په زيار دحزب اسلامي يوه ستره غونډه رابلل شوي وه ، چي شاوخوا څلوزه تنو پكي گډون كړۍ وو
په نوموړي غونډه كې د همدي ۱۴ تنو مرموزو قتلونو د غندني تر څنګ د قاتلو د محاكمي په كلكه غوښتنه وشوه .
سلامونه اونیکی هیلی وراندی کوم دعوت سایت ته :
زما په اند په شمالی و لایتونو کی دپشتنو ورونو دغه لاریون کومه کته نه کوی تر حو چی په دولتی ادارو کی دپشتنو شتون نه وی همدالوبی به به پشتنو په شمالی ولایتونو کی همداسی روانی وی اوداسی و خت به راورسیژی چه هیح به مو تر لاسه نشی .د پشتنو دیوالی په هیله .
حنیف رستم دکابل نه