دا خبره خو ددې عصر لوی او واړه ته څرګنده دی چې په افغانستان او پښتونخوا کښې د روانې خونریزۍ مسولین څوګ دي او د چا په کور ګې پټېږي؟؟ ددې له پاره چې د پاکستان لنډ عمره واکمنی د تل لپاره د هندوستان په مقابل کې ونه مري نو پاکستان له هغې دینی مدرسو څخه په پوره ډول فوځی ګټه پورته کوی چې په پاکستان کې دننه موجودیت لري .
د بېلګې په توګه په کشمیر کې منظمه او پر له پسې جګړه چې واګی یې تر اوسه د مولانا فضل الرحمان ډلې په لاس کې دي ، دا هغه تنکی ځوانان دي چې د اسلام په نامه یې پاکستان د خپل سیاسی هدف لپاره د هندوانو په ټینکونو ورخېږوي په افغانستان کې هم روانه غمېزه د ګاونډی هېواد پاکستان په منظم پروګرام سره ښه په سُر کې روانه ده ددې دپاره چې د لراوبر پښتون د تل لپاره سره یو نشی د پاکستان مرکزی حکومت هرې بې شرمۍ ته ملا تړلې ده ،که څه هم پنجابیان د ټولې نړۍ په مخکې سر پر ځمکه وهي چې پاکستان له القاعده سره کومه سابقه نلری مګر هر چاته مالومه شوه چې د القاعده ټول زامن په پاکستان کې له پاکستانه زېږ یږي که دا له شره ډک هېواد ژر تر ژر ه له افغانستان سره په خارجی پالیسۍ کې ویال (نرم) نشی نو لرې نده چې د القاعده زهر لرونکي ماران به په پاکستان کې هم د هر پنجابی خېلخانه وچیچی او بیا به یو پاړوګر خپل مار وژلی وی .
ته خولکه نوم چي دی کمکی دی فکراونظردي هم دکمکي دی،نه داسلام په ارزښتونوپوهیږي نه دنوروپه یرغل امریکایان دي دپلارزامن اودمورمیړونه دي چي دلته زموږپه هیوادکي دډیموکراسۍ په نوم فحشااولنډغریتوب خپروي ؟که دي داډیموکراسۍ اوفحشاخوښه وي نودبل په لاس لوی شوي سپیه هرڅه چي لیکي هغه لیکه!
کلاشینکوف ماما ته لیک ((وصیل دې یې ولولی) ) ۱۳۸۷/۹/۲۲
د ۱۳۸۷/۹/۱۶ نېټه مې د لراوبر خپلواکی او ناپېلې ویبپاڼی له لوری دا لیکنه خپره
کړه چې
(( پاړوګر د مار له لاسه مري))
په لیکنه کې که څه هم دا خبره په یو څو جملو کې
څرګنده شوې ده چې نن سبا په پښتنو ولې دومره ظلم کیږي د څه دپاره کېږي او د چا لخوا
کیږي؟؟؟ فکر کوم دې لنډو پوښتنو ته به چې تر شا یې د تربګنۍ او دښمنۍ توری توری
بلاوې پټې دي هر افغان ماشوم هم ځواب ووایي ، متاسفانه ځېنې وخت داسې کېږی چې خلک
په یو ه ژبه خبرې کوی خو د یواوبل په خبرو نه پوهېږي دا خبره مې پدې لیکنه پسې ځکه
غوټه کړه کله چې زما دا پورتنۍ لیکنه خپره شوه نو د همدې میاشتې په اوولسمه نېټه د
وصیل په نوم صیب ځکه نه ورسره لیکم چې
کنهګار نشم په ځواب کې داسې راته لیکلی وو( (ته خو لکه نوم چې د کمکی دی فکر او نظر
دې هم کمکی دی نه د اسلام په ارزښتونو پوهیږی نه د نورو په یر غل امریکایان دې د پلار زامن
او د ……………………. دي چې دلته زمونږ په هیواد کې د ډیموکراسۍ په نوم
فحشا او لنډغریتوب خپروی؟ که دي دا ډیموکراسی او فحشا خوښه وي نو بیا د بل په لاس
لوی شوي …….. هر څه چې لیکي هغه لیکه))
ددې لپاره چې وصیل ته دده په ساده توب سخته
ګیله ورنشی زه هم غواړم دده په لیکلی شوې تبصرې باندې یو څه رڼا واچوم او څو
لارښوونې ورته وکړم ګوندې خدای (ج) یې په لوری شی د جهالت لدې ژورې کندی څخه یې
راوباسی
او کچیرې د لیکنې هم دده په پوهولو کې همکاری
ونشوای کړای بیا خو یې هسې هم د الله (ج) هېلې ته پریږدو یا به یې اصلاح کړی او یا
به یې رسوا .
۱- وصیلیه کله چې د زما دا لیکنه والوستله نو
ژر تر ژر ه به لاړ شی د اعصابو کوم ډاکتر ته به ځان وښیې او که زما له لیکنې د مخکې
ځان ورښولی وی بیا خو دې هوښیاری کړې ده زه په صداقت سره درته وایم چې ستا عصبی
سیستم په بشپړه توګه له کاره لوېدلی دی د ښو او بدو تر منځ تمیز نشی کړی ، ستا په
اصطلاح زه پدې دومره کمکی عمر او نظر وپوهېدم چې زمونږ د افغانانو دښمانان څوک دی
او ولې هر وختې مونږ مرو ؟؟ افسوس د ستا په حال چې پدې یوویشتمه پیړۍ کې هم تا خپل
او پردی ونه پېژانده ستا غوندې ساده ګانو خو څه کلی نه وی یو او دوه وی چې کلی
قومونه او نړۍ تباه کوي ستا په کوپړۍ کې که د ماغزو پځای بوس نه وای لږ خو بدې فکر
کړې وه چې زما د لیکنې مفهوم څه شی دی ؟مخکې لدې چې څه پرې ولیکې یوه دوې دقېقې خو
به دې چورت وهلی وای ګوندې کوم عقلی دلیل د وړاندې کړې وای هغه رازونه د راشپړلی
وای چې مونږ نه یو ترې خبر ځکه چې ستا غوندې وصیلان خو په هره ټولنه کې ځان خوندي کولای شي ،
له پنجابیانو سره لنګ وهي له ایرانیانو سره چاپنه او له امریکایانو سره پتلون
اغوندي
د هر چا په دفترونو کې ښکته پورته کیږی کومه
یوه ورقه خو به دې ترې راپټه کړی وی چې د افغانانو پر ضد لیکلی شوې وی د افغانستان خاوره هم په تا ډېر حق لری ددې هېواد په
بچیانو هم رحم وکړه ګوندې په ځنکدن کې خو دې ساه له بدنه په ارام وخیږی .
۲-ددې لپاره چې وصیلیه ستا په زړه کې کوم خچ پاتې نشی خبره نوره هم اوږدوم او
که ته د اوو شپو ماشوم نه وی یو څو خبرې دریادوم هغه دا
چې د جهاد په لومړیو وختونو کې چې د پاکستان او ایران خپلې سیاسی ګټې نه وی شریکې
نو بیا ولې دوی له افغانی مجاهدینو څخه پنځلس تنظیمونه جوړ کړل چې اتو یې په
پاکستان او اوو یې په ایران کې موجودیت لاره؟ دوی خو زمونږ مسلمان ګاونډیان وو چې
زمونږ لیدرانو په یوه کسه نشول سره خوړلی دوی به مشوره ورکړې وه چې مسلمانانو همیشه
یو رهبر لاره او لری به یې که ستا ځواب دا وی چې ضیاالحق ورته ووې چې که تاسې جدا
جدا وی زه به ستاسو په نام له بهره تاسو ته پریمانه کومکونه راوغواړم نو بیا خو
تاته مشوره درکوم چې په عاجلو بیمارانو کې ځان ولیکی تر څو نورخلک ستا په بیمارۍ
ککړ نشي ،او که ته دې پوښتنې په تکلیف کړې وی چې خدایمکړه افغانان مسلمانان ندی او
یا په افغانانو کې د اسلام څرک نه لیدل کیږی فحشا کارونه کوی زما په اند ته ډېر جق
(فضول) وهی ، تر ننه پوری ته مهربانی وکړه ماته د نمونې په ډول په افغانستان کې کوم
ښار کوم کلی کومه کوڅه وښایه چې هلته فاحشې وی او فحش کارونه کیږی لیکن په پاکستان
کې به د تر نظره ډیرې تېرې شوې وی په لاهور ښار کې به د هېرو منډیې ته سر ورښکاره کړې وی
چې د ټول پاکستان ډمې ،فاحشې، او هېجړاګان پکې پراته دي په دوبۍ کې به
د ایلتون هوتل ته پښه ورښوییدلی وی چې د ټولی نړۍ فاحشې پکې لنډې لغړۍ ګرځی ، دا ستا
مشاورین عربان او پنجابیان ورته د اوښانو غوندې اوږده اوږده غځېدلي وي چې نن سبا
تاته د اسلام په نوم مشورې درکوي زما مطلب دادی چې که اسلام صرف د افغانانو وي بیا
دی دوې ځانته د مسلمان خطاب نکوی که د ټولو مسلمانانو وی نو بیا ولې د عربستان
،ایران، او پاکستان په خولې کې شخوند ښخ دی چې سپڼ یې نه خېږي پدې مسلمانې کې خو
صرف د افغانانو کور ورانیږی د افغانانو میندې، خویندې او وروڼه مري ، افغانان ډیر
سپېڅلی او مسلمان خلک دي دوی ستا غوندې لوده وصیلی باندې هم د یوه پوره مسلمان ګمان کوی
که څه هم د خبرو کولو ادب هم نلری ستا
وجدان به د هغو شهیدانو ارواوو ته څه ځواب وایې چې د پاکستان او ایران صحراوې پې
ډکې دي ته په کومو سترګو ددوې مبارکو قبرونو ته ودریږی دوی خو ستاپه سر پرستۍ کې
خپلې ناوې ، اولادونه کور کلی پریښوه تا له هغې سره څه وکړل؟؟ هو زه پوهیږم چې له
تا سره هیڅ ځواب نشته ته باید له یو چا څخه مشوره واخلی چې ددوې مبارکو ارواوو ته
دوعا وکړی .
۳-له پورتنۍ لیکنې څخه زما مطلب دا ندی چې بویه
امریکایان زما د تره زامن دي که امریکایان دی که پنجابیان او که ایرانیان
هر څوک چې زمونږ د افغانانو بچیان وژني
زمونږ دښمانان دي وصیلو که یاداشت دې پردیو مشورو نه وی
خوړلی نو ما مخکې هم د امریکایې ظلمونو په باره کې په همدې ویبپاڼه کې ((افغانان د
دیموکراسۍ په لمبو کې )) لیکنه خپره کړې وه.
وصیله که ته یو څو دقیقې خپل ګریوان ته سر ټیټ
کړی زه باوری یم چې ته به په ځان کې ډیرې غلطې ووینې پښتانه متل کوی چې ((
غټې سترګې ځان وینی وړې سترګې
جهان)ته به پدې خپلو ګنهګارو سترګو چې تاته ځان غټ غټ
ښکاره کوي پخپل وجدان کې ډیرو شیانو ته متوجه شی او که کوم سوالونه درته پیدا کیږی
د افغانستان په هکله د بیلګې په توګه : شپېته زره کابل ښاریان کله ووژل شول ؟ هغه وخت چې د قدرت په خاطر د اسلامی
تنظیمونو جکړه وه . امریکایان ولې راغلل ؟ پاکستان خپلې ګټې په مکمله توکه له
امریکایانو سره هوکی کړی . د پنځه زره افغانان قاتل چېرته پټ دی ؟ په اسلامی هیواد
ایران کې . همداسې ځانته څو څو، ځلې سوالونه ورکړه د
ټولو پوښتنو ځواب لتا سره شته دی ، زما په خیال اوس به د عقل سرته راغلی وی که دغې
نسخې هم همکاری درسره ونکړه مجبور یم چې د ډیرو کالونو پرله پسې دوا درته ولیکم ،
په اخر کې دیوه مسلمان په حیث مشوره
درکوم ته که هر څوګ یې د هر ځای یې د قلم د عفت خیال ساته ځکه چې قلم د قران شریف
له مبارکو تورو څخه یو توری دی .
کمکی
افغان