" /> " /> " /> " /> جنرال دوستم ترکې ته ولېږل شو ورستي جزيات زاړه جنايات – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جنرال دوستم ترکې ته ولېږل شو ورستي جزيات زاړه جناياتvideo

جنرال دوستم ترکې ته ولېږل شو ورستي جزيات زاړه جناياتvideo

2008.12.04ريانوستي 



جنرال دوستم چي يو وخت دشمالي ائتلاف يو له
مشهورومشرانواودافغانستان دوله والو ځواکونوپخوانی درستیزوال   گڼل کېده
،چې څه موده وړاندي  ئې په خپل کورکي تر نظارت لاندي اوسېده ترکې ته ولېږل سو
.

دوطن ورځپاڼي دخپاره سوی خبر له مخې ترکې ته  دجنرال
دوستم  دلېږدولو عمليات دترکې دبهرنيو چارودوزير ((علی باباجان)) دهدايت له
مخې تر سره شول .

دغه نشرېه   په خپل خپاره سوي خبرکي ددې مطلب په
څرگندولوسره چي انقرې يو ځل بيا دجنرال دوستم په لور دمرستي لاس وغځاوه ،زياتوي چي
دترکې حکومت پخواهم دغه ۵۴ کلن جنرال ته چي دافغانستان په شمال کي نفوذ لري 
پناهنده گي ورکړې وه .

وطن ورځپاڼه ليکي دوستم  پسله هغه چي دشمال په ائتلاف کي
دخپل ملگري اکبر باي پر خلاف ئې دفبروري د مياشتي دحملې په پايله کي دجمهوري رياست
دستر پوځی سلاکار اودستريزوال له مقام نه گوښه کړل شو اوپه خپل کورکي ئي تر نظارت
لاندي شپې سباکولې ،دښاغلي کرزی په وړانديز ئي هيواد پرېښود .

داورځپاڼه ليکي چي ترکيه دجنرال دوستم  لپاره دتبعيد
داستوگنځۍ په توگه ټاکل شوېده .

ورځپاڼه ليکې دکرزي اودوستم تر منځ دموافقې نه وروسته ددوشنبې په
ورځ جنرال دوستم دترکیې په یوه ځانگړې الوتکه کې هغه هیوادته ورسول شو. ديادولو
وړده چي دترکې دبهرنيو چارو وزارت تر اوسه ددې خبرپه هکله کومه څرگندونه نده کړې .

رشید دوستمجنرال دوستم په ۱۹۸۰ کلوکښي په افغانستان کي 
دشوروي پلوه حاکم گوندطرفدار اوپلوی وو.

جنرال دوستم دطالبانو سره دجگړې په وخت کي د افغانستان په شمالي
سيمو کي  په دولت کښي دازبکستان  ددولت په نامه ديوبل دولت بنياد کښېښود
اوحتادپيسودچاپ هڅی ئي پيل کړې .هغه  دشمال دائتلاف په وجودکښي دهغو خلکونه
چي  دطالبانوپر خلاف ئي مبارزه کول  يونسبتأ غښتلي اردو جوړ کړ.

جنرال دوستم  تر دغه دمه په يوه ښکلي اومډرن درې پوړيزه
ماڼۍکښي ژوندکاوه .

د((وطن)) له ورځپاڼه نه ، دريانوستي  خبري اژانس ،دقوس ۱۴ مه




دژباړونکي لنډه يادونه :

ديادولو وړده ، پسله هغه چي ترکې درک کړه له جنرال دوستم نه
دافغانستان په سياسي بهير کي   يو وخت دخپلو موخولپاره استفاده کولاي شي
هغه ئې وهڅاوه چي ترکې ته ولاړ سي . جنرال دوستم ترکې ته په رسېدوسره په هوايي
ډگرکي ډير استقبال اودترکې دډله ايزو رسنيو له لارې زيات تبليغ شو. دهغه سره څو
تلوېزيوني مرکې هم خپرې شوې . دهمدې سفر په درشل کښي دترکې حکومت هغه ته سياسي
پناهنده گې ورکړه .  يو شمېر نا تائد شوي اوازې داسي هم خپرېږي چي هغه ته تر
سياسي پناهنده گۍ وروسته  ددې لپاره چي دترکې تر حقوقي چترلاندي وي دترکې
تابعيت هم ورکړه سوی دی .

په هر حال جالبه داده چي پدې مسله امريکا ،او دروسانو په گډون
ټوله غربی نړۍ خبره وه ،خو دځينو سياسي ، پوځی گټواوملحوظاتوپر بنياد اودجنرال
دوستم له امکاناتو څخه داستفادې په موخه ئې ډله ايزورسنېو ته اجازه ورنکړه چي داخبر
ه رسوا کړي . داځکه چي هغه ته دسياسي پناهندگۍ مسله دنړۍ ديوشمير هيوادونوسره په
مشوره تر سره شوې وه، ځکه خو پټه وساتل شوه. دافغانستان په سياسي بهير کښي دجنرال
دوستم شاته تل ترکيه او ازبکستان ولاړ وه ،اوکله کله چي به ښاغلي کرزي ياکه حقيقت
وويل شي بېچاره کرزي چيغې وهلې چي دډيرو کسانو ياجنگسالارو شاته بهرنۍ هيوادونه
ولاړدي اوله ډارنه ئي دترکې نوم نشواخيستلاي  همدا مسله وه . دابايد ووايو چي
دنوروجنگسالارو اوهيروئينو دپټو اوښکاره سوداگرو واتنظيمو درهبرانو ،يوشمير محلي
قوماندانانو اوپه دولت کي دشاملو په اداري فسادککړو حاکمانو وشاته هم همداسي بهرني
هيوادونه ولاړدي هرکله چي دهغوي ژوندپه خطرکي شي همدا هيوادونه ئي په ځانگړو الوتکو
کښي دوباره خپلو هيوادو ته لېږدوی . همدا دليل دی چي دبېگانه ووتر حمايي اوحاکميت
لاندي کسان دافغان ولس لپاره بېگانه اويودبل سره پوهېدل ستونزمن دي ،پايله داشوه چي
دسولي پر ځاي جگړه اودامن پر ځاي بې امني حاکمه سول . طبعي  ده دغه کسان مکلف
دی چي دهغو دولتونوگټي وساتي کوم چه دوي ئي تر حمايې اوچتر لاندي ژوند کوي .

داسي انگېرنې هم شته چي ښاغلي بارک اوباما غواړي په افغانستان کي
ټول هغه جنگسالارچي په شکل داشکالو دجنگی مجرمينواويادبشردحقوقوڅخه دتيري په تور
تورن دې  ،لکه دپاکستان ((ISI)) داستخباراتي جهنمی سازمان ځيني مشران چي ئي
دمحاکمې لپاره دملگروملتو دامنيت شورا ته معرفی کړل دوي هم  معرفي اودخپلو
اعمالوپه سزاورسوي . ويل کېږي ددغې محاکمې څخه دنجات  په خاطر ترکې جنرال
دوستم خپل هيواد ته بېولۍ دی ،ممکن ايران هم خپل پلويان لکه ښاغلي محقيق ،لطيف
فدرام ،خليلي اودنظار شورايوشمېرغړي  ددوي دژوند دامن ساتلو په خاطر خپل
اويابل هيوادته ولېږدوي  .


تبصره نسته

  1. Salamona Grana Ghamkhor saib!
    landa da che loanat de Pakistan par ISI aw loanat par Turkya aw loanat par Iran aw Russia.

    Po dranasht Habibullah Said le Norway na

  2. ښاغلي غمخور صاب اختر دي مبارك سه
    ډيره په زړه پوري ليكنه او مالومات دي وړاندي كړيدي ،دهر اړخه كره او نو ي دي ستاسو غوند ي باخبره او دهيواد په وير ويرجن پوهان دي خداي تل لري سي هر مهال داسي نوي او په زړه پوري مالومات دهيواد په حالاتو باندي وړاند ي كو ي ، پر قلم ژوند او اند مو بركت شه ،
    ددوستم غوند به ټول دبهرنيو دښمنانو ګوډا ګيان او غلامان يو په بل پسي تښتي خو بآيد سي دو محاكمي ته را كش كړل سي او دخپلو جناياتو ځوابوڼۀ ووايي وګوري بي انصافي دونه ډيره ده سي ريښتني افغانان سي په بهرنيو نه دي پلورل سوي محكمه كيږي او په نا څوان مردانه ډول كلونه كلونه په زندان كي ساتل كيږئ خو دبآدارانو لرونكي ازاد ګرځي او پنا وركولي كيږئ ،
    دي ملي خا ينانو اسدا لله سروري سي يو ريښتني او خپلوا ك افغان دي په زندان كي ساتل كيږئ خو دا دبهرنيوګو ډآ ګيان باداران لري او پياوړي باداران لري ځكه هر ځه ورسر ه منل كيږئ
    اوس بۀ دا نادان اولس پوهيدلي وي سي غلامان ازاد كرځي او خپلواك خلګ او دخپلوا ك فكر خاوندان په زندان كي پراته دي ،كه سروري صاب دپردو غلام واي نن بۀ ازاد ګرځيدو او سياسي پنا بۀ وركوله كيده
    كه محاكمه كيږئ نو ټول بآيد محاكمه سي كه داسي نه وي نو زرتر زره دي ښاغلي سروري صاب په عزت را خلاص كړي
    هيله ده سي دټو لو خاينانو له تورو ځيرو پر دي پورته سي او اصلي خاين هيواد والوته وروپيژندل سي