د چا دپاره یو سمه ګلونه د اختر ٠
د چا سره به ولمانځم جشنونه د اختر ٠
اختر خو خندا ګاني هوسونه راڅه غواړي٠
په څیری ګریوان کله وي خوندونه د اختر ٠
نغمې چې پکښي نه وي او خندا چې پکښې نه وي٠
ویلای ورته نه سو محفلونه د اختر ٠
د خوار قسمت په پېڅه سول دا هسي اخترونه٠
کورګې کشې مو ژړا او فریادونه د اختر٠
د ژوند ښکلي نغمه مو د ژوندون په هیله نه ده٠
دا کوم مالیار خزان کړه چمنونه د اختر٠
اختر ته به هوس او خنداګانې نه وې پاته٠
موږ هر وخت دې لمانځلې ویر غمونه په اختر٠
زه ګل رحیم ځاځی د پکتیا ولایت د ځاځیو ولسوالئ فعلاُ د ناروی څخه په لیکه یم زه تاسو ټولو لر او بر افغانانو پښتنو ته د لوی اختر مبارکي وړاندی کوم امید لرم چی ویی منئ او ټول پښتانه الهی په اتقاق وساتی او دا شخړی له منځه ورکی کړی امیــــــــــن