کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پکه داد لابله سپکه: امريکايانوداځل ۲۰۰ سوه ترهګرې ميږي ووژلې

پکه داد لابله سپکه: امريکايانوداځل ۲۰۰ سوه ترهګرې ميږي ووژلې

ماز يګرى و ددفترملګري مې ټول دکورونو په لور روان ووپه دې وخت کې دلغمان له ولايت څخه  يوخبر راورسيد اوپه کې ليکلي وو چې تيره شپه امريکايې هوايې ځواکونو ددغه ولايت دمرکز مهترلام په دښته کې دکوچيانو دميږو په رمه ډزې اوبمبار کړى او٢٠٠   ميږې يې وژلي دي .

نه پوهيږودغه امريکايي ځواکونه چې په ښو پرمختللو وسايلوځانونه سمبال هم بولي ولي بيا هم  دانسانانو اوميږوترمنځ توپير  نه شي کولاي .

دغه ځواکونه چې تيرو اوو کلونو راپديخوا دترهګرو دله منځه وړلو په پلمه پر ودونو،جنازو،غونډو،وراګانو،اوپر نورو عامو خلکواوبيګناه کليوالو   ړانده بمونه راغورځوي داځل يې دادي په لغمان کې دکوچيانو په رمو دخپلو ړندو توپونو خولې راتاوکړې .

انسانان خولاپريږده چې دوى  په حيواناتو   هم زړه ونه سوځاوه او  کيداى شي سبا ته له دې سيمې څخه د دوو سوو ترهګرو د وژلوپه اړه  اعلاميه رسنيو ته ورکړي .

ځکه دوي خودهرات ولايت دشينډنډ په ولسوالۍ کې دسلو نه زيات هغه ولسي وګړي چې وژلي يي وو دترهګروپه نوم يې  ادعاوکړه چې بل آخره يې ثابته هم نه شواي کړاي.

 

دغه ميږي چې د مهترلام ښار  اړوند   د ابراهيم خېلو د کوچيانو وې د ګړوچ  دسيمې د کاږه کمر او شين ډنډ په سيمو کې پرې بمباري شوې  وه .

 د لغمان دهمدې سيمې قهرجن اوسيدونکيې داحتجاج په ډول له خپلو کورونو راووتل  اودبهرنيو ځواکونو ددغه ناوړه عمل دغندنې په خاطر يې لاريون وکړ اوهغه  ٢٠٠ ميږې چې په دې بمبارۍ کې وژل شوې وي په لاريو موټرو کې راوړې او دولايت دمقام مخې ته يې واچولې .

لاريون کوونکيو دخپلوميږو دوژونکيو څخه دميږودتاوان غوښتنه کوله  او ويل يې ،  ترڅو  يې امريکايي ځواکونه تاوان ورنه کړي نو خپلو کورونوته به لاړ نه شي .

په دې کسانو کې د ريدي ګل په نوم يوکس په داسې حال کې چې ويل يې د شپې پر يوه نيمه بجه امريکايي چورلکو له هوا څخه ددوى پر رمو بمبارۍ وکړې ، وويل چې که  دغه شان پېښې تکرار شي   نو دوى به له هېواد څخه داسې چې روسانو اړ کړي و کډو ته اړ شي  .

دلغمان ولايت دپوليسو مشر دکوچيانودميږو دوژنې پېښه تايد کړي او ويلي يې دغه بريد يوه اشتباه وه  او زياته يې کړه چې بهرنيو ځواکونو پر مېږو د وسلوالو مخالفينو ګومان کړى دى .

خو د حيرانتيا خبره دا ده چې د مغرورو امريکايانو هغه الې څه شوې چې له هوا څخه به يې په مځکه څلور انچه شيان ليدل او پېژندل به يې !!!

  يا خو کېداي شي په ميږو کې يې هم کومه ترهګره ډله راپيداکړې وي اوداځل به  دترهګرو ميږو په نوم خداي خبر په کوموهيوادونواو کومو سيمو کې نوي عمليات پيل کړي !!!

دميږو وژنه خو نننۍ خبره ده ، دغه ځواکونو هره ورځ په افغانستان کې ډيرې کورنۍ دغم په ټغر کښينوي  اوله دوي څخه خو څو ک دپوښتنې حق  هم نه لري

دغه امريکايانو خو زموږدهرات ولايت دشنډنډ،دننګرهار ولايت دهسکې مينې ،کونړشيګل اوکړنګل،دنورستان ارزګان ،هلمند اوکندهار ،غزني ،وردګو دجلرزي اوسيداباد ولسواليواونورو سيمو کې په سلګونو بيګناه خلک  اوماشومان ووژل او د ملګرو ملتونو په ګډون هېچا ورڅخه پوښتنه ونه شو کړاى .

افغان ولسمشر هم ددغه غربي ځواکونو دهوايې ځواک څخه پتنګ راغلى اوتروس يې تيره ښکاري اوښه بيلګه يې تېره اونى په دې اړه د  د ولسمشر کرزى څرګندونې دي چې ويل يې پر عامو خلکو د
بمباريو د مخنيوي لپاره يې خپل ټول وس کړى خو جال نه لري چې طيارې پر ې بندې کړي.

Ibrahimi.jornalist@gmail.com

٠٧٩٩٠٢٤٩٧٢