کور / راپور / د جنوب ختيځ زون د مشرانو غونٰډه – راپور

د جنوب ختيځ زون د مشرانو غونٰډه – راپور

د دوشنبي په ورځ د ليندۍ يوولسمه د سلاكار وزير او پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد  په نوښت د جنوب ختيځ زون د پنځو ولايتونو( پكتيا ، پكتيكا ، خوست ، غزني او لوګر ) مشرانو ، لخوا د پكتيا مركز ګرديز كې غونډه وشوه .




نوموړي غونډې ته چي له پنخو ولايتونو لخوا څه د پاسه پنځه سوه تنه قومي مشران ، مجاهدين ، سپين ګيري ، مدني او فرهنګې تولني راغلي وي ، د ملي يووالي او تړونونو په اړه پكې خبري وشوي 


د غونډي برخه والو  ته د جمهور رئيس سلاكار او د پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد ، د وينا په پيل كې د جمهور رئيس حامد كرزي سلامونه او نيكې هيلي ډالۍ كړي


پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد وويل : زه نن ډير خوښ يم چي د پنځو ولايتونو په استازيتوب ، مجاهدين ، قومي مشران ، علما ، مدني ټولني ، او ځوانان په يوه ټغر سره ناست دي ، او د ملي يووالي آواز پورته كوي ، 


ده وويل چي زه نه يوازي له تاسو څخه مننه كوم بلكه د داسي غونډو مالي او هر اړخيز ملاتړ هم كوم 


همدرد زياته كړه چي يووالۍ تنها په شعارونو نه خلاصه كيږي ، بلكه د دي پديدي لپاره بايد عملي او كوټلې ګامونه واخلو ، او په عمل كې يې ثابته كړو چي مونږ سره يو يوو او هيڅكله هم نه جلا كيږو 


همدرد د پكتيا امن ته په اشاري سره وويل دا كوم امن چي نن پكتيا كې شتون لري دا د تاسو قومي مشرانو او مجاهدينو له بركت څخه ده ، كيداي شي په دي كې دولت رول ولري خو اصلي كسان چي د امن او تړونونو پابند دي  هغه تاسو قومي مشران ياست 


همدرد د جهاد وخت ته اشاره وكړه او وي ويل چي هغه وخت په هزاره جات كې امن نه وو ، ولي په هماغه وخت كې هم د شمال د ټولو توكمو مجاهدين په همدي لويه پكتيا تيريدل ، خو هغوي ته هيڅ ډول خطر متوجه نه وو ، اوس هم بايد هماغه تړونونه بيرته راتازه شي ، 


همدرد د پكتيا ولايت د امنيتي ارګانو همغږي وستايله او د امنتي ارګانو  دغه همغږي يې هم يو له هغو لاملونو څخه وباله چي امن يې پكتيا كې ټينګ كړۍ دي


د غونډي يو بل برخوال څارنوال محمد رحيم وويل ، مونږ نن ددي لپاره راغونډ شوي يوو چي په جنوب ختيڅ زون كې اتحاد او اتفاق رامنځته شي او  راتلونكۍ سرنوشت په خپله وټاكو 


د غونډي يو بل برخوال او د لوي پكتيا د فرهنګې ټولني مشر خوږمن ځاځي وويل : مونږ هيڅ بله لار نه لرو بغير له دي چي تعليم ته مخه كړو او راتلونكۍ نسل و روزو ، ده د پكتيا والي د غه اقدام وستايه او دا غونډه يې په فرنګې ډګر كې يوه لويه لاس ته راوړنه وبلله 


غونډي ته پكتيا والي ښاغلي همدرد د خپلو خبرو په ترڅ كې بيا رغوني ته اشاره وكړه او وي ويل تنها  د بيا رغوني ټيم او USAID لخوا له پكتيا سره  ۱۵۱ ميليونه امريكايې ډالره مرسته شوي ،چي دا د پكتيا په تاريخ كې  بي ساري ده ،

د ه وويل  چي اوس مهال پكتيا كې ، د پكتيا – خوست ، پټان – څمكنې ، ګرديز- احمد ابا ،  ګرديز – مهلن پر سركونو كار روان دي او عملا قير كېږي او ډير ژر به د ګرديز ۱۴ كيلومتره داخلي سړكونه هم قير شي

ده زياته كړه چي اوس مهال په ۱۵۰ بستريز روغتون باندي عملا كار روان دي او په ټوله پكتيا كې له اوياوو څخه زيات ښوونځي جوړ شوي ، خو يوازي په ودانيو څه نه ګيږي ، بايد خپل زامن او لوڼې ښوونځيو ته واستوۍ چي ودانۍ په دوي ښائيسته شي 


له خوست څخه راغلي استازي عليميار وويل چي مونږ دغه ننۍ غونډه يو نوښت بولو او له همدي غونډي په يوه غږ دا وايو چي راتلونكې ټولټاكنو ته كارتونه واخلئ او په پراخه پيمانه ټولټاكنو كې برخه واخلۍ چي د غونډي ټولو برخه والو په يوه غږ ورسره ومنله او راتلونكې ټولټاكنو ته يې آماده ګې وښودله 


د پكتيا والي ښاغلي همدرد راتلونكو ټولټاكنو ته په اشاري سره وويل : پكتيا ولايت د ټول هيواد په كچه دوم ولايت دي چي له ۱۲۰۰۰۰ څخه زياتو كسانو پكې نوي كارتو نه اخيستي چي له نيكه مرغه ۶۰ په سلو كې يې ښځينه جوړوي چي دا د پكتيا په تارخ كې بي سارې ده


د غونډي په پاي كې يو لس ماده يې پريكړه ليك صادر شو چي په هغه كي ويل شوي وو 


مونږ د لويي پكتيا اولس له مركزي حكومت څخه په كلكه ملاتړ علانوو او په راتلونكې ټولټاكنو كې په پراخه پيما نه برخه اخلو

په پريكړه ليك كې دا هم راغلي وو چي مونږ د سولي پلويان يوو او  ژر تر ژره د جنګ ختيمدل غواړو 


دوي په يو شمير ولايتونو كې خپل سرې عمليات وغندل او د عملياتو پر مهال يې همغږي و غوښته 


همدا رنګه دوي له بهرنيو ځواكونو ، يوناما ، دولت او مدني ټولنو څخه وغوښتل تر څو د دوي د پريكړو احترام  وكړي .