د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی په هغه لیک کی چی خبری رسنیو ته یې لېږلی ویلی چی د طالبانو پخوانی ویاند ډاکتر حنیف د کابل د رژیم لخوا په شهادت ورسېد . احمدی وایی چی ډاکتر حنیف په زندان کی تر ډېری شکنجې وروسته د سرطان په ناروغۍ مبتلا سوی و څو چی باالاخره د سور صلیب په مرسته خوشی سو ، خو استخباراتو د علاج لپاره بهر ته د تګ اجازه نه ورکوله . دی وایی چی دولت پر هغه دا فشار اچولی و چی کار ورسره وکړی خو ډاکتر حنیف د جسمانی درد او خوږ له امله کار نه سو کولای او په ننګرهار کی یې شاګردانو ته د قرآن شریف تدریس کاوه . احمدی زیاتوی چی ډاکتر حنیف خبریالانو ته د خپلو شکنجو په هکله څه بیان کړی و نو ځکه د رژیم استخباراتو فیصله وکړه چی د هغه خوله د تل لپاره بنده کړی او په همدې هدف یې د شپې لخوا ۲۰۰ وسلوال کسان په ۸ رینجر موټرو کی ور ولېږل او هغه یې د دوو د تره زامنو او یو خوریی سره شهید کړ او د ښځو چیغی او کریږی یې هیڅ په باک رانه وړې . ده اخطار ورکړ چی د ډاکتر حنیف قاتلان به د خپل عمل په سزا ژر یا وروسته ورسول سی .
سلام
الله دی داکټر حنیف ته جنتونه نصیب کړی او الله دی مسلمانانو ته غیرت ورکړی ترڅو بچیانو او کورنی سره یی هر قسم مرستی وکړی
دا خو ډ یر د افسوس ځای دی ، د شرم ځای دی چه بو بی وسلی او بی دفاع سړی پسی ، داسی سړی پسی چه ماشومانو ته دالله ج کتاب ښی د ملی ارودو کسان ورځی او هغه وژنی
زما په نزد خو داسی ملی اردو سره د یو بهرنی یرغلګرنه سخت چلند پکاردی ، داخو اصلا د یهود و او صلیبیانو نه هم زیات ذلیل او کرغیړن خلک دی
شیرزی ته هم شرم پکاردی چه دده په ولایت کی داسی یو بی رحمه او له شرمه ډ که واقع رامنځ ته کیږی
که داکار د شیر زی په خو ښه شوی وی نو شیرزی به الله ج ته جواب وایی
او هغه خلک چه ځان ته افغان او انسان وایی نو بیاخویی داسی کار نه کاوو
خو نن سبا ملی اردو کی صرف حارمیان او په ملی امنیت کی حارامیا ن او د پردیو جاسوسان کارکوی چه په دی هم نه پوهیږی چه ولی یو د قران استاد ووژنی
الله دی یی قاتلانو ته سخته سزا ورکړی او الله دی یی قاتلان په دی دنیا او اخرت کی وشرموی
امین
دډاکټر حنیف ظالمانه وژنه او مالومات
څوورځي مخکي دطالبانو
پخوانی ویاند، ښاغلی ډاکټر حنیف ووژل شو ،دولت په دې اړوندهیڅ کومي پلټني نه دي کړ
ي او نه یې هم په دې هکله کوم رپوټ خپور کړی دی.
همدااوس د توري بوړي ويب پاڼي
په دې هکله ډېر نور مالومات پرلیکه کړي دي ، چي ستاسو مخ ته یې کټ مټ
ایږدو.
دتوري بوړي ویب پاڼي پته – http://www.toorabora.com
متن په دې لاندي ډول
دی:
— ————————————————————————————
دډاکټر
حنيف معصومانه او بې ګناه شهادت دکرزي او شيرزي دوسلوالو بزدلانه او بې رحمانه عمل
دى چي اوس غواړي په دې غم لړلي پيښه کي خپل منحوس او په وينو سره لاسونه په نورو
پاک کړي ډاکټر حنيف چي په زندان کې دګل اغا شيرزي په ابتکار داستخباراتو له خوا هغه
ته يوه ليکلې پاڼه ورکول شوې وه ،چي پکي يو شمير جعلي تورونه ليکل شوي وو او دډېرو
سختو حيواني او بشرضد شکنجو په بدل کي هغه دې ته مجبور کړى شو، چي داپاڼه په خپل
اواز کي ولولي، هغه مهال ده ته داهم ويل شوي و، چې که هغه ددې پاڼي (جعلى تورونو)
حقيقت کله هم افشا کړ. نو سزا به يې مرګ وي،خو چي کله هغه د(سره صليب) په مرسته په
زندان کي يو څه اسانتياوي ترلاسه کړې نو دغه راز يې د”فيکس نيوز” له يوه خبريال سره
شريک کړ،چي سمدستي دکابل داستخباراتو له لوري تر سختو جسماني او رواني شکنجو لاندي
راغى او خبريال هم خاموش کړى شو، ددغو مسلسلو رواني شکنجو په پايله کي حنيف دمعدې
دسرطان (کينسر) په ناروغۍ اخته شو،هغه پخپله دغه ناروغۍ ناخبر و، خو واکمن چي کله
دهغه په دغه ناروغۍ خبر شول، نو ددې لپاره چي دهغه د درملني مسئول ونه ګڼل شي او يا
دشکنجو راز يې افشانشي په يوه ظاهري عفوه کي يې حنيف له زندان نه خوشي کړ شهيد حنيف
چي کله په خپله ناروغۍ خبر شو، نو درملني لپاره يې هڅي پيل کړې، دا مهال دننګرهار
داستخباراتو له خوا هغه ته ګواښ وشو ،چي که هغه ګاونډي هيواد ته ددرملني په موخه
ولاړشي، نو ټوله کورنۍ به يې بمبار کړى شي، شهيد حنيف دخپل کلي په مسجد کي خلګوته
پداسي حال کي دقران کريم ترجمه او درس شروع کړ، چې خپلي ورپيښي ناروغۍ سخت زورولو.
ګوډاګي رژيم بيا هم په همدې مظلوم حالت کي له هغه نه وېريده او
کله به يې داسي فشار راوړ چي له دولت سره دي رسمي کار وکړي_ترڅويې له طالبانوسره
پرېکون ثابت شي_ او کله به يې ورباندي له طالبانو سره دبيا همکارۍ تورونه لګول، خو
حنيف دخپل بيمارۍ او دکورنۍ دسرپرستۍ په وجه اسلامى امارت هم دبيا کار لپاره نه و
دعوت کړى او هغه هم دعادي ژوند داختيارولو فيصله کړې وه او دهغه بدني ځواک هم دکوم
فعاليت جوګه نه و، څو ورځي وړاندي هغه له خبريالانو سره څه خبري وکړې، چې دشيرزي
دادارې دانديښنې وړ وګرځيدې او دننګرهار استخبارات پدې هڅه کي شول، چې شهيد حنيف
نور دې ته پرينږدې چې خپلي دزندان هغي خاطرې په ډاګه کړي، چې دګوډاګي رژيم
داستخباراتو په توره ټنډه يو بل تور داغ وګرځي او ددوى هغه دروغجن تورونه افشا شي
چي دشکنجو په بدل کي دحنيف په ژبه خواره کړي وو.دهمدې انديښنې له امله دګوډاکي رژيم
نژدى (٢٠٠) سو وسلوالو چې په (٨) خړو رينجر موټرونو کي سواره وو،په نیمه شپه دشهيد
حنيف کور محاصره کړ؛ هغه يې له دو دتره زامنومحمدرحیم اومحمدنعیم اوخوريئ ذاکرالله
دمحمد رحیم زوﺉ سره يو ځاى ونيول او بيا يې په ډير بې رحمانه ډول په ګوليو غلبېل
کړل وحشي قاتلانودکوردسپین ږیرو،تورسرواوماشومانوپه زاریو،چیغواوناروهیڅ پرواونکړه
اودخپلوبادارانو له لوري ورکړل شوی پروګرام یې عملي کړ.
خبري رسنۍ بايد په دې اړه دشهيد حنيف له وينو سره دومره ستره جفا
هم ونه کړي، چې دقاتل څرګند لاسونه پټ کړي، اقلا بايد دهغه کورنۍ او دکلي له خلګو
خو پيښه وپلټي اوپه دې خبره هم ځانونه پوه کړي چي دشیرزي ویاندولي دنوموړي دشهادت
دڅرنګوالي په اړه له عادته خلاف زیاته دلچسپي اخلي. حنيف له چاسره کومه داسي شخصي
شخړه نه لرله، چې په (٨) موټرونو کې دوه سوه مجهزوسلوال په پوځي یونیفورم
اورینجروموټروکي ورته راولي دا ډول اوازې خورول دګوډاګي رژيم هڅي دي، چي له حقيقت
سره هيڅ سمون نه خوري دشهيد معصومي او مظلومي ويني به ضرور رنګ راوړي او حيوان صفته
قاتلان به ضرور رسواشي شهيد حنيف دشهادت پرمهال (٢٧) کلن زلمى وو، له ديني علومو
فارغ و؛ په کمپيوټر او انګلسي ژبه کي يې ځانګړى مهارت لاره او دننګرهار پوهنتون
داصول دين پوهنځى دڅلورم کال زده کونکى پاته شوى و، معتدل مزاجه او زړور انسان
وو،نوري په دې ورستیووختوکي خپلوملګرته ویلی ؤچی الله تعالی دي نورماته شهادت
رانصیب کړي دهغه دتره زامن هم رښتیني مجاهدین وو موږ دالله په دربار کي دهغه دجهاد،
مبارزې او زندان دقربانيو اجر او دهغه اوملګروودينداره کورنيو ته دجميل صبر
غوښتونکي يو.
سلامونه او نیکې هیلې مې ومنۍ:
دډاکټر حنیف په وژنه ټول ننګرهار ولس غمګین دی، او ټوله په دې هکله خپل تسلیت و نوموړې کورنۍ ته وړاندې کوي ، خدای دې دته جنتونه نصیب کړي ..
زما ویل :
انشاء الله ډیر ژربه د ډاکټر حنیف غچ د ددې بوډاګي دولت څخه همداننګرهار مجاهد ولس اخلي ، ددولت ترشا که دنړۍ ټوله عسکر هم ودریږي بیا به هم مونږ ودې خاین دولت او دې شرمېدلي بحرني عسکروته ماته ورکوه ..ځکه مونږ پرخپل الله تکیه کړې او همدا الله مو مرسته کوي ..
زه هم په خپل وار سره د ډاکتر حنيف پاتی کورنی ته له لوی ځښتن نه د صبر هیله کوم .او وروسته له سلام نه د ټولو افغانانو لیکوالانو نه دا هیله لرم چه د داسی مشرانو په قتل یا مړینه چوپتیا د ټولو وطنوالو او ژورنالیزم سره جفا ده.مسلمان باید دا عقیده ولری چه الله پیدا کړی یم او الله به مرګ راکوي.دکرزی حکومت خو دالله نه قواله نه ده راوړی چه ټول عمر به هغه کوی چه غواړی یی.او والله چه مونږ تل چوپ پاته شو که هیځ کله الله راباندی رحم وکړی ځکه ظالم ته غاړه ایښودونکی الله نه بښی.وسلام انالل الله وانا الیه راجعون
سپيڅلې مسلمان دي خو يې زده نه شوه سجده
دې قوم ته خداى دخپل غرور زكات راوړيدې
ارواښاد سپيڅلې تنكى شهيد يادوم (زما دژوند د ستړو ارمانونو يو لوي هسته ) هغه چې د خداى ج په لاره كې يې د شهادت جام د ډيرې تندې وروسته په بيړه پر سر واړوو، هيڅ ځنډ يې ونكړو دومره تږې وو چې دخپلو وړو تې خورو ماشومانو پروايې ونكړه ، دومره بې پروا او دجنت دحورو په هوس چې د خپلو كوچنيو ماشومانو اوښكې يې هم په وريښمين ټوكر وچې نكړې ، د دوۍ لپاره يې يو مړې ډوډۍ هم پرې نښوده چې سهار پرې د دسترخوان مخكې ته په ورين تندي كيښنې،موږ ترې هيڅ ګيله هم نه كوو ځكه چې موږ خو يې د ټوقو ټقالو ياران وو، له ما هم خپه ښكارى ځكه چې د نيټ څخه دده تصوير همدا اوس خپل البم ته كاپي كوم راسره يې نه مني او په خپله ناكامه هڅه كې همدا اوس هم بوخت يم ، شايد ډير خفه وې رانه ځكه څو ځلې يې له ما څخه خپل ټاټوبې ته د راتګ غوښتنه وكړه او زه ډير بې وفا يم ځكه يوازې د تليفون په كرښه به مې ورته وشتې كولې ياره ډاكتر صيب كه داځلې خپل كور چپرهار ته د رخصتۍ په بهانه درغلم نو حتماَ به درځم جرګې او مرګې به سره كوو هغه به موسكا د حمزه بابا دا بيت تكرار كړو نن دې د پرون وه د راتلو وعده نن څنګه په طمع د سباء شمه ؟؟؟ يا سل زله بيا وكړې خو بيا نه راځي) ؟؟؟هغه له مانه بيګا ډير خفه ښكاريده هغه سپينه دنګه ونه تور اوږده ويښتان په سپينو وريښمو كې نغښتې له ما يې مخ پټولوهرڅومره به مې چې د روغبړ لاس ور اوږد كړو مخ به يې رانه ګرځولو، اخر زما تيروتنه په څه كې ده ډاكتر صيب؟ هغه لكه د څوارلسم سپوږمۍ مخ رواړولو چې ولې د جمعې په شپه زما واده وو او ته زما واده ته رانغلې ما ايله ستا لارې څارلې خو ته دومره بې پروا يې چې زه دې هير كړې وم ، ماويل نه نه نه …..؟؟؟ په همدې نعرو مې لاس په ګرمه بخارۍ ولګيده او له خوبه روايښ شوم او له ځان سره مې دده انځوريز ژوند ته تر سهاره كتنه كوله چې د زندان سختې تنګې ، زما او دده روغبړ ،ناسته او وروسته دخلاصون څخه يوازې په تليفون كې ګيلې ګزارې ، دادې د كابل په لورې مې حركت وكړو،ياره دشپه مې بل ځاى كې راغله زه سبا به سره وګورو، ياره ماويل ته به مصروف يې زه ننګرهار ته ولاړم دادې دللمې په موټر كې ناست يم كلى ته ځم ، كابل مې پرتا پيرزو دې زما دقرانكريم درس پاتې كيږي زده كوونكو درس دوه ورځې پاتې شو؟ خو اخر د شهادت اواز مې د تليفون په كرښه واوريده او له ځانه بې خبر څملاستم .
د ډاكتر حنيف په شهادت افتخاركوم دده او دهېواد دښمنانو دغه ستر خيانت د افغانستان ټول مسلمان ملت غندې او دده دلارې لارويان به دده ارمانونو د پوره كولو لپاره د ژوند تر روستۍ سلګۍ پورې ژمن وي
روح دې ښاد او دښمنان دې سرټيټې
ستا سيرت