" /> " /> " /> " /> هند اوس د حمله کونکو پل لټوي  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / هند اوس د حمله کونکو پل لټوي  video

هند اوس د حمله کونکو پل لټوي  video

د نړیوالو معتبرو خبری آژانسونو د خبر له مخی د هند د بمبی د یرغمل نیولو ماجرا چی په چهارشنبه پیل سوې وه پسله ۶۰ ساعتونو څخه په شنبه پای ته ورسېده .


په دې پیښه کی ۱۹۵ کسان وژل سوي ( چی ۱۸ یې بهرنیان دی ، خو بی بی سی وایی چی ۲۲ بهرنیان دي ، چی په هغوی کی ۶ یې امریکایان او ۳ هم اسرایلیان دی ) او شل کسه امنیتی پرسونل هم پکښی شامل دي . خو ویل کیږی چی ښایی د مړو شمېر ځکه زیات سی چی د تلاښۍ پر مهال کله کله په ګوښو کی کوم مړی پیدا کیږی . په دې پېښه کی تر ۳۰۰ زیات کسان ټپیان سوي دي . د کوماندو قوماندان « جی کی دت » وویل چی جنګیالي ډېر ماهر او چالاکه وو او څو څو ځله به یې په تاج هوټل کی د عملیاتو د مخنیوی او دوامداره کولو په غرض په هوټل کی اور ولګاوه او موږ به یې واخطا او ګمراه کولو . پولیس وایی چی اجمل عامر مو ژوندی ونیوچی په پښه کی ویشتل سوی دی خو ابو اسماعیل په مقابله کی ووژل سو ( مخکی ېې ویلی وو چی هغوی دواړه مو نیولی دي ) پولیس زیاتوی چی اجمل د پاکستان د فرید کوټ اوسېدونکی دی .


 مخکی هند پاکستان تورن کاوه چی په دې قضیه کی لاس لری خو اوس وایی چی غیر حکومتی پاکستانی ډلی او کسان لاس لری . آصف علی زرداری ډاډ ورکړ چی که موږ ته ثابته سی چی کوم پاکستانی ګروپ یا شخص لاس پکښی لری نو د ټولی دنیا په مخکی به یې په سخت ترینه سزا سره محاکمه کړو . په عین حال کی یو پاکستاني پوځی مقام وویل چی که هند خپل پوځونه پاکستانۍ پولي ته سوق کړی نو موږ به هم مجبور سو چی خپل پوځونه د تروریزم پر ضد په جنګ کی د افغان پولی څخه هندۍ پولی ته را انتقال کړو او په دغسی نازک وخت کی قبایل پخپله خپلی سیمی ښه ساتلای سی . خبری منابع وایی چی د امریکا ، انګلستان ، اسراییلو او پاکستان استخباراتی شبکې د هند سره د دې کسانو د اصلی منبع د پیدا کولو په هکله مرسته کوی . په هند کی په همدې ۲۰۰۸ کال کی څو مهمی بمی حملې په لاندی ډول دي : ۱۳


 د مې : د جیپور په مارکیټونو او ګڼه ګوڼو ځایونو کی ۷ بمونه وچاودل چی ۶۳ کسان یې ووژل ، د جولای پر ۲۵ لږ تر لږه ۷ کوچني بمونه په بنګلور کی و چاودل او دوه کسه یې ووژل ، د جولای پر ۲۶ لږ تر لږه ۲۲ بمونه په احمد آباد کی وچاودل چی ۴۹ کسه یې ووژل ، د سپټمبر پر ۱۳ په ډیلی کی پنځه بمونه وچاودل چی ۱۸ کسه یې ووژل ، د سپټمبر پر ۲۷ په ډیلی کی بمی چاودنی یو نفر وواژه ، د سپټمبر پر دیرشمه په لویدیځ هند کی چاودنو ۷ کسه ووژل ، د اکتوبر پر دیرشمه په آسام کی چاودنو ۶۴ کسان ووژل ، او پدې وروستۍ پېښه کی څه باندی ۱۹۵ کسان دا دي ووژل سول .





 



 


 

تبصره نسته

  1. پاكستان او تروريزم يوه مانا لري، تر څو چې پاكستان محوه او نابود نه شي تروريزم نه محوه كيږي. پاكستان بايد په كشمير، پښتونستان او بلوچستان تجزيه شي، ځكه پاكستان د نوموړو سيمو د ساتلو په موخه مذهبي افراطي ډلې روزي او له هغوى څخه په هند او افغانستان كې د بې ثباتۍ او خپلې تاثيرګذارۍ له پاره كار اخلي. هند او افغانستان به تر هغه كرار نه شي چې پاكستان يې د دنيا له نقشې څخه ورك كړى نه وي. هنديان ډير بې زړه توب ښيي كه دوى افغانان پښتانه او بلوچ حمايه كړي نو ډېر ژر به د پاكستان له شره وژغورل شي.

  2. كه دنيا غواري جه شر او فساد ختم كري نو واجب دي جه باكستان ختم كري بغير ددي خخه بله لاره بلكل ناكامه ده يوازني حل د باكستان به تجزيه كيدو كي دي او هند ته به كار ده جه دغه طلايي موقع له لاسه ورنكري دنيا توله دهند ملاتر كوي به اوس حال كشي

  3. Salam dear readers! the center of terrorisam is pakistan the whole area including Afghanistan, India<, Iran and china is unstable because of this worse country. ISI the intellegnce angency of Pakistan is supporting all bad guys in all country. i think the solution of this problem is the removing of Pakistan from the world map. right now all the world including NATO and US beleive that the presence of pakistan in this world in risky for the security of the world. So i Apply to India, Afghanistan and US not to lose this chance and destroy this risky country to solve the current problems in all part of the world. thanks

  4. Salam dear readers! the center of terrorisam is pakistan the whole area including Afghanistan, India<, Iran and china is unstable because of this worse country. ISI the intellegnce angency of Pakistan is supporting all bad guys in all country. i think the solution of this problem is the removing of Pakistan from the world map. right now all the world including NATO and US beleive that the presence of pakistan in this world in risky for the security of the world. So i Apply to India, Afghanistan and US not to lose this chance and destroy this risky country to solve the current problems in all part of the world. thanks

  5. Salam dear readers! the center of terrorisam is pakistan the whole area including Afghanistan, India<, Iran and china is unstable because of this worse country. ISI the intellegnce angency of Pakistan is supporting all bad guys in all country. i think the solution of this problem is the removing of Pakistan from the world map. right now all the world including NATO and US beleive that the presence of pakistan in this world in risky for the security of the world. So i Apply to India, Afghanistan and US not to lose this chance and destroy this risky country to solve the current problems in all part of the world. thanks