د ((افغان وژنه بس كړئ)) په نامه په پلازمېنه كابل كې د ليندۍ په اتمه نېټه، د زرګونو افغانانو په ګډون د افغانستان ملي سراسري جرګې لخوا يو ستر لاريون تر سره شو.
چې په جنګ شي نو په ننګ شي، stop killing afghans ، افغان وژنه بس كړئ، زموږ ودونو ته د بمونو ډالۍ مه رالېږئ، افغان كشى را بس كنيد او. . . هغه شعارونه وو، چې د اسقلال ليسې څخه د ملګرو ملتونو دفتر پورې د ګډونوالو لخوا ويل كېدل.
افغانستان ته د بهرنيوځواکونو (ناټواوايساف)له راتګ څخه اوه کاله اوړي، په دغو اوو کلوکې د دې ترڅنګ چې نړيواله ټولنه د امنيت د ټينګولو په اړه په خپلو ډېرو ژمنو کې پاتې راغلې، له بده مرغه د ملکي وګړو وژنه هم ورځ په ورځ زياتېږي.که څه هم له هماغه لومړۍ ورځې څخه د افغانانو له ژوند سره په مجموع کې او د ملکي وګړو له ژوند سره په ځانګړې توګه په ډېرې بې پروايۍ چلند شوی، خو په دې وروستيو وختو کې دغو وژنو ډېر پراخ اوغمجن ابعاد غوره کړي، د استوګنو پر سيمو پرله پسې ړندې بمبارۍ ترسره کيږي او ډېر کله د ودونو او ښادۍ مراسم په وير اړول شوي او د واده جوړې ته بمونه او توغندي د ډالۍ په توګه اورول شوي دي، چې هسکه مېنه ، شينډنډ، وچ باختواو شاه وليکوټ يې ورو ستۍ بېلګې دي.
د افغان ولس د پرله پسې نيوکو او اعتراضونو سربېره، نه يوازې د وژنو په کچه کې کوم کمی نه دی راغلی، بلکې بهرني ځواکونه معمولاٌ پر پېښو او واقعيتونو سترګې پټوي. اګر چې وسله وال مخالفين هم د ملکي وګړو له ژوند سره له پوره بې پروايۍ کار اخلي، خو دا په دې مانا نه ده چې نړيوال ځواکونه دې د استوګنې پر سيمو ړندې بمبارۍ وکړي او بيا دې پړه پر نورو واچوي. د بهرنو ځواکونوله بې پروايۍ او بې رحمۍ ډک چلند د افغان ولس ترمنځ ناهيلي او ژوره کرکه رامنځته کړې او هغه ځواکونه چې په پيل کې د مرستندويانو په سترګه ورته کتل کېدل ، اوس ورو ورو د نيواکګرو څېره غوره کوي.
د دغو ټولو پېښو ترمنځ له بده مرغه د افغانستان دولت هم ونه شوکولی د يوه ملي دولت دنده او مسووليت ترسره کړي ، د افغانانو د ژوند له حق څخه دفاع وکړي، د بې ګناه وژنو مخنيوی وکړي او د وژنو عاملين محاکمې ته راکاږي.
د افغانستان ملي سراسري جرګه ، چې د شاوخوا سلو سياسي ، ټولنيزو،مدني سازمانانو او قومي شوراګانو استازېتوب کوي ، د همدې لاريون له لارې دغه لاندې ټکي او غوښتنې وړاندې کوي.
1- موږ په افغانستان کې پر ټولو نړيوالو ځواکونو( ناټو، ايساف او امريکايي ځواکونه) غږ کوو،چې نور دې په قطعي ډول د استوګنو پرسيمو له بمباريو او ړندو عملياتو ډډه وکړي. موږ ته نور په هېڅ نوم او پلمه د استوګنو پرسيمو بمباري د منلو وړ نه ده.
2 – دابايد په ياد ولرو، چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره دځانګړو عواملو له مخې د بهرنيوځواکونو شتون زغمل شوی، خو که د ملکي وګړو وژنې همداسې دوام ومومي اوسنی زغم به په کرکه اوعمومي پاڅون بدل شي.
3 – موږ په افغانستان کې د دموکراسۍ تر شعار لاندې د تش په نامه لوکسو حقونو د مخه د ژوند او مصوونيت حقونو ته اړتيا لرو. که زموږدا طبيعي حقونه تر پښو لاندې کيږي ، نو بهرني ځواکونه دې هم نور له افغان ولس څخه د سوله ييز غبرګون تمه نه کوي.
4 – که د نړيوالو ځواکونو لپاره په رښتيا د افغانانو ژوند ارزښت لري ، نو يوازې د (ساري) ويل کفايت نه کوي، بلکې د دې ترڅنګ چې بايد له ړندو بمباريو کلکه ډډه وشي ، لومړی د ې د تېرو پېښوعاملين په ډاګه او محاکمه شي او بيا دې د دغو ړندو عملياتو او بمباريو قربانيانو ته د نړيوالو معيارونو له مخې خونبها او خساره ورکړل شي.
5 – څرنګه چې له بده مرغه د نړيوالو ځواکونو شتون اوعملياتو تراوسه د امنيت په برخه کې تر ګټې تاوان زيات رسولی ، د دې ترڅنګ چې له وسله والو مخالفينو سره د تفاهم او خبرو پر اړتيا ټينګار کوو ، د بشپړې سولې تر ټينګيدو پورې د جګړې له ټولو اړخونو غوښتنه کوو ،چې د ملکي وګړو د ژوند حق او د جګړې د نړيوالو قوانينو کلک درناوی وکړي.
6 – موږ له نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له نړيوالو موسسو غوښتنه کوو ، چې له خپل توان اوصلاحيت څخه دملکي وګړو د وژنو په مخنيوي کې کارواخلي او د جګړې مجرمين او د ملکي وژنو عاملين نړيوالو محکمو ته راکاږي.
7 – که د افغانستان دولت په رښتيايو منتخب ملي دولت اود خپل ولس د حقونو ساتونکی وي، نو له يوې خوا دې له خپلو وسله ځواکونو څخه په ځانګړې توګه د جګړو په سيمو کې مشکوک او مفسد عناصر وباسي او له بلې خوا دې د ملکي وګړود بهرنيووژونکو پروړاندې په نړيوالو محکمو کې دعوا وکړي.
8 – موږ د دولت له ټولو وسله والو مخالفينو څخه هم په کلکه غوښتنه کوو، چې له ملکي وګړو څخه دې د انساني ډال په توګه کار وا نخلي او چېرته چې د ملکي وګړو ژوند ته د زيان امکان موجود وي هلته دې له هرډول عملياتو په قطعي ډول ډډه وکړي.
د افغانستان ملي سراسري جرګه ټينګار کوي، چې که د دوی دا مشروع غوښتنې ونه منل شي دوی به د خپلو هېوادوالو د وژنې د مخنيوي لپاره پرنورو جدي لارو چارو فکر او اقدام وکړي.
سلامونه د لراو بر ښايسته ويب پاڼي ښايستو لوستونکو سلامونه او نيکي هيلي مو ومني
ګرانو داچي دوي ويل چي موږ پر ځمکه دري انيچه شي وينو ايا دا يوازي او يوازي تبليغات وي او که به حقيقت ولري بل داچي د جنګ په شپو کي د داډول پيښو هيڅ شتون نه وو او که وو هم فکر کوم چي يوه پيښه وه داسي هغه هم په کندهارکي او ايا دابه قصدا نه وي که څنګه ؟بله خبره داچي اوس په وزيرستان کي بمباري رواني دي ايا داسي يوه پيښه سوي ده ؟او همدا ډول نور نو به يوازي اويوازي د خداي جل جلاله په دربارکي ددي تور سيلاب وروکيدل او نابوده کيدل غواړو امين ثم امين
*