کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بارک اوباما ته د اسلام بلنه

بارک اوباما ته د اسلام بلنه

انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته د اسلام بلنه ورکړه


د ارواښاد خالص بابا ځاى ناستي او زوى مولوي انوارالحق مجاهد د امريکا غوره شوي اولسمشر بارک اوباما ته د اسلام بلنه ورکړه. د تورې بوړې د جهادي محاذ مشر انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته په پرانيستي لېږلي ليک کې ويلي، چې ” دا چې تاسې د امريکا په تاريخ کې لومړى تور پوستى ياست، چې د سپينې ماڼۍ واګي په لاس کې اخلئ، د تاريخ په پاڼوکې دا هم ورزياته کړئ، چې تاسې د امريکا په تاريخ کې هغه لومړى ولسمشر واوسئ چې حق ومنئ او د اسلام سپېڅلې عقيده خپله کړئ”.


انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته په لېږلي پرانيستي ليک کې ويلي، چې “له عراقه د امريکا د پوځونو ويستل يوه پر ځاى پرېکړه ده، خو له افغانستان څخه هم خپل پوځونه وباسه!. د امريکا دا اټکل ناسم دى، چې په يوه اسلامي هېواد بريد په يوه هېواد بريد دى. هيڅکله داسې نه ده “.


د طالبانو د تورې بوړې د جهادي محاذ مشر انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته ويلي، چې له نړۍ څخه خپل لاسونه ټول کړي او په نړۍ کې خپل بايللى حيثيت دې بېرته ځانته خپل کړي.


انوارالحق مجاهد اوباما ته په پرانيستي ليک کې وړانديز کړى، چې”که تاسې غواړئ، چې له خپل ولس سره په ژمنو وفادار واوسئ او ريښتيا هم امريکايانو ته د وحشت پر ځاى د انسانيت، د ګواښ پر ځاى د امنيت او د غربت پر ځاى د پياوړي اقتصاد حيثيت خپل کړئ، نو بې له ځنډه دبوش او د امريکا په تېره پاليسۍ د بطلان کرښه راوکاږئ . په سمدستي توګه د افغانستان په ګډون له ټولې اسلامي نړۍ څخه خپل ځواکونه وباسئ، له مظلومو ولسونو څخه بخښنه وغواړئ او د وراوښتو  زيانونو تاوان ومنئ”.


مجاهد زياته کړې، چې”بارک اباما! که تاسې هم د بوش پر  پل، پل واخلئ او په تېره پاليسۍ له سره غور ونکړئ، يوازې دا نه چې د امريکا رعب به ختم شي، اقتصاد به يې ونړېږي او مصئونيت به يې له منځه لاړ شي؛ بلکې امريکا به د تاريخ يوه تېره کيسه وګرځېږي، د نني متحده ايالاتو په څېر يو وخت شوروي اتحاد هم په نړۍ د واکمنۍ خوبونه لېدل چې په زوال تعبير  شو……بارک اوباما! تاسو په سيمه کې په ټکنالوژۍ سمبال رقيبان لرئ او هيڅکله هغوى نه غواړي چې دلته نفوس وکړئ”.


انوارالحق مجاهد اوباما ته ويلي، چې که له افغانستان څخه پوځونه ونه باسي، نو د دوى ځواکونه به د امريکا ملا ماته کړي.


انوارالحق مجاهد د افغانستان د اسلامي حزب د پخواني مشر ارواښاد مولوي محمد يونس خالص زوى او ځاى ناستى دى، چې اوس د افغانستان په ختيځ کې د طالبانو د تورې بوړې د جهادي محاذ مشر دى.


انوارالحق مجاهدد امريکا لپاره ځکه د پام وړ دى، چې د امريکا پوځونه په ختيځ افغانستان کې پراته دي او په ختيځ افغانستان کې د انوارالحق مجاهد نظامي زور دى، چې له امريکايي پوځونو سره يې اوږه اړم کړې.


امريکايي ځواکونه ادعا کوي، چې په ختيځ کې د انوارالحق مجاهد ځواکونو دوى ته سرخوږى جوړ کړى، ځکه خو مجاهد د امريکا السمشر بارک اوباما ته پرانيستى ليک ولېږه.


 ‘ دبارک اوباما په نوم پرانستئ ليک ‘

تبصره نسته

  1. انوار الحق مجاهد ته دې د اوباما د اسلام په لور بلنه مبارکه وي ، دده مرحوم پلار مولوې محمد یونس خالص هم د امریکا دهغه وخت ولسمشر ریګن ته د مسلمانیدو بلنه ورکړې وه او هغه به خندا اخستي وه . د انوارالحق مجاهد او دهغه دپلار تر منځ امریکایې ولسمشرانو ته د اسلام په لور د بلني توپیر همدومره دې چې مرحوم مولوي خالص هلته سپیني ماڼۍ ته ورغې او دهغه سره یې د روغبړ په وخت کې د هغه په دیره کې یې دا بلنه ورکړه خو مجاهد صیب یې د تورې بورې د مجاهدینو د محاذ څخه ورکوي ؟!!