کور / ترخې خبري / د کندهار واکمن، خو بېواکه والي

د کندهار واکمن، خو بېواکه والي

کندهار ته د لومړي ځل دپاره په طول د تاريخ کي داسي يو والي په برخه سوى چي کله په کومه غونډه کي د وينا لپاره ولاړيږي اول د خپل مرستيال څخه اجازه اخلي او وايي…. او د معين صاحب په اجازه… ما يې دا وينا په کندهار سيمه ييزه راډيو کي واورېدل. په کوچني اختر کي يې خلکو ته د لوى اختر مبارکي ورکړه. 


ښاغلى رحمت الله رووفي چي تر دې وظيفې مخکي د ٢٠٥نمبر اتل قول اردو عمومي قوماندان و، په جنوب غرب حوزه کي يې وظيفه اجراء کړېده او د لومړي ځل لپاره د يوه داسي مهم ولايت والي ټاکل کيږي چي د نوموړي په راتلو سره څو مهم تغييرات په کندهار کي راغلي دي. 




د والي په راتګ سره دې ولايت ته، تروريستي پېښي دومره ډيري سوې چي په ښار کي دننه ملالۍ کاکړ، د کار او ټولنيزو چارو رئيس دوست محمد ارغستانى، د پوليسو د روزني د مرکز يو استاد سمونمل عبدالرزاق نوابي، د ملي امنيت رياست يو کارکوونکى عزيز الله، د لغمان په لسګونو ځوانان او په لسګونو نور… ووژل سول، چي د زياتو پېښو خبر چارواکو له مطبوعاټو پټ ساتلى دى. 



د زياتو وژنو انګيزه سياسي ګڼل کيږي، چي په دغو ترورونو کي ښايي ځيني چارواکي مستقيم لاس ولري او دا چي ولي قاتلين او جنايتکاران نه نيول کيږي بېله مسئله ده چي دلته يې شننه زيات وخت نيسي. ځکه د زياتو دغو ترورونو په وخت کي د پوليسو پوستې او مرکزونه دومره په ليري فاصله کي واقع نه وه او زياتره پېښي په رڼا ورځ سوي دي. 


اوسنى والي چي په دې ولايت کي نه قومي اساس تر شا لري نه دومره صلاحيت چي حد اقل د خپل ولايت رسمي چاري سمبالي کړي، دومره بېواکه او بېځواکه دى چي د خبرو څخه يې سړى دا اټکل کولاى سي.


هغه شپه مي په ټلويزيون کي د ښاغلي والي څرګندوني اورېدې چي د شاه وليکوټ د پېښي په اړه يې خبري کولي، د والي صاحب معلومات دومره کمزوري وو، چي د وچ باختو سيمه يې (يخ باختو) سيمه ياده کړه او په دې نه پوهېدى چي دا سيمه چيري پرته ده او د والي صاحب ارقام تر پايه غلط وه. 


بله شپه يې په ولايتي شورا کي خبري کولې، چي زيات تمرکز يې د احمد ولي کرزي پر مننه و او غوړه مالۍ يې کولې او داسي ښکارېدل چي والي صاحب د احمد ولي کرزي په لاس مقرر سوى وي او د ځانه هيڅ واک او اختيار نه لري. 


د والي صاحب په راتګ سره د سپين بولدک ولسوال ګل محمد پرته د کوم دليل څخه ليري کړاى سو، چي تر دې کار وروسته پاکستان ته د نشه يي موادو چاقاچ څو برابره زيات سوى دى، يوازي هره هفته له کندهار څخه د سرحدي پوليسو د قوماندان جنرال عبدالرازق او احمد ولي کرزي د خشخاشو په لسګونو لارۍ رواني وي چي ګټه يې د دغو کسانو جېبو ته ولېږي خو ښاغلى والي صاحب که په خبر هم وي تله به پر تېروي. 


والي صاحب د خپل سکرټر ډاکټر پروېز نجيب پر کارونو هم صلاحيت نه لري او د ولايت ځيني سرچينې وايي والي صاحب د ښاغلي پروېز په لاس څرخي راڅرخي.


بريد جنرال رحمت الله روفي چي کله د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان و، د ده د واکمنۍ په وخت کي يې افغان جمهور رئيس حامد کرزى زابل ته راغى، د ١٣٨٥لمريزکال د وري يا حمل پر ٨مه نېټه، چي په هغو شپو کي د دې ولايت امنيت ساتل د ښاغلي والي پر غاړه وه، چي مخکي له مخکي يې بايد په دې اړه تدابير نيولاى، د جمهور رئيس تر راتګ مخکي طالبانو تقريباً کلات ښار او د ولايت ځيني نوري سرحدي ولسوالۍ محاصره کړې، خو د ولسمشر ځينو ځانګړو باډي ګارډانو په خپل  تدبير او مهارت سره وکړاى سواى، حالات کنټرول کړي، سهار چي د ولسمشر په ورتګ سره دا کيسه روښانه سوه، په هغه وخت کي حامد کرزي ښاغلي رووفي ته سخته خوشکه (غوسه) وکړه او همدا و، چي نوموړى له دندې ليرې کړاى سو او پر ځاى يې جنرال ګل اغا نايبي راغى. 


ښاغلى رحمت الله ډير وخت لادرکه و، چي د اسد الله خالد تر ليري کېدو وروسته ناڅاپه په دې دنده وګمارل سو، چي نه د ټول کندهاري ولس په خوښه راغلى او نه خاصه وړتيا لري، خو د دې خبري معنى دا نه ده چي ګواکي اسد الله خالد تر ده بهتره و، هغه چي بس يو وچ بدمعاش و، نه يې خلکو ته امن راوست او نه سوکالي، اوسنى والي هم نه دى توانېدلى دغه ځورېدلي ولس ته ثبات راولي. 


د کندهار اوسنى امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله قاطع کي هيڅ ډول ظرفيت او اهليت نه لري، د دې ولايت پر ناسور بل پروت د مالګي غټۍ ده، چي تر اوسه يې د والي اطاعت نه دى کړى او ځان ته يې جلا باچهي اعلان کړې ده. 


د ښاغلي حامد کرزي څخه غوښتنه کوو چي د کندهار پر مظلوم ولس دي زړه وسوځي او دلته دي اهل کار کسان په دندو وګماري چي د دې کونډو او يتيمانو اوښکي پاکي کړي.


تبصره نسته

  1. سلامونه د حامد کرزي د دسيسې يوه برخه همدا ده چې بې کفايته کسان د واليانو او نورو چارواکو په توګه مقرروي

  2. ياره وروره که رښتیا را باندې وایي نو په هر وزارت ، ولایت او هره ولسوالۍ کې دغه حال در واخله.

  3. مطيع الله خانه : ته ماته دا ووايه چې افغانان كله هم دچا نه خوشحال شوي؟
    واله كه ولي دزاماني هم راولي افغانو ته دمنلو وړ نه دې ښه بيلگه تير ديرش كلن تاريخ دي نه چا كموستان ومنل نه مجاهدين نه طالبان اوو نه هم داده داوسني امريكايي اداره چارواكي چي خلكو ډيري ناري ورته وهلي چا ته دمنلو وړدي روفي صيب بيا هم جنرال دي اوتر ډيرو زنكه بازانو او شرابخورانوښه دي دا حال پر ټول افغانسان دي چي امريكايان او داسي درواخله ټوله نړي په دي ونه توانيده چې امنيت راولي نوروفي صيب به يې څنگه راولي .؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    مننه
    عمراني

  4. د هیواد له تولو قلموالوخخه تمه ده چي په دی حساسو شیبوکي د هیوادني ميني له مخی حالات و ارزوي او د خلکو لوی گتي تر تاکلو گوندي غرض او مرض هاخوا ترجیح ورکری.

  5. der grana warora Matiullah khana!
    Za na da Wali saeb Raofi aw na d balcha pa nafa wayom faqat d haq pa taraf waiom.
    Taso che sa ranga owaiel che Rahmatullah Rauofi D A. wail Karzi ghoramali kawala. Da khabara Kamelan ghalata da!!
    asal khabara da da che Rauofi saeb d ahmad wali sara ghalmaghal karai wo pa de khater che A wali Karzi d Raofi saeb pa karo ki dera modakhela kawala aw da dey LALA Raes saeb Jamhoor nahaqa faisela wakra. aw bala da che ka khalko waqean Rauofi saeb na ghoshtalai no bia da mozahere wali kawi aw waee(ka chere Raes Saeb Jamhor Rauofi Berta kandahar ta rawana ligi no mong ba pa ratlonko entekhabato ki Saham na akhloo) k chere doe domra zaefa wai no khalak wali pa doe walar di. Mansoor, new Delhi. manana

  6. der grana warora Matiullah khana!
    Za na da Wali saeb Raofi aw na d balcha pa nafa wayom faqat d haq pa taraf waiom.
    Taso che sa ranga owaiel che Rahmatullah Rauofi D A. wail Karzi ghoramali kawala. Da khabara Kamelan ghalata da!!
    asal khabara da da che Rauofi saeb d ahmad wali sara ghalmaghal karai wo pa de khater che A wali Karzi d Raofi saeb pa karo ki dera modakhela kawala aw da dey LALA Raes saeb Jamhoor nahaqa faisela wakra. aw bala da che ka khalko waqean Rauofi saeb na ghoshtalai no bia da mozahere wali kawi aw waee(ka chere Raes Saeb Jamhor Rauofi Berta kandahar ta rawana ligi no mong ba pa ratlonko entekhabato ki Saham na akhloo) k chere doe domra zaefa wai no khalak wali pa doe walar di. , new Delhi. manana

  7. Gran warora Matiullah Tasota bayad da wawayom che awal kho da che Rauofi Brid Genral nadai Toran genral dei, ka chere sta malomat bashpar wai no dase tarkhe khabare bade hes kala ham nawai kari. aw Dowahm da che Hamed Karzi, Rauofi La de khater Bia Kandahar ta wa astawalo che doe yow nezami shakhsiat da aw d Kandahar walaiat yow ESTERARI halat lari Aw Hamed Karzi pa khpala Zheba da waialedi che Kandahar shar k RAuofi jor nakri no bal sok ye nashi jorawalai(aw Rauofi d amniat pa hesab dera tajroba lari) no pa di raz sok naphigi che Karzai Saeb Pa Rauofi domra motmaen wo no bia wali pa zarf d 4 miashto ki tabdil kar. ,,

  8. Matiullah saeb!
    Zolmae d Arabistan d sefarat karkawonkai.
    D Zabol pa Hakla ba za tasota da wawaiom che Raes Saeb Jamhor Hamed Karzai Rauofi Saeb na da amniati tadabiro sakha der khwash wo aw der khosh hala wo, Taso d khpal dad lapara da zabol da har saemansab sakha pokhtana kawalai shei. Pa haghe waraz d S. Arabia Safir ham telai wo aw za ham warsara wom. awal che taloo za ham der heredalama kho kala me che har sa pa khpalo stergo walidal no motmaen showalam. Zolmai, SAUDI. A

  9. Matiullah saeb!
    Zolmae d Arabistan d sefarat karkawonkai.
    D Zabol pa Hakla ba za tasota da wawaiom che Raes Saeb Jamhor Hamed Karzai Rauofi Saeb na da amniati tadabiro sakha der khwash wo aw der khosh hala wo, Taso d khpal dad lapara da zabol da har saemansab sakha pokhtana kawalai shei. Pa haghe waraz d S. Arabia Safir ham telai wo aw za ham warsara wom. awal che taloo za ham der heredalama kho kala me che har sa pa khpalo stergo walidal no motmaen showalam. Zolmai, SAUDI. A

  10. Matiullah saeb!
    Zolmae d Arabistan d sefarat karkawonkai.
    D Zabol pa Hakla ba za tasota da wawaiom che Raes Saeb Jamhor Hamed Karzai Rauofi Saeb na da amniati tadabiro sakha der khwash wo aw der khosh hala wo, Taso d khpal dad lapara da zabol da har saemansab sakha pokhtana kawalai shei. Pa haghe waraz d S. Arabia Safir ham telai wo aw za ham warsara wom. awal che taloo za ham der heredalama kho kala me che har sa pa khpalo stergo walidal no motmaen showalam. Zolmai, SAUDI. A