کور / ترخې خبري / په کابل پوهنتون کې په پښتو ژبه زده کړې غواړو

په کابل پوهنتون کې په پښتو ژبه زده کړې غواړو

په دې ورځو کې یوه ډله پاړسو ژبې فاشیستان چې د نظار شورا ، جمعیت ، ملي ستم او د کارمل په پرچمي ګروپ کې يي ځای نېولئ ، د ایران په هراړخیز ملاتړ غواړي دولت ته یوه بله ستونځه هم ور پېښه کړي.
دغې ډلې چې د دولت د بېځایه مصلحتونو له سیاست څخه تل ګټې پورته کوي ، څو ورځې دمخه يي د بلخ د پوهنتون سردړه په پاړسو ژبې واړوله . هلته په بلخ په پوهنتون کې  دولت او د عالي تحصیلاتو وزارت ، د هېواد د اساسي قانون  په ۱۶  ماده چې په هغې کې دولت موظف شوئ  په هېواد کې د موجوده ملي ترمینالوژۍ څخه ساتنه کړې وئ ، سترګې پټې کړې .
 د دولت له دې ملي ضد چلند څخه دغو قاشیستانو داسې انتبا واخیسته چې ځه ، میدان شغالئ دئ . دولت او د عالي تحصیلاتو وزارت  دوی ته چې هر څه کوي ، هېواد پلورې که ملي ژبه ، ملي کلتور پلورې او یا نورې ملي ګټې ، څه نه وايي !
د همدغه بېخایه زړورتیا په ترلاسه کولو سره يي ، د کابل په پوهنتون کې هم ورته هڅه پيل کړه چې له نیکه مرغه په پوهنتون کې پر هېواد میین محصلین تر اوسه ددغه ناوړه او ملي ضد هڅې مخې ته خنډ شوي دي .
اوس په دې اړه د تلویزیون له لارې اورېدل کیږي چې که ددغو خرڅ شویو کسانو غوښتنه ونه منل شي ، د دوشنبې په ورځ به بیا لاریون پيل کړي .
په کابل پوهنتون کې  پښتنو او نورو په هېواد میینو محصلینو ته زما وړاندیز لکه د ځینو نو رو پښتنو وروڼو پشان دا دې چې، تاسو هم پورته شۍ او په کابل پوهنتون کې د پښتنو محصلینو لپاره په پښتو ژبه د زده کړې حق وغواړۍ . دا ستاسو مدني حق دی .  دولت او د عالي تحصیلاتو وزارت مکلف دئ چې د اساسي قانون له مخې تاسو ته ستاسو په مورنۍ ژبه د زده کړې حق درکړي .
دا چې دغه ژبني فاشیستان چمتو نه دي یوه د پوهنتون کلمه له پښتنو سره ومني ، په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون ټولې درسې چارې په پاړسو ژبه دي .
پښتانه له دولت څخه پوښتنه کوي چې د کوم قانون او مدني حقوقو له مخې ، دولت د پښتو ژبې حق پاړسو ته ورحواله کړئ دئ ؟
  په کابل پوهنتون کې دولت له پښتنو محصلینو څخه ولې په مورنۍ ژبه د زده کړې حق له دوی څخه اخیستې ؟
ولسې جرګه کې پښتانه وکیلان ولې په کابل پوهنتون کې  د پښتو ژبې په خوړل شویو حقوقو چوپ دي ؟
دوی ولې لکه د محقق پشان چې د پوهنتون د کلمې پر سر يي د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلئ خرم ولسې جرګې ته بللئ و ، د عالي تحصیلاتو وزیر ولسې جرګې ته نه راغواړي او پښتنو محصلینو ته د دوی په مورنۍ ژبه د زده کړې د حق پوښتنه له هغه څخه نه کوي !
دولت ولې په ټولو دولتي چارو کې  د پښتو ژبې حق پاړسو ته ورکړئ دئ ؟
 پښتانه هیڅکله دا نه وايي او دا نه غواړي چې په افغانستان کې د ې نور ایتنیکي ګروپونه په خپلو مورنیو ژبو لوست او زده کړې نه کوي .
 خو دولت ته دا حق هم نه ورکوي چې د پښتو ژبې او د نورو ایتنیکي ګروپونو د ژبو حق دې ټول پاړسو ته ورقباله کړي !
که دا ژبني فاشیستان همداسې ازاد پرېښوول شي او د دوی پر وړاندې مناسب غبرګون ونه ښودل شي ، دوی به د ایران په لمسون نه یوازې په کابل او نورو پو هنتونو کې بلکې د ملي ژوند پر ټولو اړخونو کې  زښت ورانوونکي او نه جبرانېدونکې کارونه ترسره کړي .

تبصره نسته

  1. What the Khawaran criminals and the killer of Alliance of Nation and the exported robber are doing, it is inacceptable. Nato, Isaf and USA should eliminate first those criminals in Kabul, they are trying to increase chaos and anarchy in country, because the see in it their rescue, civil war is not a joke, it is a horrible case, therefore all educated patriots should reflect the dirty games of those mentioned criminals in country and to world

  2. د پوهنې وزیرښاغلي وردګ د پاملرنې وړ
    !

     لمرزئ

    د ټول افغان په ملي سایټ کې د ښاغلي حکیم اکدري په یوې لیکنه کې
    راغلي چې د پکتیا ولایت د دارالمعلمین یو زده کوونکي د بې . بې . سې  د پوښتنو
    ځوابونو په پروګرام کې د یوې پوښتنې په ترڅ کې  ویلي چې «په داسې حال کې چې د
    پکتيا د دارالمعلمين ټول زده کوونکي پښتانه دي، ولې موږ ته په پاړسي ژبه  زده
    کړې کېږي (د زده کړې ژبه مو ولې پښتو ژبه نه ده) ؟»
    ښاغلئ حکیم  په خپله
    لیکنه کې  زیاتوي چې  « د ښوونې او روزنې د وزارت مرستيال وزير صديق پتمن
    د نوموړي په ځواب کې داسې وويل : تاسې خپلو استادانو ته دا خبره وکړئ (استادان دې
    ته اړ کړئ) چې تاسې ته په پښتو ژبه درس ووايي  »
    که څه هم  ښاغلي حکیم
    د پوهنې د مرستیال وزیرصدیق پتمن او یا د پوهنې د وزارت د کوم بل  مسول مقام
    څخه په دې اړه  څرګندونه غوښتې  ، خو زما په اند دا خبره باید د انټرنیټ
    په جال پاڼه کې د خپرولو سربېره ، په نورو لارو هم  تعقیب شي .
    زه به 
    دغه ستونځه له نورو لارو هم د پوهنې د وزیر تر غوږ ورسوم ، خو دلته د یو څو ټکو
    یادونه اړینه بولم  :
    ــ  د پوهنې وزارت د لومړۍ پوړۍ چارواکي باید په
    دې پوه شي چې په مورنۍ او ملي ژبه  لوست او زده کړه  د هر افغان حق
    دئ  او دا حکومت دئ چې د اساسي قانون د دغه حکم په پلي کولو موظف دئ ، نه د
    ښوونځي زده کوونکي .
    ــ  ښاغلئ پتمن د پوهنې مرستیال وزیر ، که د اساسي
    قانون  پورته غوښتنه نه شي پلئ کولئ او خپله دنده پر یو  سپېڅلي ا
    وبېواکه زده کوونکي غواړي  ترسره کړي چې پخپله هم پوهیږي چې ناشونې ده ، 
    بیاخو له خپلې  دندې او مسولیت څخه خبر نه دئ او یا خو  چاړه هسې په لوټه
    تېره کوي  ، پلمې کوي  او غواړي کار ، ونه کړي بلکې یوازي حکومت وکړي
    .  نو بیا د پلمو پر ځای  باید استعفا وکړي .
    ــ  د پکتیا پشان
    ولایت کې چې  له پکتیاوالو پرته غر او لوټه يي پښتانه دي  ، دا د ښاغلي
    وردګ او پتمن پشان پښتنو مسولینو ته د ننګ خبره ده  چې  په دارالمعلمین
    او یا نورو ښوونځیو کې يي  زده کوونکي په پښتو ملي او مورنۍ ژبه لوست نه وايي
    .
    ــ ښاغلئ وردګ که څه هم نوئ د پوهنې وزیر شوئ ، باید دغه ستونځه ژر حل کړي .
    حق په حقدار وسپاري  او د پښتو ژبې پر وړاندې  د پوهنې په وزارت کې د
    میري مور  چلند پای ته ورسوي .
    موږ دا غوښتنه په ټینګه او کلکه سره کوو
    .
    ــ په ولسي جرګه کې د پکتیا وکیلان په څه بوخت دي ، دوی ولې د خپل ولایت د زده
    کوونکو له حاله خبر نه دي  ، د پکتیا سپينږیري او مشران چیرته دي او دوی ولې
    پخپلو زامنو رحم نه کوي.
    ــ  دا چې زموږ زامن له خپلې ژبې  پردي کیږي
    ،  موږ د دولت چارواکي ، سپینږیري او مشران ورته رڼې  رڼې ګورو ، ایا
    پښتونواله دې ته وايي ، ایا په ریښتیا مو د پښتنو شملې پر سر لکې دي ؟ د پښتنو
    ننګونه او غیرتونه ولې وېده دي ؟ موږ د خپلو اولادونو سره ولې جفا کوو ؟
    ــ که
    دولت زموږ اولادونو ته په مورنۍ ژبه زده کړه نه ورکوي او له پښتو ژبې سره تربورولي
    کوي ، موږ پښتانه باید خپله ژبه وپالو او د هغې پوښتنه وکړو .
    اودا ډول په
    سلګونو  پوښتنې موږ پښتنو ته متوجه دي !

  3. دا یوه خر آساني فا حشه او صیغه یي رنډی ده چې ټول سویډن پرې مزې وکړې او نه پوهیږم چې کوم پښتون ځوان تیری پرې کړی که څنګه چې د پښتنو دومره مخالفه ده .
    نوم یې (فرشته حضرتي ) ده هیله ده چې په Youtube کې ددې عکس واچوی او له پوره صوانیح سره یې پښتنو ته و پیژنی! ددې رنډی عکس او آدرس پدې سایټ کې دی :www.khawaran.com

  4. دا یوه خر آساني فا حشه او صیغه یي رنډی ده چې ټول سویډن پرې مزې وکړې او نه پوهیږم چې کوم پښتون ځوان تیری پرې کړی که څنګه چې د پښتنو دومره مخالفه ده .
    نوم یې (فرشته حضرتي ) ده هیله ده چې په Youtube کې ددې عکس واچوی او له پوره صوانیح سره یې پښتنو ته و پیژنی! ددې رنډی عکس او آدرس پدې سایټ کې دی http://www.khawaran.com/

  5. دا خو ټو لو ته څرګنده ده چه پښتنو وروڼو ته فاړسو تر اوسه پوري د دوهمي مورني ژبي حثيت درلود او په ډيره مينه سره يي ټولي ليكني او خبري په فاړسو سره كولي او كوي يي، مګر په ډير تاسف سره ووايم چه ځينو خرڅ شو يو اجنټانو د ا ونه شواي زغملي. او س ټولو پښتنو ته دا اړينه ده چه نور ه خپله ژبه د بي عزتي څخه وژغوري هرچيرته چه وي او هر څه چه كوي په پښتو سره خبري وكړي ا و په پښتو سره ليك لوست سرته ورسوي. نور پښتون معلم په ښوونځيو كي او استاذان په پوهنتونونو كي اړ ندي په فاړسو سره لكچر وركړي، داحق او جراءت بايد ځانته حاصل كړي چه پخپله مورني ژبه لكچر وركړاي شي. همدارنګه په دولتي دفاترو كي پښتانه مامورين بايد ديدي جراءت ولري چه په پښتو سره ليكني وكړي. كه دا كار چه د پشتنو د حقه حقوقو څخه ګڼل كيږي سرته مو ورسولو په واقعيت كي مو د پښتو او فاړ سو اوسني كړكيچ ته د پاي ټكي ايښي. اصلي خبره خو داده چه پښتنو د پښتو سره جفا اوظلم كړيده او بس. يوازي پښتانه كولاي شي چه د پښتو د برم او عزت د خوندي ساتلو لپاره خپلي مټي را ونغاړي خپله ژپه او قلم په پښتو سره وچلوي . البته چه دا كار تر يوه وخته پوري قوي همت او سرښندني ته اړتيا لري تر څو پښتو ته په دولتي چوكاټ كي خپل اصلي موقف او ځايكاه پيداكړي او غوره لار يي همداده لكه څنګه چه پورته ورته يادونه وشوه. د يوي سر دړي په نامه ليكلو سره څه نه كيږي ديدي موخي ته د رسيد لپاره د ولسي جرګي مړژواندووكيلانو ته طمعه او توقع كول د ځان غولونه ده، عملي ګامونه او ټينګ عزم پكاردي.

  6. ob2FtT <a href="http://oqnuuirpyqho.com/">oqnuuirpyqho</a&gt;, [url=http://gsnvkrfpgdnf.com/]gsnvkrfpgdnf[/url], [link=http://cfgkyqsbhgnk.com/]cfgkyqsbhgnk[/link], http://klprnqiiglsx.com/

  7. په ډېرې مننې سره زما سلامونه او نيکې هيلي ومنۍ!!! ګرانو لوستونکو! کچېرته موږ او تاسې خپل غرور و نه ساتو او پاملرنه ورته و نه کړو دا خو يې لا سر دى وايې پټى وروسته سورور دى! ګرانو په خپلو سيمو کې د پاړسي ژبې هر ډول پرمختګ مخه ونيسئ او هيڅکله دېته اجازه مه ورکوئ چې خپله يا کوم دولتي مامور په پاړسي ژبه ليکنه وکړي، تاسې ګورئ چې د سترې محکمې ټولې ليکنې په پاړسي ژبه دي او هيڅ ليکنه او ادارې چارې ټولې په پاړسي ژبه دي، موږ ټول بايد په غوڅ دريځ ددې مضرو مخه ونيسو او يو داسې ملي خوځښت پيل کړو چې ددوې هر ډول پرمختګ په هماغه ځاى کې له منځه يوسو، کچېرته موږ دوې ته اجازه ور کړو له همدې ځاى ددوې خوځښت پر مخ ځي………………
    د پښتنې مينې او پرمختګ په هيله…………..

  8. وروڼو ته سلامونه وایم او وروسته له سلامونو نه د پښتو ژبی ته وده ورکول د هر پښتانه حق دی خو پاته شول بد او رد ویل زمونږ له پښتنی شان سره ښه نه ښکاری او بل دا چه مونږ او تاسی په ناپوهی کی ډیری سهوی کوه لکه د زیږ پښتون (مخالفه،آدرس)د داسی تورو لیکل اول خپله د خپلی ژبی سره دښمنيده او راځو د پښتو ژبی سره هم مونږ تر اوسه هر یوه په خپل وار سره جفا کړی ده، خو اوس يی نور باید پوښتنه وکړو او ددی فاشیسطانو په وړاندی ودریږو.او د فاشیست په معنی یی پوه کړو چه که دوی فاشیسطان نه وای په دا ټول عمر کی دوی ولی پښتو نه ده زده کړی.او چه بهر ته راشی په یوه دوه کلو کی هر ملک کی دومره ژبه زده کړی چه خپله اړتیا پری پوره کوی.نو ولی پښتو نه زده کوی ؟ځواب یی ځکه اړتیا یی نه وه هر پښتون داسلامی لارښودنو په رڼا ورته د یوه مسلمان ورور په سترګه کتل،خو همدا زمونږ له خپلی ژبی سره دښمنی وه .وسلام

  9. زه هم په خپل وار خپل سلامونه تاسوته وړاندی کوم او نظر می دادی . دا څرګنده ده چی افغان خلک اتحاد او ورورولی نلری او د دغه علت هم تر اوسه ندی معلوم . کیدای شی چی د دغه عمده دلیل پښتونیستی وی . زما شخصی نظر دادی دا خلک چی په افغانستان اوسیږی ګرد افغان دی او ګرد حق لری چی خپل نظر څرګند کړی او داچی یو تعداد کسان د نورو خلک باندی تهمت کوی او د ایران و نورو هیوادنو طرفداران خطاب کوی ډیر بد او قبیح کاردی هیله کوم له دی نه وروسته داسی خبرو ونشی ځکه چی د دغه پیامد ډیر ناګوار دی او پارسی خلک اوس نه غواړی چی د دی حق غبن شی او پشتنو خلک هم نشی کولای چی ددی مخ ونیسی .

  10. نخست سلام های خویش را خدمت تمام خواننده گان محترم تقدیم میکنم و در ضمن باید بگویم که واقعأ جای تأسف است که باپشت سرگذاشتن این همه مشکلات باز هم ما دچار بی هنجاری های اجتماعی هستیم . معلوم است که علت اساسی این همه مشکلات تضاد های نژادی و مذهبی ما می باشد . من به عنوان یک جوان برای تمام هم وطنان خود پیشنهاد میکنم که هم وطنان گرامی زبان وسیلۀ افهام و تفهیم است چه فرق میکند که یک فارسی زبان سعی کند ادبیات پشتو را بیاموزد و تا حد امکان به زبان پشتو خدمت کند و از ان حمایت کند و یا هم یک پشتو زبان تلاش کند تا در غنی سازی زبان دری کمک کند . ما همه مسلمان هستیم و برادر هم هستیم بیایید دست بدست هم داده در ابادنی وطن خود سهم بگریم و به مسلمانی خود بیندیشیم . امروز اگر این همه قتل و قتال در هلمند یا خوست میشود همه براداران ما هستند که زیر تیر و دود بمب افگن های دشمن شهید میشوند . چه فرق میکند لوحه پوهنتون یا دانشگاه به زبان فارسی باشد یا پشتو و یا هم هردو . هم وطنان عزیز بیایید سعی کنیم این مشکلات را کنار بگذاریم و به ماهیت خود فکر کنیم . بیاید سر به گریبان خود کنیم در این شب ها هزارها شخص در وطن ما از گرسنگی خواب ندارد . بیکاری ، قحطی ، نبود امنیت و صد ها مشکل دگر بیایید به حل این معضلات دست بزنیم و مردم خود را متحد بسازیم تا یک تصمیم در مورد سرنوشت شان بیگیرند . معلوم است که همه ما و شما عوارض کار را میدانیم اما بروی خود نمی اوریم . مدام دنبال خلق مشکلات هستیم . بیشتر از این چه بگویم من به عنوان یک افغان از تمام شما دوستان و علاقه مندان قلم خواهش میکنم بیایید دست بدست هم داده افغان بودن خود را برای خارجی ها ثابت کنیم بیایید اختلاف های قومی ،زبانی و مذهبی را کنار بگذاریم و به یک صدا بگوییم ما افغان هستیم و مسلمان دل ما به هر زبان که تکلم کردیم مربوط خودما میشود . مگر فراموش کردین که ابرمردهای که امروز به سینه های شان میزنند و ادعای رهبری میکنند چه جفای را در حق ما مردم فقیر کردند . بیاید یک حرکتی را ایجاد کنیم که سلاح ان منطق و عقل باشد و ذریعه ان وطن خود را اباد کنیم . من الله توفیق

  11. rgqvulcm http://ncyvedtc.com exqrshlo euknxoyx <a href="http://mrysvyng.com">yszccwav</a&gt; [URL=http://xlqkrand.com]hhbzhbph[/URL]

  12. برادران گرامى باتغيردادن اسمى پوهنتون آياوطن عزيزى ما آباد ميشود؟؟