سریزه
جګړه په دې نوي نړیوال نظم کې دسیاسي موخو لاسته راوړلو لپاره د یوي آ لي په څیر استمالیږي . جګړ ي او وسله وال کړکېچونه د سړې جګړې د پای څخه را ورسته زموږ د ژوندانه یوه برخه ګرځیدلی ده. موږ اوس په یوه نو ي نړیوال جګړه کې ژوند کوو. چې ورسره یو ستر بدلون هم د جګړو په بڼه کې ترسترګو کیږي . دبدلون لاملونه باید د سړې جګړې یا د ختیز او لودیځ کړکېچ د پای څخه ورسته په پرمختللي نړیواله او نوي یا مدرني ټولنه کې ولټوال شي .
له ۱۹۹۰ کال راپه دې خوا په نړۍ کې په ډیره شمیر جګړي او وسله وال کړکیچونه ترسره شوي دي . په نړېواله کچه یواځي په ۲۰۰۲ کال کې له څلویښتو څخه ډیر وسله وال کړکېچونه ګڼل شوي دي . چې ډیر یې په افریفا او اسیا کې ترسره شوي دي . دا جګړي یوه نوې بڼه د جګړو ور ښیي .
په دغه جګړو کې جګړه مار یو بل ته په ډیر توپیره او وحشت سره وردانګې، لکه د پوځي زده کړي ، د وسلو د تجهزاتو انډول او توپیر ، د جګړو سیاسي او ایدلوژیکې انګیزي ، د هوایې پرمختللې ځواک بې رحمه بریدونه او ان تر ړاندو ځانمرګه بریدونه پوري یو خاص توپیر لیدل کیږي .که څه هم دا ډول جګړی په خوا زمانو کې هم تر سره شوي دي خو په اوسنی وخت او عصر کې دا ډول جګړي د لاملونو، انګیزو او لرلید له پلوه د ژورې اندیښنی وړګرځیدلي او ستر تاوانونه یې ولسونو ته اړولی دي . په دې کې هېڅ شک نشته چې زموږ خواره ټولنه له د یرشو کالو راهیسه د جګړو په اور کې سوځي ناروغه نه وي اوورسره زموږ بې وزلي ، زوریدلي افغاني ټولنه په دغه موده کې غمجنه ،توکیدلي، څیرلي او ویشل شوي نه وي . جګړو زموږ افغانانو څخه په لوی لاس انساني، مادي او معنوي، لرغوني، کلتوري زیرمو برسیره په ټولنه کې له پرله پسی ناورینونو، غمیزو ناخوالیو، روحې ناروغیو او فشارونو سره مخامخ کړي یو . زموږ افغاني ټولنيې په دې دیرشو کالو کې یولړ لوي او بې ساري بدلونونه ولیدل چې روغتیایې حالتي اوس د یوي ویښې کوما ټولنې ته ورته شوي دی او په ټولنه کې ټول ټولنیزه سیستم فلج شوي دی .
۱ . جګړه څه ته وایې د جګړې څرګند او منلی تعریف نشته . ښاغلي ار. بي . فرکوسون یو پیژندل شوي د جګړو دلاملونو پلټونکې په اند، جګړه ډیره ګرانه ده چې تعریفې تشرح شي . دې لیکي، هغه مهال له جګړي څخه خبره کولي شو چې کله د جګړې ګډونوال د وژلو اراده ولري . په عمومي ډول پوځي کړګېچونه ته جګړه ویلی شو. هره جګړه د یرغلګروڅخه په دفاع کې سمه پیل کیږي، پرته له دې حالته څخه جګړه نشته . یو د دوواړو غاړو څخه باید یرغلګر وي، ځکه که دواړه خواوي دفاع کوی بیانو جګړه نشته .کله چې پوځي عملیات نه ترسره کیږي ، بیا نو له کړکېچ څخه خبري کولي شو.
دا یوه ریښتیا خبره ده چې جګړه ټولنې ته جهنم ده . له یوی خوا جګړه د سیاست دوام په بل ټوکې یا وسایلو باندي او له بلی خوا سیاست د جنګ دوام دی . جګړه یوه نړیواله پدیده د بشریت په تاریخ کې پیژندل شوي ده . جګړه ډیر لاملونه، انګیزي او مختلفی بڼي لري . د انساني تجروبو مرکزي برخه جوړوي . نږدې په ټولو ولسونو، کلتورنو، عصرونو او د نړۍ په ټولو برخو کې موندلې شو. لکه څنګه چې جګړه ډیر مخونه لري ، جګړه په اصل کې یو زور زیاتی او ظلم دی . جګړه په ټولنه کې د ډلیزو زورزیاتی یو فورم دی . نړۍ له دې نه نوره هم ډیره کړکېچنه شوي ده، کوم چې موږ اوس ورته ګورو. زموږ د راتلونکې سر باکل خلاص دی، کله چې موږ د راتلونکې په اړه وړاند وینه کوو. ډیر پوه خلک لکه د نړی اخباري ، تلویزیوني خپروني، سیاسي چارواکې، د نړۍ منلي شوي سیاستپوهان او په زړګونه نور ته په دي اړه خبری کول د شرم ځای ګرځیدلی دی . په حقیقت کې نه زموږ نړۍ او نه زموږ راتلونکې نا څرګند دی . بلکې زموږ وړتیا، د کار قابلیت ، لیاقت او پوهه له منځه تللی چې ساده او اسانه شیان ووینو، ویپیژنو او کار پر وکړو.
بشریت د جګړي پر ضد دي ، جګړه غیرانسانی ځکه ده چې په ترس کې انساني ژوند او لوي کلتوري شتمني لمنځه ځي . جګړه ځکه غیري انسانې ده چې زموږ ولسي ځواک له منځه وړي . نه دا چې موږ سر، پښه او لاس له لاسه ورکوو.
۲ . تولنیز کړکېچونه کړکېچ د انسانانو ترمنځه دومره زوړ دی لکه دا بشریت په خپله . کړکېچ ، شخړه او جګړه د انسان یو طبعي حالت دي . یوه باثباته ټولنه له ټولنیزه کړکېچ څخه ګټه اخلي، ځکه دوی مجبور دي چې کړکېچونو ته نورمونه او قانوني چوکاټ وټاکې چې ټولنه پرمخ ولاړه شي . دا حتمی نه ده چې کړکېچونه تل ورانونکې تمامیږي، له همدی امله نه باید کړکېچونه منفی وارزول شي . کړکېچونه ممکن موعقتي هم وي کله چې خلک ټولنیز سازمانونو ته شکل ورکوی، وده ورکوی او په پښو درول یې غواړي کړکېچونه رامنځ ته کیږي .
یو ټولنه پرته له ټولنیزوکړکیچونو یوه مړه ټولنه ده . ټولنیز کړکېچ د مدرنې ټولنې یو برخه ده . د دې پلټنی موخه دا ده چې کړکېچ له پامه ونه غورزول شي او ورک یې نه کړو او د کړکېچ له څنګه تیرنشو،بلکې یوه شونی د حل لار ورته ومومو چې څنګه موږ کړکېچ د زور زیاتی څخه پرته حل کړو. ټولنیز بدلون تل له کړکېچ سره مل وي . له کړکېچونو څخه په سیستماتیک ډول ډده کول ښه چار به نه نوي . ځکه د ټولنیزو بدلونو پړوونو ته خڼدونه راولاړلیږي . کړکېچونه له ټولنیز بدلونونو څخه نه بیلودنکی دي او په ټولنه کې د ګډ ژوند اړینی نښاني دي . دا په ټولنه کې د دوو ډلې تر منځه چې یو بل ته اړ دي د نارضایتونو او نا آ رامیو ته اشاره ده . کړکېچ د دغی دواړو ډلو د اړتیاو، لوالتاو او د ارزښتونو تصور د نه سر ته رسیدو له امله رامنځته کیږي . دا هغه مهال دی چې د دوو ډلو ترمنځه د ژوندانه چانسونه او واک نوی ویشل کیږي، طبعي ده چې کړکېچ په ټولنه کې رامنځته کیږي .
د خواښنې ځای دی چې دا روانه جګړه د افغان ولس پروړاندی د یو توکي په ډول کاریږي . په داسي حال کې هغه کسان چې د واک پر ګودي ناست دي، د بهرنیانو سره په ګده د هیواد شتمني لوټوي . دا جګړه به هله پای ته ورسیږي چې دا ټول افغانان په دې وپوهیږي چې دافغان ولس د کړکېچ حل د پوځي لاري نه حل کیږي . د هیواد وګړي باید وپوهیږۍ چې دوی په خپله دغی اوږدي جګړې په نښه کړی دي . نن هره افغانه او هر افغان ، هر کور ، هر کلي، هره ولسوالي له جګړو څخه زیانمنه شوي دي . دا د خپل ځان د له منڅه وړلو او د دوی نه د ژوند د اساسي حقوقو اخیستلو لړي باید پای ته ورسیږي . جګړه زموږ د ټولنې دښمنه ده . زموږ تولنې او افغان ولس دغمیزو، تولنیز سرتیټوالي او بعدترین ډول د واک استعمال هغه لوړه کچه ولیده چې په نړۍ کې ساري نه لیدل کیږي . په همدی وجه نوره زموږ ولس باید یوي پریکړي ته او پایلي ته ورسیږي . سره د دردونکي او ګرانی پایلي، د جګړې لاملونو، پوځي اوسیاسي کړکچونو باید وویل شي چې افغان ولس د نړیوالي ټولنې په مرسته باید په خپله د ستونزو یوه بڼستیزه ټولو ته منلې د حل لار راوباسي چې له هغي سره زموږ سروکاروي . په جرعت او زغرده سره باید وویل شي ، چې موږ په خپله په هیواد کې په فعاله او غیر فعاله توګه دغو سیاسي، پوځي او د تولنیزو، اقتصادي بدلونو او ورانیو مسوول یو. موږ به ستره تیر وتنه وکړو که دا ونه منو چې دا برخلیک ټاکونکې تیروتني موږ په خپله د لوی افغان ولس د تاریخي په لاره کې ورسره مخامخ شویو. اوس باید موږ ،، افغان ولس،، د کړکېچونو د حل لپاره ټول مسوولیت وپیژنو او وې منو. موږ باید وړاندي وړلال نشو. نه باید خپل ټول ناورینوو او غمیزو مسوولیت پر بهرني یرغلګرو پوځونو په غاړه ورکښیږدو . دا به له خپل ځان سره ترحم وي او خپل ځان ته به یوه د نالایقي او بې کفایتي شهادتنامه ورکړو. چې تل خپل ټول ملي کړکېچونه د نړیوالو پر اوګو ورولیکو او یا زموږ د ټولو ستونزوملامتيا په نورو واچوو. موږ ډير لږ توانيدلی يو چې خپل ځان او کړکېچونه دننه څخه وګورو. زموږ افغانانو یوه بدمرغی دا ده چې د افغانان یوه برخه تل له یرغلګروسره په واک کې یو ځاي شوي ده، بله برخه مقاومت کوي او بله برخه غلي بیا ناسته وی ګوري چې څه کیږي .
افغان ولس ته باید د دغو ټولو نیمګوتیاو، نه بښونکې تیروتنو او سګروټو په څنګ کې یوه موقه په لاس کې ورشی چې د زړه نه په رښتونی او میړانه توګه په مناسب ډول عمل وکړو. هغه څه چې پاتی دي وژغورو، څه چې افغان ولس ته ډیر ګران او ارزښت لري . هغه سوله د خبرو اټرو د جرګو، مرکو ملي پخولاینه او ملي پیوستون له لاري ده . افغان ولس باید له دغي لاري روغې جوړې، تلپاتې سولې ته مبارزه وکړي . سره له دې چې جګړ یزځواکونه او ډلي په دې باور لري چې جګړه یواځیني توکې دی چې سوله ترلاسه شي . د جګړو ټولي غاړي ځاني او مالي قرباني ته تیاري دي . دوی دې ته چمتو نه دي چې د خپل ګران هیواد افغانستان سولې اوثبات لپاره قرباني ورکړي . د سولې قرباني یوازي په میړانه او ریښتنوالي دخپلو غوښتنو کچه راټیتوال دي . سره له دې چې د خبرو اټرو حل لار د ولس یوې برخه ته سرټیټوالي او بې نڼګې معنا ورکوي . موږ مجبور یو یواځې د خپلو سیاسي موخو او غوښتنو کچه را ټیته کړو او دې ته چمتو شو چې د خبرو اټرو د حل لار په صورت کې دوړه غاړي نسبي ګټه پورته کړي . اوس خبره د سیاسي موخو او پلانو دفاع نه ده ، دلته خبره د افغانستان او د ننګیالي افغان ولس ده . په دغه او سني جګړه کې هېڅ د هیواد او افغان پالني معنا نشته . دلته له جګړو څخه ګټه بهرنیان پورته کوي او په دواړه خواو کې بی ګناه افغانان وژل کیږي ، زموږ ټولنه نوره ځپل کیږي . د کوچنیو، لنډمهالو سیاستونو وخت اوس تیر شوی دی، موږ افغانان باید د خپل هیواد راتلونکې، سولې امن لپاره د ژور فکرونه او اوږد مهاله عملي موخي باندي لاس پوري کړو .
۳ . افغان وژنه ، ولسي وژنه
زموږ په ټولنه کې د یو افغان یا انسان وژنه څومره اسانه او بی ارزښته شوي ده . پرته له کوم جرم څخه چې په قانون کې ورته سزا ټاکلې شوي وي ، بې له دې چې وژونکې ته دا صلاحیت چا په قانوني ډول ورکړي وي . بې له کومې قضایې او عدلې مراحلو، بی له کوم ځند څخه د هغه د وژلو امر په ډیر زړه بوګونکې ډول ورکول کیږي چې دا جنایات د انسان ، بشریت او د خدای د عدالت منلو وړ نه دي . په ټولنه کې نوره د ناورینونو،د بې ګناه وینو تویولو، ویر او ماتم لړي نوره اوږده کیږي . په ټولنه کې ویره، زورزیاتي،ظلم، رواني فشار د زغم څخه وتلې ده .
زموږ ټولنه د بې باورې په ژور رنځ او زهرجنه فضآ کې ډوبه ده . د دولت، وسله وال پوځ او ولس ترمنځ بې باورې، د مذهبی ، سیاسي ګوندونواو ټولنو ترمنځ بې باورې . دا ټول د دیرش کلنی جګړي ناوړه اغیزې دي چې پر ټولنه شیندلی شوي دي . د بلګی په توګه په عدلیه وزارت کې له سلو ډیرسیاسي ګوندونه راجستر شوي دي او له سلو څخه ډیر د نتظار په کوته کې ثبت او راجستر ته ناست دي . یو هیواد چې پنځه ویشت ملیونه وګړي لری اټکل اتیا په سلو کې نالوستي دي او همداسي پنځه سلني وګړي یې لوړی زده کړی نه لري .ایااړینه ده چې دومر سیاسی ګوندونه ولري . خلک له سیاسي ګوندونو څخه سر ټکوي د افغان ولس د غمیزو یو لامل یې بولي او ورباندی بې باوره شوي دي . د دغو ډلې سیاسي مشران ټول هڅه کوي چې د افغان ولس کړکېچونو ته الترنتیف او د ستونزو حل لار د ګوندونو کړنلارو او تش په نامه شعارونو، نومونو باندي ومومي . دوی غواړي د نالوستي ولس له نیم ګړتیاوو څخه په ګټه اخیستلو سره په یوه محدوده کړې کې بیا واک تر لاسه کړي . ایا دوی فکر نه کوی چې دا ټولنه خو دوی هم ویشلی ده .ولې یو ګوند تر اوسه ونه شول کړی چې یوه ملي کړنلار خلکو ته وروپیزنی چې د نورو ګوندونو جوړیدلو مخه ونیسي . په خواښیني سره زموږ افغانی ټولنه دیرش کالنه جګړیزه ترخي تجربي لري . احتمالا ن که سبا جګړه پای ته ورسیږي . زموږ خواره، مدني جګړه ځپلي او څیرلي ټولنه سره د تیر شویو پرله پسي غمیزو او ناورینونو سره په سوله کې به څه حالت ولري . سوله او جګړه دو ي نه بيليدونکي پدیدي دي چې یو په بل پسي راځي .
دافغان په ټولنه کې څنګه سوله ، امن او نظم بیرته په پښو ودریږي . زما په اند د دغی جګړي روحي، رواني او فیزیکي ټپونه به په ټولنه کې ډیر ژور دي او ډیره موده به زموږ ټولنه نور هم ځوروی او د روغي ټولنې په لور به خڼد ګرځي . په ټولنه کې د د مینې پر ځای نفرت، دنیکمرغي پر ځاي بدمرغي د هوسا ژوند پر ځاي بیوزلې د اوبو پرځاي ویني رواني دي اوځمکه، آسمان او لمر یې په وینو ککړ دي.
۴ . د جګړو ناوړي ، رواني ،اغیزي او لړي
د جګړو نه ژوندي پاتي شوي خلک هم د جګړو قربانیان دي . موږ ټول د جګړو قربانیان یو. په ټولنه کې ډیر خلک ډیر ژورجسمي، رواني او فیزیکي تپونه لري . دوی بې کوره او په یوه ورانه او وجاړه سیمه کې استوګنه لري . بې له بنستیزو حقوقو، بې له کومي روغتیایي درملني ، بې له پاکي څښاک اوبو،غواړو او بې د ژوند لومړنیو اسانتیاو څخه په ویره کې ،د مینو نو ګواښونو سره خدای هیلي ته ژوند کوي . زموږ ټولنیز سیستم او ټولنه په ټولیزه ډول د زهني، رواني ناروغیو حالت ته رسیدلي ده .
د روحې روغتیایې نړیوال سازمان په یوه څیړنه کې د جګړو پوست تراومه اغیزي داسی په داګه کړي دي . دا څیړنه یواځی د بیړنې ژور څپګان په اړه ترسره شوي ده . دوی ٪ ۳۷ وګړي د جګړو په سیمو کې معایعنه کړی چې ٪ ۶۷ خلک په ژورخپګان اخته وه . په همدی شمیره خلک دوی بیا په یوه بله ټولنه کې چې د جګړي څخه مصعوونه وه څیړلې چې ٪ ۱۰ خلک په ژور خپګان اخته وه . دا یو ډیره اندېښمنه کونکې د عقلي ناروغیو څیړنه ښودل شوي ده . په یوه بله اعصابي ناروغې څیړنه کې ښودل شوي چې په ډیره لویه کچه پرله پسي په جګړه کې اخته کیدل د مغزوزیانمنول رامنڅ ته کوی . دا بیا مغزو بڼه بدلوی اود سړي په ټولنیز چارو باندي بده اغیزه کوي . دا څیړنه د بوسنیا هیواد په کدوالو ترسره شوي ده . چې ډیر ټولنیز خڼدونه، روحي اغیز یي په ټولنه کې شیندلی دي . دبیلګه په ټوګه ٪ ۲۵ خلک نشول کولي نورمال کارانونه او ورځني چاري سرته ورسوي، خپلی کورني ته ډودي را وګټي او په نور تولیدي چارو کې دنده نشوه تر سره کولي .
یوه بله هالندي څیړنه د نازې المان د جګړي قربانیان په پنڅوسو کالو نو کې څیړي، چې یواځیني اوږد مهاله څیړنه ده . دا څیړنه ښیې چې د جګړي قربانیان په دې ورستیو پنڅوسو کالونو کې په یوه جګه کچه د ژورخپګان ناروغی باندي اخته دي . په همدي ډول یوه بله اوږد مهاله څیړنه د بوسنیا هیواد پر کدوالو ترسره کیږي ، همدا اوس ښودل کیږي چې نږدی د یوې جګړه ځپلي ټولنې هر غړي د جګړې په تراومه یوه اندازه اخته دی . سره له دې چې جګړه پای ته رسیدلي ده . دوی ناهیلي، مایوسه، بې تمه او نا باوره ورځني ژوند مخ ته بیایې . دوی د یوي ټولنې بنسټ جوړوي او مکمل یو نسل ټولنې ته وړاندي کیږي چې د دوی نه ورسته راتلونکې نسل به هم ناسالم منځ ته راشي . روسي او امریکایي یرغلګر عسکرو په روحي نارغیو یعني د ویتنام ، خلیچ او افغانستان سندروم په نامه اخته دي . د دوی درملنه په ډیرو پرمحتللیو میتودنو باندي تر سره کیږي . زموږ جګړه ځپلي ،څیرلي د دریمی نړۍ خواره ټولنه به نور هم عقلي او اعصبی ناروغیو ژور ټپونه له ځانه سره ولري .
۵ . جګړه او جنسی تیري د جګړې په ډګر کې د قانون تشه موجود وي او په جګړه کې وحشت حاکم وي . چې هلته هېڅ ډول ممانعت نشته او هر ډول زړه بوګوونکې اعمال، جنسي تیري ترسره کیداي شي . جنسی تیري یوه ټولنیزه نه بیولوژیکۍ انفرادي پدیده ده . جنسي تیري دیو سړی جرم نه بلکه په یوې ټولنیز چوکاټ کې دغه جرم ترسره کیږي . دا ټولنه ده چې دغه جرم ته یې لاره خلاصه کړي ده . د ا جنایتونه د هیواد په شمال کې په ډلیز ډول څو څو واري ترسره شوي دي . د هیواد په لودیځ کې د ښڅو ځان سوځونه چې په لړ کې بیا په ځان وژنه او یا دایمی معیوبیت او معلولیت باندي تمامیږي ، دا حالت یوې اندیښمنه کونکې کچې ته رسیدلې . اټکل هره ورځ د انسان تښتونه او دانسان قاچاقو خبر اوریدل کیږي . زموږ په هیواد کې خلک د برمته شوي ماشوم د غوښو د خولړلو په تور بالفعله نیول کیږي . ځني هیواد والو خپګان څرګند کړ چې ماشوم یې د ښځې له منګولو ژوندی خلاص نه کړولو، نورو بیا ویل ، خپل هیواد کې ویره لری چې زموږ هیواد د وحشت او روحي ناروغي کومې کچه ته رسیدلی دی .
که سړی جسمآ ټپی شي هغه به یو داکټر ته ولاړ شي . خو که سړي روحي ټپی وي او یا روحي زوریږي بیا نو دا سړي پټیږي . اکثره د جګړې پاتي شویو قربانیان له ډاره د جګړې نا وړه زړه بوګنوونکې ترخي تجروبي پتوي او له ویلو څخه یې ډده کوي . ځکه دوی فکر کوي چې څوک به د دوی پر ډار وخندی او هېڅ احساس او ترحم به ورسره ونه لري او یا مجرم ته هغه سزا چې قانون ټاکلي ده ورنه کړل شي ، ځکه په ټولنه کې د سزا نه د مجرمینو د معافیت کلتور لا بر لاسې دی . زموږ په ټولنه کې شرم پر ټولو غمیزو بر دي . زموږ په ټولنه کې ډیر ماشومان په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د جګړې تراومه څخه به له روحي مسلکې درملني څخه زوریږي . جګړې پر سرتیرو او ملکی وګړو باندي ډیري ژوري اغیزي پریږدي چې د جګړې پای څخه ورسته لاهم داوم کوي . لکه کم خوبي، له نږدیولی څخه ویره، د خیالي تعقیب کیدلو څخه دار،د ارزښتونو ارزښت او اخلاقي نورمونه له منځه تلل، قهر او غوصه زورزیاتي ، کورني تاوتریخوالې او داسي نور علایم راڅرګندیږي .
المانې ژبې ارواه پو ه زیکموندفروید لیکي جګړه د نورو اغیزو سربیره د انسانانو په اروح کې ستر بدلون راولي . په ټولنه کې د روڼ اندو انسانانو عقل، پوهه یاانتلجنس خړپړوي او د نورمال عام ولس روح هم متاثره او خړپړوي . زموږ په هیواد کې د ځنیو روڼداندو اشخاصو ملي ضد، داسلامیت او ا فغانیت ضد اعمال یې یو ه ښه بیلګه ده .
۶ . په سوله کې زموږ کړکېچونه دجګړې څخه ورسته زموږ ټولنه به له ډیرو سترو چلنچونواو ټولنیزو کړکېچونو سره مخامخ وي . دجګړې پای سره سم زموږ په ټولنې کې مهم پراته ستر کړکیچونه به په لاندي ډول وي .
. د یتیمانو،کوڼدو،معلولینواومعیوبینو بې شمیره لښکر پالنه، ورته د ژوندلومړنی اسانتیاو برابر ول .
. د میلیونو کدوالو بیرته راستنیدل او د ټولنې په غیږی کې دوی ته خپل ځای ورکول .
. د اوو نه تر اته میلیونو د بې وزلو افغانانو مرستې چې د نیستی کرښی نه په لاندي کچه ژوند کوي بیرته جګول .
. د میلیونو بې وزګارو افغانانو لپاره اوزګار او کار موندل ، پر مختللې اداري سیستم رامنځته کول .
. د جګړو په بهیر کې د لسو میلیونو څخه ډیرو ایښودل شویو مینونو ا یستل .
. د لکونو افغانانو نسلي، نا علاجه عقلی او عصبې ناروغې او د نشه یې ټوکو روږدو تداوي او پالنه .
. د افغانستان ټولو وګړو ته په مساوی ډول د روغتیایې،ښونې روزنې،د څښاک پاکې اوبه، خوراکې توکو برابر ولو ملي پروګرام ، ملي پیوستون او ولسواکۍ ته وده ورکول .
. د جګړو په بهیر کې د یورانیموګواښ لرونکیو وسلو د استعمال په وجه زموږ چابیریال ککړتیا .
. دغيرقانوني وسلي او و سله والو ډلو دړنګولو د پروګرام بشپړ تطبيق یا داياک کیدل.
. د جنګي او دمخدره توکواقتصاد په نورمال ازاد اقتصاد بد لو . . د دریو لسیزو جنګي مجرمینو او ټول وژنو، توکم وژنو عاملینو، متهمینو نړیواله محاکمه . . د افغانستان چاپیریال ، د له منځه تللي ځنګلونو او سیندونو بیا رغونه چاري او داسی نور چاري .
۷ . پوځي ټولنه مدنې ټولنه ته اړول
زموږ پښتني ټولنه د نړۍ د زړو ټولنو څخه یوه ټولنه ده . مدني ټولنه یو سیاسي او فلسفي بحث دی . په یوه هیواد کې د ملت جوړونې د بهیر چتکتیا د مدنې ټولنې د جوړویدو په لور د پرمختګ نښه او د ټولنیز واو سیاسي ودې د پوخوالې څرګندونه ګڼل کیږی .
له بده مرغه اوس زموږ په ټولنه کې د جګړې او کلاشیکوف کلتور خپورشوي دی . موږ څنګه کولي شو پوځي ټولنه یوې مدنې ټولنه ته واړ و. په بل عبارت موږ څنګه کولي شو پوځي ټولنه غیر پوځي او خپل سوليز ه،امنیزه ، انساني ، افغاني ملي ازښتونه بیا په پښو ودروو ؟ . د مدني ټولنې بنسټونه په دې باور دي چې د خلكو د مدني پوهاوي د كچې له لوړو لو پرته د دوی نه دا تمه نه شي كيداى چې د هيواد په سياسي او ټولنیزه پروسو كې دې شعوري ونډه واخلي . متمدنه ټولنه باید د ټولنیز عدالت ، مساوات او ورورولي پر بڼست جوړه کړي شي .
د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو د بنسټونو پرته ريښتونې ولسواکې نه شي رامنځته كيدى . چیر ته چې سياسي ګوندونه او مدني ټولنې وجود نه لري، دا په خپله د دې ښكارندونه كوي چې په هغې ټولنه كې ولسواکۍ وجود نه لري . خو له سياسي ګوندونو سره د مدني ټولنې د بنسټونو توپير دا دى چې مدني ټولنې هېڅكله د سياسي قدرت د ترلاسه كولو په فكر كې نه دي . په داسې حال كې چې سياسي ګوندونه سياسي قدرت ته د رسيدو هڅه كوي .
په همدې توګه د سياستپوهني او ټولنپوهني علومو پوهان په دې باور دي چې د ځواكمنې مدني ټولنې موجوديت په يوه ټولنه كې د ولسواکۍ ودې د دوام او استقرار خورا مهم شرط دى . په ټولیزه ټوګه دا یو ډیر اوږد مزل دی چې بشری ټولنې د ریښتینې مدني ټولنې پړو ته وسیږي .
افغانان د خپل هيواد راتلونکي ته د شک په سترګه ګوري . زموږ په ګران افغانستان کې ، زموږ سپيره خلک او غم لړلی چاپیریال ، ناخوالو، ورانیو جګړو ټغر په ټولنه کې پروت دی . خلک د یوې ریښتینې سولې امن او ثبات په تمه نوره په خپل پلارني هیواد، مورنې ټاتوبې کې نا هیلي او د پردیتوب احساس کوي . ځکه جګړه ماري ډلي د جګړو له لاري د بري خیال په رواني رنځ اخته دي .
ټول په دې اوسني حالاتو کې پوهیږي چې د یوې سیاسي روغي جوړي څخه پرته د حل بله لار نشته .
د افغانستان ستونزه يوازي د بې ګناه افغانانو وژلو، د پوځي هوایې بمباریو، ځانمرګه بریدونو اووژولو په زور نه فيصله کېږي .
امپریالیستي سیاستونه او یرغلګر دولتونه نه غواړي سوله د ملګروملتو دمنشور په چوکاټ کې تر سره شي . دوی سوله د خپل پوځی واک په پرنسیب پر خلکو مني چې دا په خپله نورو جګړو ته لار پرانیزي . یرغلګر ځواکونه خپل ټول ستر، پرمختللي او نوي پوځي ځواک په جګړه کې استعماله وي . دوی په جګړه د دې لپاره لاس پوری کوي، تر څو چې سوله د دوی د شرایطو سره سم پلي شي . دافغانستان په دیرش کلنه جګړه کې هېڅ یوي ډلي د جګړې قانون نه دی مراعات کړي . په هره جګړه کې یو شمیر نورمونه شته چې باید مراعات شي . دلته نه د جګړې قواید شته نه د میړنیو ، ننګیالیو جګړه او یې معنا شته ، دلته په جګړه کې د مړو او ژوندیو عزت هم نشته .
په ټولو نړیوالو جنګي قوانينو کې د بې ګناه کسانو وژل جرم دى .امريکايي ځواکونه په افغانستان کې هېڅ يوه جنګي قانون ته غاړه نږدي . همدا وجهه ده چې وسله وال مقاومت ورځ په ورځ زور مومي .
په افغانستان کې روان تاوتريخوالى حکومت او نړيواله ټولنه د ستره ننگونه سره مخامخ کړي . که نړیواله ټولنه خپله جګړیزه ستراتیژي په سولیزه ستراتیژي بدله نه کړي . په افغانستان کې به د نړېوالې ټولنې اعتبار نوره هم کمزورى شي . په افغانستان کې مخ پر زياتېدونکې نا امنۍ په ډاگه کړه چې د دغه هېواد کشاله يوازې د خبرو اترو له لارې حل کېږي . سوله او امن، د انساني نړۍ ستره اړتيا ده .
دا د زموږ ټولنې په تاوان ده چې ګڼ شمیر كسان او ګڼ ګروپونه له ځانه وشړي، له ټولنيز او بنسټیزو حقوقو څخه محرومه كړي . دغسې ټولنه ځان ژوبلوي، ټوك ټوك كېږي، په ټولنیزه توګه د سياسي لحاظ شړېږي او كلتوري، ټولنیزه امن او نظم يې له منځه ځي . د سركښو، ناراضو، او مخالفو ډلو د شړلو په ځاى پكار ده چې هغوى ته د ټولنې په غېږكې ځاى وركړ ل شي . دا كار به د ټولنې ټولنیز جوړښت او زیربنا به نوره ټینګه کړي .
سوله او امن د انساني ټولنې او دافغان ولس ستره اړتیا ده. سیاسي ډلې نه بايد دخپلوسياسي موخو دترلاسه كولوپه بیه سوله له لاسه وركړي او یا د هیواد او هیوادوالو سولې ته ګواښ شي .
سوله ده چې يوه انسان ته په يوه انساني ټولنه كې دټولو ټولنيزو فعاليتونو او چانسونو لپاره لاره هواروي . دسولې په موجوديت كې هرڅوك كولاى شي خپلې موخې او ملي ارمانو نو ته چې هغې ته درسيدوپه هيله مبارزه کوی ورسیږي .
۸ . وړاندیز .
دافغان په ټولنه کې باید ټولنیز بدلون راشي د یوي نوي ټولنپوهني طرحه او پلان د ټولنپوهانو له خوا باید جوړ شي . زموږ لرغونی ملي تاریخ باید په یو خاص ډول بیا راویښ او ژوندی شي، ښه او بد په کې وڅیړل شي او توپیر یې شي . دا زموږ د انساني روزني یوه برخه او بنسټیز حق ګڼل کیږي .
کله چې موږ په ټولنه بحث کوو لومړي باید ثابته شي چې کومه ټولنه اوهغه ټولنه د ننه څخه پر کومو بنسټو ولاړه ده . لکه زموږ پښتني ټولنه په نړۍ کې پر اسلامیت او افغانیت ولاړه ټولنه پیژندل شوي ده . ټولنه د انسانی ګد ژوند یو منل شوي اورګان دي . ټولنپوهنه ، د ټولنې څیړنه او د هغی په اړ څه لیکل او ټولنپوهنه د ټولنیزو چارو زده کړه ده . کله چې یوه ټولنه په کړکېچ کې اخته وي او کړه وړه، ټولنیز چاري له خپل مسیر څخه وتلي وي او را تلونکې یې څرګند او روښانه نه وي . سړي باید نه یواځي ټولنیزه پوهونه ترسره بلکی په ټولنه کې منل شويو موجو مورالونه ، دودنه او ادیالونه ټولني ته بیا وړاندي کړل شي . ټولنپوهنیزه فکر باید د ټولنې چوکاټ وڅیړي او ورسره انفرادي فکر په ټولنه کې را ویښ او په خوښت راولي . د ټولنپوهني دنده ده چې په داسي یو وخت کې چې خلکو خپل ټول اعتبار او د ژوند مسیر له لاسه وکړي دي، داسي پوښتنو ته لکه دټولنیزو څیړل شویو ستندردونه او منل شویو معیارونه لکه ریښتیا ، حقیقت،ټولنیز مورال ،د یوي انساني ټولنې لرلید، ملي یوالې نه شی په محض سر سري بي بنسټه او متضادو تکراري خبرواتر باندي غیرعلمي غبرګون وښودل شي . ځکه دا حالت ټولنه نور و نا باوریو او ګدویو ته ور تیل وهي . ټولنپوهنه یا سوسیولوجۍ باید ځان زموږ په ټولنه کی جوت کړي او خپله اصلي دنده پیل کړي . ټوپیرونه ویشلي ټوتی توتي ټولنه په نوېو زاړه او ښکلي ملي ارزښتونو باندي بیا سمبال کړي . تر څو چې په ټولنه کې د نور و کړکیچونو مخه ونیول شي . افغان ولس یوه تل پاتی سوله ، تولنیز عدالت او یو قانوني ځواکمند ملي دولت د سیمې په کچه غواړي . چې په کې د هیواد ټولو وګړو حقوقو ته مساوی پام وشي او متقابل درنښت د ولس یوالې لپاره په کې ترسره شي .
لوی خدای د زموږ جګړه ځپلي، غمجنه ، له جګړو څخه ستړي ستومانه، ورانه ټولنه د یوي ښي انساني، سالمي ، ځواکمني ، په ځان باوره ، خپلواکه، پر ټولنیز عدالت ولاړه،ولسواکو ارزښتونو ته وفاداره، په پرمختګ ولاړه، له هر ډول تبعیض څخه خلاصه او د متقابل درنښت ټولنه وګرځوي .
تر څو چې پنجاب او دهغوى ګوډاګۍ مدرسې او ګوډاګي ملايان ختم نه شي پر پښتنو مدني كېدل او سوكالي حرامه ده. دوى پر پښتنو د سوكالۍ او پرمختيا ټولې لارې تړلي دي او لكه چرګان يې له هر چا سره كه هغه دوست وي او يا دښمن جنګوي يې او خپله اټومي بټۍ او صنعتي شيان جوړوي.
د نر يوه خبره وي او يو كار او كره كار.
ظابط خانه وروره سلام،
نه موږ مجبور یو د پنجاب ملایانو او د پښتنو ډوله ملایانوسره سره یوي مدني ټولنه ته ورسیږو. که خدای په موږ کې لکه دا ببرک زی غوندي سړي راکړل او نه د تاخوندي خلک چې وار د مخه پنجاب ته تسلیم شوي .
پاکستان خو د خدایه تاغوندي پښتانه غواړي چې هیڅ خپل همت او غیرت ونه لري او خپل تجارت ورباندي وکړي. دوی نه پوهیږي اوس هغه وخت تیر شوي دی .
پښتانه به یو کیږي ، نړۍپه دې پوهیږي . خو افسوس چې زه او ته نه پوهیږو. زموږ بله لار دنجات نشته اشنا وسلام ……………….