د افغاني فرهنګ لېوالو او دوستانو !
د ارواښاد استاد عبدالرؤف بېنوا اثر (اوسني ليکوال) د دوهم ځل له پاره په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا چاپېږي، ټول هغه درانه ليکوالان، شاعران، فرهنګيانو او په (اوسني ليکوال) نومي اثر کي د راغلو ليکوالو او شاعرانو دوستان که چيري د دغو ليکوالو عکسونه (ښه کيفيت لرونکي) ولري او پر لاندي پتو يې راواستوي او يا تليفوني تماس ونيسي، څو موږ د دغه ګټور او مغتنم اثر د چاپېدو په وخت کښي کار ورڅخه واخلو، د پښتو ادب او يادو سوو ليکوالو د نوم ژوندي ساتلو سره به مو لويه او نه هېرېدونکې پېرزوينه کړې وي:
m_rohyal2006@hotmail.com / mrohyal@gmail.com
د تليفون شمېره : ۷۰۰۳۲٦۰۱۱(۰)۰۰۹۳
اجمل خټک | عبدالخالق اخلاص | محمدشاه ارشاد |
عبدالله جان اسير | ابو سعد فضل احمد افغان | غلام محی الدين افغان |
شوکت الله اکبر | عبدالاکبر اکبر | ګل باچا الفت |
مېرمن الف جانه خټک | اياز داودزی | محمداعظم ايازي |
عبدالله بختانی | نادر جان بزمي | مېرمن بشري بېګم |
محمدعمر بلبل افغان | عبدالغفران بېکس | فضل اکبر بېنوم (حضرت ګل پاچا) |
محمداکبر پامير | عبدالقدوس پرهېز | عبدالرحمن پژواک |
محمدعثمان پښتون | نېک محمد پکتيانی | نورمحمد تره کی |
حبيب الله تږی | غلام جيلاني جلالي | غلام رحمن جرار |
شهزاد خان جوهر | نورمحمد ځيګر | عبدالحی حبيبي |
محمدرفيق حبيبي | سيد حسن خان حسن | عبدالرازق حکمت |
ضابط خان حليم | حمزه شينواری | مېرمن حميده |
قيام الدين خادم | محمداکبر خادم | مصري خان خاطر |
خسرو | عبدالخالق خليق | محمدابراهيم خواخوږی |
محمدامين خوګياڼی | محمدشاه خيال | سيد عظيم شاه خيال بخاري |
غلام غوث خيبري | عبدالهادي داوی | عبدالمنان دردمند |
دوست شينواری | راشد علي دهقان | راحت زاخيلي |
قمر الزمان راهي | سيد رسول رسا | عبدالشکور رشاد |
صديق الله رشتين | محمدرضا مومندي | رضا حسين رضا همداني |
خالد روښان | تکريم الحق روغ لېونی | محمدحسين رېدی |
سيد جعفر حسين شاه ريښتونی | امين الله زمريالی | پاينده محمد زهير |
خواجه محمدزهير | عبدالرزاق زهير | تاج محمد زېب سر |
مېرمن زيتون بانو | محمددين ژواک | محمدحسين ضمير ساپی |
اميرمحمد ساغر | عبدالرحيم ساقي | مېرمن سائره |
سراج الدين سعيد | سيف الرحمن سليم | محمدسلام سليم |
محمد ارسلان سليمي | سيد فاروق سمائلزی | سمندرخان سمندر بدرشوی |
حکيم محمد اسلم سجزی | عمل خان سياح | محمد غازي سيال |
ميراجان سيال | سيد حسين سيد | امان الله سېلاب |
محمدعمر بېتاب | عزيز الرحمن سيفي | زيارت شاه شاکر |
ميا احمدشاه شاه | عبدالرحمن شباب | سعدالدين شپون |
ارباب محمداسلم شرر | محمدموسی شفيق | مبارک سلطان شميم |
فضل حق شيدا | محمدايوب صابر | مولوي صالح محمد هوتک |
هاشم خان صدبر | محمدعلي طالب لوګری | غلام سرور طاهرکلاچوی |
ولي محمد طوفان | محمداحسان ظهير اپرېدی | عبدالعلي اخوندزاده کاکړ |
مولانا عبدالقادر | محمدګل عتيقي | عطاء الله عطاء |
عبدالله نورزی | امان الله عندليب | فضل احمد غازي |
مير رحمان غازي | ميا غلام صديق | عبدالله غمخور |
حسن خان سوز | غني خان غني | لعل محمد غريب |
غلام حضرت روغمن | غلام دستګير ړنګ | عبدالمالک فدا |
عبدالرزاق فراهي | غلام حضرت فقيد | جان محمد فنا |
قاضي عبدالصمد | قاضي عطاء الله خان | محمدرفيق قانع |
قلندر | عبدالرړف قتيل خوږياڼی | قدرت الله حداد |
سيدمحمود کارګر | محمدحسن کاکړ | اغامحمد کرزی |
برهان الدين کشککي | برکت الله کمين | سيداحمد ګلزار |
سليمان لايق | محمدګل للمه | داودشاه لېوال |
ماسټر عبدالکريم | محمدآغا متين | مجاوراحمد زيار |
شمس الدين مجروح | محمد موسی محتاج | عبدالکريم محب |
محمدابراهيم ثابت | محمدابراهيم عطايي | محمدايوب خان اڅکزی |
محمدرحيم الهام | محمدسلام بيدار | مولانا محمدشريف حبيبي |
محمدشريف شريف | محمدصديق رازقي نړيوال | محمدصفدر سالارزی |
محمدطاهر رحيمي | محمدطاهر بينا | محمدظاهر افق |
محمدعارف رهين | محمدعالم بڅرکی | محمدولي زلمی |
ولي محمد مخلص | عبدالروف مخلص | سيد مراد مين |
عبدالعلي مستغني | عبدالمنان ملګری | مېرمن مستوره |
محمدرسول مسلم | عبدالله مسيزی | محمداکبر معتمد شينواری |
عزيزالرحمن ممنون | عبداللطيف منت بار | محمدګل مومند |
محمديوسف مېړنی | جنت ګل نثاري | عبدالقدوس نجيب |
عبدالحميد نحيف | محمدجان نشتر | نصرالله نصر |
نظرمحمداڅک | نعيم جان | فاتح الملک ننګ يوسفزی |
محمدګلاب ننګرهاری | عبدالرحيم ننګيالی | محمدګل نوري |
محمدنسيم نوري | محمدانور نوميالی | عبدالخالق واسعي |
فضل محمد وکيل | محمديوسف ويران | محمدويس ويس |
عبدالرحيم هاتف | ظهورالله همدرد | غلام نبي هوتک |
سيد احسان الله هېر | عبدالباري آشنا | الهداد |
حفيظ الله امين | غلام سخي انتظار | انوارالدين انوار |
محمدنادر ايوبي | عبدالرازق پالوال | عبدالغفار بريالی |
محمدجان پکتا (پلار) | عبدالقدوس تند | عبدالقادر ټبر |
لطيف جلالي | جمعه ګل | رحيم جان جوهر |
پروانه حريق | عبدالمنان حيرت | عبدالاحد خالېز |
عبدالغفور خروټی | عبدالجليل خوښمن | حبيب الله رفيع |
عصمت الله روحاني | عبدالهادي ريشا | محمداسماعيل زاهل |
غلام محی الدين زرملوال | سميع الله ژوند | محمدحليم سليمي |
سهارګل سهار | محمدنبي شاکر | عبدالحکيم شيدا |
صوفي عبدالحميد | محمدحسين طالب کندهاری | شيرخان |
سيد عبدالقيوم عسکر | محمدظاهر قانت | محمدشفيق وجدان |
عبدالصمد ويسا |
*
*
د استاد بېنوا((اوسني ليکوال))دې له هره پلوه اوسني(update) شي!
د ځوان او هڅاند ليکوال روهيال او ورسره نورو ملګرو دا نوښتګرانه
هڅه ستايم چې د ارواښاد استاد بېنوا((اوسني ليکوال)) نوي چاپ ته چمتو کوي. زما پر
اند که دغه دوستان غواړي، يو خوا د هغه ستر استاد پښتني اروا خوشاله کړي او بلخواپه
پښتو ادبي تاريخ او تذکره ليکنه کې يو ګام هومره پر مخ ولاړشي او يوڅه
وسمهالې بڼه ورکړي، يوازې د اړوندو ليکوالو د څېرو(عکسو) پر نوي کولو بسيا پاتې نه
شي. د دې لپاره په کارده، د يوشمېر څانګوالو او مينه والو رايې، ليدټکي،يادښتونه،
لارښوونې يا وړانديزونه هم له ځان سره ملګري کاندې. په دې لړکې يې زه خپل دا په
لاندې ډول مخې ته ږدم:
1- د د غه درې ټوکيز اثر ړومبني دوه ټوکه پر1341ل. کال بې واټنه
پرله پسې له چاپه راووتل. وروستی داله سرکاري دندې د استاد له ګوښه کېدو سره مټې
شپږ کاله وروسته، هغه هم هغه مهال د چاپ کابو وموندله چې د اطلاعاتو او کولتور وزير
شو. له دې لامًله يې زياتره ځوان ليکوال شاعران پر مخ تللي ول او دايې هيله وه چې
نوې بېلګې يې پکې خپرې شوې وای. په دغه ډله کې زه هم راتلم، شعروشاعرۍ مې ښايسته
ډېره څومره ييزه او څرنګيزه وده موندلې وه، ليکنې څېړنې مې له لسګونو نه،سلګونو ته
رسېدلې وې او د دولس ژبو دوه سوه ټوکه ګړدودونه مې د هېواد له ګوټ ګوټه راټول کړي
او څېړلي ول. په دې دک و دليل د نورو غوندې زه هم دا رښته لرم چې په نوي چاپ کې مې
د زړو بېلګو، ژوند ليک او عکس سره نوي دا هم ورزيات شي. ان دابه هم څېړونکيو او
مينه والوته بې ګټې نه وي
چې پر ما باندې کلونه کلونه راوروسته د استاد بله ليکنه هم په واک
ورکړم.
2- د درېيم ټوک يو ويار(عيب) داهم وو چې يو ګڼ شمېر ليکوال د
مخنيو دوو د پاتشونو په توګه د لنډ نوم پرځای له لومړني نوم سره اوډل شوي. نو په
کارده، درېواړه ټوکه يوراز و اوډل شي يا رديف کړ شي!
3- توپيري چلند پکې له منځه ولاړ شي او هغه داچې که استاد څوک
((ليکوال)) بللي او څوک يې((ليکونکي)). هرګوره، د دويم توپيري چلند بدلول به يې پر
ځينو مينه والو ښه و نه لګي او هغه داچې د وخت د لوړ سياسي يا ټولنيز دريځ
والاليکوال يې څه ناڅه په خپل قلم راپېژندلي او له دې سره يې لږ تر لږه د تذکره
ليکنې دوديز هومره څېړندود پرکار اچولی او نور يې تر ما پورې دېته هڅولي يا اړېستي
چې خپل خپل ژوندليکونه او بېلګې تيار پر تياره ور وسپاري او پر يوه نيم يوه کرښه
نيمه په خپل قلم ورسرباري کاندې. دابه هم پرځای پرېږدو چې ځينو ليکوالو په يله جاري
توګه استاد ته د يو شمېر ليکوالو ژوندليکونه او پېيلې= ناپېيلې بېلګې وربرابرې کړې
او پر ډېرو يې سترګې پټې کړې او بيا څوک من و ښيي او څوک پاو!
اکسفورډ، 11-12-08
http://larawbar.net/detail.php?id=7580
د اوسني ليکوال نوی چاپ او د استاد زيار پر ځای يادوني
د ارواښاد استاد بېنوا (اوسني
ليکوال) نومی اثر د نن څخه تقريباً څلوېښت کاله مخکي چاپ او خپور سو،
ارواښاد بېنوا پخپل دغه اثر کي د لر و بر (۲۲٦) تنه پښتانه ليکوال معرفي کړي، چي د
دغسي يوه کار کول پخپل وخت کي د پښتو او پښتنوله پاره يوه پر ځای زياتونه وه.
نن چي د دغه کتاب د چاپ څخه
تقريباً څلوېښت کاله تېر سوي دي، خو د بيا چاپ له پاره يې په هيواد کي ټولو
اکاډميکو مرکزونو او شخصي فرهنګي ټولنو لستوڼي راپورته نه کړل، نو علامه رشاد
خپرندويي ټولني وغوښته چي د ارواښاد استاد بېنوا د اروا خوښۍ او ياد سوي اثر ته د
سخت ضرورت له مخي نوموړی اثر د زياتونو سره يو ځای چاپ او ټولني ته وړاندي کړي، د
دغه چاپ د تياري له پاره مو د پښتو د خواخوږو ليکوالو هر يوه ډاکټر عبدالرازق
پالوال، استاد محمدمعصوم هوتک، پوهاند ډاکټر مجاوراحمد زيار او نورو ښاغلو سره خبره
شريکه کړه، چي ټولو پخپل وار سره په مشورو نازولي يو او د نوي چاپ له پاره يې
مشورې، لارښووني او يادوني راسره شريکي کړي.
په دغو ښاغلو کي قدرمن استاد
پوهاند زيار صاحب د ځانګړي يادوني وړ دئ، چي په ليکلې بڼه يې خپلي پر ځای لارښووني،
وړانديزونه او يادوني راسره شريک کړل، د دوی لارښوونو زموږ لاره نوره هم هواره کړه
او د ارواښاد استاد بېنوا د اروا خوښۍ په موخه يې د هغوی د کتاب د دوباره چاپ له
پاره ډېري پر ځای يادوني او لارښووني راته وکړې، زه د استاد د دغه پر ځای لارښوونو
څخه مننه کوم او نورو لارښوونو ته يې انتظار کوم.
د استاد زيار صاحب د يادونو په
باب بايد د خپل محدود چاپېريال او نيمګړو امکاناتو څخه هم يادونه وکړم، دا مهال په
افغانستان کي د اوسېدلو او ژوند شرايط تر پښو لاندي دي، څه که لا څوک د خدمت په
موخه د يوه کتاب د چاپ او ترتيبولو په باب فکر کوي، نه خو په هيواد کي د چاپ له
پاره امکانات سته، نه داسي کتابتونونه چي موږ وکولای سو د هغو په مرسته خپل زاړه
چاپ سوي کتابونه د بشپړو زياتونو سره يو ځای ټولني ته وړاندي کړو، ځکه تېرو دېرشو
کلونو جګړو زموږ د هيواد هر څه لوټ او برباد کړل، موږ هم د دغه لوټ او برباد عصر
زېږنده يو، حتماً به مو کارونه نيمګړي وي او د راتلونکي له پاره يې يوه بشپړه هڅه
نه سو بللای، خو بيا هم د ښاغلي پوهاند زيار صاحب په ډول د نورو ټولو هغو ليکوالو
او پوهانو څخه غوښتنه کوو، چي د استاد په ډول مو پخپلو لارښوونو او يادونو ونازوي،
څو وکولای سو، د ارواښاد استاد بېنوا ياد سوی اثر د هره پلوه د يوه بشپړ اثر په
توګه ټولني ته وړاندي کړو، د دې تر څنګ د خپل هغه کار په باب هم بايد څو ټکي ياد
کړم، چي استاد زيار صاحب پخپلو يادونو کي اشاره ورته کړېده:
ترتيب:
ارواښاد استاد بېنوا چي کله د
اوسني ليکوال اثر ليکی، هغه مهال يې د لروبر پښتنو ليکوالو د سوانحو راټولولو له
پاره خپل کوښښ کړی دئ، چي په نتيجه کي يې وکولای سوای د اوسني ليکوال دوه ټوکه په
پرله پسې ډول چاپ او ټولني ته وړاندي کړي، خو دريم ټوک يې تر څه ځنډ وروسته په ۱۳۴٦
ش کال چاپ سو، د دغو ليکوالو ځيني داسي سوانح هم وې چي استاد ته ډېري ناوخته
رارسېدلي وې، ځکه يې نو د هغو ليکوالو د سوانحو بشپړولو له پاره خپل جوړ کړی ترتيب
چي ټول ليکوال به د تخلص په رديف معرفي کوي ګډوډ سو، نو د خپل ياد سوي ترتيب د
تعقيبولو له پاره يې د ځينو ليکوالو نومونه مردف کړل، چي دې کار هم نتيجه نه ده
ورکړې، څو استاد مجبور سوی دئ چي د دريم ټوک په پای کي د پايڅوړ په نوم يوه ضميمه
ور اضافه کړي، په هغه کي يې بيا د ليکوالو د تخلصونو ترتيب برابر کړی، موږ د دغه
نوي چاپ له پاره د ارواښاد استاد بېنوا ياد سوی اثر د ليکوالو د تخلصونو په ترتيب
برابر کړی او په دې کار سره مو د ښاغلي استاد زيار هغه يادونه چي په دې اړخ کي يې
کړې، پوره کړېده.
زياتوني :
د اوسني ليکوال پر لومړي چاپ څه
باندي څلوېښت کاله تېر سويدي، هغه مهال چي استاد موږ ته د لروبر پښتانه ليکوال را
پېژندل د ليکوالو اکثريت ژوندي وه او د استاد بېنوا سره يې ليکلې رابطه لرله، خو
اوس چي دا کتاب دوباره چاپېږي له بده مرغه زموږ د ليکوالو هغه اکثريت زموږ په منځ
کي نسته، او هغه چي تر دې مهاله د خدای په فضل ژوندي پاته دي د هغو په ژوند او
آثارو کي هم د پام وړ زياتوب راغلی دئ، د دغو يادونو له پاره د استاد بېنوا پر اثر
باندي زياتوونو ته هم ضرورت سته، چي بايد د هر مړه ليکوال د مړيني نېټه، چاپ اثار
او نوري لازمي يادوني ورسره مل سي.
موږ دا کار تر هغه ځايه چي زموږ
په وس او امکاناتو يې اړه لرله کړی دئ، او د هر ليکوال په باب مو په لمن ليکونو کي
يادي سوي زياتوني ور کړيدي، البته په دې برخه کي زما سره ډېرو نورو ملګرو هم خولې
تويي کړي دي، چي زه يې له همکارۍ او مرستي څخه مننه کوم.
کتاب په دوو ټوکو کي چاپول :
استاد زيار صاحب يوه ډېر پر ځای
ټکي ته اشاره کړېده، چي د استاد بېنوا دغه درې ټوکيزه اثر بايد په يوه يا دوو ټوکو
کي چاپ سي، چي هم د اقتصادي پلوه خپروونکي ته ارزانه تمام سي او هم د حجم له اړخه
را کم سي، موږ د استاد زيار صاحب د دغه پر ځای يادوني قدردانی کوو، او زيار باسو چي
دغه درې ټوکيزه اثر په دوو ټوکو کي د پښتو ادب درنو مينانو ته وړاندي کړو.
يادونه :
په پای کي د ټولو هغو ليکوالو،
پوهانو او خواخوږو څخه هيله کوم، چي د استاد زيار صاحب غوندي مو پخپلو وړانديزونو،
لارښوونو او يادونو سره ونازوي، چي د دوی د دغو يادونو، وړانديزونو او لارښوونو په
رڼا کي د ارواښاد استاد بېنوا ياد سوی اثر په بشپړ ډول ټولني ته وړاندي کړو، که
چيري د کوم خواخوږي سره د کوم ليکوال عکس ورسره وي هيله ده يوه کاپي يې راواستوي.
سلامونه ګرانه وروره دې نیک کار ته خو دې ملا تړلې ده کامیا بي درته غواړم خو هیله کوم چې دې هڅو ته دوام ورکړئ او دا نور اوسني لیکوالان په اینده کې چاپ کړئ
داوسني ليکوال دچاپ په بهانه
حبيب الله غمخور
د۲۰۰۹ م کال دجنوري ۴ مه
ښاغلي مطيع
الله روهيال صاحب !
په سلامونو اودرناوي مو پالم
دمهاجرت ستونزمن ژوند ماته دا مجال نه راکوي چي کله ناکله افغاني
ټولي ويب پاڼې له يوه سره ولولم اوددغو پاڼودليکوالوسره دزړه خواله وکړم .
که څه هم ناوخته دی ،خويوروسی متل دی چي وايي : (( تر هيڅکله
ناوخته هم ښه دی))غواړم ستاسو ددغه پر ځاي فرهنگي تکل اوزيارستاينه وکړم چي
دافغانانو په مالي مرسته مودپياوړي اومنلي ليکوال عبدالروف بينوادتاريخي اثر
((اوسني ليکوال ) دوباره چاپ ته ملاتړلې ده .
له نېکه مرغه پدې ورستيوکښي مي خبر تر لاسه کړ چي دافغانستان
دمشهوراووياړلي ليکوال عبدالروف بينوا دتاريخي او علمي ارزښتناک اثر (اوسني
ليکوال) دبيا چاپ دمالي لگښت په اړوند چي زموږ دهيوادپه علمي
اوتاريخي چاپي اثاروکښي ارزښتمند اوروند مقام لري دسويډن دمالموپه ښارکښي افغاناني
کلتوري ټولنې هم ستاسوسره پدې لارکې بې سارې مالي مرسته کړېده . زه ددې ټولنې
ددې ملي اوپر ځاي کړنې څخه دستاينې په وړاندي کولوسره غواړم تاسو ښاغلي ته
څرگند کړم چي : د۲۰۰۹ م کال دجنوري دمياشتي پر اوله ورځ په بينواپر ليکه پښتوويب
پاڼه کي ستاسو يو خپورسوی ليک مي همدا لهظه دجنوري پر څلرمه ولوست .
ستاسودخبر ليک په لوستلو ډير خوښ اووبالېدم ،له ځانه سره مي وويل
: شکرخدايه ! بياهم پدي کړېدلې سوځېدلې سيمه کي چي له آسمانه بهرنيان اوله مځکې نه
په اصطلاح د اسلام مدافعېن هره ورځ دښکلي کندهارلکه په بل هر ځاي اوسيمه کښي
زموږ شاگردان ،ښوونکی ،ځوان ژورناليستان اونور فرهنگيان دژوند له خدايي نعمت
څخه محروموي ،دادی بيا هم پدې ښکلې اوجنت نښان کندهار،د طلوع افغان
دادافغانستان دفرهنگونو،ادبونواوسياسي مکتبونوپه ځانگوکښي فرهنگپال ځوانان راټوکېږي
،دادی يوځل بياديوه نوميالي ليکوال چي متاسفانه هډوکي ئي په پردي وطن کي خاوري سول
اودټولوهغو دولتي چارواکو چي دامريکايي اونورو بهر نيو سياسي ملحوظاتو په خاطر
دافغانيت دروغجنه ډبره پر ټټر ټکوی هيرسوی دی ،دليکنو اوزيارونويادهمدا پياوړي
افغانان اوافغان زلمي تازه کوۍ .
وياړ په تاسو اوهغوچي ستاسو سره ئې پدې لارکي مالي اومادي مرستي
کړې اوپه معنوي ملاتړ ئي نازولي ياست .
ښاغلې روهيال صاحب !
ما داخبر پوره اوڅو ځله ولوست ،تاسو ليکلې چي : ((د ارواښاد استاد
بېنوا (اوسني ليکوال) نومی اثر د نن څخه تقريباً څلوېښت کاله مخکي چاپ
او خپور سو، ارواښاد بېنوا پخپل دغه اثر کي د لر و بر (۲۲٦) تنه پښتانه ليکوال
معرفي کړي، چي د دغسي يوه کار کول پخپل وخت کي د پښتو او پښتنوله پاره يوه پر ځای
زياتونه وه.
نن چي د دغه کتاب د چاپ څخه تقريباً څلوېښت
کاله تېر سوي دي، خو د بيا چاپ له پاره يې په هيواد کي ټولو اکاډميکو مرکزونو او
شخصي فرهنګي ټولنو لستوڼي راپورته نه کړل، نو علامه رشاد خپرندويي ټولني وغوښته چي
د ارواښاد استاد بېنوا د اروا خوښۍ او ياد سوي اثر ته د سخت ضرورت له مخي نوموړی
اثر د زياتونو سره يو ځای چاپ او ټولني ته وړاندي کړي، د دغه چاپ د تياري له
پاره مو د پښتو د خواخوږو ليکوالو هر يوه ډاکټر عبدالرازق پالوال، استاد محمدمعصوم
هوتک، پوهاند ډاکټر مجاوراحمد زيار اونورو ښاغلو سره خبره شريکه کړه،چي ټولو پخپل
وارسره په مشورونازولي يو اودنوي چاپ له پاره يې مشورې،لارښووني اويادوني راسره
شريکي کړي.))
زه مطبوعاتي سړۍ نه يم اونه مي ژورناليزم مسلک دي ،اوله
بلې خوانه پوهېږم چي تاسوته چاڅه ډول مشورې درکړي دي ؟ پدغو مشوروپوهېدل هم
دځان مسوليت او حق نه گڼم .ولي يوه ټکي ته غواړم په خپل نيمگړي نظر گوته ونيسم ،هغه
داچي : دعبدالروف بينواټولې ليکنې اوچاپي اثارو شتون همدا اوس يوه لويه تشه ده ،خو
زموږ دهيواد داطلاعاتو اوکلتور وزارت په نوروسياسي اوتنظمي کارو مصروف دی
،متاسفانه هلته زيات شمير چارواکي چي پخوائي دافغاني کلتور او ادب څخه ددفاع ډبرې
پر ټټر ټکولې او س په نورو کارونو اوکله کله په پيسو راټولو لو مقام تر لاسه کولو
مصروف دي ،له وزيرصاحب نه خو څوک هيڅکله گيله نه کوي .
زما اوزما پشان دبې شمېره بينوايانو اودبينواپشان دغيرتی
اوسپېڅلو پر وطن او ولس مينو ليکوالوټول هغه قلمی اوچاپي اثار چي ددوي لخوا اوددوي
په زيار ليکل سوی دافغان ولس فرهنگی اوملي تاريخي علمي او ادبي پانگه گڼل
کېږي .اودازموږ لپاره لاس نه وهونکې ملياو وياړلې سرمايه ده .زه او زما دوستانو
ستاسو ځوان گمارل سوی دغه څو ټکې يوڅه نا ارامه کړو چي ليکلې مودي :(( نن چي د دغه کتاب د چاپ څخه تقريباً څلوېښت کاله تېر سوي دي، خو د
بيا چاپ له پاره يې په هيواد کي ټولو اکاډميکو مرکزونو او شخصي فرهنګي ټولنو لستوڼي
راپورته نه کړل، نو علامه رشاد خپرندويي ټولني وغوښته چي د ارواښاد استاد بېنوا د
اروا خوښۍ او ياد سوي اثر ته د سخت ضرورت له مخي نوموړی اثر د زياتونو سره يو ځای
چاپ او ټولني ته وړاندي کړي. ))
زه پدي باوريم چي موږ افغانان په رښتيا سره دبينوادغه علمي
اوتاريخي سند(اوسنی ليکوال ) تشه احساسوو . خوپدغه اثرکي دهرچالخواهر ډول داسي
زياتونه چي هلته دليکوالو شمير زيات کړي ، اوديادسووليکوالو نور ي ليکنې ورباندي
زياتي شي ،ددې تاريخي اثر په تاريخي ارزشت کي لاس وهنه بولو.
تر کومه ځايه چي ماته معلومات شته په مالمو کي افغاني کلتوري
ټولنې هم ددغه تاريخي اثر ددوباره چاپ ابتکار پلاس کي واخيست اونږدې ۲۰۰۰ ډالره
مالي مرسته ئې ددې کتاب ددوباره چاپ له پاره تاسوته در ولېرل ، چي ددوي دغه نيک
اوپر ځاي عمل به دهیوادپه تاريخ کي تل پاتي کار وي . زه فکر کوم ددوي موخه هم
داده چي دارواښاد بينوا په زيار ليکل سوی اوچاپ سوی کتاب په هغه بڼه
چاپ سي کوم چي دبينواپه نامه ئي ملي اونړيوال شهرت موندلی .که څوک غواړي داوسني
ليکوالوپه نامه ددغه تاريخي اثر په پاڼوکي دنورو کسانو چي په يقين سره به علمي او
ادبی شخصيتونه وي نومونه اوليکنې ورزياتي کړي ،په هغه صورت کي به په يقي سره
ددغه اثر تاريخي ارزښت راکم شي .داپدې معنا ده لکه چي څه موده پخوا پاکستانيانوپه
طالبانو باندي دبوداتاريخي مجسمې له منځ يووړې ،خو اوس ځيني کسان وايي موږ
هغه دوباره په هغه شکل ابادولکه چي وې ،تاسو فکر وکړی ! هر څومره چه ښکلې او پخوانۍ
بڼې ته ورته په زيات مهارت دامجسمې دوباره جوړي سي ،بياهم نوي مجسمې دي اوهغه
پخوانۍ تاريخي ارزښت نلري . داپدې معنا چي نوې لاس وهنه پکښي وشوه .
پدې خاطر غواړم څرگنده کړم چي بېله اړينو لاس وهنوهغه هم چي دکتاب
په شکل اومحتواکي هيڅ ډول تغير رانشي ددې کتاب دوباره چاپ اړين او ملي خدمت
بولم .اوکه تاسو اويابل هر څوک غواړي پدې کتاب کي دليکوالودشمير اويانورو
مسايلو دزياتېدوپه نامه لاس وهنه وکړی ،دابه نه يوازي داچي له بينوا سره لويه جفاوي
،دکتاب تاريخي ارزشت ته به هم په لوي لاس سترزيان وروسوی . دمرحوم غبار
اويوشمېر نوروتاريخ پوهانواوعالمانوپه تاريخياو علمي ،ادبی اثاروکي دتکمل په
نامه دلاس وهنوپايلې موږ ټولوته څرگندي دي .
زه ديوه افغان اودبينوادمينوال په توگه ستاسو لاندي لاس وهنې هغه
هم په ډير احتياط سره دقبول وړ بولم ،بله هر ډول اوپه هره بڼه اونامه لاس وهنه
دتاريخ اوبينواسره جفابولم ،بل نوم به همدا اوس نه ورکوم .
ترتيب:
ارواښاد استاد بېنوا چي کله د
اوسني ليکوال اثر ليکی، هغه مهال يې د لروبر پښتنو ليکوالو د سوانحو راټولولو له
پاره خپل کوښښ کړی دئ، چي په نتيجه کي يې وکولای سوای د اوسني ليکوال دوه ټوکه په
پرله پسې ډول چاپ او ټولني ته وړاندي کړي، خو دريم ټوک يې تر څه ځنډ وروسته په ۱۳۴٦
ش کال چاپ سو، د دغو ليکوالو ځيني داسي سوانح هم وې چي استاد ته ډېري ناوخته
رارسېدلي وې، ځکه يې نو د هغو ليکوالو د سوانحو بشپړولو له پاره خپل جوړ کړی ترتيب
چي ټول ليکوال به د تخلص په رديف معرفي کوي ګډوډ سو، نو د خپل ياد سوي ترتيب د
تعقيبولو له پاره يې د ځينو ليکوالو نومونه مردف کړل، چي دې کار هم نتيجه نه ده
ورکړې، څو استاد مجبور سوی دئ چي د دريم ټوک په پای کي د پايڅوړ په نوم يوه ضميمه
ور اضافه کړي، په هغه کي يې بيا د ليکوالو د تخلصونو ترتيب برابر کړی، موږ د دغه
نوي چاپ له پاره د ارواښاد استاد بېنوا ياد سوی اثر د ليکوالو د تخلصونو په ترتيب
برابر کړی او په دې کار سره مو د ښاغلي استاد زيار هغه يادونه چي په دې اړخ کي يې
کړې، پوره کړېده.
زياتوني :
د اوسني ليکوال پر لومړي چاپ
څه باندي څلوېښت کاله تېر سويدي، هغه مهال چي استاد موږ ته د لروبر پښتانه ليکوال
را پېژندل د ليکوالو اکثريت ژوندي وه او د استاد بېنوا سره يې ليکلې رابطه لرله، خو
اوس چي دا کتاب دوباره چاپېږي له بده مرغه زموږ د ليکوالو هغه اکثريت زموږ په منځ
کي نسته، او هغه چي تر دې مهاله د خدای په فضل ژوندي پاته دي د هغو په ژوند او
آثارو کي هم د پام وړ زياتوب راغلی دئ، د دغو يادونو له پاره د استاد بېنوا پر اثر
باندي زياتوونو ته هم ضرورت سته، چي بايد د هر مړه ليکوال د مړيني نېټه، چاپ اثار
او نوري لازمي يادوني ورسره مل سي.
موږ دا کار تر هغه ځايه چي زموږ په وس او امکاناتو يې اړه لرله
کړی دئ، او د هر ليکوال په باب مو په لمن ليکونو کي يادي سوي زياتوني ور کړيدي،
البته په دې برخه کي زما سره ډېرو نورو ملګرو هم خولې تويي کړي دي، چي زه يې له
همکارۍ او مرستي څخه مننه کوم .
هيله مي داده چي دغه دلراوبر اصطلاح دبينواپه نامه استعمال
نسي ،ځکه هغه خپل اثر داوسني ليکوال په نامه ليکلی،هلته بل هيڅ مختاژی او
وروست تاړی نسته . زما هدف هم همدادی هغه ليکوال چي ښاغلي بينوا په خپل دغه
اثرکي دهغه نه يادونه کړېده ،کېداي سي يوازي ئې په بيوگرافی کي ډيره کمه لاس وهنه
وسي هغه هم ددغې مطلب په يادولوسره چي دا لاس وهنه په دوهم ځل چاپ کي ددگو
اړتياو له مخې دغه ياهغه شخص کړېده .
زه دامنم چي اوس به تر بينوا ښه ليکوال وي اوښه ليکنې به کولاي سي
،داځکه چي دايوتاريخي اوفلسفي اصل دی ،خوداهم راسره ومنۍ چي هر تاريخي اثر لکه څنگه
چي دی په هغه شکل خپل تاريخي ارزښت لري ، په هغه کي هر ډول اوپه هرنامه لاس وهنه
دغه تاريخي ارزښت ته بي اندازې زيات زيان اوضرر رسوی .
داچي په څوټوکوکښي تاسو دا کتاب چاپوی داپه تاسو اوستاسو په مالي
امکاناتو پوري اړه لري ،خويوه ټکی ته بايد جدي پاملرنه وسي که يوکتاب تر پنځه
سوه مخه زيات چاپ سي ډير ژر له منځه ځي اوداستعمال قابليت ئې راکمېږي . ځکه
داستعمال په وخت کي دزياتو پاڼو لرونکي کتاب هرو مرو سره جلاکېږي .
پدې خاطر ښه به داوي چي داکتاب په کمو مخونواودريو ټوکونوکي چاپ
سي .ترکومه ځايه چي ماپوښتنه کړې دچاپ موسسې دپانوپر شمير پيسې اخلې نه دټوکونوپر
شمېر ،هدف مي دټوکونودشميرنه دادی چي که دا کتاب په يوه جلد کي دبېلگې په توگه په
زرو مخونوکي حاپ سي اوياکه همدا رزپاڼې پر دريو جلدونو ووېشل سي ،خوکه کوم تفاوت
ولري هغه هم بايد دير کم وي . له بلې خواکه داکتاب په کوزه پښتونخواکي چاپ سي تر دې
چي دکندهارپه دولتی مطبوعه کي چاپ سي ارزانه تمامېږي .همدا لهظه چي دادارزانه کليمه
ليکم که راباندي په قهر نسي چي غمخور له هري خبري نه سياسي مسله جوړوي پر بدن مي
ورېښتان جگ ،جگ ودرېدل .
تاسو گوری!!! چي موږڅومره بيگانه دولت لرو ؟ اوڅومره بېگانه
داطلاعاتو اوکلتور وزارت ،اوياکه خفه نشی بېگانه ولسمشر چي دبينواغوندي يوه
وياړلي ليکوال دداسي تاريخي اثرلکه ((اوسنی ليکوال )) ددوباره چاپ لپاره په بهرکي
يوه فرهنگی ټولنه په څومره زيار اوزحمت پيسې راټولوي اودغه دولتي
چارواکي بياله کالو سره زموږ اوټولو افغانانو په ستر گو راننوز او وايي موږ دملت
خدمتگاريو.
ماته دامعلومه ده چي ددولت په پيسوډير اوبې ارزشته کتابونه چاپېږي
اوکتابخانې پرې ډکېږي ، خوهغه اثار چي زموږ ولس اوزموږ ځوان نسل ورته دخوړواو اوبو
په شکل اړتيالري بايد موږ په خپل وطن اوگوياپه خپل دولت کي په خپلو شخصی پيسو چاپ
کړو.
دادشرم پېټۍ دي دهغوپر اوږودابد لپاره پروت وي چي دتنظمي اوسياسي
گټوپه خاطر بيگانه پرسته اوخپل وژونکي دي ،پدې اميد چي يوه ورځ افغان ولس دخپل
هيواد کالخواي اوسي .ومن الله التوفيق