افغانستان پر پنځه زره کلن تاريخ سربېره اصل فرهنګ او د يوې منل شوې ترمينالوژي لرونکى هيواد دى چې د تاريخ په اوږدو کې د هر ډول اخ و ډب په ترڅ کې يې خپل فرهنګ او ملي ترمينالوژي په خپله اصلي بڼه ساتلې ده، خو له بده مرغه د تېرو درې لسيزو په درشل کې د سيمې ځينو مغرضو او د دښمنو هيوادونو له وخت نه په ګټې اخيستو سره د هيواد هرې شتمنۍ ته زيان ورساؤ او هر چا د خپلو ګټو لپاره لاس پوڅي کسان وروزل چې له دې ډلې څخه يې يو سخت غليم ايران ؤ چې د هفۀ د جعلي فرهنګ په نورو پلي کوونکي اخوندان اوس هم لاس په کار دي چې د جهاد په دوران کې يې هم د افغانانو د نفاق او د افغاني فرهنګ او ملي يووالي د له منځه وړلو لړۍ روانه ساتلې وه او اوس هم په ډاګه د افغاني ملي ترمينالوژي پر ځاى په افغانستان کې خپله ايراني ترمينالوژي د خپلو ګوډاګيانو په لاس پلي کوي او په دې سېه غواړي چې لا نور هم د افغان ولس ملي يوالي ته زيان ورسوي.
ايراني اخوندان چې دلته له ځواکمنو جنګسالارانو او جنايتکارانو ملګرو څخه يې په وزارتونو او ملي شورا کې شتون لري په پوره ډول برخمن دي او هر وخت د افغانستان د ملي فرهنګ او ترمينالوژي د بدلون هڅې کوي چې ځينو بېلګو ته يې ساسې پام رااړوم: يو کال وړاندې چې د اطلاعات او کلتور وزير ولسي جرګې ته په دې جرم چې ولې يې “نګارستان ملي” په “ملي ګالري” اړولى و، د پوښتنو ګروېږنو لپاره وغوښتل شو. په اصل کې “ملي ګالري” د ډېرې مودې راهيسي استعمالېده چې ايراني مزدور مخدوم رهين په “نګارستان ملي” اړولى ؤ.
بله دا چې څو ځلې د عسکري، پوځي او نورو علمي رتبو لکه: پوهيالى، پوهنيار، پوهنمل، پوهندوى، پوهنوال، پوهاند، سمون مل، مل پاسوال، څارندوى او داسې نورو نومونو سره مخالفت او د هغو د بدلون او له مينځه وړلو هڅې يې کولې او لا داسې ناپوهه او جاهله کسان هم شته چې لا د ايران د هغې دعوا ننګه کوي چې افغان سيد جمال الدين ايرانى ګڼي او وايي چې په افغانستان کې سيدان له کومه شول. داسې نورې په ځلو ځلو شوي دي.د باميان، بلخ او بغلان پوهنتونونو لوحې پر “دانشګاه واړول شوې” او دا دى اوس يې لمن تر کابل راورسېده.
پدامي او زريابي محصلين هڅه کوي چې د خپلو ايراني بادارانو په امر د کابل پوهنتون لوحه هم بدله کړي.
که چېرې داسې خپل سري او پردي لاسي کارونه دوام ولري نو هفه ورځ ليرې نه ده چې نو د نويمې لسيزي د د اينچه ايزو ميخونو فرهنګ به يو ځل بيا را ژوندى شي او بيا به هيواد د بې سياستۍ سره مخ شي.
په پاى کې د هيواد له ليکوالو او درنو شخصيتونو څخه هيله کوم چې د خپل افغاني فرهنګ، ترمينالوژي او تاريخ په کلکه ساتنه او د ايراني اخوندانو د کلتوري يرغل مخنيوى وکړي.
د کرزی ځنګ ته که دا خاین هیوادمل همداسی ژوندی باتی شی نو داسی یی بوله چی تر دی په مو حال بد شی راځی له چابلوسی لاس واخلی د هیوادمل بر وړاندی مبارزه بیل کړی هر ځه دده په ورکیدو سمیږی
زه د اتل ورور د دریځ پلوی کوم زه دوه زره کسان لرم او تش به نامه رهبری یی نه کړم که د کرزی له څنګه د هیوادمل په ځیر بښتون دشمنه او افغان دښمنه خاینان ورک نه شی بیا موږ د کرزی له بیا ټاکل کیدو تیر او بل چاته رایه ورکوو
دا د دانشګاه اولادونه خو به هغه وخت د دانشګاه لوحه بندوی چی زموږ خوله د تورو خاورو ډکه وی که دا کار وشو نو زه له هر څه تیر یم او د بندولو بر مهال یی له لیلیی را وڅم او ځانمرګی برید په وکړم به ډیری آسانی دایران غلامان د خبر وی
ګرانه وروره احمدي د مېخونه دوره خو یوه دسروزرو دوره وه. مېخ والاوو مېخونه په شا ګرځول او دخلکو په سرونو یې پر لاسونو ټک وهل. خو اوس د ښاغلي سکېپګوټ پښتانه کرزي ترسیوري لاندې په سفارتونو او وزارتونو کې له امریکایانو او اروپایانوسره د افغانانو په نوم ناست دي او ورته وايي دا پښتانه ځناور دي ښوونځي سوځوي، د نجونو پرمخ تېزابونه شیندي، سره له دې چې تېزابونه هم دوی شیندي، او هغوی بیا په ټنونو بمونه او په مترونو اوږده را کېټونه پر هم هغو خلکو توغوي چې دوی یې په سرونو کې مېخونه ټک وهل. د انچ اندازه یې له ما څخه هېره ده ؛ زه به په لیکنه کې ورته ځای پرېږدم هغه تاسو ور زیاته کړﺉ. ( )خو ګوره ګرانه خپلو پښتنو ته ووایه چې دښوونځیو پالنه وکړي؛خپل کوچنیان -نجونې او هلکان ښوونځیو ته واستوي؛ په دې توګه به له یوې خوا هغوی دژوند لارې چارې او کاراوبار زده ، او له بلې خوا به داړه مارانو ته دا بانه پاتې نشي چې مونږ په بهرنیانو و ځپي.
او په پای کې دا هم ورته ووایه چې که مونږ هم لکه نور خلک انجینران وای، ټيکنالوژي او د بي دو پنځوس په شان جنګي وسیلې مو لرلای نو باور لرم چې لومړی خو به جا مونږ ته چپ نه وای کتلي ،او که یې کتلي هم وای نو خوله به یې په خاورو تللې وای. او بیا مو کولای شو چې د خپلوارزښتونو او ژبې ساتنه وکړو.تاسې که د سپنتا خبرې واورﺉ چې د له ایرانیانو څخه څه ډول مننې کوي بیا خپله پوهېږﺉ.
په دې هیله چې پښتانه په دې پوه شي چې دوۍ سره ورونه دي، او ورور ورور نه وژنې.
دانشګاه مو مبارکه ای ګرانو افغانانو !
دایران قدرتمندانو تل کوشش کړی تر څو زمونږ « وطن ، ژبه ، کلتور ، فرهنګ او حتی مذهبی امور » د هغوی تاثیر او اداره ئی لاندی اوسی ؛ او د دی هدف لپاره په مختلفو چالو او نیرنګو باندی اقدام کړی او کوی . بنآ « قومی ، لسانی و مذهبی » اختلافات چه د ایران د هیواد نه پلان کیږی ، داسی آفتونه دی که عاقلآ او په موقع کی د ټولو افغانانو له خوا خنثی نشی ، د افغانستان او دهغه د خلکو او ملیتو په نفع ندی او بل افت ته به زمینه برابره کړی ، داسی تغیرات بنیادی نه ؛ بلکه شیطانی دی . دا د تمامو افغانانو ( ټول ملیتونه ) دین دی چی وطن د داسی لسانی ، قومی و …… آفت نه نجات ورکړی . په درناوی زړګی د کابل پو هنتون محصل
موږ ته دا په ډاګه ده چې زموږ ستر او روښانه دښمن ايران او ايرانيان دي او هغوي غواړي چې افغاني او پښتون دود او دستور چې زموږ له نيکونو او پلرونو څخه ميراث پاتي دي بدلون ورکړي او پرځاى يې خپل فرهنګستان چې اوس مهال د افغانستان دري ژبي يا فارسيوانان يې تر خپل اغيزي لاندې راوستي دي وټپي. موږ وايو چې د خپل حکومت څخه ملاتړ کوو نو ملاتړ داده چې خپل کلتور او فرهنګ وساتو او هېڅکله دښمن ته دا چانس يا فرصت ورنکړو چې زموږ په دوديزه فرهنګ کې لاس وهنه ووښي. موږ بايد د حکومت څخه داشان ملاتړ وکړو چې هغوي وهڅوو چې خپل فرهنګ وساتو او د پرديو لاسو وښنه له منځه يوسو او پرې نږدو چې زموږ فرهنګ په فارس بهيره کې ډوپ کړي. موږ ته پکار دى چې ملي خاينان او بهرني دښمنان پرې نه ږدو چې زموږ په ملي فرهنګ او دوديز باندې لاسه وښنه وکړي او خپل نوي فرهنګستان وتپي. دې ته جهاد نه وايي چې ځانمرګي بريدونه وکړي او خپل بى ګناه هېوادول ووژني، ټپيان کړي او د هغوي زامن بى مور او بى پلار کړي او يا د هغوي ماشومان يا زامن ورڅخه واخلي چې په ډېر ګرانښت سره هغوي يې لويان کړي او ورسره زيار او هڅې کړي دي او د افغانستان د ودانولو لپاره يې ورته ښوونه او ورزنه ورزده کړي دي، جهاد دادى چې نور خلک پرې نه ږدو چې زموږ په ملي دود او دستور او فرهنګ باندې لاسوښنه وکړي او د پوهنتون پر ځاى دانشګاه وليکي. که چېرې ځانته افغان او پښتون وايي نو دوي د هغو کسانو مخه ونيسي چې د پرديو پرلاس د هغوي د فرهنګ څخه ملاتړ کوي او د خپل فرهنګ او کلتور پر ځاى د هغوي فرهنګستان غواړي. کرزيه چې ته ځان ته پښتون وايي او د افغانستان بچى وايي نو ولي د د بلخ په پوهنتون کې د لومړى دانشګاه لوحه وداروه او د پوهنتون نوم دې چې په پښتو ژبه ليکل شوى په آخر کې دې ځاى ورکړ. بايد په دې هکله پرېکړه وکړى او دښمنان پرېنږدي چې د پوهنتون پرځاى دى دانشګاه نوم کېږدي.
موږ بايد سره يوشو او د خپل د ژبى او اسلام څخه ملاتړ وکړو او د پرديو فرهنګ پر ځان ونه تپو. تاجک هم ځان د افغانستان بولي او ځانونو ته افغانان ناري وهي. که چېرې دوي خپل ځان افغان بولي نو د افغانستان ننګه دي وکړي او د دانشګاه د ليکلو مخه دي ونيسي. خو زه دا وايم چې دوي هم د هغوي غلامان دي او غواړي چې خپل ځان ايرانيان معرفي کړي نه افغان. دوي دا موخه لري چې زموږ دود او دستور له منځه ولاړ شي او ايراني فرهنګ دي د هغه ځآى ونيسي. په پاى کې د ټولو افغانانو څخه غواړم چې د خپل هېواد، دين، فرهنګ او دود څخه ملاتړ وکړي او د پردى فرهنګ پرځان و نه تپئ.
این نتیجه بی کفایتی دولتمردان ماست اگر امروز اصطلاح دانشگاه را بر روی لوحه های رسمی "پوهنتون "جایگزین نمودند فردا هزاران اصطلاح بیگانه دیگر را بکار میگیرند .
من مطمین هستم که باز هم ریس جمهور کرزی صاحب بنا بر مصلحتهای ویرانگر با بکار بردن اصطلاحات بیگانه موافقت کردند . افسوس و هزاران افسوس که در حال حاضر فرزندان راستین این مملکت در مبارزه و جهاد بر علیه اشغالگران متجاوز مصروف هستند و گرنه حق چنین جسارتی را به مزدوران اجانب نمیدادند ولی خیر است افتاب همیشه در پشت ابر پنهان نمی ماند و روز جوابگویی و جزای این بیگانه پرستان خاین نزدیک است .
((په خواشینی سره باید ووایم چی زما کیبورد په فارسی دی))
دوست محمد محبوب
manana
*