کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتنو بېړۍ ډوبيږي !

پښتنو بېړۍ ډوبيږي !

دا دئ د ايراني پالو ايرانۍ لوحې تر کابل پوهنتونه راورسېدې. د چا په امر او د چا په ملاتړ؟ قانون به څوک تطبيقوي، دولت که محصلين؟

      د باميان، بغلان او بلخ د پوهنتونونو لوحې پر “دانشګاه” بدلول هغه څه وو چي ايراني، پدرامي، زريابي او هر يابي پالو پرې د پښتنو شخصيتونو جرات، غيرت او له خپل کلتور څخه ملاتړ وازمايۀ. په دغو ولايتونو کي د بلخ هغه يې د يوې ډرامې په ترڅ کي ولګول سوه، پښتنو محصلينو په دې خاطر د اعتراض ناره وکړه چي دا د اساسي قانون له شپاړسمې مادې څخه چي وايي “په هيواد کي موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل کيږي” څرګند تېرى دئ. “موجود” ملي، علمي او اداري مصطلحات همدا کلمې دي چي په هيواد کي د امير شېر علي خان له وخته راهيسې موجودې دي چي د هيواد ټولو وګړو تر ننه کارولي او ليکلي دي.

د “پوهنتون” کلمه يو له دغو مصطلحاتو څخه ده چي تر مختلفو عمليو لاندې يې د تجزيه کېدو او بيا ورکېدو هڅه روانه ده، که دا ملي ټرمينالوژي نۀ وي نو څۀ ډول شيان ملي ټرمينالوژي ګڼلاى سو؟


د چا په ملاتړ

      ځيني، د لاس د ګوتو په شمېر وکيلان او دوى غولولي مؤکلان (محصلين او چارواکي) دا هڅه کوي چي د افغانستان پر ځورېدلي ولس د ايراني اخوندانو ملي فرهنګ او ترمينالوژي وتپي. د افغانستان د ملي ترمينالوژي ډېرى الفاظ او کلمې په پښتو ژبه دي. ايرانيان چي د خپلې زړې امپراطورۍ خوبونه ويني پښتانۀ نه شي زغملى، ځکه د پښتنو تاريخ ته په کتو په خپل ځان کي د دوى د هضم توان نۀ ويني. د پښتنو تاريخ ته په کتو پر دې سم پوهيږي چي د پښتنو ماتول په زور او نورو لارو سره تر امکان، هومره وتلې ده څومره چې دوى د مذهب په جامه کې له مذهبه.

      دغه وکيلان چي د شرم ټولې پردې يې شکولي دي په ډېره بې شرمۍ سره ايراني فرهنګ او اصطلاحات تر هيواده راوړي او بيا يې د ځينو ناپوهو او پر فرهنګي فقر اخته محصلينو او يا نورو وګړو له لارې تطبيقوي او دوى يې تر شا قانوني ملاتړ کوي.


قانون به څوک تطبيقوي، دولت که محصلين؟

      د ٢٠٠٨-١١-١٦ د يکشنبې پر ورځ په خپل وار سره ځينو ايراني پالو هڅه وکړه چي د کابل پوهنتون لوحه هم د ايراني فرهنګي بريد په ترڅ کې په “دانشګاه” واړوي، چي دا له اساسي قانون څخه څرګند سرغړاوى او ډغره وهل دي. له دغې هڅې وروسته ځينو پر خپل افغاني فرهنګ مينو محصلينو د ملي وحدت د ژغورنې په خاطر دغه لوحه د پوليسو په موجودګۍ کي راوغورځوله. دغو پردي پالو محصلينو د هيواد د ژغورونکي قوم (پښتون) پر ضد د “مرګ” چيغې ووهلې، ځکه چي دوى پر دې پوهېدل چي د دې هيواد له خاورې، عنعناتو او کلتور څخه که څوک ملاتړ کوي، نو هغه به همدا پښتون قوم وي او بيا وروسته نور.

      دغو محصلينو تر دوو ورځو دا هڅه وکړه چي دا لوحه بنده کړي او د ايران ورکړى سوې پيسې ځان ته حلالې کړي، خو همدغه دواړه ورځي په ډېر شمېر کي محصلين د دغو کابو پنځوس او يا سل تنو محصلينو په خلاف ودرېدل، چي که چېري دولت د دغې لوحې د بندولو مخه و نه نيسي او د اساسي قانون پر سرغړاوي سترګي، لکه هر ځل يې چي پټوي، پتې کړي، نو دوى به د ملي وحدت د ساتنې او د اساسي قانون د تطبيق لپاره وردانګي.

      يوۀ پوليس وويل “که چيرې د دغو لوحه بدلوونکو محصلينو پر ضد دغه بله ډله محصلين نه واى راغلي نو موږ به هيڅکله دلته نه واى راغلي، او اوس هم د دې لپاره راغلي يو چي د دواړو ډلو تر منځ د جنجال مخه ونيسو، موږ ته امر نه دئ شوى چي د چا لوحې کښته او د چا پورته کړو”.

      دا وينا ددې لپاره ثبوت کېداى نه شي چي ګويا پوليس يا دولت نۀ غواړي چي قانون پلى سي بلکه په عمل کي هم همداسې وه. لا چې نور محصلين د دوى پر ضد نۀ وو راوتلي، پوليسو نيژدې د نوې لوحې د لګولو اجازه ورکړې وه خو د پردي فرهنګ ضد محصلينو راټولېدلو د دوى پر دغې اراده خاورې ور واړولې. که چيرې دغه ډله محصلين نۀ واى راټول سوي نو ليرې نه وه چي کابل پوهنتون هم د هغو نورو ولايتونو د پوهنتونونو په څېر د ايراني “دانشګاه” په کلمې ياده سوې واى.

      دولت چي خپله وروستۍ ساه اخلي دومره کمزورى سوى چي په دريو ولايتونو کي چي اساسي قانون په قانوني ډول نقص سو دولت ورته په رډو رډو کتل. هرات د ايران مستعمره سوې، چي ايراني قونسل يې ټولي فرهنګي چارې تنظيموي، آن چي د اطلاعات او کلتور وزارت چارواکو ته د پښتو د نه ويلو سپارښتنه کوي. د کابل حکومت چي پر ارګ حکومت کوي د اساسي قانون له ټولو سرغړاويو يا خو بېخبره او يا هم په سرغړاوي کي شريک او دخيل دئ. خو کله چي د دولت دا حال وي نو قانون به آخر څوک پلى کوي ، محصلين خو به يې په پوهنتونونو کي پلى کړي خو له پوهنتونونو د باندې به يې څوک پلى کوي، آيا هلته به هم محصلين پسې ورځي.


دولت دې پر درانۀ خوب ويدۀ وي!

      راځئ د دې لپاره چي خپل افغاني فرهنګ مو ساتلى وي او د خپلو ټولو ارزښتونو ساتنه مو کړي وي ټول پوهان، محصلين، ليکوالان، شاعران او د ټولني ټول روڼ اندي خپل کار تر ډېره، دې ته متوجه کړو چي د خپل اصيل فرهنګ د ژغورني او ساتني باعث وګرځي او هيچا ته دا موقع ورنکړو چي پر ارزښتونو مو لوبي وکړي او د راتلونکو نسلونو د نفرت او ناورين وړ وګرځو. نور نو د خپلو نيکونو په څېر چي د مصلحتونو پر اساس يې واک چلولى او موږ يې پر دې برخليک اړولي يو چي هر څوک مو په هر ډول چي يې وس رسيږي د لاندې کولو هڅه کوي.

تبصره نسته

  1. پسرلى صيب احساس مو د ستاينې وړ دى، خو اندېښنه مو ځكه معقوله نه ده چې په مصطلحاتو څوك هم نه خپلېږي او نه هم پردى كيږي، كه خبره په مصطلحاتو وي بلوچ او پشه يان خو موږ سره په مصطلحاتو كې شريك هم نه دي خو بيا هم له دغه سره زياته خواخوږي لري. پښتنو ته په كار ده چې له ټولنيز دومينانتيزم څخه د ټولنيز تړون د ديترمينيزم اصولو ته را ښكته شي، ځكه اوس پښتانه په ښه موقف كې نه دي، ټول سره وېشل شوي او پياوړى د سياسي او ټولنيز ډېنامېزم مركز نه لري.
    تاسې څه فكر كوئ په هغه قوم كې چې د نجونو تعليم په كې، فحشا، فساد او نصرانيت تعبير شي كولى شي نور داسې قومونه پر ځان راټول كړي چې هلته تعليم د الله ج وجوب،رڼايي او د فضيلت وسيله وګڼل شي.
    پښتانه خپل نه شي خپلولى نو په مصطلحاتو سره نور به څنګه په ځان او يا هيواد پورې وتړي. نن له پښتو او پښتنو څخه طالبان او اسلامي ګوند اخوانيان لرې تللي او د پنجاب په چرګيو يې پلتۍ وهلي او د هغوى په اشاره د خپلو پښتنو خويندو په مخونو يې تيزاب شيندي، هغوى له ښوونځيو منعه كوي، پښتانه ډاكتران او انجنيران وژني، ښوونكي او زده كوونكي وژني، ښوونځي، سړكونه او پلونه په بمونو الوزوي. پښتنو ته له تاجكو، هزاره و او نورو له خپلولو څخه دا لومړيټوب چې هغه خپل تللي او پردي شوي خپل كړي.
    بل پلو پښتنو ته د ملي مصطلحاتو له ننګې څخه دا مهم دي چې خپلو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده كړې زمينه برابره شي كوم څه چې له دوى څخه خپله مورنۍ ژبه او د دوى استعدادونه او سوكالي اخلي. پسرلى كله هم دغه ټكي ته متوجه شي چې پښتنو ته د ملي مصطلحاتو ارزښت ډېر دى كه په مورنۍ ژبه د زده كړو د برابرېدو؟
    كله چې له پښتنو څخه په مورنۍ ژبه د زده كړې حق واخيستل شو، نو بويه چې ژبه او هويت ورڅخه واخيستل شول او د يو بې ژبي او بې هويته قوم له پاره به بياستونزمنه وي چې په ملي ډكشنرۍ كې دې بيا د خپلو مصطلحاتو ساتنه وكړاى شي.
    ملي مصطلحات له پخوا راهيسې يوه سياسي ډرامه وه، رښتينولي نه لري او فرصت طلبه سياسي كړۍ ترې د خپلو موخو د ترلاسه كولو له پاره كار اخلي.
    هر پښتون وزير په شخصي مجلسونو كې پښتو_پښتو ډېره كوي، د احدي صيب ګوند(افغان ملت) خو په پښتون او پښتو محورۍ باندې د ملت په جوړولو باوري دى، خو دوى ټول پښتو يوازې د څوكۍ تر ګوتو كولو پورې غواړي.
    د اتمرصيب د پښتونولۍ او د پښتون پالنې د خويونو په ستايلو خو د ځينو پښتنو خولې تر وښكيو غټې شوې، خو هماغه جناب ته د پښتنو ماشومانو او لويانو عريضې د وزارت تر وروستيو د مېز پر سر ايښې وې چې په مورنۍ ژبه د زده كړو برابرولو غوښتنه يې كوله. اوس خو د وردګو هيرو او هركاره دغه وزارت ته ټاكل شوى چې د وردګو او د پښتنو په پېښو ډېر ښه پوهېږي، دا ګز او دا ميدان كه خو په مورنۍ ژبه مو ترې ښوونځي وليدل. وروركه د پښتو غم پر ما او تا دى چې د پښتو اكټونه نه كوو او صادقانه په غم يې خواشيني كيږو او هغه كسان چې يوازې اكټونه يې كوي او له پښتو نه زيات غم د څوكۍ ورسره دى، همدغو د پښتو مخه نيولې.
    پښتانه چې له كومو مصطلحاتو څخه ننګه كوي د هغه په شتون نه د فرهنګ او نه د پوهنې وزير او نه په جمهوري رياست او نه په اكادمۍ كې څوك پرې قانع دي او هيڅوك دېته چمتو نه دى چې د دغو مصطلحاتو ليست را ميدان ته كړي او يو لاسوند نورو ته هم وګرځي.
    بيا هم ټينګار كوم چې له مصطلحاتو څخه ننګه به څه ګټه ولري چې نور خپله ژبه مو له لاسه وتونكې ده. په كابل، پروان، بغلان، بلخ، فارياب، كندز، هرات او نورو كې هره ورځ پښتانه ماشومان خپله ژبه او خپل هويت په ښوونځيو كې په پارسي ژبه د زده كړې له امله وركوي، هغوى ته يې هويت بېرته وګرځوئ او هغوى ته په مورنۍ ژبه د زده كړې غوښتنه وكړئ چې اساسي قانون دا حق ټولو قومونو ته وركړى او ازبكو او تركمنو له دغه حق څخه په اتو ولايتونو كې ګټه پورته كړې،خو زموږ پښتانه لاهم د محكوميت په لومو كې ښكېل دي او د پښتنو د تاجك كېدل په رڼو سترګو وينې او لاس تر زنې ورته ناست دي او د دوى فكرونه په ګډوډو مسايلو سره له اساسي موخو بل لوري ته اړول كيږي.
    پښتانه كه غواړي چې پښتانه او په واك كې برلاسي پاتې شي بايد څو كارونه وكړي:
    _له خپلو سيمو څخه بايد د مذهبي تندلارۍ جرړې وباسي.
    _يوه ټول پښتون شموله سياسي، ټولنيز ډينامېزم رامنځته كړي.
    _د خپل برخليك ټاكلو واك له پرديو لكه پاكستان، امريكه او نور واخلي او پښتني مشرتابه ته يې وسپاري.
    _په مورنۍ ژبه خپلو ماشومانو ته زده كړې وغواړي. اتمر خو چې كله له دغه ازماېښت سره مخ شو تر نا پښتون ووت او اوس بايد وردګ هيرو فاروق وردګ پرې وازمايل شي، ځكه چې دى هم بښتو_پښتو ډېره كوي وليدل شي چې لكه اتمر يوازې اكټونه يې زده دي او كه پښتو يې هم زده ده.
    پښتانه پانګوال او پوهان بايد د يو بښتون اقتصاد او پښتون پياوړي فرهنګ او ژورنالېزم رامنځته كولو ته مټې ونغاړي، داسې يو پښتون اقتصاد او فرهنګ چې نور قومونه يې د اړتيا له مخې خپل كړي. كه بيا هم كندهارى، خوستى او ننګرهارى سوداګر په بلخ، بدخشان، بغلان، تخار او سرپل كې پانګونه كوي او او په پښتنه پانګه هزاره او تاجك اسوده وي نو له ګومان پرته به پښتانه په خپل اكثريت سره د اقليت واكمني زغمي.
    _پښتانه بايد له سياسي خوش باورۍ څخه سياسي عمل ارزونې ته مخه كړي او له هر مشر سره د احساساتو او خوش باورۍ له مخې اړيكې ونه ساتي بلكې د يوې شمېرل شوې ارزونې له مخې چال چلن خپل كړي. ځكه په سياسي كتالوګ كې دا كفايت نه كوي چې يو څوك دې د يوه قوم په ژبه وګړيږي، بلكې عمل دې يې لكه د هغه قوم او د هغهقوم په ګټه وي. موږ به څه كړو كرزيان چې كرز كنډواله كړي، كرزى هغه چې كرز پرې ودان وي.
    په ټولنيز ديترمينيزم كه به ملي مصطلحات او د ملي ډينامېزم محور هغه څوك او هغه څه وي چې له اوسنۍ نړۍ سره په سازښت كې وي او ولس ته د ژوند كولو زمينه پرې برابره شي.
    په ډېره مينه

  2. زه هم په خپل وار اول د لراوبر تولو کارکوونکو او خورو ورو پشتنو ورونو اوخویندو ته سلامونه او نیکلی هیلی ورندی کوم اوبیا د شاغلی پسرلی صاحب د لیکنی په تاید باید ووایم چه کچیری دا پشتانه همداسی اوده اوسی دا خو ایران تیری دی چه صبا تاجکستان او ازبکستان هم دی میدان ته راودانگی هند د یو طرف نه پاکستان له بلی
    خوا را ماسره کری یو خدای مودئ مل شی اوسوک مو کلتور او سوک مو
    پر ملی اراضی او سوک مو پر مذهب تیری کوی او د وخت بوداگی دی ورته گوری ولی مونگ ملی مصلحت کری هغوی زمونگ پشی وهی مونگ وایو خیردی هغوی زمونگ پر مذهب کلتور او وطن تیری کوی مونگ وایو خیر دی که کرزی لالا دداسی مصلحتونو لار ونه نسی تاریخ به هیسکله معاف نه کری او نوم به ئی په تور کرخو ولیکل شی .

  3. زه هم په خپل وار اول د لراوبر تولو کارکوونکو او خورو ورو پشتنو ورونو اوخویندو ته سلامونه او نیکلی هیلی ورندی کوم اوبیا د شاغلی پسرلی صاحب د لیکنی په تاید باید ووایم چه کچیری دا پشتانه همداسی اوده اوسی دا خو ایران تیری دی چه صبا تاجکستان او ازبکستان هم دی میدان ته راودانگی هند د یو طرف نه پاکستان له بلی
    خوا را ماسره کری یو خدای مودئ مل شی اوسوک مو کلتور او سوک مو
    پر ملی اراضی او سوک مو پر مذهب تیری کوی او د وخت بوداگی دی ورته گوری ولی مونگ ملی مصلحت کری هغوی زمونگ پشی وهی مونگ وایو خیردی هغوی زمونگ پر مذهب کلتور او وطن تیری کوی مونگ وایو خیر دی که کرزی لالا دداسی مصلحتونو لار ونه نسی تاریخ به هیسکله معاف نه کری او نوم به ئی په تور کرخو ولیکل شی .