کور / خبرتیا او پيغامونه / د مرسل احمدزۍ د پلار د مړيني په اړه دخواخوږۍ پيغامونه

د مرسل احمدزۍ د پلار د مړيني په اړه دخواخوږۍ پيغامونه

د بي بي سي د پخوانۍ خبريالي مرسل احمدزۍ پلار حاجي جمعه خان د شنبې په ورځ ( ۱۵ نومبر ۲۰۰۸) د زړه د ناڅاپي حملې له امله په حق ورسېد .


انالله و انااليه راجعون


د لراوبر اداره او ټول همکاران د اغلي مرسل احمدزۍ د محترم پلار د ناڅاپي مړيني په اړه دوی او ددوی درنې کورنۍ ته د زړه له کومي دخواخوږۍ  او تسليت مراتب وړاندي کوي او ددوی ارواښاد پلار ته د لوی خدای له دربار ته د مغفرت لاسونه پورته کوي .


په درناوي
د لراوبر  د همکارانو له خوا


د نورو پيغامونو لپاره دا ځای کليک کړئ

تبصره نسته

  1. ګرانی خوری! له خدایه در ته جمیل صبر غواړم او خدای بخښلی پلار ته دی فردوس جنت۰
    مسعود سلطان لندن۰

  2. ګرانې خورې تاسواو ستاسو کورنۍ ته د زړه صبر او پلار ته مو د الله پاک نه د جنت فردوس غوښتونکی یم

  3. مرسل جاني په غم کي در سره شريک يم او ستاسو د پلار دي پرورديګار جنتونه په نصيب کړي.

  4. درنې هڅاندې ليکوالې او رسنوالې مرسل احمدزۍ اوګردې ويرژلې کورنۍ ته يې د ارواښاد پلار د مړينې له کبله دځان او کورنۍ له خوا د زړه له ژورو خواخوږۍ او خواشينۍ وړاندې کوم. ټولې کورنۍ او اړوندانو او دوستانو ته يې ستر زغم او اجر غواړم او هغه ارواښادته جنتونه!

  5. اغلې مرسل احمدزۍ ستاسو ددرانه پلار دمړینې خبر خواشینی کړم. ستاسو درانه او نیک پلار ته له خدای ج څخه جنتونه، او تاسو او ستاسو کورنۍ ته سبراواجرونه غواړم.
    په درناوي تفسیر خان

  6. salam mursal !
    i was shockek to hear the sad demise of your father , words fail me to show my feelings here , i know it is irreparable shock but i want you to face it with coarage as you ahve always treated your life in dificult condition .
    once again i want to share my syampathy with you , good bless you .

  7. salam mursal ! i was shockek to hear the sad demise of your father , i know the magnitude of the shock received by you and your mother , words fail me to show my feelings here , i know it is irreparable shock but i want you to face it with courage as you have always treated your life in dificult conditions . once again i want to share my syampathy with you and your mother …. God bless you

  8. د ليکوالې او ژورناليستې خور (مرسل احمدزۍ) د پلار له مړينې مي واورېدل. درنې خورې خداى دي تاسې او کورنۍ ته تلپاتى زغم او حوصله در په برخه کړي او ارواښاد بابا ته مو د لوى خداى له درباره فردوس جنت غواړم. دا چي تاسې د يوې ښځې په توګه د خپلو پښتنو خويندو په استازيتوب د ليکوالۍ او ژورناليزم ډګر ته را وتلې ياست، نو خداى دي د بابا تر مرګ وروسته هم همداسې حوصله او همت در په برخه کړي چي خپلې دندې ته دوام ورکړي او يو وخت د ژورناليزم د ډګر ملالۍ ونومول سئ. په درنښت

  9. په خواشينى سره خبرشوم چې د دبى بى سي دپخوانۍ خبريالۍ اغلى مرسل احمدزۍ پلار په حق رسيدلې .
    دلوي خداي څخه نوموړې ته دپاك خداي له درباره څخه دجنت فردوس غوښتنه كوم او دمرسل احمدزۍ دوې كورنۍ ته د جميل صبر غوښتنه كوم. روح يې ښاد