شك نه شته چې د ولسواكۍ ريښې او ستنې د مطبوعاتو پر ازادۍ او شتون كلكې ولاړي دي،همدا لامل دى چې په ولسواكۍ كې مطبوعات د يوې ټولنې سترګې ،غوږونه او ژبه تشكيلوي،په بله خبره كه په يوه ټولنه كې د مطبوعاتو رول كمزورۍ او ياهم تر سانسور لاندې وي نو هلته اولس د كاڼو،ړاندو او ګونګانو په څير ژوند كوي،تاسو به ليدلي او اوريدلي وي چې په ديكتاتوري او استبدادي دولتونو كې تر هر څه د مخه د ازادو مطبوعاتو ژبه او خوله تړل كيږي،په دې دليل چې ياد شوي دولتونه له خپلو نږدې حريفانو دومره ويره نه لري لكه له مطبوعاتو يې چې لري،دليل يې دادى چې ددوى رازونه او كړنې د اولس تر غوږونو او سترګو ورسوي.
مطبوعات نه يوازې دا چې د يوې ټولنې په يومشخص ډګر كې مهم رول لوبوي بلكې د ټولنې په سياسي،اقتصادي،فرهنګي او ټولنيزې ودې كې رغنده او مثبت رول لوبوي،كه چېرې په يوه ټولنه كې مطبوعات ازاد او فعال وي نو پرته له شكه چې هلته به هر اړخيزه وده روانه وي او كه چېرې مطبوعات د سانسور په كړۍ كې ايسار وي او يا هم په يونه يو شكل سره يې ازادي محدوده وي نوهلته بياد ژوند په ډيرو ډګرونوكې ستونزې موجودي وي.تاسو فكر وكړئ په مادي لحاظ د يوشي جوړول هومره ستونزمن كار نه دى لكه په ماناوي لحاظ د يوشي جوړول د بېلګې په توګه دپل ،سړك او تعمير جوړول دومره ګران كار نه دى لكه په ماناوي لحاظ چې يو انسان جوړوي يانې يو ګلكار يا انجينركه په فزيكي لحاظ يوپل جوړوي نو مطبوعاتو په ټولنه كې په مستقيم ډول د يو انسان په مغزو كار كوي او په ماناوي لحاظ انسان تر جوړونې لاندې نيسي،پل ،سړك او تعمير كه وران شي نو جوړ به شي خو كه انسان په ماناوي لحاظ خام شي نوبيا د هغې پخول او جوړل ګران او ستونزمن كار دى،همدلته ده چې انسان ته په ټولنه كې دمطبوعاتو رول او ارزښت له ورايه مالوميږي،يانې همدا مطبوعات دي چې په خلكو كې سياسي،فرهنګي،اقتصادي او ټولنيزه ويښتيا پيدا كوي او ددوى اذهان تنويره وي كله چې په خلكو كې ياده شوي روحيه او ويښتيا پياوړي او ذهني تنوير په وجود راشي نو طبعي ده چې هلته به د ډېرو انسانانوحقوق خوندي او ساتلي وي،شك نه شته چې امن او ارامي په يوې ټولنه كې هر ډول ودې او ترقۍ ته لار هواره وي نو دا د مطبوعاتو رسالت هم دى چې د خلكو سره د امن او ارامۍ په لار كې داسې همكاري وكړي چې خلك په رښتيا هم مطبوعاتو ته دخپلو هيلو او ستونزو د هندارې په سترګه وګوري ،يانې ارامي په هيواد كې د ودې،پراختيا او ولسواكۍ بنسټيز شرط دى،مطبوعات كولى شي چې د مثبتو تبليغاتو د لارې خلك د سولې او ارامۍ په ارزښت وپوهوي كله چې انسان د يوشي په ارزښت وپوهيږي نوبيا هيڅكله نه غواړي چې هغه شى له لاسه وركړي او همدا ډول كولى شي چې د جنګ او جګړې تاوانونه خلكو او ټولنې ته په ګوته كړي خو په دې شرط چې مطبوعات هم پرته له هر ډول تبغيضه خپل درون او ژور مسووليت ادا كړي .
په اوسني وخت كې مطبوعات د يو ديموكرات دولت څلورمه قوه تشكيلوي يانې كه چېرې دولت مقننه،اجرايه او قضايي قواووې ولري خو چې مطبوعات يې ازاد او خپلواك نه وي دولت بيا هم نمګړى دى،په بله خبره دا به داسې مثال ولري لكه چې ددولت د بنسټ څلورمه قوه وجود نه لري،دولت د هرې قوې په نه شتون يا كمزورۍ كې د كمزورۍ پړاوونه وهي،كه چېرې مطبوعات خپلې ازادۍ ته په پام سره خلك سولې او ارامۍ ته تشويق كړي شك نه شته چې د بل هرچا او قوې په نسبت به يې موثريت او اغېز زيات وي ،په دې دليل چې خلك او اولس مطبوعاتو ته د يوې داسې شفافې هندارې په سترګه ګوري په كومه كې چې د خپلو هيلو او ستونزو د هواري انځور بريښي نو ښه به دا وي چې د وخت په دې حساسو شيبو كې مطبوعات د خپل قانون په چوكاټ كې د سولې د ارزښت او اهميت په اړه داسې څه خپره كړي چې خلك په ريښتيني ډول دسولې او ارامۍ له پاره كار وكړي، په ټولنه كې سوله او ارامي نه يوازې دا چې د يو چا په ګټه ده بلكې د ټولنې د هر فرد په ګټه ده ،ان تر دې چې مطبوعات هم د سولې او ارامۍ په چاپيريال كې ښه پرمختګ او انكشاف موندلى شي،خو كه په ټولنه كې ګډوډي او انارشي حاكمه وي نوطبعي ده چې د نورو ډګرونو په څير به د مطبوعاتو ډګر هم سوړ او پيكه وي او يا به هم دخپلې ازادۍ چوكاټ ماتوي او د نورو يا زورواكانو له پاره به خپرونې كوي چې په داسې حالت كې مطبوعات د هېڅ وخت له پاره خپله بې طرفي او خپلواكي نه شي ساتلي،دا چې ارامي په ټولنه كې د هراړخيزې ودې ضامنه ده نو لاژم دادي چې مطبوعات هم په دې اړه خپل مثبت رول اداكړي .
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*