" /> " /> " /> " /> ننګرهار:دځانمرګي بريد تازه معلومات  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / ننګرهار:دځانمرګي بريد تازه معلومات  Fotos

ننګرهار:دځانمرګي بريد تازه معلومات  Fotos

 دنن سهار په شوي ځانمرگي بريد كې چې دجلال اباد تور خم په لويه لاره دائتلافي ځواكونو دموټرو په كاروان  رامنځ ته شو لسګونو تنو ولسي وگړو ته يې مرگ ژوبله اړولي .
دننگرهار ولايت دعامي روغتيا روغتون ته تر اوسه څه باندي ديرش تنه ددرملني په موخه راوړل شوي او ويل كيږي چې نور ژوبل شوي كسان دبټي كوټ ولسوالي په ځينو سيمو كې تر درملني لاندي نيول شوي .
  كه هم ديادد بريد پړه لا تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخستي خو دا سي گنگوسي دي  چې  كيدا يشي
 دا بريد دپاكستانيو طالبانو له خوا تر سره شوي وي   هغه ځكه چې څه موده وړاندي په همدغه سرك دماركو په سيمه  كي يوځانمرگي بريد تر سره شوي و چې پړه يې دپاكستاني طالبانو وياند مولي عمر پرغاړه اخستي وه.
 او بله اټكل دا هم دي چي تر اوسه دافغاني طالبانو وياند دياد بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي او نه يي هم په ويب پاڼه كې د شوئ ځانمرگئ بريد په باب كوم خبر شته .


— ———————


تازه مالومات :


د نني ځانمرګي بريد پړه د توري بوري جهادي مهاذ وياند قاري سجادپر خپله  غاړه واخستل او وايي چي  دا بريد يې دخپلو اسيرو شهيدانو د انتقام په ترڅ کښي ديو کورولا ډوله موټر په توسط ترسره کړئ چي دده په وينا د بريد په نتيجه کښي ۳  امريکايي ټانکونه په بشپړه توګه له منځه تللي او په کښي ناست ۱۵ تنه امريکايي عسکر يې ځاى پر ځاى وژل شوي دي  .



 ۱۸ کلن فدايي عبدالجبار ولدعبدالستار ،چي دلوګر ولايت دسرخ ولسوالۍ استوګن وو



images: toorabora.com

تبصره نسته

  1. یو امریکایې به مردار کړۍ وی، که نه، خو تر لسو زیات مسلمانان مو هم شهیدان کړل، تاسی خو به یې په لنډه خلاصه کړۍ، چې جنت ته مو ولیږل، خو سترګۍ مو نه شته، چې ماشومانو، خویندو، مورګانو ته یې وګورۍ؟
    تاسی له امریکایانو سره یوځای د پښتنو وژلو ته ملا تړلی، بلا د داسی جهاد درواوړی چې تاسی یې کوۍ، تاسی آوریدلی چې کوم فلسطینی، ځان وژونکی له اسراییلو سره فلسطینیان هم شهیدان کړی وی؟؟؟
    که نه تاسی غواړۍ چې پښتانه ژرژر جنت ته درسره بوزۍ؟!
    خپله خو د پښتنو د مرګ او ژوند فیصله په څو دقیقو کی کوی، خو بیا هم د کزری له فاسد دولت، او له ڼړیوال سره صلیب څخه مرسته غواړۍ!
    کرزی صاحب حکومت خو بیا هم ښه دی، که څیرل کوی خو یو څه ګنډل هم کوی، الله خو داسی وچکالی نه وه رواستی لکه ستاسی حکومت کی!

    طالبانو د الله روی ومنۍ، لږ راویښ شۍ، لکه له نړۍ ځان خبر کړۍ، لږ د پښتنو وژلو څخه لاس واخلۍ، لږ د آی، اس ،ای منافقه اداره وپیژنۍ، چې د ملاصاحب ضفیف له هغه وینا وروسته یې خور ورته شهیده کړه، چې پاکستانی منافقین به محکمی ته راکشوی.

    آخر، لږ د منطق درس خو به مو ویلۍ وی!

  2. وروره ! خپله ځوانی او د ډیرو هیوادوالو کورونه دی وران کړل نه پوهیږم چی کوم ظالم دی ته وهڅولی ، جهاد خو د مسلمانانو د عزت لپاره کیږی نه داچی مسلمانی تور سری د یو خارجی عسکر لپاره کونډی او بچیان یی یتیمان کړی، له نورو ځوانانو هیله لرم چی اینده داسی اقدام ونکړی او د بی ګناه هیوادوالو په منځ کی داسی بی ځایه جهادی جزبه ونه ښای
    په درنښت

  3. zinda abaad zwanan aw fida yaan. MUJAHIDa ta ba wayali wee che da MUJAHID pa num ba khalak zma khabari ta ghuag kegdee kho loi munafiq aw bi dalila yee. aw da bal WARDAG HALAND hum