" /> " /> " /> " /> زما کندهاره – لراوبر ویب پاڼه
کور / شعر / زما کندهاره

زما کندهاره

ږغ : مختار احمد انتقام     د شعرد اورېدلو دپاره دلته کليک وکړئ 



زما كندهاره د زمرو وطنه
زما د سركښو پښتنو وطنه
د اتلانو د كيسو وطنه
د ميدانونو خرخښو وطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره كفن دي وينم


نه دي هلمند هغه موجونه راوړي
نه له مستۍ په خوله ځګونه راوړي
نه د ارغند غاړي ګلونه راوړي
نه دي ترنك زاړه سېلونه راوړي
نه دي دښتو كي قافلې وينمه
نه دي كېږديو كي ډېوې وينمه


نه د رابيا له ميني مست فتح خان
له كلابُسته قهرېدلى روان
نه ورسره دي د بړېڅو ياران
نه د مغولو په پوځ ګډ دى تالان
نه يې شپېلۍ دي په برېتو اغوستي
نه يې سرونه په نېزو اغوستي


نه چا ته كور نه چا ته بام پاته دى
نه د كيسو د شپو ارام پاته دى
نه د بيبو د خولې پيغام پاته دى
نه ښادي خان نه دلارام پاته دى
نه په زلمۍ مينه كي شور خوځېږي
نه په رګو كي د چا اور بلېږي


نه د احمد د توري شرنګ وينمه
نه يې لښكري نه يې جنګ وينمه
نه پاني پت په وينو رنګ وينمه
نه سينې څيري په خدنګ وينمه
نه مرهټياني ميندي بوري ژاړي
نه پښتنې په تېرو تورو وياړي


اوس دي پر كليو جنازې را اوري
له پېغلو سترګو اوښكي سرې را اوري
له خپل قسمته درته شپې را اوري
پر سپينو ورځو دي تيارې را اوري
اوس هديره د افسانو يې زموږ
ګور د زلميو ارمانو يې زموږ


اوس له آمو تر اباسينه خاوره
له وينو مسته سره رنګينه خاوره
هغه درنه هغه سنګينه خاوره
هغه تر خپل ښارګ شېرينه خاوره
ورباندي ګرځي د اورنګ آسونه
د پردۍ سولي پردي جنګ آسونه


اوس دي په لار كي رقيبان پراته دي
اوس دي په عرش كي شيطانان پراته دي
پر خزانو دي ښاماران پراته دي
په كوه قاف كي دي دېوان پراته دي
لاري كوڅې دي د اغزو ډكي دي
ياغي درې دي له لمبو ډكي دي


ما خو به ستا په نوم فالونه كتل
ما له قسمت سره سوكونه وهل
ما دي په غېږه كي ګلونه ليدل
ما دي تندي كي جنتونه ويل
اوس مي په زړه كي ستا يادونه ژاړي
هره غزل كي مي بيتونه ژاړي


لا مي د وران قسمت خوبونه وينم
لا دي په برخه توپانونه وينم
لا په غضب د آسمان خونه وينم
لا د ډبرو بارانونه وينم
لا به د دوست په نوم درځي غليمان
لا به دي وژني د لستوڼي ماران


راسه چي ويني ته دي اور دركمه
زاړه جنون ته به دي شور دركمه
څو لېونۍ چيغي په پور دركمه
زخمي لمبو ته به دي زور دركمه
راځه يو مسته پياله بنګ پورته كو
يو ځل به بيا د توري شرنګ پورته كو


راځه چي بيا د افسانو په ژبه
د ملالۍ او د عينو په ژبه
د ميوندونو د كيسو په ژبه
څه د توپك څه د جرګو په ژبه
د وطن شپو ته مشالونه راوړو
د تيارو ښار ته څراغونه راوړو


زما كندهاره د زمرو وطنه
زما د سركښو پښتنو وطنه
د اتلانو د كيسو وطنه
د ميدانونو خرخښو وطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره كفن دي وينم


۲۰۰۱-۵-۱۵ – ويرجينيا

تبصره نسته

  1. Salamoona zma britawar pashtona!!!
    the time when i read it believe me it was incredible, I 'have cried a lot and a lot with the sense of this disaster which captured the innocent tribes of pashton, after every prayers I am invoking allah to send thou last messenger for the salvation of our people from this plague. May allah invigorate your pen and bless you with poems that relieves the pain of every pashton heart. yours most affectionately .sir Bari JahaniBaseer Atikzai

  2. جهانی صاحب سلا مونه مو ومنه !
    که په پښتنو شاعرانو کې بل جهانی موجود واۍ نو می تاسو ته دا خواست نه کوې خو اوس د پښتنو شاعرانو په ټولۍ کې یواځی تاسو جهانی یاست اوبس!
    تاسو یو وخت د هیواد د حالاتو سره سم د خپلو خلکو سره د شعر په ژبه کله ژړل او کله خندل خو اوس چی د پښتنو په کلی کې خندا ورکه او ژړاوی ورځینۍ دود دۍ ولی ستاسو د شعر ژبه ګنګۍ ده ؟
    موږ درته خواست کوه ګران جهانی صاحب چی نوی نوی شعرونه د پښتنو پر نننیو حالاتو بیا بیا ولیکۍ …

    په پښتنې مینه او درنښت حکمت الله ٬٬حکمت٬٬
    مالمو / سویډن

  3. آخر به ځی دا توره شپه رڼا به بیا راځی- دښکلی او روښانی ژوند دونیابه بیا راځی