کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مادیت پالنه او د دینی ارزښتونو سپکاوی

مادیت پالنه او د دینی ارزښتونو سپکاوی

اوس مهال چي په ټوله نړۍ کي دنوي تخنیک په مټ ګرده دنيايوبل ته دومره لنډه شوې چي ان ديوکلي بڼه يې غوره کړې،دنړۍ په هرګوټ کي چي يوه پېښه وشي نوپه يوه شېبه کي ترهرچا رسيږي .


همدې نوي پرمختګ،عصري دوراوجديدسائنس که له یوې خوانسانانوته ګټه کړې دهغوئ په ژوندکي يې هرډول اسانتياوې رامنځته کړې اودهغوئ ترمنځ يې داړيکو دټينګولو پخوانۍ ستونزې له منځه وړې،نوبل لورته دبیان دازادۍ په نوم په ځينوبې مهاره خبري رسنيو کي داسي موادخپريږي چي په هغوکي دديني ارزښتونوسپکاوی وي،دخلکوپرابروتېری وي اوان پرپوره پوره دينوحلقونیوکې وي،له هغوئ نه دکرکې اظهاروي اوپه هغوئ ملنډې وهل شوې وي .


داخبرې مي ځکه وکړې چي دمياني دمياشتې پر۱۱ اودنومبردمياشتې پر۹ تاريخ دټول افغان په ويب پاڼه کي يوخبرخپورشوی ؤچي امنيتي ساتونکودسوات په سیمه کي یو خبريال وواژه راپورورکوؤنکي کس دخپل غوره تخيل له مخې رښتياهم يوه ښه هنري جمله ليکلې وه چي ” يووخت ښکلې اواوس جګړوځپلې سيمه” پردې راپوردلاروی په نوم يوکس (کېدای شي چي دایې مستعارنوم وي) تبصره کښلې وه ده ليکلي ؤچي ډېره ښکلي جمله دې ليکلې ده . سوات رښتياهم ډېره ښکلې اوسمسوره سیمه ده ” خودملااوطالب سپېره څپلۍ چي چيرته ولاړه شي بيادهغې سيمې پرخلکوارامي حرامه ده . زمايوملګري څوکاله وړاندي وړاندوينه کړې وه چي دسوات خوندهم والله!که واخلې ځکه ده ویل چي زه دلته ډيري ږيرې او بې علمه شيخان وينم .” (داسي نوري اوتې بوتې اوچټيات ول)
لومړی خوزه دټول افغان ادارې ته خواست کوم،زارۍ کوم اولمن ورته نیسم چي داسي شيان مه خپروئ چي هغه له اسلام اودين سره ټکروي که تاسوواياست چي دبيان ازادي ده نوزه له تاسو څخه پوښتنه کوم چي دبيان ازادي يوسرحدلري که نه؟که هيڅ سرحدنه لري بيامونوخوښه هر څه چي خپروئ هغه خپاره کړئ هیڅ ګيله درنه نه شته اوکه يوحداوپوله لري نوهغه پولې کومې دي؟ پولې يې يوازي دادي چي دغرب اوفسادلپاره زيان نه وي؟ که دادي چي ددين اواسلام سپکاوی هم په دغوپولوکي شامل دی؟ که شامل وي بيامونوولي دلاروي ليکنه خپره کړه هغه په ډاګه ويلي چي زماملګري ویل چي ددې ځای خوندوالله!که واخلې ځکه دلته زه ډيري ږيرې وينم .


ږيره چي درسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) مؤکدسنت بلکه دټولوانبياء کرامو(عليهم السلام) ، صحابه کرامو(رضی الله تعالی عنهم) ، نيکانواوصالحانو(رحمة الله عليهم) سنت دی هغه يې دبدمرغيو سرچينه،دناخوالولامَل اودبدشګون نښه بللې ده زه له تاسونه پوښتنه کوم ایادرسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) ادنی سنت هم دبدمرغیوسبب کېدای شي؟ کوم کارچي رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) غوره ګڼلی وي بل څوک هغه ناوړه ګڼلی شي؟ موږاوتاسومسلمانان يوترمنځ به موڅه ناڅه  سیاسي اختلافات شتون لري خودااختلافات موبایددېته ونه هڅوي چي په ديني ارزښتونو ملنډې ووهو،ددين له ټولوکړيونه دکرکې اظهاروکړو،ایادقرآن کريم،نبوي احاديثو،اسلامي فقهې،نبوي سيرت،دصحابه کرامو(رضی الله عنهم) دژوندليک،اسلامي تاریخ اواخلاقوزده کړه ناوړه کاردی؟.
ملاخونوکه ګنهګاروي وجه يې صرف همداده چي هغه په دنيوي ژوندکي داسي جوړوي لکه څرنګه چي دخدای (جل جلاله) رسول امرکړی دی په ګڼواحاديثوکي امرشوی چي ږيره پرېږدئ ، لنګوټه تړئ،اوس که زه تاته ووايم چي والله!که دفلاني ځای خوندواخلې ځکه ډېرداسي خلک پکي شته چــــــي انګريزانوته ورته دي یعني ږيره خريي،ټايي اچوي،لوڅ سرګرزي اوپتلون اغوندي نوته به څومره پورته پرله غورزارشې سره له دې چي په دې کي زه پرحق هم يم،ځکه د مسلمان جامه بايدهغه وي چي رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) اودهغه صحابه کرامو(رضی الله عنهم)  اغوستې وي اودهغې په اغوستلويې امرکړی وي،دمسلمان هره چاره بایددشريعت له قانون سره سمه وي،مسلمان بایددخپل ژوندپه هره شېبه کي په دې هڅه بوخت وي چي ژونديې د اسلامي دين په چوکاټ کي دننه تېرشي،که کله غلطي ترې وشی نوتوبه وباسي،په الهي دربار کي په ژړاشي اوله الله (جل جلاله ) څخه معافي وغواړې،مسلمان بايدهڅه وکړي چي تروسه وسه هم ځان په ديني علوموخبرکړي اوهم خپلې کورنۍ ته دیني زده کړې ورسوي،انسان اړدی چي د ژوندانه ضروري وسائل ترلاسه کړي نوددې لپاره که هغه عصري علوم لولي،طب زده کوي ، دانجينرۍ په څانګه کي پوهه ترلاسه کوي،دخبريالۍ اوليکنې فن حاصلوي نودين نه يوازي هغه ته اجازه ورکوي بلکه که دافنون دشريعت په چوکاټ کي دننه ترلاسه کړي اوبیاددغوفنونو په وسيله دخپلومسلمانووروڼودیني اودنيوي خدمت وکړي اسلام داسي کس ته داجراوثواب ورکولوژمنه کوي له ځينوکسانوسره چي دافکرپيداشوی چي اسلام دپرمختګ مخه نيسي نو هغه يادشهواتوتراغيزلاندی دی اویادغرب له کلتورنه دومره متاثرشوی چي اسلامي دين ورته یوجامددين ښکاري .
دامنم چي اسلام دشهواتودداسي پوره کولواجازه نه ورکوي چي دفطرت پرخلاف وي زناناروا ګڼي،لواطت حرام ګڼي،دښځولپاره بلکه دنارينه لپاره حجاب اړين بولي (البته ددواړوپه حجاب کي څه ناڅه توپيرهرومروشته) اوکوم څوک چي داحرام کارونه ترسره کوي دهغوئ لپاره يې لازمه سزاټاکلې ده .
ځيني کسان بياله دې کبله تېروتي دي چي غرب دومره ترقي کړې ده اومسلمانان دومره شاته پاتي دي نوزه له تاسوپوښتنه کوم چي دادمسلمانانوبېکاري ده که داسلامي قوانينو؟ داسلام په قوانينوکي کوم داسي شی شته چي دانساني ټولنې دپرمختګ لاره نيسي؟ که داسي شيان کوم کس ته معلوم وي هرومرودي موږته په ګوته کړي خوپه دې شرط چي داسي شيان نه وي چي هغه دکفاروله لوري مطرح کيږي .
اوس به دلته ځيني هغه احادیث راوړم چي په هغوکي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دږيرې دپرېښودلوامرکړی ترڅودرانه لوستونکي په دې پوه شي چي هسي له ګيډي نه يم ږغېدلی .
(۱) حدثنامحمدبن منهال قال حدثنايزيدبن زريع حدثناعمربن محمدبن زيدعن نافع عن ابن عمرعن النبی (صلی الله عليه وسلم) قال : خالفواالمشرکین وفروااللحی واحفواالشوارب وکان ابن عمراذاحج اواعتمرقبض علی لحيته فمافضل اخذه .
(بخاری شريف ۲ / ۸۷۵ ، طبع مکتبه اسلامیه پېښورجنګي  محله)
ژباړه : ابن عمر(رضی الله عنهما) له رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) څخه روايت کوي چي رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) وويل : دمشرکینومخالفت کوئ،ږيرې لویوئ اوبرېتونه کوچني کوئ . په خپله دابن عمر(رضی الله عنهما) عادت داؤچي کله به يې حج ياعمره وکړه نوږيره به يې وکتله چي که به تر قبضې لويه وه هغه زياته به یې ترې واخيستله .
(۲) حدثنامحمدقال اخبرناعبدة قال اخبرناعبيدالله بن عمرعن نافع عن ابن عمرقال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) انهکواالشوارب واعفوااللحی . (تېره حواله)
ژباړه : بیاابن عمر(رضی الله عنهما) له رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) څخه روايت کوي چي رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) وويل : برېتونه ښه کوچني کوئ اوږيرې لویوئ .
دااودې ته ورته نورګڼ شمېراحاديث شته چي دږيري پرېښودل اودهغې لویول ورڅخه ثابتيږي اوس څوک داویلای شي چي دلته ږيرورډيردي ددې ځای خوندوالله!که واخلې . داکومه مسلماني، کوم اسلام،کوم دين،کوم وجدان اوکوم ضميردی؟ . دمحبوب (صلی الله عليه وسلم) سنت نن دومره خوارشول چي يوغرب پلوی اودشهواتوپه لوموکي ښکېل کس يې دبدمرغۍ نښه ګڼي؟
 تاسوانصاف وکړئ چي داسړی به يومسلمان څرنګه وبښي؟ دهغه تردې ګستاخي اودې جنايت به څرنګه ورتيرشي؟ که رښتيادخپل خواږه نبي له سنت سره مينه لرئ! دغه مجرم دخپلو ليکنو په وسيله ددې جرم سزاته متوجه کړئ که یې داکارپه غلطي کړی وي نوبيادويم ځل داسي غلطي ونه کړي اوکه يې په قصدکړی وي نوتوبه وباسي اودبل چالپاره دعبرت سبق شي . که يو څوک له بل چاسره مخالفت لري په هغه چي هرڅه کوي دایې خپله خوښه ده مګرپه ديني ارزښتونوبه کارنه لري په دې سره به یې نه خدای وبښي،نه رسول،نه مسلمانه ټولنه اونه ديني ارزښتونوته ژمن ليکوالان . په همدې هيله!

تبصره نسته

  1. مفتي صيب سلامونه! په دې كې هيڅ مخالفت درسره نه لرم چې اسلام
    زموږ د ټولو دين دى، درناوى يې پر موږ فرض دى او رښتينى مسلمان د نورو دينونو د
    پيروانو او انبياو مخالفت او سپكاوي نه كوي. خو خبره د ږيرو ده او ږيرې نن هر چا
    پرې ايښي دي، لكه نصرانيانو، يهودانو، سيكانو او نورو.

    د ږيرې كومه كارونه چې په پورتنيو جملو كې شوېده يوه سمبوليكه
    كارونه ده، نه يواځې دا چې د پيغمبر ص د سنتو سپكاوى په كې نه دى شوى بلكې د يو
    شمېر ناخبرو او ناپوهو شيخانو له ريا څخه پرده ترې پورته شوې چې نن منافقين او د
    يهودو او نصاراو د كمپنيو شريكان او چوپړيان او د پنجاب غلامان څرنګه له اسلامي
    قيافيې او بڼې څخه د پښتنو پر ضد كار اخلي، د جهاد تر عنوان لاندې له پښتنو سرونه
    پرې كوي، د پښتنو كلاګانې خرابوي او دغسې جهاد چې كوم نن د پښتنو په سيمو كې پنجابي
    ملايان يې غواړي، بيا ولې په خپل پنجاب كې يې نه غواړي، ولې پنجابيان څه مسلمانان
    نه دي او په پنجاب باندې په دېرشو كلونو كې چې د شوروي او د امريكې د څپاو او تېري
    وخت دى او اصلي هدف هم د پنجاب لاندې كول او د سعودي عرب د تېلو د زيرمو لوټول دي
    پر پنجابيانو هيڅكله د هغوى ملايانو جهاد فرض ونه ګاڼه او تر اوسه هيڅ پنجابي او
    پاكستاني ملا خپل قوم راپانڅاوه چې په خپلو كليو،بانډو او ښارونو كې د امريكايي اډو
    پر ضد پاڅون وكړي او د هغو په لارو كې بمونه ښخ كړي. د امريكې او ناټو تر ټولو ستر
    اكمالاتي بېز په كراچۍ او ستره پوځي قومانداني يې د پنجاب په پهاولپور، پنډۍ او
    سيالكوټ كې ده نه په سوات، باجوړ او وزيرستان كې. نن پنجابى ملا هم را روان دى د
    پښتنو سيمو ته دغه سيمې ورانوي او عربى او چيچنايي هم.

    ملا صيب زړه مه خوره د اسلام د ساتنې تضمين خپله الله ج كړى او
    څومره چې پر تا دغه دين ګران دى فسم چې پر هر مسلمان هم همدومره ګران دى خو نن د
    اسلام پر وړاندې چې څومره كارونه او فجايع په اسلامي جامه او قيافه كې ترسره كيږي
    له هغو ډېر زيات دي چې په كفري جامه كې ترسره كيږي، نوموړې قيافې نور د مسلمانانو
    تر شكونو لاندې راغلي او مسلمانان پوهېږي چې نن ډېرو خلكو خپلې ږيرې د مسلمانانو د
    لوټولو او وژلو او د پاكستان او امريكې د استخباراتو نه د كلدارو او ډالرو تر جېب
    كولو له پاره پرې ايښي بايد د دا راز ږيرو او قيافو او ماسكونو توپير له سنتو ږيرو
    او قيافو څخه وشي.

    د يهودو، نصرانيانو او د سيكانو ږيرې دا ښيي چې ږيره په ټولو كې
    سنت نه ده او د مسلمان د قيافيې په غوره كولو او پېښې كولو څوك مومن كېداى او
    مسلمانېداى نه شي، مسلماني په زړه سره د اسلام د ظواهراتو تصديق او په اسلامي اصولو
    او احكامو عمل كولو ته اړتيا لري كه ږيره د هر چا د باطن، ايمان او ديندارۍ تصديق
    كولاى شواى نو موږ ټولو خو په بيا  په وزې پسې اقتدا كولاى. ستا ګناه نه ده دا
    د پاكستان د مدرسو ګناه ده چې مسلمان په قافيې سره پېژني نه په عمل او د زړه په
    تصديق سره او له دغو تبليغاتو يې هم موخه معلومه وه چې انګريزانو او پنجابيانو ته
    به يې ږيرې كېښودې او لونګۍ به يې پر سر وتړلې او بيا موږ ته به يې د جهاد پر مهال
    ويل چې اقتدا ګانې پسې كوئ او په فتوا ګانو يې خپل پښتانه وژنئ او خپل سړكونه او
    ښوونځي ويجاړوئ. وسلام