د ننګرهار چارواکي وايي دوی د امريکايي ځواکونو په ملتيابیګا شپه د اچين ولسوالۍ د باندر په کلي کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده، د والي وياند احمدضيا عبدالزي په وينا په دغو عملياتوکې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ نور يې ټپيان دي، نوموړی زياتوي چې دغلته يې ۱۳ تنه وسله والو سره د تړاو درلودو په شک نيولي او دا مهال ترې اښتنې پوښتنې کوي، تر ده وړاندې طالب وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې وه چې د دوی ملګرو په ياده سيمه کې پر افغان او ناټو ځواکونو بريد کړی او مرګ ژوبله يې ورته اړولې چې ده ته يې کره شمېره نه ده ورمعلومه، خو په ننګرهار کې چارواکي بيا د طالبانو بريد نه مني.
بل خوا ته د طالبانو په خبرپاڼه کښي د ورته نورو بېلابيلو تلپاتو ادعا هم سوې ده :
په شنډنډ کښي د امريکايي عسکرو پر يوه پوځي کاروان ځانمرګی بري، د کندهار پر هوايي ډګر د توغنديو بريد، د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ مرکز ته څیرمه د”پاشمول” په سیمه کښي د ملي اردو پر عسکرو، د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د” سورکي” په سيمه کښي د اکمالاتي کاروان د ۴ عرادو ټېلرونو د سوځېدو، د پکتيا ولايت دزرمت ولسوالۍ د” تعمير” په سیمه کښي د ملي اردو پر عسکروبريد کي د ۳ تنو مرګ ژوبله، د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ ودانۍ ته څیرمه د کندهار – هرات پرلويه ريموټ کنټرول بم له امله د ملي اردو د ۶ تنو مرګژوبله او د غزني ولايت د ګيروولسوالۍ پر مرکز د هاوان بريد بېلابيلي ادعاوي سوي دي .
د دا دومره تلفاتو پر غاړه اخستل ؟ مانا دا چي اوس د طالبانو د نظامي وړتيا ګراف تر ناټو، ايساف او دولت لوړ ختلئ دئ، خود تناسب د اصل له مخي د اولس د فرياد، لوږي، بې کارۍ، وژني، بې پتۍ، شکنجې، او … ګراف آن تر عرشه رسيږي ، چي يوه ورځ خدای دغه اسمان را ايله نه کړي !!!!