کور / ترخې خبري / پوزه پرېکړی که شرمېدائ دچړې نوم به يې نه اخيست

پوزه پرېکړی که شرمېدائ دچړې نوم به يې نه اخيست

احمدولي کرزي دکندهاردشــاه ولي کوټ دپيښي په اړه خبريالانوته په څرګندونوکي وویل چي طالبان بې غيرته دي ځکه په ولسي ميشتوسيمــوکي جګړه کوي اووروسته تښتي عادي خلک دامريکايانوبمبايوته پرېږدي په داسي حال کي چي اصلي مجرمان طالبان دي سزابايدهغوئ ته ورکول شي .


کرزی طالبانوته دبې غيرتـــي خطاب کوي په داســــي حال کي چي طالبانودغيرت هغه بيلګي وړاندي کړې دي چي نړۍ يې په تحيرکي اچولې ده . دطالبانودفدايې څانګې کسانودافغانستان  په هرګوټ کي پرخپل دښمن ځمکه سره کـــړې ده،په هررازسختوځايونوکي يې برېدونــه ترسـره کړي دي ترټولوښه بېلګه يې په کابل کي دازادۍ پرجشن برېدؤچي په دې کي طالبانوخپل قوت نړۍ ته څرګندکړ،دخپلــوفدايانوغيرت،همــت،مېړانه،جرأت،هوښيـــاري اوپردين قربانــي یې نړيوالوته وښودله چي څرنګه کولای شي زموږفدايان سترې ستـــرې غونډې چي دامنیت لپاره يې په زرګونوخارجي اوکورني عسکرمؤظف شـــوي وي ګډې وډې کـــړي . يوه بله بېلګه يې په کابل کي پرسريناهوټل بريدؤچي دټول کابل څه چي دټول هيوادوګړي ورته ګوته په غاښ پاتــي شول دااودې ته ورته نوري ډيري داسي پيښي دي چــي دطالبانوغيرت،مېړانه اوپردين قرباني په ښه توګه څرګندوي .
بل لورته احمدولي کرزی دکندهــارله ښارڅخه بهريوقدم نه شي وتلای هرلورته چـــي په ښارکي ځي امنيتي مؤظفين ورســـره وي . دکندهارپرزندان چي طالبانوبريدوکــړپه دابل سبااحمدولي کرزي ويل : ” طالبان نه شي کولای چي دکندهارښارونيسی .” ويري دومره اغيزورباندي کړی ؤ چي دزرګونوبهرني عسکروپه شتون کـي هم نوموړی دکندهارپرښاروېرېدی . له ده سره دکندهار دښارويره نه وه بلکه پرخپل ځان وېرېدی چي که له دې ښاره ووتم  کوم ځای به بياتم کېږم .


هاخوايې ورورحامدکرزی له پکتياڅخه ديوه راکټ له ويري دومره تېزووت چــي له الوتکې را کوزهم نه شوبلکه په الوتکه کي ناست بيرته يې دکابل پرلورمخ ورواړاوه په لاره کي يې دومــره فکرهم ونه کړچي داغونډه دچالپــــاره رابلل شوې وه اوددې کس له تللووروسته بـــه دغونډې حالت څه وي؟ په دومره تيزي کابل ته ورسېدچي چادافکرهم نه دی کړی چي ارګ له کرزي څخه خالي دی .


بل لورته دطالب مجاهدينومشراميرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد(حفظه الله) په هغوټولوبمباريو کي چي امریکايانوپه کندهارکولې نوموړی په همدې ښارکي اوسېده داسي يې نه دي کړي چي دیوه راکټ له ويري يې ښارپرېيښی اوتښتېدلی دی .


دطالبانوهرفرداوهرنفردومره زړوردی چي په دتن په تن جګړې کي خويې ساری نـــه ليدل کيږي طالبان دټولي کفـــري نړۍ اودهغوئ دګوډاګيانوپرضددوې مياشتې داسي جګړه وکړه چي ټول نړۍ ورته حيرانه شوه بله بېلګه يې دکابل دجشن پرمراسموباندي بريددی چي له شپږفدایانو څخه شپېتــه زره پوځيان په منډوول،دادلوبي يوه داسي سيالي وه چي کرزي پکي لومړی مقام ترلاسه کړ. ددې غونډې لپاره له څومياشتوراهیسي ترتيبات نيول کېدل خوطالبانوپه شپږو فدايانوسره داغونډه داســـي خرابه اوخلک يې دومره بدحواسه کړل چي خلک دمرميوله ویري په وښوکي ځانونه وپوښل ځکه وايي :


پوزه پرېکړی که شرمېدای دچړې نوم به يې نه اخيست

تبصره نسته

  1. ګرانه وروره محمدرسول پيروز : سلامونه اونيكې پيروزينې مې قبولې كړه . ماستاليكنه ترآخره پورې ولوستله . داسمه ده چې طالبان د پاكستان داستخباراتي كړۍ په مرسته دومره ځواكمن شوي چې پخوانه وو خويوشى چې زه يې درته ويل غواړم هغه داده چې : كه چيرې يوانسان ته دخپل سراودبل دسرقيمت ورته معلوم وي نوكله به هم جګړه ونكړي خوطالبان نه دخپل سرقيمت پيژني اونه هم دبل . هغوى هره ورځ بې ګناه انسانان وژني ، هغوى دسپرپه توګه كاروي اوكه داسې نه وي نوورشه ددوى ترواك لاندې سيمې وګوره كه دې سوڼ وويست نوبيادې نربولم همدا اوس ددوى په سيموكې نه مكتب شته ، نه كلنيك شته ، ته انسان يې داخپل زابل دې وګوره چې څه حال دى پكې .

  2. ګرانه دواړه جانبه د افغانستان تباهی ته ناست دی طالبان هم پر دی پوهيژی چه امريکايان نور بمبارد کوی نوځکه له کورونو ډزی کوی او امريکایان هم پوهيژی چه نور ددوی ګوډاګيان له ساحی وتلی او پر ولس برید کوی دواړه جانبه د ولس او اسلام تباهی ته ناست دی.

  3. محمد رسول پیروز صیب سلامونه
    ګرانه هر هغه څوګ چې د خدای ج
    مخلوق وژنې هغه ستر جنایت دی ، دا به درسره زه هم ومنم چې امریکان هر وخت وحشیانه
    اعمال ترسره کوی او ددې خپلو اعمالو جزا به وینی .

    خو ګرانه ګیله له چانه وکو ، همدغه پښتون طالب خپل لومړی ګزار پر
    پښتون ورور کوی ، هغه د لغمان مزدوران خو نه دملی اردو کسان و او نه هم دولتی خدای
    ج شاهد دی چې هغه ټول عام کسان ول چې د مزدوری لپاره ایران ته ور روان ول ، نو
    ګرانه ته دا راته ووایه چې اخر به ددې پښتون قام نسل به ورک شی ، امریکان مو هم
    وژنې او د افغان ځوانانو د وژنې فتوا له پاکستانه ورکول کیږی .

    دا چې ته پری خوشحاله کیږی خدای دې کفر ته شکست ورکړی او هغه څوک
    چې زمونږپښتانه ځوانان وژنې هغه دې هم خدای ج له دې نړۍ نه ورک کړی .
    مننه

  4. ګرانه محمدرسول پېروزه! سلامونه اونيکي هيلې پرقلم اووينادي برکت
    شه ستاليکنه مي ولوستله خدای شته چي ډېره مي خوښه شوه رښتياهم دامريکايانوګوډاګيان
    دومره بې غيرته دي چي دکابل په ښار کي هم خوب نه ورځي .

    داچي پرتانورونيوکې کړې دي هغوئ له واقعيتونوسترګې پټوي هغوئ
    طالبانوککړبولي اوداسلام دښمنان يې بولي خوهمداطالبان دي چي دوئ يې دصليبي ښامارله
    ظلمونوڅخه خلاص کړي دي کاش! چي تاسوپرې پوه شئ .

  5. دا خدای دی هدایت درته وکری ا فغانانو خوددی ورور دخولی ده دالو
    بوی ولارزی. یوه خبره تولو مسلمانانوته معلومه ده جی هخکله کافر دمسلمان دوست کیدای
    نشی کافر زموز او تاسی مرک ولاکه داسی بولی لکه غوماشه نوراغلو محترم مولاصاحب ته
    کوره به انتهاری کی خوک دیر تلفات لری بیکناه افغانان دیرشهدان کیزی او که دسره
    کفار را سه جنک ته دا ملا صاحب سرتیری خنکه جنکیزی ورسه به کندهار هلمند روزکان
    زابل کی بشتنه وکره……..!

    ته دغه سرتیری بولی جی دیو دمورکی سربریکی جی هغه مورکی 50 او 55
    کاله وی نی خارجه زبه ایزده وی او داده ملاصاحب سرتیری یی سرده تنی جخه به زوندن
    بله وی او یا شخی دکورو جخه به زوره وباسی او تک تک بر سر یی وولی وروره تردی نو بی
    ناموسه بیغیرته به نری کی نسته کی ستا خور یا مور به داسی نامه او یادامرک هغی
    دنیاته ور واستولی نوبیا به وه وایی جی ولا رشتیا دا بنجابی او دا خاریجی ا کفار
    امریکایان………..!

    ددی ییوزلو افغانانو به مرک دیر کشحال لیزی. وروره خبری دیریدی خو
    سر یی یو دی نن د انتحاری ده سرتیرو….. ددی جنک نه دی یو انتحاری به جو کسه مره
    کی تی 100 کسان وبوله هغه انیحاری جی ملاصاحب شه جاغ کری وی مه کر یو سیواد داره
    کافر او یا بنجابی دیوه قلم به کرشه 10000 افغانان دربه دره کوی.

    او اخیری خبره کرزی صاحب ددی سری دیلاور توب زره ور تیادی به توله
    بنجاب به توخم کی نسته 7 کسانو سره به روزکان کی د 25 لکه طا لبانو عاربانو
    بنجابیانو…… بسته نور نو خبله بوسه که کینعت کوی نو دغه دی بسته.
    کرانو
    لوستنکو و بخشی که کومه خبره بیاجایه راسه سه وی و بخشی. بیخی زره درد و کی جی دا
    لیک می ولیدی او بیا هم بخشه غوارم.

  6. خبري دي دملت به دشمني او حماقت مبني دي همه نقصان مو ملت ته رسولي لغامنيان مو بي وزلو نه بريزدي

  7. دمحمدرسول پرلیکنه له وصیل پرته ټولولیدؤنکونا منصافانه تبصرې کړې دې،یوخوله دي کبله چي هغه پریوڅه ږغیدلی اودوئ پربل څه هغه دفارسي مشهورمتل دی چي : (( ماچه میګم ودمبره ماچه میګه)) هغه خونه دلغمانیانوپیښه راخیستې وه نه بله مګرتبصره کؤنکوژرمنډې کړې ؤبله خوایې رانیولې وه ترڅودبحث مخ بل لورته واړوي،تاسوباید تل پرهغه څه لیکنه وکړئ چي لیکوال دخپلې لیکنې موضوع ګرزولې وي ،پاتې شوه دمحمدرسول لیکنه نورښتیاهم چي ډيره خوندوره،کره اومنصفانه لیکنه وه تل ورته دداسي انصاف دپلوۍ غوښتنه کوم اوتاسوته داوایم چي موتوابغیظکم وبس!

  8. سمیع الله ته وایم یوځل یې زده کړه بیایې کوزده کړه پښتوخوارکۍ خودي دومره له کاره ایستلې لکه دکرزې اداره،بیاچي تبصره کوې په سموڅرګندوټکوکي یې کوه!

  9. پيروز صيب لږ هواره راځه د… او ګازرې توپير كوه. په هغو شپږو كې
    چې د جشن په مراسمو كې يې د كرزي په شمول ټول لښكر په مخه كړى وو، كوم يې ملاعمر،
    بن لادين، ملادادالله، ملا فضل رحمن، او …. وو، ځكه د كرزي صيب خو د حكمتيار او
    ملاعمر ادرس په كار دى، غواړي خبرې ورسره وكړي او څوك يې ادرس ورته په ګوته كولى نه
    شي.

    هغه سپږ كسان چې ته يادوې هغه همدغه يو څو غوليدلي
    او د بن لادن او بوش د ګډې كمپنۍ د سياليو قربانيان ساده پټانان وو.

    اوه تېروتم بن
    لادن څه كوي چې كله ساده افغانان وي خپلو زامنو ته د جهاد له پاره دعوت وركړي، هغوى
    ته وايي چې تاسې له ښكليو انګريزانو سره ودونه او د بوش له كورنۍ ګډه سوداګري كوئ.

    جهاد يوازې په خړو پښتنو فرض دى او د قربانۍ پسونه معلوم دي. يو
    څوك چې په خپلو زامنو او خپله كورنۍ حاكميت ونه لري او ونه كړاى شي چې هغوى سمې
    لارې ته راوبولي، نو د امارت او پان اسلاميزم لافې به څنګه وهي. وروركه طالبان د
    پاكستان په مدرسو كې لګيا دي خپله زده كړې كوي، ملايان د حميد ګل او مولانا فضل
    رحمن په ټغر راټول او كلدارې او ډالرې جيب ته كوي او ملاعمر او بن لادن د اى اس اى
    په پټو قصرونو كې ناست دي او مصرف يې سي اى اى وركوي او هغه څوك چې ته ترې يادونه
    كوې هغه پښتانه او د پښتنو زامن دي نه طالبان او نه كله چا په مدرسه كې ليدلي او نه
    په الف بې خبر خلك.

  10. Rasol khana Salam,
    za dada yam che ta ba ham talib we zaka kho de yaw tarafa qazawat wakro kho za da yaw afghan aw pakhton pa sefat betarafana qazawat kawam, haqeeqat da de che soor spai da lewa wraror de. za pa mula omar aw karze ke hes farq na wenam dwara da prdio ghulaman de khudai pak de da dwaroo kror wran kre awa bache ye tre khudai pak wakhtli che pai she da noro khalko korona che wranigi aw bachi ye mra krgi sanga dar lary. haqeeqat da de che da dwara da pakhtnoo da wrkawlo pa daseesa ke shamel de aw ta ham da doi da kargherane lobey yaw lobgharai ye , che la bada margha ta karzayan aw sta mula tol pa pakhto kahbari kawai che da zamong toolo pakhtano lapara tar tolo stra badmurghi da, ai kash mulam omar hazara wai aw jang ye pa hazara jato ke karai we aw ai kash karzai panjsherai we che pa bado ye nom da panjeshiri bad shawai way, kho bad bakhtee da pakhtano da che badan pa kho yadegi kho yaw kha aw ghairati qawam, kho weeda qawam pa bado yadigi da yaw so badano da lasa.
    khudai pak de wakri che rana khafa na she

  11. ددی ورور جخه بیا اصلی موضع باته او مانه بریزدی کرانه وروره یو جو د بشتو توری نلرم .

  12. ستاسو او د دوى دواړو دي مخ تور شي. افغان اولس مو دربدره كړ. ستاسو غيرت هم مونږ وليد چي په لسو ورځو كي مو ټول هيواد ور خالي كړ او كويټي ته مو پناه يووړه. اوس بيا د سرو كافرانو په مستقيمه يا غير مستقيمه لمسونه افغانان په ګډه قتل عاموئ. ورك شئ

  13. پیروز خانه  ښې چارې
    ستاله خبرو نه قربان شم لوګی شم
    داسې تاو او راتاو شم  طالب جانه  سم خوند یی وکړو!!!!!!!!! 

    خو په دې یوه خبره مې سر خلاص نه سو چې دې د ځنګل زمرو ته چیرته
    پاړسو رهبران هم ښکاري او که نه د لرې نظر یی د دوستم او احمد شاه مسغو د ( چې
    ستاسو له برکته یی د شهید او قومي هیرو لقب واخیست )او د هزاره ګانو  او
    نو ر و  بی رحمانه وژل هیرشول چی دښتې یی درباندې ډکې کړې
    او په یو یو وار یی ۸۰۰۰  او لس زره تنکي ځوانان لکه ګلان  په
    کنټینرو کې وه سوزل او ژوندي یی له خاورو لاندې کړل[دښتي ليلي]
    خو لا تر اوسه یی تاسو
    زمرو  ستا له خولې  نه چې وایی مونګ ۶۰۰۰۰ پوځ پسې واخیست  خړ خړ
    ورته ګورﺉ چې کله هم واورو چې کوم لوړ پوړﺉ طالبانو وژلی یا تښتولی ویی نو پښتو ن
    به یی وژلی یا تښتولی وي

    زه نه پوهیږم چې ستاسو پوزې د پرېکیدو دي او که د هاغو چې له
    ستاسونه په کابل کې تښتیدلي وه بهرنیان او نور  د خدای اومنه مړه هسې  ګپ
    شپ  مو شورو کړی  اصل جهادخو دادﺉ چې خپل غچ له دوستم او هزاره ګان او له
    دې نورو ټلوالې نه واخلی بیا کرزﺉ وژنی اوکه شیرزﺉ خپل کار مو دﺉ  خو په اخر
    کې داواوره چې لګ په کړیدلي افغانستان رحم وکړﺉ  الله دې درباندې وه
    رحمیږي  او د هیواد د جوړیدو فکر دې خدای پاک درکړي امین

  14. محمد رسول پيروزصاحبه الله پاک دي له هره غمه په امان کي وساته
    مور دي کيني او داسي زامن دي راوړي لکه طالبان چي ټول اشغالګر قوتونه يي په مخه کړي او احمد ولي کرزي خوزه نه پيژنم چي څومره ابوکي دي خوحامد کرزي ډير ښه پيژنم چي ديونيکال ملازم وو او چي دطالبانووفد ټګزازته تللي وو نو دي يي خادم وو
    اوس خادم زمونژريس جمهور دي او که طالبان بي غيرته صحيح تاسي خوغيرت منديي نو لږ غيرت خو وښايي او پر مظلومو بي ګناه افغانانو خو مو د پلرونوبمبار
    پند کړي

  15. محمد رسول پيروزصاحبه الله پاک دي له هره غمه په امان کي وساته
    مور دي کيني او داسي زامن دي راوړي لکه طالبان چي ټول اشغالګر قوتونه يي په مخه کړي او احمد ولي کرزي خوزه نه پيژنم چي څومره ابوکي دي خوحامد کرزي ډير ښه پيژنم چي ديونيکال ملازم وو او چي دطالبانووفد ټګزازته تللي وو نو دي يي خادم وو
    اوس خادم زمونژريس جمهور دي او که طالبان بي غيرته صحيح تاسي خوغيرت منديي نو لږ غيرت خو وښايي او پر مظلومو بي ګناه افغانانو خو مو د پلرونوبمبار
    پند کړي

  16. طالبان ېعنې څه؟؟؟ طلبان د امرېکا او پاکستان ګډه لوبه ده چې ګټه ېواځې دوې ته ځې . دا به د افغانستان تارېخ ثابتوې او افغان اولس به دا فېصله کوې چې کمونستان او طالبان دواړه د بښلو نه دې . کمونستانو هم ددوې په څېر زور او زېاتي کاوو او روسان ېې افغانستان ته راوستلې وو، او طالبانو بېا د نصرالله بابر او کرنل اېمام په همکارۍ افغانستان دې سرحد ته ورساوو چې بل اخېره امرېکاهم پر افغانستان برېد ته زړه ښه کړ . طالبان د امرېکاېانو او پنجابېانو هغه سېاسې لوبه ده چې د اسلام د مقدس نوم نه په ګته اخېستو غواړې چې د پښتنو نسل او بنېاد له منځه ېوسې چې ښه بېلګه ېې د ډېورنډ د کرښې دواړه خواوو ته د پښتنو قتل عام دي .