د امريکا هر جمهور رئيس که جنايت کاره بوش وي يا وو، او که تازه دمه اوبا ما وي، هغوی زموږ په هيواد کي يو دم د امريکا ګټي لټوي او هر څه د امريکا دپاره غواړي ، بس دا يوازي زموږ وطن پلورلي ليډران او جګړه ماران او د کرزي غوندي ګوډاګي ﻻسپوڅي دي چي وطن او دوطن مظلوم پښتانه يې د امريکا و ګټو ته نذرانه کړی دی .
افغانان ، د شمال د پرديو نوکران اوپه کابل کي د غلو او جنګي جايت کارانو دغه فاسده اداره چي د امريکا په غدارۍ او بماريو واکمنه سوې ده هغه نه مني . زموږ خلک دهغوی د ناروا منګلو څخه د خپل وطن ازادول غواړي او پر هغه باندي به نه د فرعون بوش سره سازش و کړ ي او نه به يې هم د اوباما سره . البته زموږ خلک د طالبانو توره دوره هم نه غواړي . ددې وطن وارثان پخپله افغانان دي هغوی به يې ساتي .
دا جګړه د افغانانو سره نه ده دا جګړه د ا مريکا يي اشغالګرانو او د جنګي جنايت کارانوسره د افغانانو جګړه ده . همدغه بې وطنه جنايت کاران د امريکا په پيسورانيول سوه او په يوه حساب دادېرش کاله کيږي او په بل حساب چي امريکا زموږ وطن اشغال کړ نو دا اوه کاله کيږي د افغانانو پر ضد جنګول کيږي .
خو هو زموږ افغانان پښتانه او نارينه خلک دي ددوستۍ ، مړاني او ځوانۍ قدر کوي هغه نه هېروي . که زموږ پر وطن باند د امريکا نوې اداره ددغه غلو دواکمنۍ د دوام څخه ﻻس واخلي د هغوی د واکمنۍ د دوام په خاطر پر موږ بمونه و نه اوروي، بېګناه افغانان ، ښځي، ماشومان مو په وينو کي لژنده نکړي، ودونه مو په غمو را وا نړوي نو هغه که بوش وي که اوبا ما وي ، که زرداري وي يا د خميني او روسي مزدورانو ﻻسپوڅي وي موږ ته ديوه سره لوی غداران او جاني دښمنان دي او دغه ښاغلي پوهيږي چي افغانان د خپلو دښمنانوسره څه خيل چلند کوي . تر کيندلي ګوره يې نه پرېږدي .
خو که څوک موږ ته د بې پرې دوستۍ ﻻس را کوي زموږ د افغانانو وطن او د خلکو و خپلواکۍ ته درناوی کوي نو هغه بيا هر څوک چي وي زموږ غیږه ورته خلاصه ده او دوستي ورسره کوو . و ليدل شي چي د امريکا ځوان اوباما چي د ژوند لوړي او ژوري يې ليدلي او رئيس جمور شو زموږ وطن يې څه خېل پېژندلی دی او د خپلو ړندو بمباريو او د کابل د فاسد او جنايت کاره په اصطلاح دولت سره به څه کوي .؟
Khaiber has written the truth!!! Mr. Bush united all criminals, robber and killer 2001! All Afghans know what is going on in their country, the time of sold and foreigner slaves is going to the end slowly, the patriots will continue their activities in country and abroad ! The uniting of solds and criminals in country and abroad will never succeed, even if they bring back their other old friends( Taliban and Hikmatyar)! God bless and keep safe from blind bombing, barbaric insulting the proud Nation of Aghanistan