د ۱۳۸۷ کال د لړم میاشتې په ۱۳ نیټه په بلخ ولایت کې د میرمن ټولنیز کلتوري بهیر پرانستونکې غونډه جوړه شوه .
په پرانستونکې غونډه کې د بلخ ولایت یوشمیر میرمنو او په بلخ ولایت کې دادبي بهیر یوشمیر غړو ګډون کړی و.
دبلخ ولایت دوهم ولایت دی چې هلته میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر جوړیږي ، تردې وړاندې دغزني ولایت میرمنو هم پخپل ولایت کې میرمن کلتورې ـ ټولنیز بهیر جوړ کړی و.دبلخ ولایت دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر په پرانستونکې غونډه دافغانستان د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غړو آغلې دل آفروز ځیرک او اغلې سپوږمۍ نوري هم ګډون کړی و.
ددې خبر بشپړ تفصیل به وروسته وړاندې شي .
د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د یوویشتمې غونډې رپوټ
*